ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دفاع وزارت وايي، لوګر کې د طالبانو له زندانه ۲۲ بندیان ازاد کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۲۲ بندیان ازاد کړي دي.

26.01.2021 امریکا غږ

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د کریمه بلوڅ د مړي په ٫٫ بې احترامۍ٬٬ نیوکې کړي

جهانزیب جمالدیني وویلي، د کریمه مړی مکران قبضه کولو یا فتح کولو له نه وو راغلي دوی د هغې د مړي سپکاوي کړی. جمالدیني وړاندی ویلي داسې ګامونو سره به د خلکو کرکه نوره هم زیاته شي.‌

26.01.2021 ډیوه

د فرورۍ میاشتې نه به غریبو کورنیو ته مالي مرستې ورکول پېل کړی شي: د وزیراعظم سلاکاره

پاکستان کې د غربت د خاتمې لپاره د وزیر اعظم سلاکاره او د احساس پروګرام مشره ثانیه نشتر ویلي د روان کال فرورۍ د میاشتې څخه به ټول پاکستان کې غریبو کورنیو ته د میاشتې په حساب  پېسې ورکول پېل کړی شي خو دا تفصیل یې نه دی ویلی چې هرې کورنۍ ته به څومره پېسې ورکړی کېږي. د ګل - دوشنبې په ورځ مردان کې د ښځو پوهنتون کې یوې دستورې ته خپلې وېنا کې ثانیه نشتر وویل چې  حکومت دا وخت پاکسنان کې د غریبو کورنیو لپاره په یوې سروۍ کار کوي  چې د روان کال 2021 د جون میاشتې پورې به سرته ورسي.  د احساس پروګرام مشرې ویلي چې په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا کې 45 فیصده او  په ټول هېواد کې 65 فیصده سروۍ مکمل شوې ده.  هغې وویل چې تراوسه چې د نوې سروۍ لاندې د کومو غریبو کورنیو شمېرې مکمل شوي دي هغوي به د فرورۍ د میاشتې نه پېسې ورکولو عمل پېل شي.  مردان کې یو دیاړي مار ا حمدعلي وي او اې ډیوه ته وویل چې د احساس پروګرام د لاندې د حکومت مالي مرستو پروګرام لپاره یې څو وارې متعلقه دفتر کې خواستونه جمع کړي خو تر اوسه ورته مالي مرستې نه دي ورکړی شوې. باېد حکومت مستحکه خلکو د پاره د مرستو لارې چارې اسانه کړي. هغه وايي مالي حالت یې ډېر پرېوتې دی، مزدورۍ نشته، د کرایې په کور کې په ۷۰۰۰ روپۍ میاشت  وسي خو اوس یې ددغې ورکولو توان هم ختم شوی دی.  د احساس پروګرام مشره ثانیه نشتر وايي چې د مېرټ پوره خیال ساتلی کېږي ړا پروګرام د سیاسي مداخلت او خپلولۍ نه پاک ساتلی شوې او تېر کال ددې پروګرام د لارې 904 اربه روپۍ غریبو کورنیو ته ورکړی شوي دي. د وزیر اعظم سلاکارې وویل چې د مالي مرستو د لاندې د احساس نشوونما، احساس پرائمري وظائف کفالت پروګرام، احساس بلاسود قرضې ، احساس امدن، احساس ګرېجوېټ سکالرشپ او د خصوصي خلکو لپاره د وظیفو ورکولو لپاره پوره پلان ترتیب شوی چې د فرورۍ د میاشتې نه به پرې عمل پېل شي.

25.01.2021 ډیوه

د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

25.01.2021 امریکا غږ

په بلوچستان کې تر نیمایي زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

په پاکستان کې د خوارځواکۍ په هکله د حکومت څېړنه کې په ډاګه شوې چې د ټول هېواد په پرتله، بلوچستان ایالت کې خوارځواکي تر ټولو زیاته ده چیري چې تر نیمایي زیات ماشومان د خوراک له سخت کمښت سره مخ دي.

25.01.2021 ډیوه

صدر غني: د کابل او واشنګټن ترمنځ تعلقاتو کې یو نوی فصل پرانېستل شوی

افغان صدر محمد اشرف غني په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي انتظامیې راتلو ته خوشبینه دی او وایي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ تعلقاتو کې یو نوی فصل پرانېستل شوی دی. 

