د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نبي جانه ستړی مه شې

مطیع الله عابد 16.03.2013 23:25

د کال دیارلسوه یو نوي د  کب شپږ ویشتمه د شنبې ورځ  د افغانستان د پایتخت کابل د خواجه رواش هواي ډگر په دروازه د خلکو بیر و بار دی . د سړک دواړه خواوې د موټرو  د زیاتوالي دلاسه بند دي . یو خوا  ډول او سورنی د اتڼ سازونه غږوي ، نو بل خوا تور سور زرغون بیرغ په سر تړلي ځوانان ورته چورلکونه وهي . وړاندی په دروازه هم  د افغانستان  تور سور او زرغون بیرغ رپیږي او دیخوا راغلي  خلک هم په لاسونو کی   بیرغونه رپوي . ټول وطن افغانستان افغانستان شویدی. قربان د افغانستانه . د ټولو په مخونو یوه  داسې  خندا  ځلیږي چې د مودو نه ورته د دې ملت مخونه تلوسه تلوسه کیدل.   د دوي په سترگو کی یو بل ته د مبارکۍ داسی یو پیغام دی چی د کلنو کلنو نه ې ارمان کیده. دوي یو بل په نامه نه پیژني خو دومره پوهیږي چې موږ ټول د افغانستان یو دلته د یو ملت  د یو افتخار  او د ویاړ د خوشالۍ د شریکولو دپاره سره راغونډ شوي وو.  

په دې ورځ د کابل او نورو ځایونو نه هغه ټول افغانان راغلي چې  یوازې په افغان کیدو او یادیدو ویاړ کوي. خو هغو کې یو هم نه دی راغلی چې د غوښت دپاره ې لمنې پراخې او د ورکړې دپاره ې زړونه تنگ دي . هغه هم نه وو راغلي چی یوازې د ځان حقوق غواړي او د قام فرایض نه مني.  هغو هم نن شم کوره په کورو ناست دي چې  د لمر طًلوع ې سترگې داسې پټې کړې دې چی د شمشاد په سوکه هسک د نوي سباون ‏رڼا ورته نه ښکاري.

په دې سترې ورځ  د کابل   د نړیوال هواي ډگر ټول تشریفات له منځه تللي. نه د نیکتاي تقاضې شته نه د دیرشي شرط .   بس دا یو شرط دی چی زه افغان یم اومین په افغانستان یم  . همدغه د وطن سره د مینې جذبې دومره ډیر خلک ې د کورو نه راویستي دي او د هواي ډگر په لور ې را رهي کړیدي . دوي نه  د کوم جمهورریس هرکلي ته راغلي ، نه د کوم سرکاري شهید تلین ته راغلي او د کوم فرهاد  غږ یا مژدې  ښکلا راکش کړیدي .  دوي نه د کوم کاندید نه پیسې اخیستي دي چې جلسه ې ور توده کړي او نه   د کومې موسیسې په مصرف راغونډ شویدي چی خپله پروژه پرې معرفي کړي . دوی په خپل مصرف موټر را کرا کړی ، په خپلو پیسو ې گلان اخیستي او پخپله خوښه  ډله ډله راغلي .

دوي  ټول د یوې خاصې الوتکې د کوزیده په انتظار دي او طیاره ده چی د کابل په سر چورلیږي او دوي ورته لاندې د لوگري ساز سره تاویږي راتاویږي، ځینی خو ې پکې داسې بی صبره دي چې ټول حدونه  ماتوي او دطیارې د کوزیدو کرښې ته ورسیږي . طیاره هم لکه د خپلو نازولو سپرولیو ډیر په ناز ناز راکوزیږي او لاندې ولاړو خلکو زړونه ورته نري نري تښنیږي.  

