مقالې
آهنګر صيب يوازې پښتانه نه بلکې ټول ملت د جنګې جنايت کارانو محکمه غواړي
آهنګر صيب يوازې پښتانه نه بلکې ټول ملت د جنګې جنايت کارانو محکمه غواړي
لمر، شپه او ګل
لمر، شپه او ګل &
د لرغوني پاخيتا يا د پاکتيا جغرافيايي موقيعت
د لرغوني پاخيتا يا د پاکتيا جغرافيايي موقيعت څنګه چې د مهال د تېريدو له امله د انسان ځانګړي خواص بدلون مومي، په همدې ډول ژبه او هنر تغيير پيدا کوي؛ د پر مختيا او پراختيا پر لور حرکت کوي چې دې دا ډول بدلونونو اغيزې د يوې ژبې په وييونو (( لغتونو)) کې تر نورو رڼې ليدل کيږي، نو دا لنډکۍ ليکنه هم د پاخيتا يا د پاکتيا د لرغوني هېواد په اړه ده چې دارت والي لمنه يې تر کومه ځايه غزېدلې وه او څومره لرغونى تاريخ يې درلود؟ د پاختيا نوم او دهغه جغرافيايي موقيعت څنګه د زمانې په اوږدو کې تغي
پښتو ژورناليزم د تاريخ په اوږدو كې
پښتو ژورناليزم د تاريخ په اوږدو كې : روښان نورزى نژدې پنځه زره كاله مخكې پښتانه چې د كسپين سمندرګي شا و خوا سيمو ته لېږدېدلي وو، له اّمو څخه واوښتل او په بلخ كې چې هغه مهال د "بخد" په نامه ياد شوى، مېشت شول او وروسته بيا دغو خلكو ځانونو ته پښتانه ويل، چې له پښت ( د دوى قوم) او يا بخد ( د دوى استوګنځى) څخه اخيستل شوى دى، ددوى ژبه پښتو وه، چې يوه لرغونې ژبه ده او د اريك (د اّريايايي ژبې يوه څانګه) ګڼل كېږي. څرنـګه چې پښتو يوه لرغونې ژبه ده، نو همداراز يـې ادب هم لرغونى تاريخ لري. پښتو كلاسيك
په اريوب کې ځانګړی حوض ( ډنډ )
دغه ډنډ د آریوب په سیمه کې د سپین غر د لوړې څوکې (سیدکرم سر) څخه لویدیز خوا ته په درې کلومټرۍ کې د غره په سر شتون لري. د اوبو رنګ شین نیلي ورته دی. ددې ډنډ اوږدوالی تقریباَ ۲۰۰ متر ه او پرخوالی یې ۸۰ مترو ته رسیږي. د لرې څخه د ډنډ طبیي ډول د کب په څیر وي خو کله چې ورنږدې شی . نو د کوزې بڼه غوره کوي. له درو چینو یانې له درو خوا څخه ورته اوبه راځي. همدا اوبه کمه اندازه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ خوا ته په غرو کې پټې رواني وي او زیاتره اوبه یې د اریوب سیمې ته د چینو
جمال څنګه خوږمن او خومن څنګه شاعر شو؟
د ترکيې نامتو شاعر ناظم حکمت وايي چې شعرهغې خوږ غږې مرغۍ ته ورته دى چې بايد واوريدل شي اوله غږ څخه يې خوند واخيستل شي هغه کسان چې غواړې تعريف او تحليل يې کړي نو په اصل کې د مرغۍ له غوښو سره مينه لري نه د مرغۍ له غږ سره . دا خبره مې ددې لپاره وکړه چې خبره د شعر ده او هغه هم د ښه شعر، د نړۍ په فرهنګي نظام کې ادبي څيړنې په تيره بيا د شعر پر ماهيت باندې فلسفي تاملات اوږده سابقه لري خو د هرې پديدې علمي څيړنه لږ تر لږه دوو عمده او بنسټيزو عناصرو ته اړتيا لري
دنګ شاعر له دنګ خيال سره
