پښتو ژورناليزم د تاريخ په اوږدو كې : روښان نورزى نژدې پنځه زره كاله مخكې پښتانه چې د كسپين سمندرګي شا و خوا سيمو ته لېږدېدلي وو، له اّمو څخه واوښتل او په بلخ كې چې هغه مهال د "بخد" په نامه ياد شوى، مېشت شول او وروسته بيا دغو خلكو ځانونو ته پښتانه ويل، چې له پښت ( د دوى قوم) او يا بخد ( د دوى استوګنځى) څخه اخيستل شوى دى، ددوى ژبه پښتو وه، چې يوه لرغونې ژبه ده او د اريك (د اّريايايي ژبې يوه څانګه) ګڼل كېږي. څرنـګه چې پښتو يوه لرغونې ژبه ده، نو همداراز يـې ادب هم لرغونى تاريخ لري. پښتو كلاسيك ادب د درېيو زرو كلونو په شاو خوا كې مخكېنى تاريخ لري. ليكنى (تحريري) ادب خو يـې دوه زره كلن ليكل شوى او ګړنى (شفاهي) ادب يـې تر كلاسيك ادب هم زوړ تاريخ لري.پښتو ژبه سربېره پردې چې يوه لرغونې ژبه ده، علمي ژبه هم ده. دا ځكه چې علمي او ساينسي اصطلاحګانې په كې په پوره بڼه ادا كېدى او ليكل كېدى شي، له دې كبله د نورو ژبو په وړاندې يو ځانګړى مقام لري. پښتو شاعري هم د امير كروړ له مهاله (1300) كلن زوړ تاريخ لري. البته د ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي په وينا دا لومړنى شعر نه دى، بلكې تر دې مخكې هم په پښتو كې شاعري شوې ده، ځكه چې دا شعر ډېر پوخ دى. پښتو ادب او شاعري د سوري، غوري، غزنوي او لودي په دربارونو كې پالل شوى او پښتو ژبه خو تر ډېره حده د فېروزشاه، هوتكيانو او دُرانيانو په دربارونو كې د ارتباط ژبه وه، همدارنګه د پښتو ژبې لويو باچايانو هم په پښتو شاعري كړې ده، لكه حميد لودي، بهلول لودي، لوى احمدشاه بابا او داسې نور…پښتو ادب: - پښتو ادب هم د پښتو ژبې په شان لرغونى تاريخ لري، چې لوى استاد ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي پر څلورو پېرونو وېشلى دى: تر اسلام مخكې پېر: - په دغه پېر (عصر) كې په تاريخي اّثارو اكتفا كېږي، ددغه پېر د داريوش د "هخامنشيانو" پاچا پښتو ډبرليكونه د يادولو وړ دي، ددې پېر پښتو ليكدود مېخي و، دغه اّثار خو يا د جګړو له كبله له منځه تللى او يا هم تر ځمكې لاندې ښخ دي. د اسلام له راتګه تر (1600) م پورې: - دغه پېر له امير كروړ سوري څخه پيلېږي او په دې كې د لوئيك كهول شعري اّثار، پښتو شاعران: ابومحمد هاشمي، سروانى، حميد لودي، بېټ نيكه، شېخ بړېڅ، ښكارندوى، ملكيارغرشين، سيمني، قطب الدين بختيار، شيخ متي، بهلول لودي، شيخ ملي او داسې نور شامل دي. له (1600) څخه تر (1900) پورې:- دغه پېر د روښانيانو له غورځنګ څخه پيلېږي. ددې پېر په سياسي، اېډيالوژيك او ملي ادب كې كار شوي شاعران او اديبان: پيرروښان، رحمان بابا، خوشالخان خټك، حميدبابا، لوى احمدشاه بابا او داسې نور شامل دي. نننى پېر: - دا پېر له انګرېزانو سره په جګړو او د اّزادۍ په ګټلو سره پيلېږي، د دغه پېر په ادب كې د اّزادۍ، د هېوادنۍ مينې او پرمختګ اړخونه تر ډېره حده ترسترګو كېږي.