د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که زه باچا شم

مطیع الله عابد 19.10.2012 21:31

امریکا کې هر څلور کاله پس دوه کسان سره مخامخ کیږي او ټول ولس ته همدا یوه  ترانه اوروي. که زه باچا شوم نو دا به وکړم او که زه باچا شوم  نو هغه  به وکړم. امریکاي ولس هم لکه د پهلوانۍ د تماشیانو  د دوي پهلواني گوري   او خوند ترې اخلي .کله یو ته شپیلي وهي کله بل ته. هغه دوه هم یو بل ته خاندي چې دا څه  ساده خلک دي باچا کیږو موږ گډیږي دوي. بس همدا گردش دی کله د فیل باچاهي ویل که د دې بل .کلی لیوني پورې خاندي او لیونی کلي پورې.
د امریکا باچا نورې دنیا ته د ټولې فاني دنیا باچا ښکاري او امریکایانو ته بس یو نفر ښکاري چې د دوي د کورونو د کراگانو د کمولو غم به خوري. تیل او گاز به ورته ارزانه کوي او د اخري عمر غم به ې خوري. د امریکا باچا چې نورې دنیا کې باچایان اړوي را اړوي. خپل کور کې د گدا په شان خلکو ته لاس نیولی ولاړ وي.( واچوئ د خدای په نامه رای واچوئ).هغه د بابا خبره ما لیدلي شاهان د دې دنیا .
هر څلور کاله پس چې د نومبر میاشت رانیزدې کیږي .نو ټوله امریکا  د دوو کسانو خلو او دا دوه کسان د امریکایانو سترگو ته گوري . چې اوس به څه راکوي. یو ورنه ووټ غواړي او بل ورنه لوټ کوټ بوټ او بیسکوټ.خو لکه  د پیښور د میلې. میله میله نه وي .د خلکو څادر ته ې چل جوړ کړی وي. بس چې کیسه ختمه شي او پیسه هضمه شي. یو وایټ هاوس ته لاړ شي بل خپل هاوس ته او ولس همغه د بگۍ د اس په شان اډې نه کلي ته او کلي نه اډې ته روان دوان شي.
یو باچا چې یو ځل د سپینې ماڼۍ په تخت کیښناست نو بیا ې په څلور کالو گزاره نه کیږي. وايي چې نه دا خو ایله زه اوس په چل پوه شوم .څلور کاله نور راکړئ چې سم کار وکړم. نو هغه بل ورته وايي بیا بیا پکې نشته .کوز شه زما نوبت دی. نو  که چرته ولس د باچا د څهرې او خپلې سابقې نه بیزاره ووسي. نو بیا بل ته چانس ورکوي. گني گوند او نفر د بدلیدو سره ورځ خو هسې هم نه بدلیږي.هغه زوړ حساب زوړ کتاب. ځکه چې باچا خو  دا ټوله خواري د خپل ځان دپاره کوي. که ده سر د وطن فکر وي . نو هغه برحاله باچا ته دې چلونه وښايي کنه .چې وروره دا کار داسې نه  کیږي بلکې داسې کیږي. دا مفته مشوره واخله او وطن جوړ کړه.
خو دلته امریکا کې مفته ناشته او مفته مشوره  څوک چا ته نه  ورکوي .  لکه د موټران پشان وايي چې ماته چل راځي خو سټیرینگ ته به هم  زه خپله کښینم. بیا چې خپله ورنه موټر کندې ته غورځیږي. نو وايي چې دا خو تیر موټران ډیر خراب  چلولی وه نو  ځکه  وخویدو.یو ې په بل اړوي .بل ې په بل او دا سلسله د واشنگټن نه تر واشنگټن ډي سي پورې روانه  ده .
بس هر یو د راتگ نه مخکې وايي چې زه چې  د امریکا باچا شم .نو د اسمان نه به ستوري. د سمندر نه ملغلرې او  عربو نه به  تیل راوړم. خو چې څلور کاله تیر شي. نو وايي چې نه خیر دی.تیر په هیر باقي روزگار، یو څلور کاله بیا راکړئ. بیا د سره. خو هغه بل چې څلور کاله ې د نوبت په انتظار کې تیر کړي وي. ورته وايي( نه وروره بس دی  نور کوز شه. ته ې سم نشې چلولی). نو دا حاضر باچا ورته وايي چې که تاسو چلولی شوه. نو خلکو به  تاسو نه ولې اخیسته او ماته به ې ولې راکوله؟. نو دا  منتظر باچا  ورته ووايي چې وروره بس همدا ما او تا یو،نور دلته دریم څوک دی. چې خلک رای ورکړي. کله د فیل وار وي  او کله د دې بل نوبت. او ترڅو پورې چې د خلکو د ژوند د  ښه کیدو خبره ده .نو چې انسانان ې خپله نشي سمولی نو ځناور  بیچارگان به ې څه سم کړي. هغه ځناور چې پړي هم ې هم د بل په لاس کې وي.