ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


یوناني چارواکي: سږ کال مو د ۴۰ زره ناقانونه کډوالو مخه نیولې

یونان کې چارواکو د شنبې په ورځ مې ۲۸ (غبرګولي اومه) وویل چې د روان میلادي‌ کال له پیل څخه یې دغه هیواد ته له ترکیې څخه د کابو ۴۰ زره ناقانونه کډوالو د راتګ مخه نیولې ده. د یونان د مدني حفاظت وزیر تاکیس تودوریکاکس د شنبې په ورځ مې ۲۸ وویل چې د روان کال په جریان کې د ایفروس په پوله کې د زرګونو هغو ناقانونه کډوالو مخه نیول شوې چې غوښتل یې دې هیواد ته ورشي. نوموړي سکای ټلویزیون ته وویل: « د ۲۰۲۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۴۰ زره ناقانونه کډوالو هڅه وکړه چې په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته راشي.» هغه زیاته کړه، هر ډول تهدید به له منځه یوسي چې هغه هیواد او سرحداتو ته یې خطر متوجه کوي. یونان تر ډیره د افغانستان په ګډون د افریقا او منځني ختیځ هیوادونو د هغو کډوالو لپاره یو انتخاب دی چې غواړي په اروپايي ټولنه کې ښه ژوند ترلاسه کړي. اکثریت کډوال له ترکیې څخه د یونان په شمال کې د ایفروس سرحد ته راځي او آتن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې وروسته له هغه سرحدي امنیتي تدابیر زیات کړل چې ګڼ شمیر کډوالو هڅه وکړه له ایفروس سیند څخه تیر شي. آتن په انقره تور لګوي چې په قاچاقي ډول د کډوالو د مخنیوي لپاره چې په اکثریت مواردو کې په بادي کښتیو کې خطرناکه سفر کوي، کافي اقدامات نه کوي. د یونان د مدني حفاظت وزیر همدارنګه ترکیې ته په یو پیغام کې وویل چې نشي کولی د هغو سرګردانه خلکو قاچاقبران او دا ډول حالت وزغمي. ایفروس سیند چې یونان او ترکیه سره بیلوي، په دې وروستیو اوونیو کې ځکه د ناقانونه کډوالو د زیاتې ګڼې ګوڼي شاهد پاتې دی چې د اوبو سطحه کمه ده. د یونان د کډوالو وزارت یوې سرچینې ویلي دي چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د کډوالو راتګ ۳۰ سلنه زیات شوی دی. یونان د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې سرحدي ګزمې زیاتې کړي‌، کمرې او رادار یې نصب کړ او د ۱۶ فوټو په لوړوالي یې په یو شمیر سیمو کې ۴۰ کیلومتره وسپنیزې موانع جوړې کړې. د یونان د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په جریان کې تر اوسه څه باندې ۳۰۰۰ پناه غوښتونکي هغه هیواد ته رسیدلي دي. ددغه راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

28.05.2022 امریکا غږ

یوم تکبیر:څېړونکي وایي خپل ځپلي اقتصاد ته په کتلو به پاکستان ته خپلو دفاعي لګښتونو ته بیا کتنه کول وي