25.01.2021 ډیوه

ملګري ملتونه: عمله دې د پي آی اې د سفر نه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي

‌‌ملګرو ملتونو خپلې عملې ته خبرداری ورکړی په پاکستان کې د پي آی اې سره د هېواد دننه رجسټر‌‌‌‌‌‌ډ شوي يو شمېر نورو کمپنيانو د پروازونو نه دې ځکه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي.

25.01.2021 ډیوه

نړۍ کې په کووید۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته ورسېده

شاوخوا ۱۳ میاشتې مخکې د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته رسېدلی دی.

25.01.2021 امریکا غږ

د کريمه بلوڅ مړی د تربت په تمپ سيمه کې خاورو ته وسپارل شو

ځايي خبريال چې نوم يې پټ ساتل غوښتل، وي او اې ډيوه ته وويل چې د کريمې بلوڅ په جنازه کې ډيرو نارينه ، ښځينه  سياسي، مدني فعالانو او خبريالانو ګډون غوښته، خو د حکومت له لوري د کريمې د کلي په ټولو لارو کې د ايف سي ځواک سرتيري ځاي پر ځاي کړل شوي و، او خلګو ته يې د هغې کلي ته د تللو اجازه نه ورکوله ۔ دغه خبریال وویل، "جنازه وشوه په جنازه کې يوازي د هغې کورنۍ او د تمپ کلي خلکو ته د شرکت اجازه وه، خو هغه هم په کم شمېر کې ، دا د سيمې  لومړۍ جنازه ده چې ښځو هم پکي ګډون درلود، ضلعي حکومتي چارواکي ، له تېرې شپې راهيسې  پوليس او د امنيتي ځواکونو سرتيري پر قبرستان شاه وخوا ولاړ و، موږ ډېر کوشش وکړ چي هلته د هغې جنازې ته ورشو خو  و تمپ سيمه ته  د تللو ټولې لارې تړل شوې، د ايف سي يو مېجر موږ راوګرځولو، راته ېې وويل چې هېڅوک هم نشي تللای"۔                       د کريمې بلوڅ له جنازې خلک راګرځول او خلګو ته اجازه نه ورکولو په حقله مو د بلوچستان حکومت له ايالتي ترجمان لياقت شاهواني سره د موبايل فون او وټساپ له لارې  تماس ونيوه ،هغه ته مو په غږ کې پېغام پرېښود ،خو د رپورټ د جوړولو تر وخته يې ځواب ونه وايه۔ د دې تر څنګ د بلوچستان د اعلا وزير جام کمال مشېرې بشرا رند هم زموږ ټیلیفوني اړېکې ته ځواب ونه وايه ۔   د بلوچ زدکونکو سازمان " بي ايس او ازاد " پخوانۍ مشره کريمه بلوچ له تېرو څو کالو راهيسي د کېنډا په ټورنټو ښارکې سياسي پناه اخيستې وه او د جلا وطنۍ ژوند يې تېراوه ،   د 2020م کال د دسمبر پر 20مه  د کېنډا په ټورنټو ښار کې د هغې  مړی له اوبو رايستل شوی و۔ د کريمې کورنۍ او بېلا بېلو بلوڅو سياسي تنظيمونو د هغې مړينه يوه منظم وژنه / يا قتل بللی خو د کېنډا پوليسو دغه تورونه رد کړي او وايي د کريمې په مرګ کې د جرم کوم څرک نه ښکاري ۔ د کريمه بلوڅ مېړه حمل حيدر پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د کريمې بلوڅ له وصيت سره يې سم د هغې مړی د هغې پلرني وطن تمپ ته ليږلی ۔ د يکشنبې په سهار د کريمې بلوڅ جسد د هوايي جهاز له لارې کراچۍ ته راوړل شو ، کورنۍ يې غوښتل چې په کراچۍ کې يې د جنازې لمونځ وکړي او بيا د جلوس په شکل کې د هغې جنازه د هغې کلي ته يوړل شي۔ کورنۍ او بلوڅ فعالان تور پوري کوي چې د امنيتي ادارو لخوا دوی  داسي کولو ته پرې نه ښول شول۔ د کريمې بلوچ جنازه ته د خلګو نه پرېښولو پر ضد د بلوچ يکجهتي کمېټۍ  له لوري په تربت او نورو سيمو کې مکمل کاربنديز و، بلوڅ ملتپاله ګوندونو بي اين پي مېنګل او نېشنل پارټۍ په خپلو بيانونو کې د کريمې بلوڅ په جنازه کې دخلګو پر شرکت بنديز د رواياتو ضد او ناقانونه عمل بللی او د دې عمل غندنه يې کړې۔  

25.01.2021 ډیوه

امریکا پر سعودي عربستان برید غندلی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په مرکز ریاض باندې هوايی برید غندلی دی او ویلي دي چې د د « د ولسي خلکو د وژلو هڅه» وه.

