ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې پر خبریالانو د بریدونو په اړه د برتانیې او کاناډا اندېښنه

برتانیې او کاناډا په افغانستان کې د خبریالانو، مدني ټولنې فعالینو او دولتي کارکوونکو په هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او دا یې د بیان د ازادۍ په وړاندې خنډ بللی دی.

27.01.2021 امریکا غږ

پېښور کې په "ملګرتیا" نه کولو پینځلس کلن زلمی وژل شوی

 دپېښور پوليس وايي په شاه پور سيمه کې يو ځوان د ملګرتيا نه کولو په سر خپل 15 کلن خپلوان وژلی دی.

27.01.2021 ډیوه

دجبري بې درکیو دجرم ګرځولو په اړوند پارلیمان ته وړاندې شوې قانوني مسوده حکومت رد کړه

په جبري توګه دلادرکه کولو عمل دیو جرم ګرځولو اؤ ددې ستونزې دهواري دپاره دپاکستان قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوې قانوني مسوده  دحکومت لخوا رد کړل شوې ده.

27.01.2021 ډیوه

افغانستان کې د کرونا ۳۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي،۸ کسان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون د هیواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۸ کسان نور مړه شوي دي.

27.01.2021 امریکا غږ

پاکستان کې په کرونا وایرس نور74 کسان مړه شوي،د2165 ناروغانو حالت اندېښمن ښودل شوی

پاکستان کې په کرونا وایرس د څار دولتي مرکز وایي په تیر یو شواروز کې د هیواد بیلابیلو برخو کې په کرونا وایرس نوور 74 کسان مړه شوي چې دې سره پاکستان کې په دې وبا د مړو شوؤ کسانو شمیره 11زره اؤ 450 ته رسېدلې ده.

27.01.2021 ډیوه

د اوبو طبعي چینه، په بوسنيا کې د افغان کډوالو لپاره تر ټولو ګرم حمام

په بوسنيا کې د افغان کډوالو يو کمپ ته څېرمه د اوبو يوه طبعي چينه ده چې کډوال هلته حمام کوي. دوی وايي په کوم کمپ کې چې اوسېږي ګرمې اوبه نه لري او د حمام لپاره يې تر ټولو مناسب ځای همدا دی.ډېری دا کډوال افغانان دي. نور په دې راپور کې وګورئ او خپلو دوستانو سره يې هم شريک کړئ.

27.01.2021 ازادي راډیو

د خېبرپښتونخوا پولیسو د حکومت نه د پلټنو دپاره د پېسو سېوا کولو غوښتنه کړې

د خېبرپښتونخوا پولیسو د صوبې د حکومت نه غوښتي چې د پلټنو دپاره ورسره پېسې کمې دي دا پېسې دې زیاتې کړی شي. خو پوهان وايي د پېسو زياتولو نه مهمه دا ده چې د پوليس د پلټنو روزنيز نظام دې ښه کړی شي. د تحریک انصاف حکومت دعوه کوي په خېبرپښتونخوا کې يې مثالي پولیس نظام جوړ کړی دی.

27.01.2021 ډیوه

غني: هغه بندونه دې ژر جوړ شي چې بهر ته د اوبو بهېدلو مخه نیسي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په دغه هېواد کې د هغو بندونو په ژر جوړولو ټینګار کړی چې له افغانستان څخه بهر ته د اوبو د بهېدلو مخنیوی کوي.

27.01.2021 امریکا غږ

۲۰۲۰ کال کې ۸۵۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ راپور

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تیر ۲۰۲۰ کال کې ۸۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

27.01.2021 امریکا غږ

د جلال اباد خواړه - د جلال اباد پېژندنه

د جلال اباد خواړه - د جلال اباد پېژندنه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د خوندورو خوړو په نندارتون کې لسګونه کسانو برخه اخیستې وه. نور په راپور کې:

27.01.2021 ازادي راډیو

سېنېټ: مخالفه ګوندونو د حکومت هغه قانوني مسوده رد کړې چې پېمرا ته نور واک ورکوي

د پاکستان برني اېوان سېنېټ د تحریک انصاف د حکومت لخوا وړاندې کړی شوې هغه قانوني مسوده رد کړې چې پکې پېمرا (په ملک کې د اليکټرانک ميډیا د انتظام ادارې) ته د نور واک ورکولو ويل شوي وو.