په داسې حال کې چې پاکستان نن په ۲۸مه مئ دخپلو ایټمي ازموینو ۲۴مه کلیزه د "یوم تکبیر" په نوم نمانځي څیړونکي وایي که چرې پاکستان ته خپله اقتصادي بدحالي، دتعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دې لپاره ورته اړینه ده چې پخپله دفاع کیدونکو لګښتونو ته بیا دسره کتنه وکړي. دهند داټومې ازموینو په جواب کې پاکستان په ۲۸مئ کال ۱۹۹۸ کې دپینځوؤ اټومې چاودنو سره دخپل اټوم بریالۍ ازموینه کړې وه خو دهغې راپدیخوا په جوهري وسلو نظر لرونکې نړيوالې ادارې سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټیټیوټ د کال 2020م د پخپل رپورټ کې ویلي‌ چې پاکستان او هندوستان په تېرو لسو کلونو کې د خپلو جوهري وسلو په شمېره کې دوه چنده اضافه کړې ده. دپاکستان ددفاعي چارو پوهان وايي دپاکستان تل د هندوستان سره حالات کړکيچن پاتې شوي دي او پاکستان هم بيا په داسې حالاتو کې په دې منطقه کې دتوازن ساتنې او د خپلې ژغورنې او بل ويرولو د پاره اټومي وسلې ساتلي دي۔ "د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو دمطالعاتو دڅانګې استاذ ډاکتر جميل احمد چترالي وي او اې ډيوه ته وايي اوس د وسلو په ځائ دټيکنالوجۍ او عقل په بنیاد جګړې کیږي او ډېر داسې څيزونه دي چې اوس په هغې کې پاکستان له اصلاحات کول پکاري دي۔ نوموړي وويل که چيرې اقتصادي بدحالي، دتعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دا هرڅه به هلته کېږي "چې کله مونږ په امنيت کیدونکو خرچو ته بيا کتنه وکړو" هغه زياته کړه د پاکستان په امنيت سازباز نه دی پکار خو په اوسني وخت کې دې ته بيا کتنه پکار ده. په نړيوال کچه د څيړنې د ادارې (ايس ايي پي ار ايي) د شمېرو ترمخه، په کال ۲۰۲۱ کې پاکستان د جي ډي پي ۸۔۳ فيصده يعنې ۳۔۱۱ بيلنه ډالر په دفعه يا په پوځ لګولي دي۔ دغه اداره زياتوي پاکستان په هغو ۴۰ هيوادونو کې شامل دی چې په کال ۲۰۲۱م کې يې په پوځ ډېرې پيسې لګولي دي۔ څيړونکي وايي په دې وخت کې پاکستان سره ايټمې وسلې شته او بيا په دوديزې يا روايتي وسلې جوړولو بايد دومره ډېرې پيسې ونه لګولئ شي۔ دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي پخپله مني چې اقتصاد یې دسقوط حالت ته رسیدلی دی اؤ خپل ضرورتونه دنورو هیوادونو اؤ نړیوالو مالیاتي ادارو نه په سود دپورونو ترلاسه کولو دلارې پوره کوي. خو څېړونکي وایي اوس دنړۍ هیوادونه اؤ مالیاتي ادارې دپاکستان بد اقتصادي حالت اؤ سیاسي ناقرارۍ ته په کتلو پاکستان ته له پورونو ورکولو هم ډډه کوي. "د امنيتي چارو کارپوهه اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی لوړ رتبه افسر بريګډير ريټائرډ سعد محمد وي او اې ديوه ته وايي دپاکستان دننه د ترهګرو ډلو له لوري او په کشمير کې چې څه روان دي نو دې د پاره خو ايټمي وسلې نه شي کارول کېدای ولې روايتي وسلې به کاروي۔ نوموړي د يوې پښتنې په ځواب کې وويل که يو هېواد وجود نه وي نو بيا په ښو اقتصادي حالاتو به څوک څه وکړي او پاکستان دا وخت په دفاع يا پوځ د خپلې جي ډي پي دوه نيم فيصده برخه مصرفوي کوي۔ هغه وويل د بل هېواد سره دې حد ته رسېدل نه دي پکار چې د ايټمي وسلې کارولو سره يې وجود ختم شي. د ايس ايي پي ار ايي د ويب پانړې نه دترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه، پاکستان د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ مياشتې پورې ۱۶۵ واړه او غټ ايټمي بمونه لرل چې په نړۍ کې په زياتېدونکو وسلو کې شمارل کېږي۔ څيړونکي وايي ايمټي پروګرام نه ګټې هم ترلاسه کېدای شي او مثبت کارونو د پاره هم کارول کېدای شي خو له بده مرغه په پاکستان کې تراوسه دې نه خلکو ته ګټه نه ده ترلاسه شوې۔ د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي هندوستان سره دپاکستان يو دوديز يا روايتي جنګ روان دی او په دې کې ايټمې وسلو ته هیڅ حاجت نشته. ډیوه سره خبرو کې هغه "وويل زه دا ګڼم چې پاکستان له د دوؤ سوؤ پورې ايټم بمونه ساتل نه دي پکار ولې چې دې باندې د قامي خزانې نه ډېرې پيسې لګي" هغه زياته کړه دايټمي بمونو په ساتنه او ژغورنه ډېرې پيسې لګي او تر اوسه ددې پيسو حساب کتاب هم نشته چې دا څنګه لګي او کوم ځائ نه راځي" سټاکهوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټیټیوټ یا سیپري ادارې په خپل راپور کې لیکلي، چې پاکستان له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې اټومي وسلې چې په الوتکو او د ځمکنیو توغندیو باندې لېږدول کېدای شي. ډاکتر ای اېچ نير چې د فزکس استاد هم پاتې شوی او په جوهري چارو نظر لري په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ پاکستان دا وخت په خپل ټول قامي امدن کې دوه فيصدي برخه په تعليم، يوه فيصدي برخه په صحت او درې فيصدي برخه په دفاع لګوي چې دنړیوال معیار نه هم زياته برخه ده. دی وايي چې کله يو هيواد دخپل ټول قامي امدن یا جى ډي پي درې فيصدي برخه په دفاع خرچ کوي نو دغه هېواد د لوږې سره مخامخ هېواد ګڼل کېږي. دپاکستان اؤ هند ترمنځ دایټمي وسلو دا زغل په داسې حال کې روان دی چې مطبوعاتي رپورټونه وایي په دواړو هیوادونو کې ګڼ شمیر خلک دغربت دلیکې نه هم ښکته ژوند کوي اؤ دخوراک،علاج اؤ تعلیم په څېر بنیادي اسانیو نه هم محرومه دي.