دغه ده  د افغانستان د قدرمنو میلمنو طیاره راښکته شوه .  د طیارې نه راکوزیدو دپاره  زینه ورنیزدې شوه او دې نه مخکې چی سورلۍ ې راکوزیدو ته ځان برابر کړي  . ددیدن تږي مینه وال ې په زینه وروختل او د الله اکبراو زنده باد افغانستان   نعرو سره  د  طیارې په دروازه ورمات شول.  د چا  پگړۍ په سر ده او چا پکول په سر  کړی ، څوک په عصري پتلون کې دی او  څوک په رسمي  دیرشی کې. خو دوي کی نر هغه دی چې د بل نه  مخکې شي او د خپلو گرانو  میلمنو دیدن د بل نه مخکې وکړي او اخر ې دغه ارمان پوره شو.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي د افغانستان دپاره د گټلو ویاړونو سره د خپلې ښکلې مسکا سره  د طیارې د دروازې نه سر را ښکاره کړو . هغه د کرکټ نړیوال جام ته د رسیدو زیری د ځانه سره راوړی. هغه سکاټ لینډ ته د ماتې ورکولو مبارکي د ځانه سره راوړې. هغه د کرکټ په دنیا کې د افغانستان د مقام د لوړیدو خبر ځان سره راوړی دی. هغه ځان سره دولت راوړی عزت راوړی رحمت او اصغرراوړی او د نوي کال سوغات د خوشالو اختر راوړی.

د افغانستان د کرکټ ټیم کپتان نبي جان په هواي ډگر ولاړو خپلو وطنوالو ته گوري او د ځان سره ډیر د ویاړه مسکی مسکی کیږي. په دې میدان باندې ډیر وخت کیږي چې د یو باچا یو جمهورریس یو امیر او امر هرکلی نه دی شوی. نو  ده هم د خپل زړه خبرې په خوله راوستې او راغلو خلکو او ټول افغان ملت ته مخاطب شو.

(ای زما خړې پړې خاورې ! ای زما جنگ ځپلي ملته .مبارک مو شه مبارک ما درته زیری راوړی . ما درته  بیا میدان وهلی  . زه د میرویس په پل تللی ووم او   د ابدالي په قدم راغلی یم.  نیکونو مې پانی پت کی سومنات وهلی .موږ د غربي ملکونو غرور په خاوره کې خاوره کړو او اسټریلیا ته رسیدو هیلې مو راوړي.پاکستان ته مو په سترگو کې سترگې واچولې او ورته  مو وخوده چې موږ په دې افتادگی کې هم ژور گړنگ یو.  بابا گانو می اصفهان لاندې کړی موږ دا دی په دویم ځل نړیوال جام ته ځان ورساوه او دریم ته پخیر ور روان یو.

آواز په ټول جهان زموږ د ننگ تللی دی

هرخوا ته   د پښتون  د تورې شړنگ تللی دی

زما د ننگ غږ پرون هم  هر خوا خور ؤ  او  زما د تورې شړنگ نن هم  زړونه لړزولي دي  .  

نبي جان لگیا دی د زړه په  ژبه   خپلو وطنوالو ته  د خپلو بریاو داستان بیانوي نو لاندې ولاړ وطنوال ې  د زړه په  غوږونو اوري. خو د دوي په خپلو سترگو باورنه کیږي. چی دا خوب دی که  حقیقت . په همدی بې باوری کې یو بل ته گوري او سترگو سترگو کې د یو بل نه سوال کوي چی موږه او دا ورځ. ربه شکر ډیر شکر. چې موږ دې هم د جنازو د پورته کولو او مړو د ښخولو نه .د کډو د گرځولو او خیمو د لگولو نه .د راشن د غوښتلو نه او د پردو د کیبلو نه دې وخت ته راورسولو.چې خپل بیرغ لرو. خپل سرود لرو او خپل کپتان نشان او افغانستان لرو .

دوي په همدې فکرونو کې وو چې د  نبي عیسی خیل  غږ بیا تر غوږه شي  چی ورته وايي ( زما د لښکر تورزنانو حمید حسن   دولت ځدران او محمد شهزاد د دوبۍ په میدان خپل بیرغ رپولی دی. زما د پوځ  میرویس اشرف د میرویس بابا ورک خوب ته تعبیر موندلی دی. زما د قافلی اصغر ستانکزي او  عزت الله دولت زي هر میدان کی د مهاجر افغان نوم  په بختور قهرمان بدل کړیدی. رحمت مې د سکاټ لینډیانو پښی لړزولې دي او کریم صادق مې د دښمن صفونه پاش پاش کړیدي.

