د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما او د کرکټ یارانه

مطیع الله عابد 11.04.2013 19:38

د جمعې ورځ ده .د پیښور د شاهي باغ چمن دی. په یو میدان کې شل ټیمونه لگیا دي کرکټ کوي. د کرکټ بالونه دي چې الوزي او لوغړیږي. یو طرف ته زموږ د کوڅې هلکانو هم نیولی دی. نیم فیلډینگ کوي ،باقي ورته ناست کنډیري ژوي. زما د بیټنگ نوبت وه. چې دې کې ناڅاپي یو ټق شو. بیا مې په سترگو تیاره شوه. په ځان پوه نشوم چې څه وشو. خو چې سترگې مې پرانستې نو د ښار په جرنیلي هسپتال کې په کټ پروت ووم او مشر ورور راته سر ته ناست او ملگري مخامخ ولاړ وو. خبر شوم چې د هغه بل میدان نه د کرکټ کلک بال په هوا کې راغلی او زما په سر لگیدلی. هغه نشان نن هم زما په سر شته .خو د سر نه مې د کرکټ نشه لا هم نه ده وتلې.
شپږ یا اوو کلن ووم چې پیښور ته راغلي وو.دین بهار کالونۍ کې وسیدو .هلته مو پیښوري همنصفیان ټول د کرکټ شوقیان وو. د عمران خان زمانه وه. د کرکټ سره مو دومره مینه وه چې په د مکتب نه به راتلم نو په روانه روانه به مې د عمران په شان خیز کړو او لاس به مې تاو کړو. یو ورځ مې بازار کې د عمران خان عکس واخیست کور ته مې راوړه. نو گل لالا مې راته ډیر په قهر شو چې د پردي نامحرمه سړي عکس دې څنگه کور کې لگولی.  عمران خان مې د کوره ووت خو کرکټ نه.
شپه ورځ کرکټ .کله به مو چې سبا د جمعې په ورځ د کومې بلې کوڅې د ټیم سره میچ وه نو بال اوبیټ سره به اوده کیدم. چې څوک ېې رانه پټ نه کړي. ټولو نه مخکې به میدان ته رسیدلی ووم. د پیښور په سخت گرمۍ کې په  گرد او دورو کې ککړ به چې کورته راغلم نو ادې جانه به راته غصه وه چې دې کرکټ نه به کله قلاریږې. خو د غصو او د مشرانو د وهلو نه پس هم زما او د کرکټ یارانه ختمه نشوه.
څه وخت چې د افغانستان د آزادۍ خبرې کیدې نو ما به ویل چې زه به هم ځان سره بیټ او بال وړم .کندوز کې به کرکټ میدان وي. زما د کاکا زامن به وي او خپل ټیم به لرو. خو نه افغانستان آزاد شو او نه کندوز ته لاړم.  خو د کرکټ په مینه کې  مې  تل دا ارمان درلودو چې خدای به داسې ورځ راولي چې  افغانستان به هم خپل ټیم ولري او زه چې نن د پیښور په ارباب نیاز میدان کې  د سعید انور د چپ لاس توپ وهنې او د وسیم اکرم چپ لاس توپ اچونې ته خوشالیږم .یو ورځ به خپل نجیب ځدران او شاهپور ځدران لرم. نن مې هغه ارمان خدای پوره کړیدی. شکر خدایه ستا ډیر شکر
د کرکټ د مینې سره پیښور نه واشنگټن ته ورسیدم. د امریکا په کار او  ژوند کې ورک شوم .خو خدای دې تاج ملوک عالم کورنۍ ،نوري کورنۍ او ریس احمدزي او ملگرو ته خیر ورکړي چې زما په وطن کې ېې د کرکټ بنیاد کیښودو. بیا په تیره د گران ورور ایمل پسرلي هم کمال دی چې د کرکټ خبرونه ېې  عام کړل او زما ورک کرکټ ېې بیرته ماته را ژوندی کړو. د کرکټ سره زما د مینې یو بل دور پیل شو. اول مې په چپ لاس بیټنگ کوه .اوس ورباندې په چپ لاس لیکل کوم.
رمضان پټان او کرکټ لیکنه مې دومره د خلکو خوښه شوه چې بیا مې د کرکټ نه پرته بل څه لیکلو ته ډډه نه لگیده. پوه شوم چې زما نوی نسل د کرکټ سره څومره مینه لري او همدا د کرکټ مینه ېې د وطن د مینې سره هم اشنا کوي. نو ما ویل چې دې نه بهتره خبره نور څه کیدی شي  چې هم خپل شوق ژوندی وساتم او هم خپل افغان ځوان د ملي احساس او وطن پالنې په جامه ښایسته کړم. دې کار د کرکټ بورډ د مشرتابه نه واخله د عادي مامور پورې د هر چا نه مننه کوم چې زما پوره ملاتړ ېې کړی .په دوبۍ کې د هلال او الهام یاسني او الله نور سیلاب ساپي هغه ابتدايي خدمتونه هم د هیرولو نه دي چې دکرکټ ملي ټیم د تشویق او ملاتړ دپاره ې کړیدي.
د کرکټ سره یارانه کې مې د قلم سره قدم هم اخیستی دی. کاناډا کې د نولس کلن ټیم سره په اول ځل مخامخ شوم. بیا ویسټ انډیز کې د شل اوریز جام دپاره په لومړي ځل وتلي ټیم سره هم سینټ لویشیا کې ووم .ښاغلي شهزاده مسعود او  ډاکټرایمیل شینواري ډیر ونازولم. د هغه وخت نه مې چې د ملي ټیم د لوبغاړو سره د عابد لالا کیدو کومه  رشته جوړه شوې  هغه تر ننه قایمه ده. هر یو راته نن هم خاص سلام رالیږي او وايي چې عابد لالا ستا قلم که نه وي نو زموږ قدم هم حرکت نه کوي. کور ېې ودان قدم ې روان.
بیا زما او د کرکټ د یارانې تاریخي ورځ هغه وه چې د فروري کال ٢٠١٢ په لسمه د افغانستان او د پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ مقابله وه. څه وخت چې شهزاد محمدي په سعید اجمل سرچپه شپږیزه ووهله. د خوشالی نه مې خیز کړواو  الله اکبر او افغانستان زنده باد مې ووهله خوا ته ناست د سنا ریس او  ډاکټر عمر زاخیلوال حیران شو چې دا زه څه کوم.دې سفر کې  ښاغلي نسیم دانش په خپله خاصه  میلمستیا ونازولم.  بیا ورسره قریب یوه میاشت هم هلته د  ټیم سره ووم .د شل اوریز جام د کوالیفانیگ راونډ قریب  ټولو لوبو کې د ټیم سره مل ووم.  د همدې کال په اگست کې بیا د اسټریلیا سره میچ دپاره بیا لاړم .داځل خاص خبره د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د کال د غوره ژورنالست د ایوارډ پیرزونه هم وه چې ډاکټر حامد شینواري په سپارښتنه د ډاکټر زاخیلوال او دوبۍ کې  د اسټریلیا سفیر په لاس راکړل شو.  هر ایوارډ خپل یو مسولیت هم لري  او د دې ایوارډ دا دی چې باید کرکټ خدمت داسې وشي چې اصل هدف پکې ژوندی وي او هغه د افغانستان د نوم او نشان لوړ ساتل.
بیا د کرکټ ټیم سره ویسټ انډیز ته لاړم. هلته مې هم د ټولو سره ښه ساعت تیروه او هر وخت به راته خپل د پیښور وخت را یادیده او سترگې به مې ډکې شوې. خدای دا وخت دې په ما هم راوسته چې د خپل کرکټ ټیم سره د دنیا په هغه ملک کې یم چې یوازې د کرکټ په نوم پیژندل کیږي .ویسټ انډیز. څه وخت چې افغانستان د څلورو ملکونو ټورنامنټ وگاټه نو زه یوازینی افغان ووم چې خپل ټیم ته مې لاسونه وهل. د ویسټ انډیز یو راډیو سره مې  مرکه درلوده .نو په خبرو خبرو کې مې  ورته وویل چې زه فکر کوم چې خوب وینم .چې براین لاره د افغانستان ملي ټیم ته  میلمستیا ورکوي.
نن زما دکرکټ ټیم ملي ټیم چې هر چرته ځي .زه ورسره سم گرځم. که خپله نه یم .قلم او دعا مې ورسره وي. د کرکټ مسولین هم راته خپله احوال رالیږي. لوبغاړي راته خپلې کیسې کوي او زه ېې د کرکټ د یو یار په شان په خوند خوند اورم او نورو ته ېې کوم.
 دا وه زما او د کرکټ د یارانې کیسه. دخیره کرکټ به هم روان وي .داستان به ېې  هم روان وي او افغانستان به هم ودان وي. انشاالله.