د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هر څه عبث لاړل. افغانستان بیا وبایلوده


مطیع الله عابد 06.11.2012 21:16

نن مې چې د کرکټ بورډ باره کې خبر واورید چې د ادارې مشر په رڼا ورځ په خپلو ژمنو او ویناو خاورې واړولې. هغه څه ې وکړل چې د نه کولو وعده ې کړې وه. یو نفر نه په دې سبب استعفا غواړي چې د هغه وجود ادارې ته مضر دی .بیا هم هغه نفر افتخاري همکار معرفي کوي .خپله هغه شخص وايي چې د ادارې مشر په بلنه ورغلی دی. نو که دې یو شخص کې دومره کمالات وي .نو د اول سره ولې لرې کیده. چې د پخواني اجرایوي ریس سره کار نه کاوه . اوله ورځ ې استعفا ولې نه کوله. چې بېا ې استعفا وکړه. نو بیا د بل چا په اوږو ولې بیرته راستون شو او په پخوانۍ چوکۍ کښیناست. نه ې د راتگ مطبوعاتي خبر خپور شو. نه د تگ .نه د بیا راتگ. یو مرموز کار روان وي. افغانستان کې داسې قحط الرجال دی چې همدا کسان به اوړي را اوړي. چې نه وطن پیژنی نه کرکټ . نو د کرکټ په اداره کې مې چې د کرکټ نه علاوه داسې نورې خبرې واوریدې .نو ماته په خپلو ټولو لیکنو، ویناو او خبرو سخته پیښماني راغله .

ما ویل چې نور څه خو نشم کولی دا کرکټ خو به افغانستان کې د سولې او خوشالی سمبول کړم. ځوانان به پرې راغونډ کړم. د خوښۍ یو پیغام به شي .خو چې خپله د کرکټ د ادارې مسول کسان داسې بې مسولیته ،بې کفایته او بې ظرفیته کارونه کوي. نو نه پوهیږم چې بنده چا نه گیله وکړي او د څوک پرې خبر کړي. هغه ټولې نازونې ،ستاینې او پیرزونې راته بکواس ښکاره شوې. په ژوند کې دومره نا هیلی شوې نه ووم .لکه نن چې یم.
داسې احساس کوم چې یو لوبغاړی میدان کې منډه وهي او بل ملگری ورسره چل وکړي او دې نمیه لار کې وغورځي او رن اوټ شي او افغانستان ې وبایلي. د یو افغان دلاسه

پوهیږم چې افغانستان کې ټولې ادارې د داسې کیسو نه ډکې دي. ضابطې ځای رابطې نیولی. د مسلک ځای منطقې نیولې او د پوهې ځای پیسې نیولې . خو چې خبره کرکټ ته راشي. نو فکر کوم چې دا خو لوبه ده. ساعتیري ده . د ولس د خوښۍ یوه وسیله ده. دلته ولې څوک خود خواهي کوي. بدمعاشي کوي او بد نظمي کوي. خو خبر هم هغه ده چې اوبه د پاس نه خړې دي. 
د واکمن د کور نه خبره خرابه ده. لیکل خو به هغه چا ته وکړې چې لوستل کولی شي. منطق خو به هغه چاته وواې چې پیژني ې. د احساس خبره خو به وجدان ته کوې. خو دلته د هوس لیوني. د واک وږي او د وطن نادانه دښمنان سره یو ځای لیدل کیږي. افسوس په داسې نظام او چارواکو چې کومې کانې د افغانستان سره کولې هغه ې کرکټ سره هم پیل کړې. یو نفر یو وزارت دپاره رد شي. یو نفر باندې دوسیې راووځي. یو نفر منفور شي. بیا بیرته په بل نوم بل مقام باندې بیا راشي. لوی درستیز، داخله وزیر او بیا دفاع وزیر. وزیر سفیر بیا وزیر. څارنوالي ،محکمه او بیا واکداري.ټوله کیسه گډه وډه ده.

اخر به څنگه شي. څوک به داسې پیدا شي چې حق خبره وکړي او چاته به ې به وکړي. چې قاضی مجرم او ملگري ټول د یوې کاسې نه چاپیره ناست وي. نه دا کاسه خالي کیږي نه د دوي خېټې مړیږي. د چارتراشو ټیکو او پروژو خوړولو نه ې اوس د افغانستان عزت او شهرت ته هم لاس اچولی دی. افغان دومره بې وسه دی چې په رڼا ورځ د افغانستان د ځوان نسل د سرنوشت سره لوبې کیږي او څوک دومره نشته چې لاس ې ونیسي. مشر د خپل قدرت په فکر کې ده .وزیر د وزارت او وکیل د خپل رشوت په فکر دی.
د افغانستان نوم چې د کرکټ په برکت په جهان کې د یو څو کلنو دپاره یو څه ښه یادیده .هغه به داسې انجام وویني .دا فکر هم نه کیده. یوه اداره کې هر ورځ مامورین بدلیږي. یو په کړکۍ راننوزي بل په دیوال. اداره کې ځای موندولو دپاره ټوپک او تمانچې او پیسې گرځوي. 
دا کیسې که د کرکټ نړیوالو ادارو ته ورسیدې نو د کینیا د حال نه به بدتر حال شي.
نه پلان شته. نه ویب سایټ . نه نړیوالو ژبو سره بلدیت او نه د کرکټ د قوانینو نه خبرتیا. د ملت دښمنانو او نادانو دوستانو لاس یو کړیدی او د کرکټ یو افتخار چې د ځوانانو په برکت را په برخه شوی دی هغه هم رانه روان دی. ځکه چې کار اهل کار ته ونه سپارل شي. د وعدو او لوظونو نه سرغړونې وشي. قول او فعل کې تضاد ووسي. نو په داسې حال کې نه هغه اداره پاتې کیږي او نه د ادارې مشران او نه میدان
افسوس صد افسوس د وطن په مستقبل .