ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې د کرونا څخه د نورو 36 کسانو د مړينې سره په ملک کې د مړو شمېره 8832 ته رسېدلې

په پاکستان کې د کرونا وايرس نور 36 تنه مړه شوي او نور 2362 کسان په دې وايرس اخته شوي دي، په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 8832 ته رسېدلې ده.

14.12.2020 ډیوه

په کرونا ضد واکسین بار لومړي کانټینرونه د امریکا ۱۵۴ روغتیايي مرکزونو ته رسېږي

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷۱ ملیون او په دې ویروس د مړو شمېر تر یو ملیون او شپږو لکو اوښتی، نن په کرونا ویروس ضد واکسین بار لومړي کانټینرونه د امریکا ۱۵۴ روغتیايي مرکزونو ته رسېږي. په کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بار دا لارۍ د پراخې استفادې لپاره پرون د مشیګان د درمل جوړولو له یوه لوی کارځای څخه بېلابېلو ښارونو ته روانې شوې. د فایزر کمپنۍ د واکسینونو انتقال، د امریکا په تاریخ کې د واکسینونو د لېږد تر ټولو پراخ کمپاین ګڼل کېږي. تمه ده په لومړیو کې د دغه واکسین درې ملیون دوزه بېلابېلو سیمو ته ولېږدول شي او لومړیتوب هم روغتیايي کارکوونکو یا هم پوخ عمره کسانو ته ورکړل شي. اټکل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې، په ځانګړي ډول د کرسمس او د نوي میلادي کال د جشنونو پر مهال په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي. خو د کرونا ویروس ضد واکسین خبرونو، د کرونا وبا د مخنیوي لپاره خلکو ته یوه هیله ورکړې ده. د امریکا په متحده ایالاتو کې تر اوسه په کرونا ویروس شااوخوا ۳۰۰ زره کسان مړه شوي دي. د فدرالي ادارې چارواکو ویلي، د فایزر شرکت د واکسین لومړۍ بستې به نن دوشنبه د امریکا د ۱۵۴ ښارونو روغتیايي مرکزونو ته ورسېږي او ۴۲۴ نور مرکزونه به د سې شنبې په ورځ دغه واکسین ترلاسه کړي، د چهارشنبې په ورځ به ۶۶ نورو هغو ته انتقال شي. دغه واکسین چې د امریکايي شرکت فایزر او جرمني شرکت بایو ان تیک له‌خوا تولید شوی، د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د بالغو کسانو په تناسب وېشل کېږي. د دغه واکسین په ملیونونو دوزه د حرارت په منفي ۹۴ سانتي ګرېډه درجه کې په روغتونونو او نورو محلونو کې ساتل کېږي. بریتانیا تېره اوونۍ وویل، لومړنی هېواد دی چې خپلو خلکو ته د فایزر او بایو ان تیک شرکتونو د کرونا ویروس ضد واکسین ورکول پیلوي.

14.12.2020 ازادي راډیو

امریکا د کروناوایرس د وېکسین تقسیم کول پیل کړل

په امریکا کې د کروناوایرس دپاره د فایزر/بایو اېن ټېک کمپنیو جوړ شوي وېکسین اوله جوپه ځانګړې ډبې چې په کې وېکسینونه ډېر ساړه ساتل کیږي، په مشیګن ایالت کې د فایزر کمپنۍ د کارخانو نه د امریکې ټولو ایالتونو ته منتقل کړی شول.

14.12.2020 ډیوه

د ایالتونو استازي د ګل په ورځ جو بایډن د امریکا صدر ټاکي – ټرمپ لا خپله ماته نه مني

د ګل/دوشنبې په ورځ د صدارتي انتخاباتو دپاره د ایالتي ټاکونکو (اېلکټرال کالج استازو) عمومي غونډه کیږي چې په نتیجه کې به یې دا استازي جو بایډن د امریکا شپږ څلوېښتم صدر وټاکي.

14.12.2020 ډیوه

پي ډي اېم: د جنورۍ په آخره یا د فرورۍ په اوایلو کې به اسلام آباد ته لانګ مارچ کوو

پي ډي اېم اعلان کړی چې د حکومت په ضد د شپږو جلسو ورستو د جنوري په پای یا  فروری په شورو کي اسلام آباد ته لانګ مارچ کوي او د پارلېمان د غړو استعفې به هم له ځانه سره وړي.