پښتو ژورناليزم په كابل او كندهار كې:- كه څه هم د ځينو نورو څېړونكو له خوا داسې ويل كېږي چې د اميرمحمد اعظم خان په دوره كې د كابل په نامه يوه مياشتنۍ خپرونه خپرېدله، چې چلوونكى يـې سيدجمال الدين افغان و، خو ځينې بيا د شواهدو د نه لرلو له كبله دا خبره ردوي. خو په افغانستان كې د اميرشېرعليخان په دور كې چې د افغانستان د عصري كېدو هڅې پيلېږي. يانې د ښوونې او روزنې، پوځ او صنعت بنسټ ايښودل كېږي او د لومړي ځل لپاره په كابل كې چاپخونې پرانيستل كېږي، نو د ژورناليزم پيل هم له همدې ځايه كېږي. امير شېرعليخان د افغانستان د يوې سترې علمي او روحاني څېرې سيدجمال الدين افغان د اصلاحاتي پروګرام په عملي كولو سره د لومړي ځل لپاره په 1873م كال شمس النهار چاپ كړه، چې چلوونكى يـې عبدالعلي خان و، دغه خپرونه په (16) مخونو كې راووته. څرنـګه چې ددې پېر ټول اصلاحات د انګرېزانو د ګټو پرخلاف وو، نو انګرېزانو ددغو اصلاحاتو د ردولو لپاره هڅه كوله، بالاخره يـې په بېلابېلو پلمو پر افغانستان يرغل وكړ. كه څه هم دوى له ماتې سره مخامخ شول، خو په خپل پلان ( يانې د اصلاحاتو پر ختمولو بريالي شول) او پر افغانستان يـې د خپلې خوښې واكمني مسلطه كړه. چې دا د افغانستان د ژورناليزم لپاره يوه توره دوره وه او د اميرعبدلرحمان خان د واكمنۍ تر پايه پورې يـې دوام وكړ. روسته د امير حبيب الله خان په پېر كې (1901) د سراج الاخبار افغانستان په نامه يوه مجله خپره شوه، چې چلوونكى مدير يـې د افغانستان يوه روڼاندې څېره مولوي محمد واصف و، خو دغه خپرونه د يوې ګڼې تر خپرېدو وروسته بنده شوه، چې (36) مخونه يـې لرل. په (1911)م كال پښتو ژورناليزم يوه نوي پېر ته داخلېږي. دا هغه وخت دى چې سراج الاخبار افغانيه هم د همدې كال په اكتوبر مياشت كې په خپرېدو پيل كوي، ددې خپرونې مسئول مدير د افغانستان يو وتلى سمونپال، اديب، شاعر او د نوي ژورناليزم پلار محمودطرزي و، چې د لومړي ځل لپاره يـې په افغانستان كې د نوي ژورناليزم [پخوانى ژورناليزم ادبي ليكونو ته ورته والى لري او نننى هغه عام فهم او په ساده ژبه كې د ژورناليزم د اصولو پر بنسټ ليكل كېږي]. بنسټ كښېښود. ارواښاد طرزي په بېلابېلو هېوادونو كې زده كړې كړې وې او په پښتو، پاړسي، عربي، تُركي او انګرېزي ژبو پوهېده. ارواښاد طرزي د سيدجمال الدين افغان د اصلاحاتو د پروګرام پلوي كوله او د انګرېزانو كلك مخالف و. په سراج الاخبار افغانيه كې د لومړي ځل لپاره پښتو ليكنې په منظمه توګه خپرېدې او له پښتو ژبې سره د انګرېزانو د دښمنۍ يوه ډېره ښه بېلګه په ګوته كوي، چې دوى په سراج الاخبار افغانيه كې د پښتو ليكنو خپرېدل د خپلو سيمه ييزو ګټو خلاف ګڼل او له حكومت څخه يـې ددې د سملاسي بندولو غوښتنه وكړه. د سراج الاخبار افغانيه په چلولو او اوډون كې د افغانستان د ژورناليزم له پلار سره د هېواد د خپلواكۍ او پښتو ژبې او ژورناليزم دوو تكړه وو مبارزينو عبدالرحمن لودين او عبدالهادي داوي پرېشان هم ګډون درلود. د (1919) م كال په اپرېل كې د امان افغان په نامه يوه اوونيزه پيل شوه، چې چلوونكى يـې د افغانستان د خپلواكۍ مين او د انګرېزانو تر ټولو سخت دښمن (د انګرېزانو په خپله وينا) و. عبدالهادي داوي پرېشان يو ښه ليكوال او شاعر هم و او د خپل قلم په واسطه يـې د ظلم، استعمار او د بهرني واكمن پرخلاف اّواز جګ كړ او له همدې كبله يـې (14) كاله بند هم تېـر كړى، د ده د بنديتوب په دوران كې كله چې د هغه مهال له يوه چارواكي څخه وپوښتل شول چې عبدالهادي داوي يو بې ضرره انسان دى او كه يو پوځ هم وركړل شي، نو ستاسو پرخلاف به كوم كار ونه كړاى شي. هغه په ځواب كې وويل: د پرېشان هر لفظ د توپ تر سلو ګوليو خطرناك دى. وروسته ددې خپرونې چلوونكي مدير ميرسيد قاسم او بيا غلام احمد، غلام نبي جلال اّبادي او محمد حسن سليمي په پرله پسې توګه وټاكل شول. په (1920) م كال كې د