28.05.2022 ډیوه

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون: د طالبانو پرېکړه مشروعیت نلري، فعالیت ته دوام ورکوو

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لخوا لغو شوی، د طالبانو پرېکړه غندلې او وايي چې خپل فعالیت ته به دوام ورکوي.

28.05.2022 امریکا غږ

بې پولې خبریالان: طالبان دې کابل کې د لادرکه شوي خبریال موندلو کې هڅه وکړي

د بې پولې ژورنالیستانو سازمان یا (RSF) په کابل کې د یو افغان خبریالان د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

28.05.2022 امریکا غږ

دسولې مذاکرات:پاکستان دټي ټي پي کومو غوښتنو ته غاړه اېښې ده؟

سرچینې وایي دپاکستان دحکومت(پوځ) اؤ تندروه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان  ترمېنځ په افغانستان کې دسولې خبرې اتري روانې دي اؤ امکان ښودل کیږي چې په دغو خبرو کې دمرستې لپاره په نزديو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن نه د مشرانو  یوه جرګه هم افغانستان ته لاړه شي۔ څيړونکي وايي که دطالبانو ډيرې خبرې ومنل شي نو په ملک کې نور وسله وال تنظيمونه به هم بيا د تشدد د لارې په حکومت دخپلو خبرو منلو د پاره هڅې کوي، د تحريک طالبان پاکستان دوؤ با خبره سرچينو ډيوه ته ويلي پاکستاني چارواکو سره يي د قېديانو په خوشې کولو، قبایلي ضلعو نه د پوځ دڅه برخې په ویستلو او ملاکنډ ډويژن کې دنظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه خواوې تر ډيره حده سلا شوي دي. دسرچینو وینا ده چې د ټي ټي پي د خپلې تنظيمې ځاندرې سره په بېرته راستنیدو،دقبايلي ضلعو په انضمام، د پوځ مکمله انخله او د ډرون بريدونو په اړه له هم خبرې روانې دي. دا خبرې يوازې د تحريک طالبان پاکستان سرچينو تايد کړي دي، د پاکستان حکومت يا پوځي چارواکو په دې هکله لا هم څه نه دي ويلي. د طالبانو سره د خبرو په اړه يوازې د پاکستان د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري سي اېن اېن ټي وي ته ويلي وؤ  دغه خبرې اترې د ډاډ وړ اشاره ده۔ د هغې وروسته په حکومتي کچه د مذاکراتو په اړه څه نه دي ويل شوي۔ څيړونکي او خبريال مشتاق يوسفزي ډيوه ته ويل دوي سره هم دغه معلومات دي چې دطالبانو څه غوښتنې منل شوي او په څو خبرې روانې دي، خو نه د حکومت لخوا او نه د طالبانو لخوا په رسمي توګه په مذاکراتو کې دسلاشوؤ نکتو په اړه څه ويلي شوي دي، مشتاق يوسفزي وويل د دوي د معلوماتو ترمخه په خبرو اترو کې پرمختګ شوی اؤ د پاکستان دپوځي چارواکو لخوا به ورځ دوه کې د قبائيلي ضلعو او د ملاګنډ ډويژن نه د مشرانو جرګه افغانستان ته ځي، چې هلته به طالبانو سره خبرې کوي کومو ته چې به د پاکستان دپوځ  ملاتړ ترلاسه وي. مشتاق يوسفزی وايي چې مطبوعاتو سره کوم معلومات د سرچينو لخوا شريک کړې شوي کيدای شي ددې مقصد دعامو خلکو او سياسي ګوندونو عکس العمل معلومول وي۔ د پاکستان پوځ او حکومت دا خبرې پټې ساتلي، پوځ په دې اړه ميډيا ته کوم بيان نه دی جاري کړی، او نه په دې د مرکزي او صوبایي حکومت لخوا کومې تفصيلي خبرې شوي دي. د تېر کال اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا واک ته د رسیدو وروسته پاکستاني طالبانو د نومبر په مياشت کې د يوې مياشتې، بيا د تېر وړوکي اختر په مهال او له هغې وروسته تر ديرشم  مئ پورې د ډز بندۍ اعلانونه کړې دي. په افغانستان کې د روانو خبرو تايد افغان طالبانو هم کړی او ويلي یې دي دا خبرې د دوي په مينځګړتوب کيږي. د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پوليټيکل سائينس د څانګې استاذ فياض مشال وايي که چرته د تحريک طالبان پاکستان سره  خبرې په دغه لور روانې وي نو امکان دی چې په پښتنه سيمه او په خصوصي توګه په قبايلي ضلعو کې د وسله والو اثر رسوخ بيا زيات شي، وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي  دوي وړاندې هم کتلې چې دغسې معاهدو سره وسله وال مضبوط شوي او زياتو علاقو ته يې خپل اثر رسوخ غځولې دې۔ شاه نواز مشال وويل چې د ټي ټي پي سره د کومې معاهدې په صورت کې نورې مذهبي وسله والې ډلې ډاډمنې کيدای شي او په راتلونکي کې دا دپاکستان د رياست په ګټه نه تماميږي۔ د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمېځه وړاندې هم نزدې تر شپاړسو ځلو پورې خبرې اترې  شوې دي، د دې ترڅنګ وخت په وخت د دواړو خواؤ ترمنځ دسولې معاهدې لاس ليک شوي خو هغه بيا ختمي شوي او دواړه فريقه يو بل سره په جګړه بوخت شوي دي. تېر کال د نومبر په مياشت کې د ډزبندۍ ختميدو وروسته د تحريک طالبان پاکستان په بريدونو کې چټکتیا راغلې اؤ د پاکستان د پوځ د وياندي ادارې ایي ايس پي ار مشر ميجر جنرل بابر افتحار ويلي وؤ د وسله والو خلاف يې عمليات روان دي. د روانې ډز بندۍ په مهال په خېبر پښتونخوا کې په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي، ځايې مشران او سياسي کارکنان په نخښه شوي، خو ذمه واري يې تحريک طالبان پاکستان په غاړه نه ده اخستي. په پېښور کې د دوؤ پوليسو، دوؤ سيکانو او باجوړ کې د جميعت علما اسلام د غړي وژنه داعش ډلې منلې وه، ولې د نورو بريدونو په اړه د کوم وسله وال تنظيم دعوه مخې ته نه ده  راغلې

28.05.2022 ډیوه

باجوړ: قومي جرګې د افغانستان سره د تجارتي لارو پرانسته غوښتنه کړې

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې باجوړ قومي جرګې چې پکې سياسي، ولسي او تجارتي مشران شامل دي، د پاکستان د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د باجوړ لارې دې پرانستل شي چې خلک پرې تګ راتګ او تجارت وکړي، دا نه یواځې د ځايي خلکو بلکې د علاقې د خلکو په ګټه تماميږي.

