لا مو د درانه استاد زهير صيب د مور بي بي پر مړينه د ژړا سرو سترګو بېرته خپل رنګ نه و خپل کړی چې د يوه بل تکړه فرهنګي ملګري ، فرهنګپال او مينه ناکه انسان بې ريا صيب د مور بي بي د وفات له دردوونکې پېښې نه خبر شو . انا الله و انا اله راجعون .
غوښتل مې چې خپله ورته تلېفون وکړم خو متاسفانه چې شمېره يې هم راسره نه ، نو ومې غوښتل چې د اريوب د ښايسته بلاګ د چلوونکو له لارې خپل د خواخوږی دغه مات ګوډ پيغام تر درانه بې ريا صيب ورورسم .
رښتيا هم چې بې له صبره نور هېڅ نه شته او نه هم د الله تعالی په کړو کې نا امېدي کولی شو ، بې ريا صيب او درنې کورنۍ ته يې د الله تعالی له لوی دربار څخه جميل صبر غواړم او مورجانې ته يې جنتونه په برخه شه . امين
او پاتې مو دې خدای تعالی له داسې درنو غمونو څخه وساتي .

غم که له غمه شرمېدلی
پر مونږ به نه راتلی جوړه جوړه غمونه

ستاسې يو غمځپلی ورور
جلال - بلجيم .