BBC
 شاته

کرېکټ: دولت ځدراڼ او نبي ته د آی سي سي رفتاري اصولو ماتولو خبرداری

د افغانستان کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد نبي او دولت ځدراڼ خپلې تېروتنې او د آی سي سي لخوا په پام کې نیول شوې مواخذه منلې ده

د کرکت نړیوالې شورا لخوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو دولت ځدراڼ او محمد نبي عیسی خېل انضباطي ریکارډ ته په ترتیب سره درې او یو منفي ټکي ورزیات کړي دي.

دغې شورا پر خپل ویبسایټ لیکلي چې د هند په ګریټر نویېدا لوبغالي کې د ایرلېنډ - افغانستان لوبه کې د آی سي سي رفتاري اصولو ماتولو له امله ښاغلي ځدراڼ او ښاغلي نبي ته په رسمي ډول خبرداری ورکړل شوی دی.

آی سي سي ویلي، دولت ځدراڼ د رفتاري اصولو د لوبغاړو او د لوبغاړو ملاتړي پرسونل اړوند مادې سرغړونه کړې ده. دغه ماده د نړیوالې لوبې پرمهال د لوبغاړو، د لوبغاړو ملاتړي پرسونل، لوبڅار، د لوبې داور یا هر درېیم کس پر لور یا هغوی ته نژدې په نامناسب یا خطر ناکه توګه د توپ غورځولو (یا د کرکټ نور تجهیزات لکه د اوبو بوتل) اړوند ده.

محمد نبي عیسی خېل بیا د دغه رفتاري اصولو دویمه ماده نقض کړې ده چې د لوبې د روحیې خلاف رفتارونه پکې رابرسېره شوي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي د کرکټ دغو دوو لوبغاړو د تنبېه کولو لپاره یې د دولت ځدراڼ انضباطي ریکارډ ته درې منفي ټکي او د محمد نبي ریکارډ ته یو منفي ټکی ورزیات کړی دی.

+ د افغانستان کرېکټ لوبډله ډک لاس کابل ته ستنه شوه

د رفتاري اصولو د اوومې مادې د شپږمې فقرې له مخې که دولت ځدراڼ او محمد نبي په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې څلور نور منفي پوینټونه یا تر هغې ډېر ترلاسه کړي، نو دا بیا تعلیقي پوینټونه ګڼل کېږي او د هغوی پر لوبو بندیز لګول کېږي.

ده تعلیقي پوینټونه ددې لامل کېږي چې د کرکټ یو لوبغاړي د آی سي سي د نړیوال جام له یوې لوبې او دوو یو ورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو منع شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دولت ځدراڼ د افغانستان تېز توپ اچوونکی (بالر) دی

آی سي سي ویلي، دولت ځدراڼ له ایرلېنډ سره په لوبه کې توپ په لاس کې ونیوه او د پیټر چېس پر لور یې په داسې حال کې ګوزار کړ او هغه یې پر پښه وویشت چې نوموړی ولاړ و او له کریس نه یې د وتلو کومه هڅه نه کوله.

او محمد نبي ته ځکه یو منفي ټکي په انضباطي ریکارډ کې ورزیات شوی چې نوموړي سره له دې چې څرګنده وه یو کېچ ډراپ شوی خو ده په قصدي ډول پر لوبڅار اپیل کړی او هڅه یې کړې هغه ګمراه کړي.

دواړو لوبغاړو خپلې تېروتنې او د آی سي سي لخوا په پام کې نیول شوې مواخذه منلې ده.