کابل کې چاودنه اؤ هرات کې په پولیسو برید کې ۱۴عسکر وژل شوي
چارواکي وایي دافغانستان په هرات ولایت کې دطالبانو درېوؤ پلوي پولیس عسکرو په خپلو نورو ملګروعسکرو ډزې کړي چې پکې ۱۲ پولیس عسکر وژل شوي دي.
افغانستان کې ۴۶ تنه نور کرونا نیولي، درې تنه مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۴۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
افغانستان کې د سکي او سنوبورډ ښځینه لوبډلې جوړیږي
د افغانستان د سکي او سنوبورډ فډراسینونه وايي چې دغه هېواد کې د دغو دوه ورزشونو د ودې لپاره د ښځینه وو ملي لوبډلې جوړوي.
افغان کوماندو نجونې، ګوته په ماشه؛سولې بهیر ته اندېښمنې
مریم نورزۍ د افغانستان په کوماندو ځواکونو سرتېرې ده. میړه یې هم نظامي سابقه لري چې له طالبانو سره په جنګ ټپي شوی او اوس په کور ناست دی. اوس چې د سولې خبرې روانې دي، مریم اندېښمنه ده چې د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د طالبانو د احتمالي ګډون په صورت کې به ددې برخلیک څه کیږي.
د امریکايي سرتیرو کمولو ته د افغان حکومت او طالبانو غبرګون
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د امریکايي سرتیرو کموالی د جګړې پر وضعیت تر ډيره بریده منفي اغېز نه لري.
جنرل باجوه وايي، په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي، پاکستان به د روانو بېن الافغاني خبرو ملاتړ دوامداره ساتي ځکه چې په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی.
ولسي جرګې بیا د نوي مالي کال د بودیجې طرحه رد کړه
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالیې کال بودیجه طرحه د دوهم ځل لپاره د رایو په اکثریت سره رد کړه.
مردان: د درېو ماشومانو سره د جنسي تيريو په تور د ديني مدرسې ډرايور نيول شوی
د مردان ضلعې د پوليس (ډي اېس پي) ګلشېد خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې تورن تن يې نيولی او په ابتدايي طبي معاينه کې د جنسي تيري کېدل تاييد شوي دي.
شمالي وزيرستان: د نامالومه کسانو په ډزو کې يو ډاکټر وژل شوی دی
د شمالي وزيرستان په میرعلي بايي پاس تيره شپه د نامالومه کسانو په ډزو کې يو ډاکټر وژل شوی دی، پوليس دغه پېښه تاييدوي.
هرات کې ۱۲ سیمه ییز او کابل کې دوه ملي پولیس وژل شوي ـ چارواکي
امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو نفوذي کسانو د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژلي دي.
کندهار کې د ملي امنیت د وسایطو پر ورکشاپ چاودنه شوې
په کندهار ولایت کې د ملي امنیت د وسایطو د ترمیم پر مرکز درنه چاودنه شوې او ځانمرګي بریدګر یاد مرکز ته ننوتلي.
چارواکي: په کانګرس د حملې په لړ کې ۳۰۰ مشکوک یرغلګر پېژندل شوي
د اېف بي ايي د واشنګټن دفتر اسسټنټ ډرېکټر سټېون دي اټونو وویل د ۱۰۰ نه زیات مشکوک کسان د ملک په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي چې د ۴۰ نه زیات پکې اېف بي ايي ګرفتار کړي
کرونا له۲ میلیونو زیات کسان مړه کړل،ګڼ هېوادونه بېړنیو حالاتو ته ورګرځي
کرونا وبا په څه باندې یوه کال کې له دوو میلیونو زیات کسان مړه کړل او لا هم د ګڼو خلکو ژوند ګواښي. که څه هم د ویروس د له منځه وړلو لپاره د تازه جوړو شوېو واکسینونو تطبیق پيل شوی، خو د ویروس چټک خپراوي ګڼ هېوادونه اړ کړي چې بیړنیو حالاتو ته ور وګرځي. د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د جنورۍ تر پنځلسمې له ۹۳ میلیونو او پنځو لکو (۹۳۵۸۰۸۲۸) ډېر کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې تر دوو میلیونو ( ۲۰۰۳۶۲۵ ) زیات کسان مړه شوي. د جانز هاپکېنز پوهنتون ورځنۍ سروې هم ښيي چې د کرونا خپراوی د نوي کال تر شپو او ورځو را وروسته په ګڼو سیو کې یو ډول دی. د روغتیا د نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' مشر تدروس ادهانم ګبريسوس ویلي، غواړي چې د کرونا ضد د واکسین کمپاین په سلو راتلونکو ورځو کې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پيل شي. هغه د جمعې (د مرغومي ۲۶مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، غواړي روغتیاپالان او زیانمنونکي خلک لومړی واکسین شي. د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېریش هم په نړۍ کې د کرونا د دوو میلیونو قربانیانو د یادښت په مناسبت ویلي چې ټوله نړۍ باید له کرونا سره د مبارزې لپاره متحده شي. ګوتېريش زیاته کړه: "زموږ نړۍ یوې زړه بوږنوونکې شېبې ته رسېدلې ده. د کوویډ – ۱۹ وبا د څه باندې دوو میلیونو کسانو ژوند اخېستی. د دغو ټکان ورکوونکو شمېرو تر شا نومونه او څېرې پرتې دي چې د هغوی موسکا اوس یواځې په یادونو کې پاتې، د غږونه انګازه یې په خونو کې چوپه شوې او د ډوډۍ د میز تر څنګ یې څوکۍ خالي پاتې ده." ګوتېریش وویل، د دې وژونکې وبا اغېز د نړیوالو همغږیو د نشتوالي په خاطر لا زیات شوی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په خبره د کوویډ – ۱۹ اغېزمن واکسین راوتلی او ملګري ملتونه د نړۍ بېلابېل هېوادونه هڅوي، څو د نړۍ په تاریخ کې د تر ټولو لوی واکسیناسیون لپاره لستوڼي بډ وهي. له دې سره تر څنګ د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو لوړپوړې کارپوه سومیا سوامي ناتان ویلي چې د کرونا واکسین لومړنۍ محموله د بې وزلو هېوادونو په لور وخوځېده او په همدې درېیو میاشتو کې وویشل شي. د دغه سازمان مرستیالې مارین انګېلا سیماو هم یادونه کړې له هغو ۴۶ هېوادونو چې د کرونا واکسین یې پيل کړی ۳۸ یې شتمن دي په داسې حال کې چې باید د نړۍ ټولو خلکو ته د واکسین د رسولو ژمنې او ضمانت وشي.
په نړيواله کچه د کرونا وایرس نه د خلکو د مړېنې شمېر دوه مېلین نه زیات شوی
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په نړیواله کچه د مرګونو صورتحال ځکه هم خراب دی چې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په کوښښونو کې همغږي یا همکاري نېشته. "ساینس کامیاب شوی، یوالی ناکام شوی دی."
په واشنګټن کې د امنیت سخت اقدامات پرځای دي
یوه هفته وړاندې د ریپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډټرمپ په حق کې په واشنګټن کې مظاهره کوونکو د کانکرس په ودانۍ یرغل کړی و. په کانګرس کې د اړي ګړي په مهال پنځه کسان مړه شوي او د کانګرس غړو د وداندۍ په حفاظي اقداماتو تشویش څرګند کړی دی