ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دایمازون دپلورونکو نوملړ ته دپاکستان ننوتل به دې هیواد ته څه ګټې ولري؟

دتجارت او سرمایه کارۍ دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داؤد دیوه ټویټ د لارې اعلان کړی چې د شیانو خرڅولو او اخستلو تر ټولو لویې نړیوالې کمپنۍ ایمازون د  پاکستان نوم خپل دشیانو خرڅونکو په نوم لړ کې اچولی دی.

21.05.2021 ډیوه

یو پاکستاني عسکر خپل د سنګر ملګري وژلي

د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه راپورونه وايي‌ چې یو عسکر په پوځي مرکز کې دننه په خپلو نورو ملګرو ډزې کړي دي‌ او شپږ تنه یې وژلي دي.

21.05.2021 امریکا غږ

چمن:دمذهبي ډلې په کاروان بمي برید کې شپږ تنه وژل شوي،اته ژوبل

دبلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې دیوې مذهبي ډلې په کاروان بمي برید شوی چې پکې شپږ تنه وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

21.05.2021 ډیوه

کرونا: پښتونخوا کې به په 23 ضلعو کې د 7 جون پورې پوهنتونونه/ کالجونه بند وي

د خېبرپښتونخوا د اعلا تعليم محکمې نن د جمعې په ورځ (21 مې) اعلان کړی چې د صوبې په ټولو 35 کې په 23 ضلعو کې به پوهنتونونه او کالجونه د کرونا له امله د جون د اوومې نېټې پورې تړلي وي، خو انلاين کلاسونه به پکې روان وي.

21.05.2021 ډیوه

بلوچستان:امنیتي عسکر په ډزو خپل نور شپږ عسکر ملګري وژلي،اووه ژوبل

دبلوچستان په شمال کې دکیچ ضلعې په دشت تحصیل کې دامنیتي ځواکونو د کیمپ دننه یو عسکر پخپلو نورو عسکرو ملګرو ډزې کړې چې پکې شپږ عسکر وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دی.

21.05.2021 ډیوه

افغانستان کې تازه ۴۰۶ تنه کرونا نیولي، ۱۰ تنه نور مړه شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیوا په بېلابېلو سیمو کې د کرونا ویروس د ۴۰۶ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

21.05.2021 امریکا غږ

د بشري حقونو کمېسیون: د ملکي افغانانو وژنه باید بنده شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه هېواد کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې د ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د ملکیانو وژنه دې په سملاسي توګه ودرول شي.

21.05.2021 امریکا غږ

خليلزاد: د افغانستان نه د ځواکونو د ويستلو پس په راولاړېدونکو اندېښنو لرې کولو کار روان دی

د امریکا مهمو سفارتکارو او د دفاع چارواکو د افغانستان نه د ځواکونو په ويستو اندېښنې څرګندې کړي چې هسې نه افغانستان بيا د امریکا پرضد د ترهګرۍ دپاره وکاريږي.

21.05.2021 ډیوه

د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت جلرېز ولسوالۍ نن جمعه د وسله والو طالبانو لخوا سقوط شوې ده.

21.05.2021 امریکا غږ

اڅکزی: په افغانستان کې نسل کشي روانه ده طالبه تر کومې به افغان وژنې کيږي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د افغانستان جنګ د نسل کشۍ شکل اخستی دی، د افغانستان جنګ د نړۍ يواځيني جنګ دی چې د نړۍ ټولوانسانو پکې برخه اخستې د جهان ټول ملکونه پکې ګډ شوي دي، اوس د طالبانو مشرانو ته وايو چې هر څوک دي دا نسل کشي دې بند کړي.

21.05.2021 ډیوه

اسرائیل او حماس پر اوربند توافق کړی

اسرائیلي سرتیرو او د فلسطین حماس ډلې په غزه کې تر یوولس ورځنیو نښتو وروسته پر اوربند توافق کړی دی.

21.05.2021 امریکا غږ

اسراییل او د فلسطینیانو حماس ډلې په ډزبندۍ اتفاق وکړ

حماس ویلي چې د هوکړې له مخې، ډزبندي د جمعې ورځې د شپې دوه بجو نه پس شروع شوې ده، او تر هغو چې اسراییل د ډزبندۍ خیال وساتي، فلسطیني ډلې به هم ساتي.

20.05.2021 ډیوه

خلیلزاد: د ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان د پوره څارنې وړتیا ولرو 

زلمي خلیلزاد د افغانستان څخه د امریکایي قواو د وتلو په اړه د امریکا د کانګرس د ملي امنیت جرګه ګۍ ته وویل چې د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي.​ 

20.05.2021 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ په سمدستي ډول د اوربند غوښتنه وکړه

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د ملګرو ملتونو په خصوصي غونډه کې شرکت وکړو او د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه شاه محمود قرېشي غوڼدې ته وویل چې د فلسطیني ولس غږ په خاموشه نه کړی شي او د هغه په قول د اسلامي نړۍ استازي به د فلسطینیانو ترڅنګ او د هغوي دپاره اواز پورته کوي

20.05.2021 ډیوه

روحاني: امریکا بندیزونه لرې کوي 

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات تیار دي چې پر ایران باندې لګیدلي بندیزونه لرې کړي. 

20.05.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more