25.01.2021 امریکا غږ

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال

واشنګټن - په امریکا کې یوه ډله سناتورانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د بایډن د ادارې له چارواکو سره د ولسمشر بایډن لخوا له کورونا ځپلو سره د ۱.۹ ټریلینه ډالرو د مرستې د وړاندیز په اړه خبرې کړي. دوی هیله څرګنده کړې چې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر مواخذې مخکې به دا مرستې تصویب شي. د ډیموکرېټس او رېپلېکنز دواړو ګوندونو وکیلانو دا منلې ده چې اوسني وخت کې لومړیتوب دا دی چې د کورونا واکسین ورکول او ټېسټونه تېز شي. د ریپلېکنز ځینو وکیلانو ددغو میاشتنیو مرستو لویه اندازه وروسته له هاغې تر پوښتنو لاندې راوسته کله چې کانګرس یواځې ۹۰۰ بلینه تصویب کړه.‌ دغه اندازه مرسته هغه وخت مخې ته راغله چې هر امریکايي ته د نغدي مرستو د لېږلو اندازې باندې ټولو موافقه و نه کړه چې په پایله کې هر امریکايي ته د هغه عاید ته په کتلو سره ۶۰۰ ډالره واستول شول.‌ د مرستو په دې تازه بهیر کې هر امریکايي ته د ۱۴۰۰ ډالرو د ورکړې وړاندیز شوی او د اتوار د ورځې په خبرو کې ټینګار وشو چې یواځې هغو خلکو ته به استول کېږي چې مرستو ته اړتیا لري.‌ بایډن خپله ولسمشري د کورونا وبا له لومړیتوب سره پیل کړې ده. تر اوسه پورې نېږدې ۴۲۰۰۰۰ کسان په امریکا کې له کورونا څخه مړه او له ۲۵ میلیونو څخه زیات نور پرې اخته شوي دي. ټاکل شوې ده چې سنېټ به د ولسمشر ټرمپ د مواخذې بهیر د فیبروۍ د اتمې نېټې څخه پیل کړي. امریکا بل پلو هڅه کوي په هېواد کې د کورونا وایرس د بېلا بېلو ډولونو د لا خپرېدو مخه ونیسي.‌ په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مشرې ډاکټرې روشیل ویلینسکي ویلي، پلان دا دی چې "د کورونا ددې ډولونو اغېز په واکسین او زمونږ په درملو باندې وڅارل شي." دا پرمختګونه په داسې حال کې شوي دي چې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې،‌ په نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر نېږدې سلو میلیونو ته رسېږي او تر دوه میلینو زیات خلک مړه شوي دي. د کورونا وایرس د نویو ډولونو په اړه ویل کېږي چې په چټکۍ سره خپرېږي او ښايي زیات مرګوني هم وي د واکسینونو مسله د روغتیايي چارواکو لپاره ډېره ارزښتناکه کړې. برتانوي چارواکو تېره اونۍ ویلي وو چې که څه هم د کورونا برتانوی ډول ښايي زیات مرګونی وي، خو داسې باور دی چې موجوده واکسینونه پرې اغیز لري خو ساینس پوهان وايي،‌ چې په جنوبي افریقا کې د وایرس تر ټولو زیات خطرناک ډول ښايي د واکسین اغیز کم کړي. بل پلوه د نړۍ د مشرانو په ډله کې د مکسیکو ولسمشر وروستی مشر دی چې په کورونا د اخته کېدو خبر ورکوي. ۶۷ کلن انډرېس مانوېل لوپېز اوبرېډر په ټوېټر لیکلي چې په کورونا باندې اخته شوی دی، د ناروغۍ نښې خفیفې دي او دا مهال تر درملنې لاندې دی. په مکسیکو کې تر ۱.۷ میلیونو زیات کسان په کورونا باندې اخته او تر ۱۴۹۰۰۰ زیات یې مړه شوي دي.‌ په هند کې تر ۱۰.۶ میلیونو زیات کسان اخته او تر ۱۵۳۰۰۰ زیات مړه شوي دي او برازیل کې نېږدې نهه میلیونه کسان په کورونا اخته او تر ۲۱۷۰۰۰ زیات یې مړه شوي دي.‌ په چین کې د اتوار په ورځ د کورونا د ۱۲۴ پېښو خبر ورکړل شوی او د خالي په ورځ یې یواځې د ۸۰ پېښو خبر ورکړ وو. استرالیا هم د فایزر بایوټېک کمپنۍ واکسین تصویب کړی او لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي،‌ چې دوی تمه لري د واکسین ورکولو بهیر به د فیبرورۍ په ورستیو کې پیل کړي. د نیوزېلېنډ چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی د نومبر له نیمايي راهیسې د کورونا د لومړنۍ کورنۍ پېښې په اړه پلټنې کوي.