28.05.2022 ډیوه

جنوبي وزيرستان: په ماين چاودنه کې يو تنکی ځوان ژوبل شوی

په جنوبي وزیرستان کې بیا د بارودي ماين چاودنې پېښه شوې د علاقې یو تنکی ځوان پکې ژوبل شوی دی. پولیسو د ماين چاودنې دا تازه پېښه تاييد کړې او وایي دا پیښه پرون د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان د لدها سب ډویژن په شوال سیمه کې شوې ده.

28.05.2022 ډیوه

د ګجرات او راجستان لوبډلې د آی پي ایل پای لوبې ته ووتې

د راجستان رایلز لوبډلې جمعه مې ۲۷ (غبرګولي۶) د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او ۲۰۲۲ کال د هند غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو پای لوبې ته ووته.

28.05.2022 امریکا غږ

ایران د یونان د تیلو دوه ټانکرونه نیولي

ایراني ځواکونه وایي په خلیج کې یې د یونان دوه کښتۍ چې تیل پکې بار و، جمعه مې ۲۷ (غبرګولي۶) نیولي.

28.05.2022 امریکا غږ

ترکي د داعش د نوي مشر د نيولو دعوه کړې

ترکي د داعش د نوي مشر د نيولو دعوه کړې او دغه د نهې/ سه شنبې په ورځ د ترکی اودا ټي په وېب پاڼه خپور شوی او ویل شوي چې د ترکي پولیسو تيره اوونۍ په استنبول کې حسن الهاشمي القرېشي نيولی او په دغو عملیاتو کې يو ډز هم نه دی شوی.

28.05.2022 ډیوه

شهباز شريف د کم امدن کورنیو سره د 28 ارب روپو مالیت مرستو اعلان او په تېر حکومت يې سختې نيوکې کړي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تيره شپه قوم ته په وېنا کې د کم امدن والا کورنیو سره د مرستې په لړ کې د 28 اربه روپو اعلان کړی، او د عمران خان په تېر حکومت یې سختې نيوکې کړي دي.

28.05.2022 ډیوه

امریکا په شمالي کوریا او روسیې نوي بندیزونه ولګول

متحده ایالاتو جمعه مې ۲۷ (غبرګولي ۶) د روسیې په دوو بانکونو او د شمالي کوریا په یوې کمپنۍ چې تور پرې دی د دې هیواد د زیاتې تباهۍ د وسلو د پروګرام ملاتړ کوي، تازه بندیزونه ولګول.

28.05.2022 امریکا غږ

عمران خان: د تشدد د مخنیوي لپاره مې اسلام آباد کې پرلت پای ته پای ته ورساوه

د پاکستان بې واکه شوی صدراعظم عمران خان وایي په پایتخت اسلام آباد کې یې پلان شوی پرلت د تشدد د پیښو د مخنیوي په خاطر لغوه کړ.

