د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د صلاح الدین پاکستان

مطیع الله عابد 13.11.2012 23:25

صلاح الدین رباني  زما همزولی دی. موږ هم هغه وخت په پیښور کې وه چې مرحوم استاذ رباني د  پیښور فقیراباد کې وسیده. د شاهي باغ په کرکټ میدان مو د صلاح  الدین رباني سره د کرکټ ډیرې لوبې کړیدي . یو بل کره تلي راغلي یو. خو بیا د زمانې گردش او  سیاستونو هغه یو خوا او موږ بل خوا ته ورسولو. نن صلاح الدین رباني د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر دی او موږ ې خبرونه لولو.هغه پاکستان چې صلاح الدین  رباني پکې خپل ماشمتوب او هلکتوب تیر کړیدی. مکتب او درسونه ې پکې ویلي دي. هغه نن هم هغه پاکستان کې د پوځ د قوماندان، جمهورریس او صدراعظم سره د ا فغانستان دپاره د سولې جرگې کوي. دا ورځ نه د جنرال کیاني په خیال کې راغلی وه او نه د صلاح الدین ربانی په ذهن کې.
صلاح الدین رباني نن د هغو سپین ږیرو د جرگې مشري کوي چې د ده  د مرحوم بابا سره ې  دیرش کاله نه هم پخوا مبارزه پیل کړې وه. اوس هغوي د وخت ضرورت او د دولت مصلحت دلاسه د خپل کشر وراره په خوا کې ولاړ دي . پرون پورې چې کوم وراره د هغو خبرې اوریدې نن ې دوي خبرې اوري.صلاح الدین رباني به هم حتما د مولانا کشاف،قاضي وقاد او شهراني صاحب د سپینو ږیرو او مرتبو درناوی کوي او مشورو ته به ې غوږ نیسي. که سیاست مشر کړیدی په علمیت  کې  خو اوس هم کشر دی.
صلاح الدین رباني نن نه دیرش کاله پخوا په پیښور کې د کرکټ د لوبې په وخت به ارو مرو دا فکر کاوه چې یو ورځ به افغانستان کې سوله  راځي او دی به د گلبدین نایب په شان خپل وطن دپاره لوبه کوي. بیا به یو وخت داسې هم راشي چې صلاح الدین به د پاکستان سره د کرکټ مسابقه کوي. خو مرحوم بابا برهان الدین او ژوندي کاکا گلبدین سیاستونو او آشنایانو سازشونو صلاح الدین ته دا ورځ وښوده چې  نن گلبدین نایب کرکټ کوي او صلاح الدین رباني د کرکټ د میدانونو دپاره  سوله غواړي.د پاکستان سره د کرکټ   په میدان کې افریدي سره مخامخ کیدو په  ځای   نن  زرداري سره د سیاسي خبرو په میز مخامخ دی. هغه پاکستان چې صلاح الدین پکې خپل مشران د جگړې محاذ ته روان لیدل. نن هم هغه پاکستان ته وايي چې خپله پوله وتړه چې نور څوک افغانستان ته جگړې دپاره لاړ نشي.
هغه پاکستان چې صلاح الدین په شان میلونو افغان بچیانو ښه بد ذده کړل. نن هغه پاکستان نه هیله کوي چې  ښه راسره کوه .بدو نه به تیر شو.پاکستاني چارواکي به هم چې صلاح الدین رباني ته گوري نو ارومرو به  هغه میجران ،بریگیډران او کرنلان ویني چې د ده د مرحوم بابا سره ې  په کابل د حملو پلانونه جوړل نن هم هغه منصبداران  د هغه  د زوی سره د کابل د خوندي کولو په سر خبرې کوي. د زمانې دې گردش ته گورئ. یو زوی چې  د پلار په پل روان وه نن خپله د پلار په مقام ولاړ دی. یو نیم کال پخوا د ده پلار دغه اسلام اباد کې ناست وه او دجرگې او مرکې ې  کولې .نن ې زوی د پلار فاتحه اخلي او د نورو وطنوالو د ژوند ضمانت غواړي.
په پیښور کې په یونیورسټي روډ سلامته یوه کوڅه  د رباني د کوڅې په نوم مشهوره ده. نن پیښور هم شته .هغه کوڅه هم شته .خو رباني نشته. د هغه ځای صلاح الدین رباني نیولی دی.خو پیښور دومره د دهشت او وهشت ډک دی  چې صلاح الدین که وه هم غواړي بیرته شاهي باغ ته او د رباني کوڅې ته نشي ورتلی. ځکه چې دې تیرو شلو کالو کې داسې توفانونه راغلي دي چې نه په پاکستان کې خارجي کرکټ کولی شي او نه افغان په آزاده په لارو کوڅو قدم وهلی شي. هغه ورځې لاړې چې د صلاح الدین رباني د بابا مرحوم د موټرو کاروان  به د څمکنو نه روانیده نو د ابدرې روډ  پورې به ورته په لاره پاکستاني پولیس ولاړ وو.
ځکه چې پرونه پورې یو این ایچ سي ار وه. نو ځکه د مهاجر او انصار ترمنځ پیار وه. د جماعت اسلامي په کتاب کې د باني باني رباني نعره تر هغې معتبره وه چې ترڅو رباني کابل ته داخل شوی نه وه. د پاکستان دیني ډلو ته اوس په شمشتو کمپ کې په مهاجر کمپ بند شوی برق او دسوات په اوبو کې غرق افغان مسلمان مجاهد نه ښکاره کیږي.  د قاضي حسین احمد سره ملاقات کې به اروو مرو صلاح الدین رباني ته د خپل بابا سپینه ږیره رایاده شوي وي.  چې دغه مشر زموږ د مشرانو سره څومره قولونه او لوظونه کړي وو. خو نن جماعت اسلامي د هغه د پلار فاتحه خو لولي خو د پلار قاتل ته ې بد نشي ویلی.. د یو سنگر او محاذ ملگري  به داسې په دوه لارو ورک شي .دا خوب نه  قاضي صاحب لیدلی وه او نه رباني صاحب. اوس خو صلاح الدین د هغو ورکو ارمانونو او بې تعبیرو خوبونو په تکل کې راوتی دی. خو نه پوهیږي چې  قندهار او ارزگان په شخړه کې به د بدخشان خبرې ته څوک غوږ ونیسي او کنه. د کابل او اسلام اباد په شر کې به د ده کمزوری غږ به څوک واوري که نه؟ بس یو رسم وه چې د بابا نه ور پاتې وه او پوره ې کړو. دی هم خبر دی چې د ده د  پیدایش نه پخوا پیل شوې کیسې د ده په ژوند کې نه حل کیږي.