افغان ولسمشر حامد کرزی برتانیا ته ولاړ
15.05.2010 15:41افغان ولسمشر حامد کرزی نن دشنبې په سهار له واشنګټن نه برتانیا ته ورسید ، دا دبرتانیا دنوې ایتلافی حکومت دجوړیدو نه وروسته چې د دیفید کامیرون یې مشري کوي د حامد کرزي لومړی سفر دی .
افغان ولسمشر به دبرتانیا له نوې لومړي وزیر دیفید کامرون او نورو لوړ پوړو چارواکو سره دافغانستان په سر دوه اړخیزې خبرې وکړي .
په کابل کې دبرتانیا سفارت دیوې خبرپاڼې په صادرولو ویلي چې حامد کرزی لومړی ولسمشر دی ، چې دبرتاینا دنوي ایتلافی حکومت له جوړید وروسته له دیفید کامیرون سره ګوري
بلخوا دبرتانیا دبهرنیو چارو نوی وزیر ویلیم هیګ دخپلې دندې دپیل راهیسې دلومړي ځل له پاره په رسمي سفر واشنګټن ته رسیدلی ، او هلته یې دخپلې امریکایی سیالې میرمن کلنټن سره کتلي دي .
نوموړي د امریکا بهرنیو چارو وزیرې ته ډاډ ورکړی چې برتانوی ځواکونه به دخپلې دندې تر بشپړیدو په افغانستان کې پاتی کیږی .او ژمنه یې کړې چې برتانوي ځواکونه به دامریکایی ځواکونو سره په ګډه دترهګرۍ پروړاندې خبله مبارزه جاري ساتی او دافغان حکومت په پیاوړتیا کې به مرستې کوې .
دا مهال برتانیا په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان لري چې زیاتره یې په سویلي ولایتونو کې میشت دي