لومړي ځل لپاره د افغان په نامه ورځپاڼه خپره شوه او د بهرنۍ نړۍ د خبرونو د تبادلې لپاره د روايټر سره قرارداد وشو ددې ورځپاڼې مسئول مدير محمدجعفر كندهارى و. تر دې وروسته د يوشمېر ورځپاڼو خپرېدل پيل شول، چې په دغو ورځپاڼو كې ابلاغ، حقيقت او اتحاد مشرقي ( جلال اّباد) د يادولو وړ دي. په اوونيزو كې غازي، اتفاق اسلام، ستاره افغان او طلوع افغان ( په 1921م كال كې د مولوي صالح محمد هوتك په مديريت له كندهاره په منظمه توګه خپرېده) د يادولو وړ دي. په دې پېر كې د ښځو نماينده جريده، ارشاد النسوان هم خپرېدل پيل كړل. د مجلو په ډله كې معارف، اردو، اّيينه، عرفان، اصلاح، پوهنه، وړانګه، كابل، ننګرهار، غازي، عسكريه، پښتون ږغ، او ګڼ شمېر نورې مجلې، اوونيزې او ورځپاڼې هم خپرې شوې دي. كه څه هم په دغو دورو كې پښتو ژورناليزم ته څه ناڅه كار شوى دى، خو بيا هم دا كار ډېر لږ دى، سره له دې چې د افغانستان ملي او رسمي ژبه پښتو ده، خو په تېرو دېرشو كلونو كې د ژوندانه نورې ټولې برخې زيانمنې شوي، نو پښتو ژورناليزم ته هم ډېر زيان رسېدلى دى، كه څه هم هغه خورو- ورو افغانانو د نړۍ په هر كونج كې چې دي، خپلې هڅې ژوندۍ ساتلې دي، خو دا به هم بېځايه نه وي چې وويل شي دغه ساحه اوس په بشپړ ډول فلج شوې ده. په دغو سيمو كې تكړه ليكوال راحت زاخېلي په (1959) م كال كې د افغان په نامه خپرونې سره د پښتو ژورناليزم بنسټ كښېښود. كه څه هم عبدالغفار پېښوري تردې مخكې د الجهاد په نامه د يوې خپرونې په خپرولو چې د سيداحمد جهادي تحريك په هكله وه، اقدام وكړ. خو "افغان" د پښتو ژبې د لومړۍ خپرونې په توګه منل كېږي پېښور د پښتنو يو تاريخي، كلتوري او ادبي مركز دى او د ګڼ شمېر شاعران او ليكوال لكه، رحمان بابا، خوشالخان خټك، حميدبابا، حمزه شينوارى او داسې نور هم د دې سيمې يا شا و خوا څخه راپورته شوي او پښتو ژبې او ادب ته يـې زښت زيات خدمتونه كړي دي. په دغو سيمو كې تكړه ليكوال راحت زاخېلي په (1959) م كال كې د افغان په نامه خپرونې سره د پښتو ژورناليزم بنسټ كښېښود. كه څه هم عبدالغفار پېښوري تردې مخكې د الجهاد په نامه د يوې خپرونې په خپرولو چې د سيداحمد جهادي تحريك په هكله وه، اقدام وكړ. خو "افغان" د پښتو ژبې د لومړۍ خپرونې په توګه منل كېږي. تر دې وروسته ګڼ شمېر ليكوالو د سياسي او مذهبي موخو لپاره ژورناليزم ته مخه كړه، په دې ډله كې د ترنګزو ملاصاحب د پښتنو د راويښولو لپاره د ژورناليزم ډګر ته راودانګل. په (1920) م كال كې د چمبركند جنګياليو د الجهاد په نامه يوه خپرونه پيل كړه. همدارنګه اّزادګل كاكاخېل هم د افغان په نامه يوه اوونيزه پيل كړه. په (1925)م كال كې مولانا عبدالقادرخان د (سرحد) په نامه يوه خپرونه پيل كړه، مولانا صاحب د پېښور د پښتواكېډمۍبنسټ ايښودونكى هم و. په (1928) م كال يو لوى لارښود انساندوسته انسان فخرافغان خان عبدالغفارخان د (پښتون) په نامه يوه رساله خپره كړه، باچاخان د انجمن اصلاح افاغنه او خدايي خدمتګار مشر و او د انګرېزانو د سلطې، ظلم او زياتي پر خلاف يـې مبارزه كوله، نو دغې خپرونې د انګرېزانو د ظلم او زياتي پرخلاف ليكنې خپرولې، ددې خپرونې چلوونكى مدير عبدالخالق خليق و او ګڼ شمېر اديبانو، ژورنالسټانو او شاعرانو له (پښتون) سره همكاري كوله، دغه خپرونه نه يوازې په پېښور او پښتني سيمه كې لوستل كېده، بلكې په اروپا، امريكا او اسټراليا كې