شاته

افغانستان کې تازه ۴۰۶ تنه کرونا نیولي، ۱۰ تنه نور مړه شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کرونا ویروس د ۴۰۶ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه مۍ ۲۱ (غوايي ۳۱) ویلي چې د دې ترڅنګ په شپږو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله لس تنه مړه شوي هم دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۵۴۸۶ ته پورته شوو.

همدارنګه دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۷۹۲ ته لوړ شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۱۰۳ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر هم ۵۵۷۹۰ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې به چین پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۶۳ میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.