13.12.2020 ډیوه

د کندهار په جګړه کې د عامو خلکو د وژل کېدو په اړه پلټنې کیږي – افغان حکومت

افغان حکومت وایي چې په کندهار ولایت کې یې عامو خلکو ته د اوړېدلو مرګ ژوبلو په اړه رېپوټونه اورېدلي او یوه ډله یې ټاکلې چې د دې پېښې پلټنه وکړي. په کندهار کې د جګړې اور تېز شوی او حکومت وایي چې طالبانو ته په کې د سر درانه زیانونه اووښتي دي.

13.12.2020 ډیوه

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

13.12.2020 امریکا غږ

څنګه یوه ځوانه روسۍ په تشناب کې مړه شوه؟

۲۴ کلنه روسۍ نجلۍ اولیسیا سمینووا د بریښنا د شارتۍ په وجه هغه وخت مړه شوه چې د حمام کولو پر وخت یې د چارج کیدو په حال کې موبایل تلیفون په اوبو کې ولوید. 

13.12.2020 امریکا غږ

د ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ؛ له ۶ ولایتونو ۳۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه

د ملالۍ کپ د ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ نن یکشنبه (د لېندۍ ۲۳مه) په کابل او د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې پیل شوې.  په دغه سیالۍ کې د شپږو ولایتونو ۳۰ تنو ښځینه ورزشکارانو برخه اخېستې وه.  دا سیالۍ د بایسکل ځغلونې ملي ټیم لپاره د لوړو استعدادونو په ګوته کولو او د بهرنیو سیالیو لپاره د چمتوالي په هدف ترسره کېږي.  ښځینه بایسکل ځغلونکې د سولې په هیله د پلازمېنې په ارامه فضا کې سيالي کوي.  دا لوبغاړې د ملالۍ کپ ګټلو او د غوره لوبغاړو په توګه د غوره کېدو په هدف سیالي کوي. له کابل، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب او غزني څخه دغه۳۰ ښځینه بایسکل ځغلوونکو له المپیک کمېټې څخه د قرغې بند پورې ۲۰ کیلومتره لاره وهلې.  د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د ښځینه لوبغاړو د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس فضل احمد فضلي وايي، د دې سیالیو یو بل هدف د بایسکل ځغلونې بهرنیو سیالیو لپاره چمتووالی هم دی.  ښاغلی فضلي زیاتوي: "زموږ بله موخه د ښځو وړتیاوې ښودل دي. په اسلام کې د نارینه او ښځو حقوق مساوي دي او ښځې هم لکه د نارینه وو په څېر، باید د ټولنې په ټولو برخو کې برخه ولري، په ځانګړي ډول سپورټ کې." د ښځو د بایسکل ځغلونې ملي ټیم روزونکې رخسار حبیب زۍ وايي، دا سیالۍ دوستانه دي، څو نجونې وکولی شي په ورزش برخو کې خپلې وړتیاوې وښیې.  نوموړې وايي: "که خبرې د طالبانو په ګټه پای ته ورسېږي، نو موږ ځوانان به غلې پاتې نه شو او موږ به له خپلو حقونو دفاع وکړو. موږ له حکومته غواړو چې د سولې په خبرو کې د ښځو شتون ډاډمن کړي." سمیرا چې له فاریابه یې دې سیالیو کې ګډون کړی وايي، هیله منه ده چې په ټول هېواد کې سراسري امنيت ټينګ شي، څو د هېواد په هر ګوټ کې په سیالیو کې ګډون وکړای شي. نوموړې وايي:  "د سولې پروسه روانه ده. موږ غواړو هغه لاسته راوړنې خوندي کړو چې موږ د قربانیو په ورکولو سره ترلاسه کړي دي او هيله لرو چې افغانستان ته امنیت راشي." په کابل کې د ملالۍ کپ د بایسکل ځغلونې سیالۍ په داسې حال کې پيلېږي چې لا هم له ناامنیو شکايتونه موجود دي او لا تر اوسه په قطر کې د سولې د خبرو برخلیک هم نه دی روښانه شوی. 

