شاته

یو پاکستاني عسکر خپل د سنګر ملګري وژلي

د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه راپورونه وايي‌ چې یو عسکر په پوځي مرکز کې دننه په خپلو نورو ملګرو ډزې کړي دي‌ او شپږ تنه یې وژلي دي.

برید نن جمعه مۍ ۲۱ (غوايي۳۱) د دغه ایالت د کیچ ضلعې په تحصیل کې د بلنګور په پوځي مرکز کې شوی دی.

سرچېنو امریکا غږ ته ویلي دي چې برید د ډودۍ پر مهال شوی دی او اوه نور عسکر په کې ژوبل شوي هم دي.

لا د پېښې دقیق علت معلوم نه دی او نه هم د پاکستان پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

په یو بل خبر کې ویل شوي دي‌ چې د بلوچستان په مرکز چمن کې د یوې مذهبي ډلې په کارون چاودنه شوې او شپږ تنه وژل شوي دي.

چاودنه د جمعیت علماء اسلام د ګوند په یو سیمه ایز مشر مولانا عبدالقادر شوی اوهغه ژوبل شوی دی.

پولیس چارواکي وايي چاودېدونکي توکو په موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو.

لا د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی.