دتایلاند په پلازمینه بانکوک کې د مظاهرچیانو او ملی اردو ترمنځ سخته جګړه شوې
15.05.2010 12:10لاریون کوونکو د پلازمینې بانکوک په واټونو او سړکونو کې دګاډو ټایرونو ته اور ورته کړ، او دحکومت ضد شعارونه یې ورکول او دلومړي وزیر داستعفا غوښتنه یې کولي
مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله ددولت ضد سور کمیسو لاریون کوونکو د ملی اردو ګاډو ته اور ورته کړ چې دملې اردو ځواکونو ددی پر ضد وسله وکاروله .
دتایلاند حکومت د پلازمینې بانکوک په شمول په پنځلس نورو ولایتونو کې بیړنی حالت اعلان کړی او خبرداری یې ورکړ چې ، که هرڅوک په ناوړه کارونو لاس پورې کړي وژل کیږي به .
دملګرو ملتونو مشر بان کی مون د حکومتي چارواکو او مخالفینو نه په کلکه غوښتي چې دتاوتریخوالي دي نه زیاتوي ، او له داواړو لورو یې غوښتي چې دې ستونزې ته دې دخبرو له لارې دپای ټکی کیږدي .
په تایلاند کې دتیر مارچ دمیاشتې راهیسې دا لاریونونه دحکومت مخالفې ډلې چې سور کمیسي نومیږي ترسره کیږي او ددغه هیواد دلومړي وزیر داستعفا ورکولو غوښتنه کوي .