شعر د قدرت یوه رنګینه ډالۍ ده چې انسان باندې پیرزو کیږي. خو دا ډالۍ هم بیلابیل ډولونه لري چاته په یوډول او چاته په بل ډول ورکول کیږي . خو له دې ډولونو څخه یوډول رنګین شعر یا رنګینه شاعري ده . چې مونږ دلته د یوې رنګینې شاعرۍ شاعر ته تم کیږو . او داځوان او نوښت ګر شاعر سیدجیلاني جلان دی چې اوس مهال یې دګلپاڼو اتڼ په نوم شعري ټولګه له چاپه راوته ده .جلان یو ساده باده او یاغي فطرته ځوان دیلکه څنګه چې دی یاغي فطرت لري هم داسې یې شعر هم ددنګو غرونو د ابشارو غوندې شور کوي . جلان د پ
دګلپاڼو اتڼ که د ښکلا ښار؟
کابو پنځه کاله به کیږي ، چې د شعر او شاعرۍ سره مې بې دریغه مینه پیدا شوې. ډیری وخت د سترو لیکوالانو او شاعرانو کتابونه لولم . د دوی په شعرونو او لیکنو کې لاهو کیږم . او د هنریت قدر یې راته پکې څرګند ښکاري. شعر لوستل مې، د زړه او هنري مینې تنده ماتوي. تل په نویو او خوږو شعرونو پسې لالهانده ګرځم. چې همدا هلې ځلې مې درې کاله مخکې ددې سبب شوې ، تر څو زه هم د څو ماتو ګوډو شعرو
مازدېګر شغلې شغلې دی مازدېګر
مازدیګر شغلې شغلې دی مازدیګرو په شغلو پټه یاره نه دې پیژنمه مازدیګر نه پوهیږم چې دغه ولسي سندره په ما باندې څومره تاثیر کوی ؟ نه یوازې دا سندره بلکې همداسې نورې په لس ګونو ولسي سندرې مې خوښیږي خو کله چې داسندره د کوم سندرغاړي له خولې اوروم بیا خو په اصطلاح چې بیخې له ځانه پردی وم. ولې دا سندره دومره خوند راکوي...؟ داسې سندرې او سروکی په سلګونو او زرګونو د پښتود ولسي نه لیکلو ادبیاتو په خورجینه
جان لا
راليږونکی :gull mohammad aryobiد راليږونکي پته :aryobi11@yahoo.comنيټه : 05-09-2008جان لا هغه يو ملت کنگآل کړ ــ خو د مرگ په وخت کې يې بوټونه د تلي لخوا څخه سوري وجان لا Hanasome John law په نوم يو سکاټلنډي پاريس ته ورسېل ـــ بې ياره و مددگاره او ناپېژندلى ، خو ځان يې د فرانسې مالي ديکتاتور او د ټولې اروپا د يوه ډې غښتلي شخص پوړ ته ورسول ، دولس کاله وروسته هغه د ډېرې رسوائي وروسته د فرانسې څخه په تېښته کې و او له ورپسې د پاريدلو خلکو هجوم چې دده وينو ته تږي و او
جلان د ګلپاڼو په اتڼ کې
جلان د ګلپاڼو په اتڼ کې مخه یې نه نیسم جانانه مګر دومره وایمستا د لاس غشي په پردیو نه په خپل وريږيزړه ته چې مې ډاډ ، خوند ، هوسايي بخښي . په ایمان وایم چې دا ، لیوني شعرونه دي؛ کله چې مې ، لیوني فکرونه په ګریوان منګولې خښې کړي.ځان زر ورته تسلیم کړم.کله په ذهن د کیسې لپاره موضوع لټوم ، او کله بیا ګوډ مات توري سره وپییم، خو لیکلو ته یې زړه نه شم ښه کولی.بیا یې سره وشیندم ، راټول یې کړم ، خو چې څه مې د زړه غوښتنه وي ، هسې اوډون ونه شي.زه خو پخپله شعر هغه بولم ، چې زما د
د ګلپاڼو اتڼ مخ کتنه وشوه/ شفق
۱۳۸۷ د زمري په ۷ نیټه په کابل کې د میډیوټیک مرکزي دفتر په انګړ کې د کاروان ادبي ټولنې او د میډیو ټیک په ګډه هکاره د هیواد ځوان اونوښتګر شاعر سیدجیلاني جلان د ګلپاڼو اتڼ د کتاب د مخ کتنې غونډه جوړه شوه. په غونډه کې دهیواد ګڼ شمیر ادبي او فرهنګی شحصیتونو سره بیره قومو مشرانو او د ولسي جرګې غړیو هم ګډون کړي .غونډې د مازدیګر له ۵ بجو څخه دشپې تر۹:۳۰ بجو دوام وکړاو په ډيره سندریزه فضا کې پر مخ تله . دسټیج چارې عنایت الله دیدار پر مخ وړې. غونډه د قاري صیب حواجه الدین حق بیان لخوا د
زما جلان
يوه ورځ مې خپل ياران په زړه ډېر راوورېدل،غوښتل مې چې ويې ګورم او په ديدن يې دخپل زړه تنده ماته کړم.په همدې نيت پورته شوم او د خپل کتابتون له يو ګوټ مې خواره واره شعرونه راواخيستل. دا شعرونه ما د يادګار په توګه له ځان سره سنبال کړي دي . تر دې تر مخه چې د شعرونو په لوست پيل وکړم، د جلان له دې قطعې سره مخ شوم: څه وکړم لمبو په مخه کړی يم څنګه تاته تېرې کيسې وکړمهخدای دې يوه شپه جانانه راولهبيا به درته ډېرې کيسې وکړمهکله مې چې دا قطعه ولوسته،تلوسه راسره پيدا شوه چې اخر جلان کوم
د افغانستان په قبايلي ټولنو كې حقوقي تعاملات
په ټولنيز ژوند كې د خپل منځي مناسباتو سمبالول او په سوله ايزه فضا كې د ژوند د امكاناتو برابرول د منظمو مركزي حكومتونو و ظيفه ده، هر حكومت وظيفه لري چې تر واكمنۍ لاندې خلكو ته يې د امن، ډاډ او سولې ژوند برابر كړي تر څو هغوى په ډاډه زړه وكړاى شي خپلې ورځنۍ چارې په ډاډمنه توګه پر مخ بوزي، نو په هره ممكنه وسيله چې وي د شرعي او موضوعه قوانينو په رڼا كې د خپلو خلكو لپاره هغه امكانات برابروي چې د هغو له امله خپل ورځنى ژوند سمبال او دودې په لوري هدايت كړي.افغانستان يوله هغو هيوادونو څخه دى چې د ت
جنرال د جنګ په ليکه کې
د مشرف الدين زوى پروېز د جنرال ضياء الحق څخه راوروسته د پاكستان دوهم پوځي ديكتاتور دى، چې تر ډېره د واك پر ګدۍ پاتېږي. هغه چې كله هم خپل ځان ګېر ليدلى؛ نو خپلو مخالفينو ته يې داسې موضوع را زېږولې، چې هغوى نه يې هغه د پرون اجنډا هغه د حكومت د غورځولو او كلابند كولو ټولې خبرې هېرې كړې دي. كله چې د پاكستان اپوزېسيون د عدم اعتماد تحريك د چلولو پرېكړه وكړه حكومت ورته د "حدود اّرډيننس" بيل وړاندې كړ، دا مهال چې اپوزيسيون "د ګرېنډ الاينس Grand Alliance" (ستر اتحاد) خبرې كولې، پروېز خپل كتاب مارك
اريوب ځاځي د تاريخ په پلوشو کې
رښتيا ده، چې اّريوب ډېر ښكلى او زړه راښكونكى منظر لري. دا يوه ښېرازه سيمه ده، چې شاوخوا يې غرونو احاطه كړې او غرونه بيا په شنو ونو لكه نښتر، لمنځه، څېړۍ، بېجور، جلغوزي اوبښته او نورو باندې سينګار دي. دا هغه ونې دي، چې په دوبي او ژمي كې شنې پاتې كېږي او د اّريوب درې همدا ونې پخپله غېږه كې رانيسي او لا ښكلا وربښي. د اّريوب ختيځ لور ته كرم ايجسنۍ شمال لور ته يې سپين غر، چې د ننګرهار سره نښلي او د شمال لويديز لور ته د كټه سنګ او لوګډي د غرونو په ذريعه له لوګر ولايت سره پيوند اخلي. لويديځ