د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایران : دحکومت دوه مخالفین اعدام شول

جوادي 28.01.2010 19:54

دایران دولتي رسنۍ خبر ورکړ چې " محمد رضا علی زمان و ارش رحمانی بور؛  په تهران کې په دار وځړول شول .دایران محمکې ویلی  چې دوی دواړو  دتیرکال دولسمشرۍ  ټاکنو نه وروسته په اله ګوله او ګډوډۍ کی یې لوی لاس درلود .

دبخښنې نړیوال سازمان دایران له حکومت غوښتي و چې د " ایران د روڼ اندو انجمن " پر غړي زماني باندې دې داعدام حکم پلي نه کړي خو سره له دې نوموړی نن په تهران کې په دار وځړول شو .

د رحمانی د مدافعی وکلیلې ویلی چې نوموړي دحکومت ضد هیڅ یو کار او فعالیت کې برخه نه درلوده او هغه د ولسمشرۍ دټاکنون نه دمخه نیول شوی و چې عمر ۱۹ کاله و .

دایران محکمې نهه ۹ نورو لاریون کوونکو ته داعدام سزا اورولې ده چې وایې نوموړو تیر کال  دولسمشرۍ دټاکنونه وروسته په مظاهرو کې لوی لاس درلود .

ایراني چارواکو دتیر کال د ټاکنونه وروسته ۴۰۰۰ زره کسان نیولي چې په دوی کې دوه خبریالان او د اصلاحي حزب سیاسی غړي او پلویان دي .

په ایران کې د اعدام شوو کسانو شمیر په ۲۰۱۰ کال کې  ۱۲ تنو ته ورسیده .

ایران داسلامي نړۍ په کچه  په اعدامولو کې لومړی هیواد  دی چې هرکال په سلګونه کسان اعداموي .