13.12.2020 ازادي راډیو

بریتانیا به له موافقې پرته رسماً له اروپايي ټولنې ووځي

بریټانیا او اروپايي ټولنه د نن شپې تر ناوخته باید موافقې ته ورسېږي چې لندن څنګه د کال تر پایه له اروپايي ټولنې وځي.  ضرب الاحل نن یکشنبه پای ته رسېږي.   له میاشتو میاشتو هڅو سربېره هم لا د بریکزت په اړه کومه وروستۍ موافقه نه ده ترلاسه شوې. ښايي بریټانیا له موافقې پرته د همدې ډسمبر په پای کې رسماً له اروپايي ټولنې ووځي.  د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن او د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان درلاین ویلي چې امکان لري بریګزت له موافقې پرته ترسره شي.  چارواکو ګواښ کړی چې له موافقې پرته بریګزت ښايي د اروپايي ټولنې او بريټانیا تر منځ په سوداګریزو اړیکو کې سخت مخالفتونه رابرسېره کړي. 

13.12.2020 ازادي راډیو

هرات کې یو شمېرکسانو د یوه ځوان جنازه د ولایت د ودانۍ مخته اېښې

په هرات کې یو شمېر کسانو د یوه وژل شوي ځوان جنازه د ولایت د ودانۍ مخته اېښې او ادعا کوي چې امر بالمعروف غیر رسمي ډلې دا کس په ګازرګاه سیمه کې وژلی دی.  د وژل شوي زمري نومي ځوان، پلار امیر جان وايي چې د مجیب الرحمن انصاري تره د ده له زوی سره پرون اړیکه نیولې وه او لږ وروسته یې د هغه مړی راووړ.   په هرات کې د ګازرګاه د جامع جومات خطیب مجیب الرحمن انصاري د   امرباالمعروف او نهي عنی المنکر په نوم یوه ډله یو کال مخکې جوړه کړه.   ملا انصاري ته نږدې کسانو ازادي راډیو سره په خبرو کې په یاده پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې د هرات پولیس باید په دې تړاو وغږیږي.  د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د ګازرګاه په سیمه کې د یوه ځوان مړی پيدا کړی دی.  هغه ویلي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. 

13.12.2020 ازادي راډیو

اشرف غني: د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ زیانمن هېواد دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی.  ښاغلي غني دا خبره نن په یوه ویډیويي پیغام کې د اقلیمي بدلون په اړه انلاین ناستې ته کړې ده.  ده زیاته کړې: "د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی. زموږ په هېواد کې د وچکالۍ څرخ په پام وړ ډول رالنډ شوی او په ۳۳ کلونو کې له یو ځل څخه په پنځو کلونو کې یو ځل ته راکم شوی دی. اوسمهال زموږ په هېواد کې موسمي بارانونه، د ژمي پر ځای په پسرلي کې کېږي چې د مرګونو سېلابونو او ځمکو وړلو لامل کېږي."  ښاغلي غني د اقلیمي بدلون په اړه دې نړیوالې ناستې ته چې د ملګرو ملتونو له خوا جوړه شوې دا هم وویل چې افغانستان د پاکې انرژۍ د تولید او زرغون صنعت د ایجاد لپاره لوی ظرفیت لري.   هغه زیاته کړه چې افغانستان د لمر، اوبو او باد پریمانه منابع لري چې د سالم مدیریت په پایله کې د (درې سوه زره) مېګا واټه برېښنا د تولید مجموعي ظرفیت لري.  د اقلیمي بدلون په اړه انلاین غونډه د سکاټلند په کوربه توب د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړه شوې ده. 

13.12.2020 ازادي راډیو

اذربایجان او ارمنستان یو ځل بیا یو بل د اوربند نه په سرغړونو تورن کړي

اذربایجان او ارمنستان یو ځل بیا یو بل د اوربند نه په سرغړونه تورن کړل؛ هغه اوربند چې د روسیې په منځګړیتوب رامنځ ته شو او د قره باغ په غرنۍ سیمه کې شپږ اونیزه خونړۍ جګړه پای ته ورسوله.

13.12.2020 امریکا غږ

امریکا کې د کروناویروس ضد واکسین د انتقال بهیر

د فایز شرکت د واکسینونو بهیر چې د مشیګن په ایالت کې تولیدیږي، نن د یکشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۳) د هوایي ترانسپورت له لارې پیل کیږي.

13.12.2020 امریکا غږ

د ملالۍ جام په نوم د  نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ وشوې

په کابل کې د ملالۍ جام په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ وشوې. یولدز هاشمي له فاریاب اتلولي وګټله، زهرا رضايي او ریحانه محمدي دواړه د بامیان دي دوهم او درېیم مقامونه ګټلي. صفي الله ستانکزي د دې سیالیو په اړه د بایسکل چلوونې فدراسیون له مشر فضلي احمد فضلي سره مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:  

13.12.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more