د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سالنګ کې دواورې دښویدنې د ۱۵۷ کسانو ژوند واخیست

جوادي 10.02.2010 12:25

د واورې ښویدنې او واورین توپان په جنوبي سالنګ کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۵۷ کسان وژلي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي چې ټپیان دپروان ولایت مرکزي روغتون او د پلازمینې څلور سوه بستریز روغتون ته لیږدول شوي .

سالنګ دافغانستان په شمال کې یو له هغه لارو څخه دی چې پلازمینه کابل دشمالي ولایتونو سره نښلوي .

د یادونې ده چې دسالنګ دبحر له سطحې څخه ۳۸۰۰ متره لوړوالی لري چې هرکال  دواورو دزیات اورښت له آمله په سلګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي .