شاته

امریکا د فلسطینیانو او اسراییل د جلا دولتونو د تشکیل ملاتړ وکړ

په ملګرو ملتونو د امریکا متحدو ایالتونو سرپرست سفیر وویل، چې واشنګټن د فلسطینیانو او اسراییل د جلا دولتونو د تشکیل ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سرپرست سفیر وايي، د ولسمشر جو بایډن اداره د فلسطینیانو او اسراییل د دوو جلا دولتونو د جوړېدو ملاتړ کوي.

ریچارد میلز پرون سې شنبه امنیت شورا ته وویل، د منځني ختیځ لپاره به د جو بایډن پالیسي د دوو دولتونو د جوړېدو ملاتړ وي، داسې دولتونه چې دواړه لوري ورباندې موافق وي.

میلز زیاته کړه، دا پلان باید د دې سبب شي چې اسراییل د فلسطیني دولت تر څنګ له سولې او امنیت برخمن وي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر وویل، د بایډن اداره په پام کې لري چې فلسطینیانو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ بېرته پیل کړي او د خپلو هغو ډیپلوماتیکو ماموریتونو د بيا پرانیستل کېدو پر لار به ګامونه واخلي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا تړل شوي وو.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

ریچارد میلز امنیت شورا ته په خبرو کې وویل، واشنګټن به نور هېوادونه هم وهڅوي چې له اسراییل سره خپلې اړیکې عادي کړي.

د ده په باور خو دا هڅه به د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د موافقې ځایناستې نه وي.

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څلور کاله مخکې اعلان وکړ چې واشنګټن بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني او د امریکا سفارت یې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ.

که څه هم اسراییل د هغه اعلان هرکلی کړی و، خو دې کار د فلسطینیانو تر څنګ په ګڼو هېوادونو کې خلک په غوسه کړل.

په همدې حال کې د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو د سولې د چارو تنظیموونکي له اسرائیل غوښتنه وکړه، چې له فلسطینیانو سره د کرونا ویروس ناروغۍ ضد واکسین په برابرولو کې مرسته وکړي.

تجربه کار نارویژي ډیپلومات، تور ويني سلاد چې تېره میاشت پر دې دنده ګمارل شوی، اسراییل وستایه چې له ملګرو ملتونو سره یې په همکارۍ لویدیځې غاړې، ختیځ بیت المقدس او غزې ته د طبي وسایلو په رسولو کې ونډه اخیستې ده.

اسراییل د کرونا ویروس ضد واکسین پراخ کمپاین پیل کړی، چې تر اوسه یې خپلو دوه نیم میلیون وګړو ته دغه واکسین ورکړی دی.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي پر اسراييل تور لګولی، چې فلسطیني وګړو ته یې هېڅ ډول واکسین په واک کې نه دی ورکړی.

خو په ملګرو ملتونو کې د اسراييل سفیر ګیلاد ایردان دا تورونه بې اساسه وبلل.