27.01.2021 ډیوه

په کندز کې د ښځو په نوم رستورانت پرانيستل شوى

په کندز ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ښځو یوه ځانګړي رستوانت فعالیت پیل کړ. ستایش رحیمي د کندز ښار اوسېدونکې ده. هغه رستورانت ته د خوړو لپاره راغلې چې ښځو د ښځو لپاره پرانیستی.  هغې زیاته کړه: "موږ د خوښې احساس کو چې د ښځو لپاره دغه رستوانت جوړ شوی ده، دلته نارینه نشته دي او ټول کار یې د ښځو له لورې پرمخ وړل کېږي. ښځې کولي شي دلته د خپلې کلیزې او د خوښې نور محفلونه هم ولمانځي." په شمال ختېځ زون کې کندز هغه ولایت دی چې په کې د ښځو لپاره د اقتصادي فعالیتونو ساحه ډېره محدود ده.  پر جګړو او نا امنیو سربېره په دغه ولایت کې لاهم  ګڼ شمېر کورنۍ ناسم دودونه په پام کې نیسي چې له کبله یې پر ښځو له کوره بهر د کار کولو او پر خپلو پښو د درېدو لپاره فضا را تنګه کړې.   ستايش رحیمي وايي، کله چې وخت پیدا کړي دغه رستورانت ته ورځي او د ډوډۍ خوړلو ترڅنګ کتابونه مطالعه کوي.  رحيمي وویل: "موږ هيله لرو چې په راتلونکي کې په دې ځای کې فرهنګي او ادبې برنامې ترسره کړو چې ښځې وکړای شي خپل نظریات او کاري پلانونه له یو بل سره شریک کړي او د ستونزو لپاره د حل لارې ومومي."  افغان ټولنه یوه سړي سالاره ټولنه ده او ښځې په کې له بېلابېلو ستونزو او ځورونو سره مخامخ دي. په داسې حال کې د کندز ښار اوسېدونکې ښځې د ښځو لپاره د دا ډول ځانګړو ځایونو د جوړېدو هرکلی کوي، چې پخوا په دغه ولایت کې د ښځو لپاره کوم ځانګړی رستوانت نه و.  سوژه نظامي هم دې رستورانت ته د خوړو لپاره راغلې.   دا وايي: "موږ دلته د کلیزې لمانځلو محفل ترسره کړه څو دښځو لپاره د خوښې فضا رامنځته کړو. موږ هڅه کوو چې دلته مشاعرې، هنرې او کلتورې پرګرامونه هم ترسره کړو، څو د ښځو لپاره سالمه سرګرمې رامنځته کړو."  خو د دې رستورانت څښتنې، د شته امنیتي ګواښونو او دغه راز په ټولنه کې د ناسمو دودونو له کبله له خبرو کولو څخه ډډه وکړه او د دې رستورانت د جوړولو هدف یې د ښځو لپاره د آرامه فضا رامنځته کول وباله. 

27.01.2021 ازادي راډیو

امریکا د فلسطینیانو او اسراییل د جلا دولتونو د تشکیل ملاتړ وکړ

په ملګرو ملتونو د امریکا متحدو ایالتونو سرپرست سفیر وویل، چې واشنګټن د فلسطینیانو او اسراییل د جلا دولتونو د تشکیل ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سرپرست سفیر وايي، د ولسمشر جو بایډن اداره د فلسطینیانو او اسراییل د دوو جلا دولتونو د جوړېدو ملاتړ کوي. ریچارد میلز پرون سې شنبه امنیت شورا ته وویل، د منځني ختیځ لپاره به د جو بایډن پالیسي د دوو دولتونو د جوړېدو ملاتړ وي، داسې دولتونه چې دواړه لوري ورباندې موافق وي. میلز زیاته کړه، دا پلان باید د دې سبب شي چې اسراییل د فلسطیني دولت تر څنګ له سولې او امنیت برخمن وي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر وویل، د بایډن اداره په پام کې لري چې فلسطینیانو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ بېرته پیل کړي او د خپلو هغو ډیپلوماتیکو ماموریتونو د بيا پرانیستل کېدو پر لار به ګامونه واخلي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا تړل شوي وو. ریچارد میلز امنیت شورا ته په خبرو کې وویل، واشنګټن به نور هېوادونه هم وهڅوي چې له اسراییل سره خپلې اړیکې عادي کړي. د ده په باور خو دا هڅه به د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د موافقې ځایناستې نه وي. پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څلور کاله مخکې اعلان وکړ چې واشنګټن بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني او د امریکا سفارت یې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ. که څه هم اسراییل د هغه اعلان هرکلی کړی و، خو دې کار د فلسطینیانو تر څنګ په ګڼو هېوادونو کې خلک په غوسه کړل. په همدې حال کې د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو د سولې د چارو تنظیموونکي له اسرائیل غوښتنه وکړه، چې له فلسطینیانو سره د کرونا ویروس ناروغۍ ضد واکسین په برابرولو کې مرسته وکړي. تجربه کار نارویژي ډیپلومات، تور ويني سلاد چې تېره میاشت پر دې دنده ګمارل شوی، اسراییل وستایه چې له ملګرو ملتونو سره یې په همکارۍ لویدیځې غاړې، ختیځ بیت المقدس او غزې ته د طبي وسایلو په رسولو کې ونډه اخیستې ده. اسراییل د کرونا ویروس ضد واکسین پراخ کمپاین پیل کړی، چې تر اوسه یې خپلو دوه نیم میلیون وګړو ته دغه واکسین ورکړی دی. د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي پر اسراييل تور لګولی، چې فلسطیني وګړو ته یې هېڅ ډول واکسین په واک کې نه دی ورکړی. خو په ملګرو ملتونو کې د اسراييل سفیر ګیلاد ایردان دا تورونه بې اساسه وبلل.

27.01.2021 ازادي راډیو

اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

26.01.2021 امریکا غږ

پاکستاني مطبوعات: د افغان طالبانو یو کمانډر د پېښور سره نژدې وژل شوی

د ډېلي ټایمز په خبر کې د ملا عبدالصمد د کورنۍ د قوله ليکل شوي چې ملاتور په ترناب کې خپلوانو ته ورغلی و چې حمله پرې وشوه او په ډزو د زخمیکېدو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه

26.01.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more