افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله ۱۰۰زره کسان بېځایه شوي ـ اوچا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شااوخوا یولک کسان د جګړو له امله بېځایه شوي دي.
راشد خان: د نړۍ مشران دې افغانستان او سیمه کې سوله راولي
د افغانستان او نړۍ د کرکټ نوموتي ستوري راشد خان د نړۍ له مشرانو غوښتلي چې په افغانستان او سیمه کې سوله تینګه کړي.
پاکستان کې د درېوؤ زرو نه زیاتو نورو کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی،74 مړه
سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال نور 74 کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ درې زره اؤ 3084 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.
سعودي سږکال شپتوؤ زرو کسانو ته بهر نه دحج دپاره د ورتګ اجازه ورکړه
سعودي عرب سږکال دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون ټولې نړۍ نه شپیتوؤ زرو مسلمانانو ته دحج دفریضې اجازه ورکړې ده.
د زابل د شهرصفا ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي
د زابل امنیتي مقامات وايي چې پر شهرصفا ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی.
شمالي وزیرستان:په پاکستاني پوځيانو برید کې یو عسکر وژل شوی
دپاکستان پوځ وایي شمالي وزیرستان کې یې دپولې دپورې غاړې(افغانستان) څخه په امنیتي پوسته ترهګرو ډزې کړي چې په پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی.
د ناسالم زېږون پرمهال ستونزو سره د مبارزې ورځ؛ "د ميندو او ماشومانو مړینه کمه شوې"
د زېږون پر مهال مور او ماشوم ته د ستونزو پیدا کېدل او بیا روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسی اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده. افغان مېرمنې وايي، په روغتونونو کې د لازمو اسانتیاوو او مسلکي روغتیاپالانو کمښت دغه ستوتزه جدي کړې ده. روهینا په شل کلنې کې واده وکړ، دا چې د بامیان ولایت اوسیدونکې ده وايي، له زېږون وروسته دا او ماشوم یې ښه نه وو، ځکه ماشوم ته يې تنفسي ستونزه پیدا شوې. ۲۲ کلنه روهينا وايي، د زېږون پرمهال یې د ماشوم سمه ساتنه ونه شوه، اوس ورته اندېښمنه ده. نوموړې د قابله ګانو او روغتیا پالانو کمې پاملرنې ته په اشارې سره وايي: " په کومه ولسوالۍ کې چې موږ ژوند کوو، زموږ روغتون ته ځینې جراحان راغلي، په هېڅ نه پوهېږي او بل ځای مو نه پریږدي چې لاړ شو، تر اوسه دوه مېرمنې د دوی د عملیاتونو په ترڅ کې مړې شوي، څو ماشومان هم د دوی د ناپوهۍ له امله مړه شول." خو د افغانستان د نرسانو او قابلهګانو شورا په میندو کې د زېږون پر مهال د ستونزو 'فسټولونو' پیدا کېدو په اړه وايي، ډېرې هغه میندې ورسره مخ وي چې په لېرو پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو او قابلهګانو ته لاسرسي نه لري او زېږون یې ستونزمن وي. د دې شورا اجراییوي مشرې هیلۍ غرشین وايي: " اوس مهال موږ په افغانستان کې شااوخوا ۳۴ زره فارغې قابلې لرو چې ۶۰۰۰ یې په سیسټم کې کار کوي او ۲۸ زره یې وزګارې دي، په افغانستان کې د فسټولونو مسئله په مېرمنو کې بیخې زیاته ده، دا فسټولونه د ستونزمنو ولادتونو له امله راپیدا کېږي، هغه مېرمنې چې سم روغتیايي سیسټم ته لاسرسی نه لري او یا هم په صنعتي ډول ولادت کوي دغه ستونزې ورته پیدا کېږي." د افغانستان د نرسانو او قابلهګانو شورا مشره وايي، که مسلکي او په کارپوه قابلهګانې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دندو وګمارل شي د میندو او ماشومانو د مړینې کچه به ۸۰ سلنه راښکته شي. له دې سره هم مهاله بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو مړینه د نور کلونو پرتله کمه ښيي. د دې وزارت د بارورۍ ریاست سلاکارې حمیرا ابوي ازادي راډیو ته وویل، روغتیايي سکټور کې د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې هیله بښوونکي دي: " د ولادت پر مهال د میندو د مړيني کچه زموږ د شمېرو پر بنسټ په یو لک ولادتونو کې په کلني ډول ۶۶۱ میندي دي، له موږ سره دغه شمېر اوس ثبت دی، خو دا شمېر د تېرو کلونو پرتله اوس ښه شوی او لا ښه والي خوا ته روان دی، ولې اوس هم کار ته اړتیا ده چې موږ وکولای شوی د میندو د مړینې کچه نور هم راټیټه کړو." اغلې ابوي وايي، دا مهال د افغانستان ۹۹ سلنه روغتیايي مرکزونه د قابلو له کمښت سره مخ دي. د نوموړې د معلوماتو له مخې افغانستان کې د میندو د مړینې اصلي عامل د زېږون پر مهال د ویني ضایع کول او کمښت دی. دا په داسې حال کې چې نن د مې ۲۳مه نېټه په مېرمنو کې د اختلاتي (ناسالم) زېږون پر مهال د پيدا شوېو ستونزو سره د مبارزې نړېواله ورځ ده. دغه ورځ د دې لپاره نومول شوې چې د نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې د دغې برخې له اغېزمنو سره د عامه پوهاوي په برخه کې همکاري وشي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلومات پر بنسټ دغه هېواد کې دا مهال څه باندې۳۰۰۰ روغتیایي مرکزونه موجود دي، خو لا هم په عمومي ډول روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی کم دی. د عامې روغتیا وزارت دغه شان وایي چې د فامیلي پلانېنګ یا د کورنۍ د تنظیم ستوتزه لا هم په افغان کورنیو کې نه ده حل شوې او دغه چاره د اندېښنې وړ ده.