25.01.2021 ډیوه

روغتیا وزارت: په افغانستان کې د کرونا ويروس اغېز مخ پر کمېدو دی

افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه هيواد کې د کرونا ويروس اغېز مخ په کمېدو دی. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د نړیوالې ټولنې په مرسته به تر راتلونکې سرطان میاشتې پورې ۲۰ سلنه خلکو ته د کرونا ویروس  ضد واکسین زمینه برابره کړي. د دې وزارت مرستیال ویاند، نورالله تره کي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د روغتیا نړيوال سازمان،د واکسین نړیوالې ټولنې،نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک په مرسته به د راتلونکو دوو کلونو تر پایه ۴۰ سلنه افغانان واکسین شي. نوموړی وایي، چې وروستیو دوه اونیو په افغانستان کې د کویډ-۱۹ ناروغانو په شمېر کې کمښت راغلی دی. هغه زياتوي: "هغه واکسین چې افغانستان ته مهم دى هغه د لندن د اکسفورډ پوهنتون واکسین دی، چې د استرازنکا په نوم يادېږي. یو واکسین په هند کې جوړ شوی چې هغه هم د همدې کمپنۍ دى."  د ښاغلي تره کي په وینا، له نورو هېوادونو څخه د واکسین پېرل محدود دي خو تر ډېره د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نيولو ټینګار کېږي. د کرونا ویروس نوی ډول لومړی په بریتانیا کې وپېژندل شو او بیا نورو هېوادونو ته وغځېد.  د راپورونو پر بنسټ چې د کرونا دا ډول تر ایرانه رسېدلی او اندېښنې شته چې افغانستان ته هم انتقال شي. د ساري ناروغیو متخصص فرید عمري ټینګار کوي، چې حکومت باید له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډو پولو جدي څار وکړي او هغه کسان چې افغانستان ته راځي باید د کرونا ویروس ازمایښت پرې اجباري شي. هغه زياتوي: "که امکان ولري دولت باید خپلې پولې قرنطین کړي، یا هم هغه خلک چې افغانستان ته راځي باید د کرونا ټیسټ وکړي، ګنې د کرونا ویروس نوی ډول به ټول حیران کړي." دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي شمېرو پر بنسټ، افغانستان کې د کرونا ويروس خپرېدو څخه تر دې دمه ۵۴۷۵۰کسان په دې ناروغۍ اخته ،۲۳۹۰ مړه او ۴۷۳۶۵بېرته ترې روغ شوي دي. 

25.01.2021 ازادي راډیو

حکومت هايکورټ ته ویلي د ټولنیز رسنیو نوو قوانينو ته به بيا کتنه وکړي

د پاکستان مرکزي حکومت د اسلام اباد هايکورټ ته باور ورکړی چې د ټولنيزو رسنيو په اړه نوو قوانينو ته به بيا کتنه وکړي.

