شاته

پاکستاني مطبوعات: د افغان طالبانو یو کمانډر د پېښور سره نژدې وژل شوی

پاکستاني مطبوعات وايي پېښور سره نژدې په ترناب علاقه کې د افغان طالبانو یو مهم کمانډر عبدالصمد ملا تور وژل شوی دی۔

رپورټونه وايي ملا تور په اکوړه خټک کې د کډوالۍ ژوند کولو او ترناب ته د خپلوانو کره ورغلی و۔

څيړونکي وايي د افغان طالبانو د پاکستان په خاوره وژل کېدل ښايي طالبان په پاکستان کې شتون لري.
د پاکستان ډېلي ټایمز ورځ پاڼې د ۲۵ جنورۍ په يو خبر کې ليکلي چې عبدالصمد ملا تور هغه وخت نامعلومه تنانو په ډزو ويشتلو چې د سحر مونځ له جماعت ته تللی و۔

د ډېلي ټایمز په خبر کې د ملا عبدالصمد د کورنۍ د قوله ليکل شوي چې ملاتور په ترناب کې خپلوانو ته ورغلی و چې حمله پرې وشوه او په ډزو د زخمیکېدو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه۔

د ډیلي ټایمز دپاره د ملا تور په اړه د خبر لیکوال او د افغانستان د چارو څيړونکي طاهر خان وي او ای ډيوه ته وويل مولا عبدالصمد د افغان طالبانو يو مهم کمانډر و او د افغانستان سروبي وسلوالۍ کې یې د بهرونو او افغان ځواکونو پرضد جهګړو کې برخه اخستې وه۔

طاهر خان وويل ښکاري چې ملاتور د کوم بل طالب سره د شخړې په ترڅ کې وژل شوی دی۔

د پاکستان حکومت په خپله خاوره د افغان طالبانو د کمانډر د وژنې په اړه په رسمي توګه لا څه نه دي ويلي۔

څو ورځي وړاندې هم داسې خبرونه وو چې د افغان طالبانو پخوانې وياند عبدالحۍ د پېښور يو روغتون کې د کرونا له وجې مړشوې وو۔

د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور په بلوچستان کې په يو ډرون بريد کې وژل کيدو او د هغه په پاکستاني شناختي کارډ په کراچۍ کې د اساسو اخستو ترڅنګ د نورو افغان طالبانو د موجودګۍ او يا د وژنو خبرونه مخې ته راځي۔

د ملا اختر منصور نه علاوه د طالبانو باني او پخواني مشر ملامحمد عمر هم په پاکستان کې د مړه کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو.

د تېر دسمبر په نيمايي کې د افغان طالبانو پلاوې د مولا برادر په مشرۍ کې د پاکستان سفر وروسته په يو نامعلوم ځای کې ريکارډ شوي وډیو کې ليدل کيدو چې خپلو پلويانو ته خبرې کوي۔

د افغانستان د بهرونو چارو وزارت د دغه ويډيو ښکاره کيدو نه پس يو بيان کې په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو او د جنګياليو په شته والي انديښنه څرګنده کړې وه او ويلي یې وو دا د سولې خبرو ته ستونځي جوړولې شي۔

څيړونکیي شاه رضا شاه وايي پاکستان او افغانستان د يو بل پرضد د وسله والو د مرستې کولو تورونه لګوي خو دا د دواړو هيوادونو په تاوان ده۔

شاه رضا شاه وويل پاکستان په افغانستان تور لګوي چې د دوي ضد د وسله والو مرسته کوي او هم دغسې افغانستان تور پورې کوي چې پاکستان د دوي ضد د وسله والو ډلو مرسته کوي خو د دواړو هيوادونو جمهوري قوتونو د پاره د ځيان سبب دې۔

څيړونکي وايي د دواړو هيوادونو ترمېنځه بې باوري شتون لري خو د پاکستان وزير اعظم عمران خان د اکتوبر په مياشت کې وويلي وو په تيرو وختونو کې د دواړو هيوادونو ترمېنځه شکونه شوي او په ځينو پخوانيو څيزونو کې اوس هم ښکيل يو، اوس وخت راغلې چې د تېر وخت نه زدکړه وکړو او خپلې غلطۍ وګورو۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی