مصر دافریقا جام پای لوبه له غانا څخه یو دصفر په وړاندې وکټله
01.02.2010 12:08د افریقایی هیوادونو دفوټبال دغه سیالۍ د انګولا هیواد په پلازمینه لواندا کې تر سره شوې ،چې تقریبا دوه اوونۍ یې دوام وکړ چې پایلوبه یې پرون شپه د مصر او غانا دلوبډلو ترمنځ وشوه چې مصر غانا ته یو دصفر په وړاندې ماته ورکړه .
د مصر دلوبډلې نوې غړي محمد ناجې چې لقب یې "جدو" دي دلوبې په وروستیو شیبو کې دغه هدف یا ګول وواهه .
مخکې له دېنه مصر دالجزایر سره لوبه وکړه چې په هغې لوبه کې دمصر لوبډله ډیره ښه وځلیده او الجزایر ته یې د څلور صفر په وړاندې ماته ورکړه چې په میلیونونو مصریان په مختلفو عربی هیوادنو کې لارو او کوڅو ته راوتلي ول او دخپلې لوبډلې دبریالیتوب خوښي یې کوله .
دمصر په تاریخ کې دا اووم ځل دی چې دافریقا جام په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کوي چې دپرونۍ لوبې سره ېې وکړای شو چې درې پرلپسې لومړي مقامونه واخلي .
دیادونې ده چې په افریقایی هیوادونو کې یواځې الجزایر د فوټبال په نړیوالو لوبو کې لوبیږي .

