ولسي جرګه رخصت شوه
05.01.2010 15:24دافغانستان دنوې حکومت د۲۴ وزیرانو له ډلې څخه تیره اوونۍ یواځې ۷ وزیرانو وکړای شول چې له ولسي جرګې دباور رایه ترلاسه کړي او پاتې نور ۱۷ وزیران ټول رد شول چې دکور دننه او دباندې سخته حیرانونکې انګازه خپره کړه .
افغان ولسمشر حامد کرزي دیو فرمان په صادرولو پرون له ولسي جرګي غوښتي ول چې خپله ژمنۍ رخصتي دې دنورو نوې وزیرانو د ورپیېژندلو تروخته دې وځنډوي . چې نن دولسي جرګې دغونډې بحث دولسمشر پر فرمان را څرخيده ، چې له ډیرو بحثونو او سلا مشورو وروسته ولسې جرګه په دې سلا شوه چې دولسې جرګې غړي دې دنوې کابینې د۱۸ وزیرانو تر ورپیژندلو پوري دې په رخصتۍ لاړ شي ،چې کله ولسمشر دغه وزیران دوی ده وروپیژني دوی به بیا دولسي جرکې غونډې ته حاضریږي .
داسې ویل کیږي چې ولسمشر کرزی به درا روانې اوونۍ په سر کې به ولسي جرګې ته نوې کابینه وروپیژني ،چې دولسي جرګې غړي به دکابینې دارزولو لپاره سملاسي به له رحصتیو راستنیږي .
دیادونې ده چې په نوې کابینه کې هغه وزیرانو رایې ترلاسه نه کړای شول کومو چې دسیاسی حزبونو له خوا ورپیژندل شوی ول او هغه کسان چې لاسونه یې دملت په وینو سره ول .

