شاته

د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د جلرېز ولسوالۍ نن جمعه د وسله والو طالبانو لخوا سقوط شوې ده.

د میدان وردګ د ولایتي شورا یوه غړي شریف الله هوتک نن جمعه مۍ ۲۱(غوايي ۳۱) امریکا غږ ته وویل چې جلرېز ولسوالي له تېرو پنځو ورځو محاصره وه چې نن د طالبانو لخوا سقوط شوه.

هغه زیاته کړه: "په ولسوالۍ کې مېشت عسکر له پنځو ورځو محاصره وه، حکومت ورته مرسته ونه رسول شوای، نن امنیتي سرتېرو ولسوالي طالبانو ته سپارلې ده."

ځینو سرچینو ویلي چې د جلرېز ولسوالۍ په مرکز کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري مېشت وو چې دوه تنه یې وژل شوي او نهه نور یې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

دغه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي امریکا غږ ته وویل: "ملي پولیس او د محلي پولیس چې د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې وو له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي او د ولسوالۍ په مرکز کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وو چې دوه تنه یې شهیدان شوي او نهه تنه یې طالبانو نیولي دي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي سرتیرو له ولسوالۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د سقوط خبره مطرح نه ده، که طالبان نژدې شوي هم وي، په ولسوالۍ کې زموږ سرتېري حضور لري او د دښمن او طالب د ځپلو هڅې کوي."

طارق ارین په دغه نښته کې طالبانو او افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه ویل.

وسله والو طالبانو هم د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د جلرېز ولسوالۍ مرکز او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ یې نیولي دي.