سوډان : دولسمشریزو او پارلماني ټاکنیز کمپاین پیل شو
13.02.2010 16:18د سوډان دولسمشریزو او پارلماني ټاکنې چې د اپریل په میاشت کې ترسره کیږي نن شنبه دفبرورۍ په دیارلسمه یې رسمي ټاکنیز کمپاینونه پیل شول .
په سوډان کې د ۱۹۸۶ زکال راهیسې دا لومړی ځل دی چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي او ګڼ شمیر سیاسی حزبونو استازي پکې سیالي کوي .
پدې ټاکنو کې ۱۲ نوماندان سیالي کوي چې په دوی کې اوسنی ولسمشر عمر حسن البشیر -دملی حزب - دی ،چې د ۲۱ کلن ریاست کولو سره سره په دې هڅه کې دی چې ددویم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې .
په دغه ټاکنو کې به د عمر بشیر پیاوري سیالان پخوانی لومړی وزیر صادق المهدی ،او یاسر سعید عرمان چې داوړه دبیلابیلو حزبونو استازیتوب کوي دي ..
اروپایی ټولنې ویلی چې دوی به د سوډان د ټاکنو دښه ترسره کیدو له پاره هغه هیواد یوه ۱۳۰ کسیزه څارونکې ډله واستوي تر څو دګډودۍ او نورو درغلیو مخه ونیول شي .
دا ټاکنې په داسې حال کې تر سره کیږي چې نړیواله جنایی محکمه اوسنی ولسمشر عمر البشیر په ډلیزو وژنو او جنایي جرمونو تورنوي .

