د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې کاره افغانستان

مطیع الله عابد 09.12.2012 17:31

هغه وطن چې د گنډلو د ستنې نه واخله د خوب د بړستنې پورې  د بل نه غواړي. هغه وطن کې چې د باچا د پیزار نه واخله د ټانک او زرداره پورې  د پردو نه اخیستل کیږي.  چېرته چې ماشوم شوده، د شاگرد کتابچه  او د ادیرې ښاده د بل وطن نه راځي. هلته به څوک د وطن دوستۍ او وطن پالۍ خبره  څنگه وکړي ؟. وطن خو هله خپلیږي چې ناسته پاسته،خواړه او کالي دې د خپل وطن ووسي.  چې په رگونو کې وینه د خارجي خوراکونو روانه وي. چې زړونو کې مینه  د نورو د ملکونو بهیږي او چې  ژوند  د خیرات په پیسو چلیږي. هلته به څوک د بیرغ دپاره وینه تویه کړي. څنگه به د ملک سره مینه وکړي او دا دعوا وکړي چې دا زما د بابا او زما د دادا وطن دی.
وطن د بابا دی خو فکر د بل چا دی. وطن د دادا دی خو اختیار د پاپا دی. هرڅه بیس بیسار دي .خو ټول کاغذي او خیراتي. خپل زمکه لري. خو د غنمو په ځای بمونه پکې کرل شوي. باغونه شته خو د میوو په ځای ماینونه پکې نیال شوي. نیم وطن بمونو نیولی، نیم وطن تور تمونو.  ننگرهار فابریکه نه لري.  تخار وسیله نه لري. کابل کې د ډالرو باران دی. زابل ډوډۍ ته  حیران دی.  جوزجان کې ماشومان خرڅیږي  ،اروزگان کې ځان مرگیان. هغه ملک چې د لعلونو خزانې لري. ولس ېې د ډکې خزانې دپاسه سوالي لاس تر زنې ناست دی. هغه ملک چې د غرونو لاندې ېې  یاقوت او مرجان پراته دي .  د همدغه وطن بچیان په یونان کې بندیان پراته دي.
دا ځکه چې افغانستان کې د کار درک نه لگي. هر څوک سهار نه تر ماښامه په دې فکر منډې وهي. چې گني کار کوي. خو چې بل سهارته بیا راپورته کیږي. ملک په هم هغه ځای ولاړ وي. بس په هوا کې چورلکونه دي. وظیفه ده . موسیسه ، دوسیه ده. جلسه ده. دوره ده. خرچه ده. پرچه ده. .وینا ده. کنځا ده او تشه واویلا ده.  نه دیوال لوړیږي. نه سړک پخیږي. نه پل جوړیږي. نه اربه تاویږي. نه حرکت شته نه برکت شته. بس کاغذونه اړول را اړول دي او نوټونه وړل راوړل دي. نه مادي بدلون شته .نه معنوي سمون.  اوړه پردي .واړه اجنبي. غوړي د نورو. سړي اجنبي.  د سر دستار هم د بل. د کور اخیتار هم د بل.  د ملا جامه هم د لاهور نه راځي او د سندرو فیته هم د لاهور نه راځي.  چای د اصفهان دی. موټر د جاپان دی.  تیل دعربستان نه راځي. .  گاز د ازبکستان نه .  خو بیا هم خوشاله یو او خپل کابل په واشنگټن نه ورکوی. فخرکوو  چې دومره میلیارده ډالره زیرمې لرو. خو چې د کار جذبه نه وي. مینه او اراده نه وي. فکر او عقیده نه وي.که د آسمان نه من و سلوا هم  ووریږي.  نو همدا خرک او همدا درک به وي.  همدا سهار او ماښام به وي. همدا فساد ، بد شهرت او بدنام به وي.
هر سهار لکونه افغان ځوانان د کابل او زابل په سړکونو، د پکتیا او کاپیسا په بازارونو او هرات او خوست په چوکونو کې ناست وي چې څوک راشي او مزدورۍ ته ېې بوځي. خو نه هر ورځ کار وي نه هر ورځ معاش. خیټه ډوډۍ غواړي او ولږه دین او ایمان نه پیژني. نو چې  د ابادۍ کار نه وي  او د ورانۍ په کار کې ورته د ابادۍ د کار نه سل چنده زیاتې پیسې رسیږي. نو هغه چې بچی ورته  ژاړي او  واړه ورنه کالي غواړي .هغه ته دیوال جوړول او نړول څه خاص باک نه لري. ځکه چې دولت ورته  کار نه ورکوي او غربت ورته قرار نه ورکوي. ریس په رشوت گرم  راغلی.وايي شکایت کوي  چې کومک کم راغلی. څومره ډالر چې په دې لسو کالو کې راغلي که دا خدای مجاهدینو او د دیموکراسی  مبارزینو د خدای په جات په ځای لگولي وای  نو نن به  نه څوک ایران کې اعدام کیده او نه به اروزگان کې ځان مرگی کیده. دا خو چې  ټول هیواد بې کاره گرځي. اقتصاد په چندو روان وي.  د هر کال بودیجه د نه مصرفیدو دلاسه بل کال ته اوړي. نه پلان وي. نه امکان وي او نه وجدان . نو اخر به همداسې بې کسبه او بې کاره افغانستان وي.
گني د همدې پینځه زره کلن تاریخ لرونکي افغانستان په مخکې یو څلویښت کاله پخوا د متحده عربي اماراتو د شگو ډکې صحراگانې هم د یو ملک په نوم را څرگندې شوې. شیخ زید النهیان د اوبو نه تیل او شگو نه گاز راویستل. خلکو ته ېې کور او کار ورکړه. د دنیا کاریگر ېې راو بلل او ځانته ېې محلونه تعمیر کړل او هغو ته ېې  خوبونه تعبیر کړل. نن چې عربي امارات خپل تیر یو څلویښت کاله یادوي. نو د عروج، پرمختگ او ترقۍ داستان بیانوي. خو چې افغانستان  خپلو تیرو یو څلویښت کالو ته  گوري .نو زوال ،شاتگ او  د بربادۍ کیسه کوي. نن هم کې افغانستان د خپل پینځه زره کلن تاریخ د گردان نه تیر شي. د دهلي د تخت  خیال او خوب ورنه هیر شي.  د بابا او دادا تاریخ په مخمل کې تاو کړي او پاس طاقچه کې ېې کیږدي. د نوي سر نه کال پیل کړي.  د نوي افغانستان خیال پیل کړي. کسب وکړي. کار وکړي. څه پیدا کړي .څه  وخوري .څه سودا کړي.  د رشوت په ځای د محنت میوه وخوري. د سوال د ډوډۍ  په ځای د خپلو مټو د کمال ډوډۍ وخوري. نو بیا به وواېي  چې افغانان یو،خپله کرو .خپله پخوو .خپله خورو.. موږ افغانان یو .نران یو . بچي د افغانستان یو.