28.05.2022 امریکا غږ

رویټرز: امریکې سره د تېلو په شخړه کې ایران د یونان دوه سمندري جهازونه نيولي دي

ایراني ځواکونو د جمعې په ورځ په خلیج کې د یونان د تېلو دوه سمندري ټېنکرې ونیولې. د رویټرز خبري ادارې ترمخه ایراني ځواکونه دغه ګام پس له دې واخیستلو چې د یونان ساحل سره نژدې امریکې د یو ټېنکر ایراني تېل ونیول. د تېلو د نیول کېدو په سر ایران یونان ته د جوابي اقدام په اړه خبرداری ورکړی و. د ایران حکومتي خبري ادارې ارنا ترمخه د پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو څانګې په یو بیان د یونان ټېنکرې يې په خلیج کې د "خلاف ورزیو" په سر ونیولې. رویټرز خبري اداره وايي دا نه دي وېل شوي چې یوناني ټېنکرو څه مبینه خلاف ورزۍ کړي دي. د یونان خارجه وزارت وویل د ایران د سمندري پوځ یو هېلې کاپټر "ډېلټا پوسېډن" نومې ټېنکر ته ورکوز شو او د سمندري جهاز عمله یې یرغمل کړه چې دوه کسان پکې د یونان شهریان وو. یونان وویل سمندري ټېنکر په نړیوالو اوبه کې او د ایران د سمندري حدودو نه 25 مېله لېرې و. د یونان خارجه وزارت وویل هم دغه شان پېښه د ایران سرحد سره نژدې پل ټېنکر سره هم وشوه خو وزات د دغه ټېنکر نوم نه دی څرګند کړی. یونان وویل د ټېنکرو په ضد د ایران اقدامات د نړیوال قانون خلاف ورزي ده، یونان خپل اتحادیان خبر کړي او په یونان کې ایراني سفیر ته احتجاج هم شوی دی. په ایران د یورپي ملکونو اتحاد یورپین یونین د پابندیو له امله یوناني چارواکو تېره میاشت د ایران پېګېس نومې ټېنکر او د عملې 19 غړي چې روسي شهریان وو، ونیول. د ایراني ټېنکر د نیول کېدو وروسته په ټېنکر کې موجود تېل په واخیستل او رویټرز خبري اداره وايي امریکا اراده لري چې دغه تېل په بل جهاز کې امریکې ته منتقل کړي. رویټرز وايي ایراني ټېنکر خوشی کړی شوی دی خو نیول کېدلو یې په یو داسې حساس وخت کې تاوتریخوالی زیات کړی چې د امریکې په شمول مغربي قوتونه د ایران اېټمي معاهده د بیا راژوندۍ کولو کوښښونه کوي. د ایران نور نیوز نومې خبري ادارې چې د ایران یوې امنیتي ادارې سره تړون لري د جمعې په ورځ ویلي وو چې د ایراني ټېنکر د نیول کېدو په بدل کې انتقامي ګام پورته کوي خو دا یې نه وو ویلي چې دغه انتقامي ګام به څه وي. رویټرز وايي پېګېس په هغو پېنځو سمندري جهازونو کې شامل و چې امریکې پې په اوکراین د روس د یرغل نه دوه ورځې وړاندې بندیزونه لګولي وو خو دا نه ده معلومه چې د پېګېس تېل ولې ونیول شول؟ ایا چې دا په ایران د بندیزون له امله وو او که په دې سبب چې سمندري جهاز د روس پرامسویازبېنک سره تړون لرلو. په بهرین کې مېشته د امریکې د پوځ د پنېځمې بېړې نماینده وویل چې د یونان د ټېنکرو نیول کېدو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي او په دې اړه کتنه کولی شي. هم د جمعې په ورځ په تهران کې د سوېټرزلېڼد استازی د د پېګېس نومې ټېنکر د نیول کېدو په سر احتجاج دپاره خارجه دفتر ته وغوښتل شو. سوېټزرلېڼد په تهران کې د امریکې مفاداتو نمایندګي کوي. د ایران حکومتي مطبوعاتو د خارجه وزارت له قوله وویل چې ایران د ټېنکر په نیول کېدو ژور تشویش څرګند کړو او دا یې نړیوالو قوانینو او د عالمي سمندري معاهدو خلاف ورزي وبلله. د امریکې د انصاف وزارت د ایراني تېلو د نیول کېدو په اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه. د ایران د حکومت خبري ادارې ایرنا د هېواد د بندرونو او سمندري چارو محکمې له قوله ویلي پېګېس د تکنیکي مسلې او د خراب موسم په سبب د یونان په ساحل پناه غوښتې وه. ادارې د ایران ټېنکر نیول کېدل سمندري غلا وبلله. امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په د روس په ملاتړ چلېدوونکي هغه شبکه بندیزونه پورې کړل چې د امریکې په قول پاسداران انقلاب ځواکونو القدس څانګې دپاره د تېلو سمګلنګ کوي او غېرقانوني پېسې قانوني کوي. په 2019 کې ایران د هرمز په سمندري تنګي د برطانيي ټېنکر نیولی و. د دې نه دوه هفتې مخکې برطانيي جبل الطارق کې ایراني ټېنکر په دې الزام نیولی و چې د یورپي یونین د بندیزونو په خلاف ورزۍ کې یې شام ته تېل وړل. دواړو ملکون بیا د یو بل جهازونه خوشي کړل.

