د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

او لوبه کرکټ وگټله

مطیع الله عابد 03.07.2013 18:49

په هغه شپه چې یو شمیر ځوانانو د خپلو سینو پورې د مرگ ډک واسکټونه تړل. په هغه شپه چې ځینو د سړک په غاړه ماینونه کرل او په هغه شپه چې د مرگ سوداگرو خپل مخونه پټول. په هم هغه شپه د وطن بچیانو د سبا د سیالۍ دپاره فکرونه کول. په هم هغه شپه د وطن مئینانو د ملي بیرغ تارونه تړل او هم  په هغه شپه لوبغاړو د سبا د لوبې دپاره بیټ بال او وکټونه تړل.
چې سبا شو څوک د ارگ په لور روان شول. څوک د خپل ورور د مرگ په لور  او نور د کابل د کرکټ د لوبغالي او چمن په لور وخوځیدل. چا ځان وواژه. چا بل افغان وواژه. نورو خپل سیالي وکړه. د کرکټ بازي وکړه. خلکو ورته خوشالي وکړه. د ملي بیرغ او ملي سردو په سر ېې خوښي وکړه. نو لوبه چا وگټله. مرگ که ژوند. د جنگ شر که د امن او مینې شور. د کابل د کرکټ د لوبغالي په شور کې د وطن د ډیرو چاودنو شور ورک شو  او د مرگ سوداگرو ته ېې وویلې چې دوي د مرگه نه ډاریږي. د ژونده ځاریږي.
د افغانستان ژوند اوس د ځوان پورې تړلی دی. د هغه ځوان پورې چې  سهار کې د وطن د ابادۍ ،د مثبتې سیالۍ او د ورورولۍ په نوم را ویښیږي. خپله هم ویښ ځلمی گرځي او نور هم د خوب راپاڅوي. نه ځان وژني نه افغان وژني. نه د اسلام په نوم مسلمان وژني. د مرگ د واسکټ او د پردي راکټ خبره نه کوي. د فټ بال ،بزکشی او کرکټ خبره کوي.هغه کرکټ چې په دې لسو کالو کې د خوښۍ یوازینی پیامبر دی. هغه کرکټ چې د چا په سر چې افغانستان معتبر دی. هغه کرکټ چې هم لوبه ده هم هنر او هم پیغام د سپین سحر دی
اغیار وايي چې کرکټ زمان ‍ضایع کوي. ځوان ضایع کوي او افغانستان ضایع کوي. خو خبر نه دي چې کرکټ خو یوارینی حرکت دی چې ځوان ېې  په وطن میئن کړیدی. د خپل نوم خاوند کړیدی. د نوم گټلو او پالولو احساس  ېې ورکړیدی. گني یا خو چرس دی یا کوکنار. یا فساد دی یا مردار. افغانستان د هر کال په راپورنو کې وگوره  او بیا د کرکټ په خبرونو کې وگوره.  چې د اداري فساد  د اولې درجې نه دکرکټ د دویمې درجې عزت څومره ذیات دی. مشران مو شرموي او ځوانان مو بیرته را گټي.وايي چې کرکټ څه کوې؟ زه خو وایم چې کرکټ نه کوې نو بیا به څه کوې؟
رایاد کړئ هغه ورځ چې کله په کابل کې خلک داسې په یو میدان کې اوږه په اوږه  ناست وي. هغه کومه ورځ وه چې  د یو بیرغ لاندې پښتون،تاجک،ازبک او هزاره ناست وي. د کوم قهرمان غونډې ته خلک راغونډ شوي .چا ته خلک پرته د غرضه ورغلي دي. د کرکټ لوبغاړي به چا ته څه ورکړي .چې خلک حمید حسن داسې په اوږو گرځوي. شهزاد کې نور څه کشش دی چې خلک ېې داسې په لیمو گرځوي. په نبي جان کې داسې څه کمال دی چې خلک ېې نوم په سینو گرځوي. خو بس همدا چې د ځان نه ورباندې افغانستان گران دی. د خپل نوم نه ورباندې افغان گران دی او همدا ېې ژوند او همدا ېې ارمان دی.
د کابل په میدان د امو نهنگان، دسپین غر د پړانگانو سره،د بند امیر بازان د بست د ساتونکو او د مس عینک د اتلانو سره مخامخ شول. سیالي که هر چا وړي وي. خو لوبه کرکټ گټلې ده. هغه کرکټ چې د چا په سر چې دوي داسې یادیږي او نازیږي. هغه کرکټ چې خلک ورته داسې راغونډیږي او هغه کرکټ چې د افغانستان د نیک شهرت سبب کیږي. دا ټول نهنگان،بازان،پړانگان،ساتونکي او اتلان د همدې کرکټ په سر قهرمانان دي. نو مقابلې، میچونه او انعامونه به هرچا اخیستي وي.خو لوبه کرکټ گټلې ده. نو که غواړئ چې همداسې خوښي ووسي. د کابل میدان کې همداسې اتڼونه او خوشالي ووسي. د امید او هیلو واکمني ووسي. نو بیا کرکټ ونازوئ. دکرکټ ځوان ونازوئ او خپل افغانستان ونازوئ.