شاته

افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله ۱۰۰زره کسان بېځایه شوي ـ اوچا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۰۰زره کسان د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

اوچا نن یکشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولې دوهمه) ویلي چې یاد کسان د جګړو او فقر له امله بېځایه شوي او په خبره یې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې خواره شوي دي.

د راپور په اساس دغه کسان په کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، غور، ارزګان،ننګرهار، کونړ، لغمان، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې بېځایه شوي دي.

اوچا زیاته کړې چې د بېځایه شوو کسانو ۲۰ سلنه یې نارینه، ۲۱ سلنې ښځې او پاتې ۵۹ سلنه یې ماشومان جوړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر همدارنګه ویلي چې په دغه موده کې ۳۶۱۰۰۰ افغان کډوال له ایران او ۴۸۰۰ یې له پاکستان څخه هم خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو څخه د جګړو راپورونه ورکول کیږي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري نن یکشنبه امریکا غږ ته وویل چې د دوی د معلوماتو په اساس په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار، بغلان، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د جګړو له امله ۸۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د نورو خیره بنسټونو په همکارۍ زرګونو کورنیو ته مرستې رسولي او په وینا یې هڅه کوي چې پاتې بېځایه شوو کورنیو ته هم بشري مرستې ورسوي.