يـې هم ډېر لوستونكي درلودل. اّن په انګرېزي به هم ژباړل كېده. په دې خپرونه كې پر سياسي ليكنو سربېره ټولنيزو او اقتصادي مسايلو ته هم ځاى وركړل شوى و. تر دې وروسته زيات شمېر خپرونې پيل شوې، چې په دغه ډله كې د مولانا عبدالكريم پوپلزى، سرفروش، د محمدخان مير هلالي، همدرد افغان، پښتو خپرونه، ستړې مشې چې په (1930)م كال استاد زاخېلي ددې خپرونې چلوونكى و، د سېلاب په نامه خپرونه چې محمد اسلم چاپوله، فرنټ ايډوكېټ اوونيزه د جناب راحت زاخېلي تر څارنې لاندې خپرېدل پيل كړل. چې دا د لالاميرچند ملكيت و. په (1930) م كال كې پښتو (1936)م كال، وطن، په (1937) م كال كې د محمد نواز خټك تر څارنې لاندې، زلمى پښتون (1935) د خان مير تر څارنې لاندې، اّزاد پښتون په (1934) م كال، رښتينى خدايي خدمتګار سرخپوش، پښتونستان اوونيزه د ظهيرالدين رمضاني تر څارنې لاندې خپرېده او داسې د يادولو وړ دي. كه څه هم په پېښور كې ژورناليزم ته كار شوى، خو بيا هم دا كار لږ دى او پښتو ژبه كه څه هم د هغې سيمې د لوى اكثريت يانې (95) فيصده خلكو مورنۍ ژبه ده، خو رسمي او د تعليم ژبه نه ده.پښتو ژورناليزم په كوټه كې:څرنـګه چې د تاريخ په بېلابېلو دورو كې پښتني خاورې د حالاتو د مقابلې لپاره اتلان زېږولي دي، نو پښتو ژورناليزم هم په پيل كې د يوه صنعت په توګه نه، بلكې د يوې سپېڅلې دندې په بڼه ښكارېده، چې د ولسونو په خپلواكولو او د حقوقو په اخيستلو كې يـې يو مهم رول لوبولى، نو په پښتني سيمو كې هم ژورناليزم د استعمار او عدالت لپاره استعمالېده او زياترو ملي اتلانو په دې لاره كې مبارزه كوله، نو كه په پښتو كې له يوې خوا په كابل كې محمودطرزي او عبدالهادي داوي پرېشان وو او كه په پېښور كې راحت زاخېلي او فخر افغان خان عبدالغفارخان و، نو په كوټه كې هم پر پښتو مين اديب او سياستپوه خان عبدالصمدخان اڅكزى و، چې د سياست او ادب په ډګر كې يـې ډېرې كارنامې پرې ايښي، خان صمدخان د انجمن وطن او وروسته د ورورپښتون مشر هم و او خان شهيد په (1935) م كال كې د استقلال نومې اوونيزې بنسټ كښېښود او له دې لارې يـې خورا زيات خدمتونه وكړل. وروسته بيا په (1951) م كال سيدميوند، د جمهوريت ږغ په نامه خپرونه پيل كړه، ددې خپرونې اصلي هدف په افغانستان كې د جمهوريت لپاره مبارزه وه، تر دې وروسته ددغو خپرونو پته لګېږي: خورشيد، د مولانا عبدالحق بوستاني، ګلستان مياشتنۍ خپرونه (1958)م كال فضل احمد غازي، هېواد په (1956)م كال د اكتوبر(27) چلوونكى: نجيب الله نوين، ولس، ظفرالاسلام، برېښنا، نوى ژوند او داسې نور په خپرېدو پيل كړى دى د پښتو ژورناليزم په ډګر كې تر ټولو لږ كار په دې سيمه كې شوى او پښتنو ته دا ښايي چې د خان شهيد تر شعار لاندې چې: (پښتو به وايو، پښتو به ليكو او پښتو به لولو). د خپلې ژبې او كلتور لپاره كار وكړي.سرچينې: د پښتو ادبياتو تاريخ: علامه عبدالحى حبيبي. د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ: شهسوار سنګروال نيازى. سير ژورناليزم در افغانستان: پوهاند محمدكاظم اهنګ. د افغانستان د ژورناليزم مخكښان: محمدزرين انځور. بابا پښتو او پښتونخوا: عبدالغني غني، ژما ژوند او جد و جهد: خان عبدالغفار خان. پښتانه: حبيب الله تږى. تاريخ مشروطيت در افغانستان: علامه عبدالحى حبيبي. صحافت د ادبي بولان پس. پښتو روزنه: عبدالروْف بېنوا. افغانستان در مسير تاريخ: مير غلام محمدغبار