د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکا :دالاباما په پوهنتون کې یوې ښځې درې تنه ووژل

جوادي 13.02.2010 12:28

د امریکا په جنوب دهانسوبل په ښار د الاباما په پوهنتون کې یوې ښخې درې تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي .

ددغه پوهنتون ویاند ویلي چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان ټول دپوهنتون کارکوونکي ول چې چې په وژل شوو کې یو یې د کمپیوټر ساینس پوهنځي  د څانګې مشر و.

 امنیتي چارواکو ویلي دي چې نوموړې ښځه په پوهنتون کې کار ګره و

د امریکا په ښوونیزو مرکزونو کې داسې پیښې ډیرې شوي چې تر ټولو خطرناکه یې په ۲۰۰۷ ز کال دفرجینیا په پوهنتون کې چې یو محصل په ډزو کې لږ ترلږه ۳۰ تنه ووژل او وروسته یې بیا خپل ځان هم وواژه .

د الاباما پوهنتون د هانسوبل په شمال کې پروت دي چې ۷۵۰۰ محصلین  په کې په مختلفو څانګو کې زده کړې کوي .