شاته

د افغانستان دفاع وزارت: د امنیتي پلان په تطبیق سره به وضعیت ښه شي

په افغانستان کې د ناامنیو له تازه څپې او په ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو له بریدونو وروسته د افغانستان دفاع وزارت د یو ځانګړي امنیتي پلان د عملي کولو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۰ (غوايي ۳۰) خبریالانو ته وویل هغه سیمې چې طالبانو په کې نفوذ کړی او ورباندې یې بریدونه کړي دي د دغې ډلې د جنګیالیو له حضور څخه به پاکې شي.

هغه وویل: "امنیتي او دفاعي ځواکونه ګډ او مشخص امنیتي پلان لري، د دغه امنیتي پلان په عملي کېدو سره به وضعیت ورځ تر بلې ښه شي... د ولسوالیو د سقوط او ښارونو باندې د بریدونو لپاره د طالبانو لوی پلانونه او شومې موخې دفع شوي دي او د جګړې په ډګر کې عملاً له درنې ماتې سره مخ شوي دي".

ښاغلي امان زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په مهال ۱۷۶ طالب جنګیالي وژل شوي لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په شاوخوا دوو اونیو کې طالبانو د میدان وردګو د نرخ او د لغمان د دولت شاه ولسوالیو د نیولو ادعا کړې. دغه راز سیمه‌ییزو چارواکو د طالبانو له لوري د میدان وردګو د جلریز ولسوالۍ د کلابندۍ خبر ورکړی دی.

همداشان طالبانو تېره شپه د زابل ولایت د مرکز کلات ښار په امنیتي کمربند باندې پراخ بریدونه کړي، چې د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا د طالبانو دغه بریدونه په شا تمبول شوي دي.