28.05.2022 ډیوه

امریکا د اوکراین سره د زیاتو طاقتورو وسلو په اړه خبرې کوي

د امریکې پوځي مامورینو دا خبره تسلیم کړې ده چې د اوکرایني چارواکو سره یې د جدیدو وسله دپاره د کییف د غوښتنو په اړه خبرې کړي دی. د وي او ای د رپورټ ترمخه اوکرایني چارواکي ګڼي چې په دنباس سیمه کې د روسي پرمختګ مخه نیولو دپاره دوی جدید او زیاتې طاقتورې وسله ته ضرورت لري خو امریکايي مامورین دا خبره نه څرګندوي چې یا دغه ډول وسله به اوکراین ته زر ورکړي او که نا؟ د وي او ای خبریال چېف سېلډن په خپل رپورټ کې لیکلي دي چې اوکراین د تېرو څو هفتو راهسې غوښتنه کوي چې د امریکې جوړ ملټېپل راکټ لانچ سېسټمز، اېم اېل ار اېس، یا په یو وخت ګڼ شمېر راکټ چلوونکي نظامونه ترلاسه کړي. دغه وسله د هاوېټزرز او د توپخانې ډول وسلو نه بهتره ته چې امریکې او نورو مغربي ملکونو اوکراین ته مخکې ورکړي دي. په داسې حال کې روسي ځواکونو په مشرقي اوکراین کې په ورو ورو پرمختګ کړی جدید وسلې دپاره د اوکراین غږونه نور هم زیات شوي دي. د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان جان کربي وویل د امریکايي مامورین د اېم اېل ار اېس نظام دپاره د اوکراین په غوښتنو خبر دي خو په دې اړه نور څه ځکه نشي وېلی چې لا څه فېصله نه ده شوي. ترجمان وویل امریکايي مامورین د اوکراین د ضرورتونو په اړه د اوکرایني چارواکو سره په رابطه کې وي. "اوکراین د وسلې او نظامونه رسوولو دپاره مونږ هره ورځ کار کوو او هره ورځ‌ وسلې او نظامونه اوکراین ته رسوول کېږي چې (په جنګ کې) د دوی سره مدد کوي." د وي او ای د رپورټ ترمخه ګڼ شمېر امریکايي مامورینو د دوی نومونه د نه څرګندولو په شرط سي اېن اېن ټېلې وژن ته ویلي داسې ښکاري چې امریکايي مامورین رضامندي لري چې اوکراین ته اېم اېل ار اېس ډول د مزایلو نظام ورکړي او ممکنه ده چې په دې اړه اینده هفته اعلان وشي. د اوکراین لوړ رتبه پوځي چارواکې جنرل وېلري زالوزني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پېغام رسانۍ په وېب پاڼه ټېلېګرام وویل داسې ډول وسلو ته ضرورت لري چې د اوږدې فاصلې پورې هدف وېشتلی شي. د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو خبرداری کړی چې اوکراین ته داسې ډول وسله ورکول چې روس ته رسېدلی شي به تاوتریخوالي د زیاتولو دپاره سنجیده ګام وي. د وي او ای رپورټ وايي اوکراین ته د جدیدې وسلې ورکولو په اړه بحث په داسې حال کې کېږي چې روسي ځواکونو د اوکراین په مشرق کې پرمختګ کړی د دې برعکس چې امریکايي مامورین وايي اوکرایني ځواکونه یې سخت مزاحمت کوي. روس پلوه بېلتون خوښو د جمعې په ورځ دلېن ښار مرکز د نیولو دعوه وکړه. لېن په دنباس کې د رېل ګاډي مرکز هم دی. د اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي قام ته خپله وېنا کې ویلي چې روس يې په هېواد کې په څرګنده ډول د نسل وژنې تګلاره عملي. زېلېنسکي قام ته خپله روزانه تقریر کې وویل که عالمي قوتونو ته روس مرسته نه کوله نو په هېواد کې یې د هغه په قول د تباه کن پرمتګونو مخه نیول کېدی شوه. هغه وویل روس د یورپي ملکونو نه د توانای د برامداتو په بدل کې هره ورځ په بېلینونو ډالر ترلاسه کوي او دا په داسې حال کې چې یورپین یونین په روس د شپږمې مرحلې بندیزونه د لګولو کوښښونه کوي.  

28.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more