زما  نوروز خان منګل سمیع الله شینواري جاوید احمدي، گلبدین نایب او افتاب عالم هر دښمن ته   دا وښوده چی افغانستان یوازې د هغی   خاورې نوم نه دې چی بس اور او شور خوروي. بلکې افغانان  لوبې لري او سندری واي . دود لري دستور لری ، په خوله ملي سرود او سر کې ملي غرور لري.  په یو لاس کی توره نو په بل کی  گل گرځوي. جنگ کې مخ او په مینه کې رخ نه گرځوي.

د افغانستان د کرکټ ملی ټیم اتل کپتان نبي جان د زړه نه  د وطن د مینې داستان رسا  هلته ولاړو خلکو په زړونو ورننوځي او دوي په لمدو سترگو ځان  سره مسکي مسکی کیږي،او وايي   شکر دی خدایه چی موږ دې هم د دې ورځې خاوندان کړو. موږ هم د سیالو سره سیال شو. زموږ بیرغ هم د خپل سرود سره ورپیده.  نور به راته څوک په  افغان کیدو  پیغور نه راکوي ،نوربه مې څوک  په خارجی هواي ډگر پاسپورت ته په سپکه سترگه نه گوري او  په  ویاړ به  سره ویلې شم چی زه  افغان یم د حمید حسن خپلوان یم.

لاندې ولاړ وطنداران  بره ولاړ نبي جان ته غوږ دي او فکرونو کې د یو ښکلي افغانستان خوب ویني. یو داسې افغانستان چی نور به ې د لوبو په میدانونو کی څوک غره غره کیږی نه . نور به  څوک د انسانانو د بزکشۍ په لوبه کی کش کیږي نه . نور به د پیغلو په مخونه تیزاب  شیندل کیږي نه او نه به څوک  د گلونو په ځاې د کوکنارو کر کوي.  همدې ارمان سره ټول افغانان د خپل اتل کرکټ ټیم هرکلی کوي. د دی اتل ټیم مشرمحمد نبي ته هرکلی واي او ورته واي چې نبي جانه ستړی مشې . په موږ گرانه ستړی مشې .

نبي عیسی خیل د دې وطن هغه اتل مشر دی چې د  ورځی په رڼا کی  د وطن د خدمت په جذبه  له ملکه تللی وه او هم په رڼا کې د وطن د  شملې سره راستون شوی .  نه ې چا سره پټه معامله کړیده او نه د خپلو ملگرو نه په پردي وطن کی ورک شویدی . محمد نبي د هغو یولسو سفیرانو ستر مشر دې چی  هر ځای ته تللی نو د ملک دپاره ې  نیک شهرت گټلی دی. نه خو دوي د ملک د هغو رد شوو وزیرانو په شان دي چی په کور کې ې څوک نه منی نو خارج کی سفیران شي .  نه دوي د هغه چا په شان  په پټه د وطنه  تللي چی بیا  په هواي میدان  د طیارې نه  په زوره راغوځول شوي . دوي د وطن هغه سفیران هم نه دي  چی په دی هم نه دي خبر  چی د افغانستان ملی سرود په کومه ژبه دی او چا لیکلی دی.

بلکې دوي خو د وطن هغه  اصلی بچیان دي چی په ډیرو ملکونو کی ې خپل ملي بیرغ د خپل وطن د اصلي ملی سرود سره هسک کړیدی او د ښاغلی عبدالباری جهانی  شعر ته ې لاس په سینه نیولی او ډیر په ویاړ ې ورسره زمزمه کړی دی.

دا وطن افغانستان دی
 
دا عزت د هر افغان دی
کور د سولې کور د تورې
 
هر بچی یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
 
د بلوڅو د ازبکو
د پښتون او هزاره وو
 
د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب، ګوجر دی
 
پامیریان، نورستانیان
براهوی دی، قزلباش دی
 
هم ایماق، هم پشه ېان
دا هیواد به تل ځلیړی
 
لکه لمر پرشنه آسمان
په سینه کې د آسیا به
 
لکه زړه وی جاویدان
نوم د حق مودی رهبر
 
وایو الله اکبر وایو الله اکبر