د افغانستان دفاع وزارت: د امنیتي پلان په تطبیق سره به وضعیت ښه شي
په افغانستان کې د ناامنیو له تازه څپې او په ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو له بریدونو وروسته د افغانستان دفاع وزارت د یو ځانګړي امنیتي پلان د عملي کولو خبر ورکړی دی.
کرونا: پاکستان د 24 مې څخه د تعليمي ادارو د پرانستو او بنديزونو کې د نرمۍ اعلان کړی
په پاکستان کې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) ویلي په ملک کې د کرونا وبا له امله په لګول شوو بندېزونو کې د نرمۍ کولو اعلان کړی خو ځينې بندېزونه يې په ځای ساتلي دي.
افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې وړاندیز پنټاګون ته سپارم – مککینزي
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر فرانک مککینزي وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د څارنې او پر ضد یې د مبارزې په اړه وړاندیز د امریکا دفاع وزیر ته سپاري.
سوات: 19 کلن ځوان د ټک ټاک دپاره په ويډيو جوړولو کې په خپل سر ډز کړی، مړ دی
د خېبرپښتونخوا د سوات ضلعې سره تعلق لرونکي يو 19 کلن ځوان هغه وخت په خپل سر ډز کړی چې د ټک ټاک ويډيو یې جوړوله.
لغمان او زابل کې جګړه؛ طالبانو دولت شاه ولسوالۍ نیولې
یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته تائید کړه چې د دولت شاه ولسوالۍ څخه حکومتي ځواکونه او پرسونل وتلي دي.
افغانستان: د کال 2021 په لومړو درېو مياشتو کې طالبانو په امنيتي ځواکونو او عامو خلکو بريدونه سېوا کړي
په افغانستان کې د امریکا د محکمه دفاع د څار انسپکټر جنرل ويلي، طالبانو د کال د 2021 په لومړو درېو مياشتو کې په امریکايي او اتحادي ځواکونو بريدونه نه دي کړي خو په افغان ولس او امنيتي ځواکونو يې بريدونه سېوا کړي دي.
د ټرمپ د کورنۍ په غړیو احتمالي جنایي تورونه
د نیویارک په ایالت کې چارواکو ویلي چې د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سازمان (Trump organization) د کاروبارونو په هکله جنایي تحقیقات کوي.
بایډن د غزې تاوتریخوالي پای ته نیټه وټاکله؛ نتنیاهو: بریدونو ته دوام ورکوو
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو، سره په تلیفوني تماس کې پر فلسطین د اسرائیل د بریدونو په بندیدو ټینګار وکړ.
امریکايي چارواکي وايي هېواد یې کرونا وبا نه د خلاصیدو په لاره روان شوی
په وايټ هاوس کې نهې، سه شبنې، په ورځ د کرونا وايرس د مخنيوي ټيم ته په خپله وينا کې اغلې ويلېسنکي وویل د تازه اووه ورځنۍ شمېرو نه ښکاري چې کم کيسونه رپورټ شوي او “مونږ ټول دې محتاط او ډاډمن ووسو”
راس ولسن: د بریدونه پیل کوونکي طالبان دي، نه افغان پوځ
په افغانستان کې د امریکا شارزدافیر راس ولسن طالبان په افغانستان کې د تشدد په زیاتیدو ملامت کړل او دا ډله یې تورنه کړله چې د دوحې د سولې د تړن نه یې سرغړاونې کړي.
په بامیان کې د بایسکل ځغلولو غرنۍ سیالۍ
د لومړي ځل لپاره یوه ډله افغان بایسکل ځغلوونکو په بامیان کې د بایسکل ځغلولو د تر ټولو اوږد واټن سیالۍ وکړې.
د ډزندې دپاره د نړیوالو کوښښونو باوجود د اسرایل او فلسطینیانو جګړه دوام لري
د ملګرو ملتونو سکرټري جنرل انتونیو ګوټېرېس د نهې په ورځ په خپل یو ټویټ کې وویل چې په غزه کې انسانان، کورونه او نورې ودوانۍ په بده توګه اغېزمنه شوي دي او په نړۍ یې غږ کړی چې د محاصره شویو فلسطینیانو سره دې د انساني پروګرام لاندې مالي مرستې وکړي
عمران خان:پاکستان وړتیا لري چې 50 زره میګا واټه بجلي جوړه کړي
دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي مهمند ډیم به په راتلونکو څلورو کالو یعنې 2025م پورې جوړ شي اؤ ددې ډیم په اوبو به 17 زره ایکړه زمکه خړوب کیږي.
په کانګریس د برید په هکله د نویو تحقیقاتو سره د جمهوري غوښتونکو مخالفت
د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کیون مک کارتي ویلي چې د جنوري د میاشتې په ۶ مې د کانګریس په ماڼۍ د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید په هکله د تحقیقاتو لپاره د کمیسیون د جوړولو مخالفت کوي.
اسرائیل او فلسطیني جنګیالیو بیا هم پر یو بل بریدونه کړي
د اوربند لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو سره سره د اسرائیل او فلسطیني وسله والو ډلو ترمنځ په غزه کې تاوتریخوالی روان دی.