25.01.2021 ډیوه

د ارزګان ځينې فعالانې: له نامعلومو ادرسونو ګواښول کېږو

په ارزګان کې یو شمېر ښځینه فعالاني وايي، له نامعلومو ادرسونو ورته ګواښونه کېږي.  په افغانستان کې د یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو تر وژل کېدو وروسته اوس په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه فعالانې چې د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوي، وايي چې په دې ورستیو کې په مرګ ګواښل شوي دي. په ارزګان ولایت کې د ښځو د همغږۍ ټولني مشرې نازو سنګر ازادي راډيو وویل، چې یو شمېر نا معلومو کسانو ګواښونه ورته کړي چې له مدني فعالیت څخه دې لاس واخلي او په خبره يې دغه ګواښوونه ورته پر ټيلیفون کېږي. نوموړې وايي، د دغو ګواښونو په اړه يې په رسمي ډول د ارزګان ولایت مقام او ملي امنیت ادارې ته شکایت کړی خو دا ادعا کوي چې یادې اداري د دې پر ځای چې معلومات يي پټ وساتي ګواښ کوونکو ته د دې په اړه ټول معلومات ورکړي دي. هغه زياتوي: "ماته کوم چا ګواښونه کول نو زه لاړم رسمي عریضه مې وکړه. قوماندانۍ ته مې یووړل، هلته د زیات وخت لپاره پرته وه خو هیڅ ګټه يي ونه کړه. د وخت په تېرېدو سره مې وروسته ملي امنیت ته عریضه وکړه او هغه شمارې چې ماته ګواښ په کېده هم مې ورکړې خو هغوی د دې پر ځای چې هغه کس ونیسي او پوښتنې ترې وکړي، د ملي امنیت اداري کارونکو زما په اړه هغه کس ته چې ماته يي ګواښونه کول، ټول معلومات ورکړي وو چې پلانۍ او د پلاني لور ستاسو په اړه موږ ته شکایت کړي و او دا خبرې ماته دغه ګواښ کونکي کس خپله وکړي او بیا راته ګواښ وکړي." نازو سنګر وايي، په دې وروستیو کې پر خبریالانو او مدني فعالینو بریدونو د ارزګان ولایت فعالان زیات اندېښمن کړي او دوی له دولت څخه غواړي چې په ارزګان کې دې د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي. یو شمېر نورو ښځينه مدني فعالانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته اندېښنې شریکې کړې، خو هغوی د امنیتي ستونزو له کبله نه غوښتل نومونه او غږونه یې خپاره شي. په ارزګان ولایت کې مو د مدني فعالانو دغه اندېښنې د ارزګان ولایت له والي محمد عمر شیرزاد سره شریکې کړې. هغه په دې اړه وویل: "زموږ ژمنه داده چې د خویندو لپاره د زده کړو زمینه، د کار زمینه ګ او همدا ډول د دوي امنیت باید خوندي کړو. که زموږ خویندې په هر ځای کې له ګواښونو سره مخامخ کېږي، دوی په ازادانه ډول کولای شي د ولایت مقام او امنیتي ارګانو ته خپل شکایت وړاندې کړي او موږ دوی ته ډاډ ورکوو چې د دوی راپور به پټ ساتل کېږي او هر هغه څوک چې دغه ګواښونه کوي هغه باید ونیول شي." خو ښاغلي شیرزاد د ازادي راډيو د دې پوښتني ځواب ورنه کړ چې ایا واقعاً د امنیتي ادارو کارکوونکو د نازو سنګر معلومات بېرته تر هغه ګواښ کوونکو رسولي؟ د ارزګان ولایت د امنیې قومندانۍ د تروريزم سره د مبارزې مدیر محمد اغا داوري ازادي راډيو وویل، چې دوی ته په دې اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي. دى وايي: "دا خبرې زه ردم موږ ته په دې اړه هیڅ ښځینه مدني فعالي شکایت نه دى کړی او نه يې هم راته ویلي دي چې ماته چا ګواښ کړى او موږ ته چې کله څوک دا ډول معلومات راکړي موږ دا پټ ساتو او تر هغو چې د هغه کس مو د قانون منګلو ته نه وي سپارلى."  په ارزګان ولایت کې دغه مدني فعالانې داسې مهال د دوی پر وړاندې د ګواښونو خبر ورکوي، چې په دې ورستیو دوو میاشتو کې پر خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه زیات شوي چې د یادو بریدونو مسئولیت تر اوسه هیڅ ډلې نه دی منلی. د وروستیو حملو په قربانیانو کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي هم شامل دی، چې د نومبر په ۱۲ نېټه د ده په موټر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې په نتيجه کې ووژل شو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي، چې د دغه قتل په تړاو یې یو کس نیولی دی خو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د تحقیقاتو بشپړه نتیجه لا نه ده اعلان کړې.

25.01.2021 ازادي راډیو

امريکې په سعودي عرب د بريد غندنه کړې

امريکې د سعودي عرب په پلازمينه د هوايي بريد کولو غندنه کړې او ويلي يې دي ښايي دغه برید د عامو خلکو په هدف کول وو.

25.01.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more