جنرال پټرییس: طالبان په دپلوماتیکه توګه د افغانستان د جګړې حل ته لیوال ندی
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډیوډ پټرییس وایي طالبان داسې معنی داره، تل پاتې او د تائید وړ موافقې ته لیوالتیا نلري چې له مخې یې واک په دیپلوماتیکه توګه وویشل شي.
افغان چارواکو له خپلو امنیتي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ تود هرکلی کړی
افغان چارواکو ویلي، چې له امنیتي ځواکونو څخه د ناټو ملاتړ به دا ځواکونه لا پیاوړي او شته لاسته راوړنې به لا خوندي کړي. د افغان حکومت د رسنیو د دفتر مشر دوا خان مینه پال له ډیوې سره په خبرو کې د ناټو دا اعلان ګټور بللی. مینه پال ویلي، وویل، " د افغانستان دفاعي ځواکونه د ناټو اصلي شریکان دی او ناټو د دوامداره همکاریو تعهد ورسره دی. دا تعهد بیا تازه شوی او د افغانستان حکومت یې هرکلی کوي او په اوږد مهال کې به د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو قواو ترمنځ دا مشارکت لا پیاوړی شي. د ناټو سرمنشي "ینس سټولټنبرګ" د جمعې په ورځ په فرانسه کې ددغه هېواد له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره په یوې ګډې خبري غونډه کې ویلي و، چې دوی به افغان ځواکونو سره د ملتیا او سلامشوره ورکولو، په بهرنیو هېوادونو کې د افغان ځواکونو د لا بهتر روزلو او د کابل هوایي ډګړ د خدمتونو لپاره د بودیجې برابرولو په برخو کې همکاري وکړي. د سیاسي چارو شنونکی نجیب ازاد وايي د ناټو لخوا له افغان پوځ څخه ملاتړ د هغوی د خپلو موخو پر بنا دی. ازاد وویل، امریکا او ناټو له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي خو خپل ماوموریت نه ختموي. "په داسې مهال چې امریکايي او د ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، افغان امنیتي ځواکونه ډېر زیاتې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري او حتی د دوی په موجودیت کې یې اړتیا درلوده. ځکه د دومره سترې جګړې په وړاندې درېدل فکر نه کوم چې د سیمې ډېر پرمختللي هېوادونه دې هم په یواځې توګه وتوانېږي که څه هم قوي پوځي دستګاوې لري نو افغان امنیتي ځواکونه خو لا ډېره ځوانه دستګاه ده نو ځکه د دوی ملاتړ ډېر اړین دی او زه فکر نه کوم چې دوی دې له همکارۍ څخه لاس واخلي ځکه دا ګواښ بیا دوی ټولو ته متوجه کېږي" د رسمي شمېرو له مخې دا مهال درې نیم لکه امنیتي ځواکونه دي چې اکثره یې په اوس وخت کې له طالبانو سره په جګړې بوخت دي. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د سولې خبرو له اوږدېدو سره د جګړې لیکې هم د پخوا پرتله ډېرې تودې شوي او څو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته غورځېدلي خو دولت یې تکتیکي په شاتګ ګڼي او ویلي یې دي چې د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره به قوي عملیات ترسره کړي.
