شاته

د ګجرات او راجستان لوبډلې د آی پي ایل پای لوبې ته ووتې

د راجستان رایلز لوبډلې جمعه مې ۲۷ (غبرګولي۶) د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او ۲۰۲۲ کال د هند غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو پای لوبې ته ووته.

د بنګلور لوبډلې سیالې لوبدلې ته د ۱۵۷ منډو هدف ټاکل یو او د لوبې په ۱۹م اور کې پداسې حال کې دا هدف پوره شو چې د بنګلور لوبډلې یوازې ۳ لوبغاړي سوځیدلي و.

د بنګلور لپاره په توپ وهنې کې تر ټولو ډیرې منډې د انګلستان لوبغاړي جاس بټلر وکړلې. هغه په ۶۰ توپونو ۱۰۶ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید.

د لوبې غوره لوبغاړی هم بټلر و.

ټاکل شوې د ګجرات ټایټنز او راجستان رایلز تر منځ وروستۍ یا فاینل لوبه د همدې را روانې یکشنبې په ورځ وشي.

سره لدې چې د ګجرات لوبډلې دا لومړی ځل دی چې د آی پي ایل په سیالیو کې برخه لري خو د راجستان لوبډلې په ۲۰۰۸ کال کې چې د آی پي ایل لومړنی فصل و، د دې لوبو اتلولي ګټلې وه.

د ګجرات په لوبډلې کې د افغانستان د نوموتي ورو توپ اچوونکي راشد خان تر څنګ ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز او بل ورور توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال هم شته دي خو تر اوسه یوازې راشد خان ته د لوبو کولو فرصت ورکړل شوی.

د سږ کال آی پي ایل په سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان، نور احمد لکڼوال او فضل حق فاروقي)برخه اخیستل شوي و.

دا ځل د هند د غوره لیګ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې وې او ۶ سوه هندي او نړیوال لوبغاړي په بولۍ کې و. دا د آی پي ایل پنځلسم پړاو و.

د افغانستان شاوخوا ۱۷ لوبغاړو نومونه د د دغو سیالیو ته استول شوي وو. آی پي ال د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لوی تجارتي لیګ بلل کېږي. سږکال د شاوخوا ۲۲۰ بهرنیو لوبغاړو او ۳۷۰ هندي لوبغاړو نومونه د دغه لیګ بولي ته استول شوي وو.

په دغه لیګ کې ټولټال لس ټیمونه لوبېږي او هر کال یو ځل کېږي