د زابل د شهرصفا ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي
د زابل امنیتي مقامات وايي چې پر شهرصفا ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی.
د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي نن یکشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولې دوهمه) امریکا غږ ته وويل چې په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو تیره شپه ۱۲ بجې د شهرصفا ولسوالۍ پر مرکز او د کلات – شهر صفا ترمنځ پر لویه لار بریدونه پيل کړه چې پوليسو له وړاندي لا ورته چمتو والی در لودی.
هغه زیاته کړه چې د تیري شپې په جګړه کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه نور يې ټپیان شوي.
نوموړی دغه راز د حکومتي قواوو د تلفاتو په اړه وايي چې په جګړه کې یو پوليس وژل شوي او یو بل تن ټپي دی.
صمیمي وويل: "تیره شپه ۱۲ بجې د شهرصفا پر ولسوالۍ او د لومړۍ نمبر شهرا پر مسیر وسله والو طالبانو چې تعداد يې تر دوه سوه تنو زیات وو، د سقوط په موخه پر یادو برخو بریدونه وکړل چې زموږ د مخکنیو استخباراتي معلوماتو له مخې امنیتي قواوو ورته چمتو والی در لود په هوايي بریدونو او مخامخ جګړه کې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر لسو د زیاتو جسدونه يې د جګړې پر میدان موجود دي."
شهرصفا چې د زابل له نسبتاً امن ولسوالیو څخه بلل کیده له تیرو څلور میاشتو راهیسې نا امنه شوې.
دوې ورځې وړاندې د یادي ولسوالۍ د امنیه قومندان د مرستیال په ګډون شپږ پوليس د وسله والو په یوه برید کې د ولسوالۍ په یوه مرکزي برخه کې وژل شوي وو.
په ټوله کې د زابل په بېلا بېلو برخو کې د نا امنیو پېښې زیاتي شوي چې د ځايي اوسیدونکو په وینا د ولایتي مرکز کلات ښار امنیت يې تر بل هر وخت له لوی ګواښ سره مخ دی.
د زابل یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تیره شپه د کلات ښار د کمر بند پر امنیتي مرکزونو کې هم د وسله والو طالبانو لخوا ډله ییز بریدونه تر سره شوي چې مرګ ژوبله هم لري.
د زابل د تازه نا امنیو په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نده کړې.