د افغانستان د فوټبال ټیم حساسو لوبو ته چمتو کیږي
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په متحده عربي اماراتو کې یو تمریني کمپ کې د درې مهمو لوبو لپاره چمتوالی نیسي. افغانستان راتلونکې میاشت د اسیايي هیوادونو د اتلولۍ جام ته د لار موندنې په سیالیو کې د بنګله دیش، عمان او هند په وړاندې د سیالۍ ډکر ته وځي. دا مهال افغانستان د څلور امتیازونو په لرلو په E ډله کې دی. قطر د ۱۶ امتیازونو په لرلو په لومړي مقام کې دی او عمان چې ۱۲ امتیازونه لري دویم مقام کې دی. هند او بنګله دیش په ترتیب سره په څلورم او پنځم ردیف کې دي. په دې راپور کې مو د دوبۍ په توده هوا کې ددې ټیم تمریناتو ته لنډه کتنه کړې.
په هند کې یو ځل بیا په ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۰۰ کسان په کورونا مړه شوي
واشنګټن – د هند روغتیا وزارت د خالي یا شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه تر ۴۱۰۰ زیات کسان مړه شوي او دوه نیم لکه پرې نوي اخته شوي دي. اسوسېټېډ پرېس راپور ورکړی چې له هند څخه هر کله تمه دا وه چې د کورونا د واکسین په بهیر کې به یو مهم رول ولوبوي. خو په خپل ځان له اندازې زیات باور، د کمزوري پلان درلودل او د بدمرغۍ له امله هند په دې کې پاتې راغی. په جنورۍ کې هند د واکسین په بهیر کې خپله بریا مخکې له وخته لمانځله او خپل هېواد ته یې ډاډ ورکاوه چې د دوی د واکسین صادرات د خپل واکسین د ملي پروګرام تر سیوري لاندې ترسره کېږي. خو په نړۍ کې د واکسین د چټک تصویب او د هېواد دننه د واکسین لپاره د خلکو زیاتې اړتیا په هند کې حالات ستونزمن کړل. په ورته وخت په هند کې د واکسین دوه ستر جوړونکې کمپنۍ سېرم انسټیټیوټ اف انډیا او بهارت بایوټېک د واکسین د تولید په زیاتوالي کې ستونزې لرلې. په سېرم انسټیټیوت کې ددې کال په سر کې اور لګېدلی وو د امریکا لخوا د واکسین د خامو موادو لېږونکو ورڅخه وغوښتل چې خپل د اړتیا وړ خام توکي دې له بلې خوا ترلاسه کړي. ددې ترڅنګ بهارت باوټېک په لومړي سر کې ویلي وو چې په روان کال کې به ۷۰۰ میلیونه ډوزه واکسین جوړ کړي خو هندي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې بهارت بایوټېک په میاشت کې یواځې لس میلیونه ډوزه واکسین جوړوي. اخوا د امریکا او جرمني درمل جوړونکو کمپنیو فایزر او بایوټېک د جمعې په ورځ ژمنه وکړه چې خپل دوه بیلینه ډوزه واکسین به غړیبو او د منځنۍ کچې اقتصاد درلودونکو هېوادونو ته واستوي تر څو د بډایه او غریبو ترمنځ د واکسین اخېستلو واټن راکم کړي. د فایزر مشر البرټ بورلا په روم کې د روغتیا نړیوالې سرمشریزې ته وویل، لومړنی بیلینه ډوزه واکسین به په همدې کال کې واستول شي او دوهم بیلن به په ۲۰۲۲ کال کې. همدارنګه امریکايي کمپنیو مډرنا او جانسن انډ جانسن هم په ترتیب سره د دوه لکو او یو لکو ډوزو واکسین مرستې ژمنه کړې. د جان هاپکنز پوهنتون د کورونا مرکز د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې اوس په نړۍ کې په کورونا باندې د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۶۶.۱ میلین څخه زیات شوی دی. په دې ډله کې په امریکا کې تر اوسه پورې د کورونا ۳۳ میلینه، په هند کې ۲۶ میلینه او په برازیل کې ۱۵ میلینه پېښې ریکاډ شوي دي.
د سریلانکا د کرکټ د لوبغاړو او بورډ تر منځ د تنخوا پر سر جنجال
د سریلانکا د کرکټ ملي بورډ د ۲۴ ملي لوبغاړو تنخواګانې ۴۰ په سلو کې کمې کړي چې د لوبغاړو او بورډ تر منځ یې جنجال پیدا کړی.
د نایجریا د پوځ مشر د الوتکې غورځېدو پېښه کې مړ شو
د نایجریا د پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ابراهیم اطاهرو د الوتکې غورځېدو په پېښه کې مړ شوی دی.
امریکا او جنوبي کوریا د کرونا ضد واکسین ملګرتیا اعلان کړه
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جي ان سره ملاقات وکړ.
په امریکا کې یو وسله وال دوه تنه وژلي
د امریکا د مینیاپولېس په ښار کې چارواکي وایي یو وسله وال په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه دوه تنه یې وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپي کړیدي.