ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبانو د متحده قامونو دا غوښتنې رد کړي چې په ښځو قدغنونه دې لېرې کړي

د افغانستان واکمنو طالبانو د متحده قامونو دا غوښتنې رد کړي چې په افغانستان کې د مېرمنو په بنیادي حقونو قدغنونه دې لېرې کړي. طالبانو ویلي د مېرمنو په اړه د دوی ګامونه د مذهبي او افغان ثقافت سره سمون خوري. طالبانو د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د متحده قامونو غوښتنې "بې ځایه" دي. په بیان کې طالبانو غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې د ځینو مطبوعاتو د "ناوړه او مخالفت" د خبرونو او د افغان مخالفینو د "پروپګېنډې" په بنیاد فېصلې نه کوي. د متحده قامونو سېکيورټي کاونسل او په افغانستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه د ادارې خصوصي خبر نګار دا هفته په پرله پسې بیانونو کې د طالبانو په دې امر "ژور تشویش" څرګند کړو چې ښځې دې د کور نه بهر ځانونه او مخونه پټ ساتي. د ټېلې وژن ښځینه کوربنو ته هم طالبانو امر وکړو چې د خپلو نشریانو په مهال دې مخونه پټ ساتي. د وي او ای د رپورټ ترمخه متحده قامونو مېرمنو په اړه د طالبانو د ورستيو اقداماتو غندنه وکړه. د طالبانو په موقتي کابینه کې مېرمنې نمایندګي نه لري، د جینکو ثانوي سکولونه یې تړلي دي، په حکومتي دندو کې یې په ښځو پابندي لګولې ده او طالبان غواړي چې ښځې دې د کور نه بهر نه وځي. د جمعې په ورځ جاري شوي د طالبانو په بیان کې ووېل شو چې "حکومت دا ګڼي" چې په اسلامي حجاب عمل کول د ثقافت او د ټولنې د دستور سره سمون خوري او د افغانستان د ښځو اکثریت ارزو هم ده. بیان زیاته کړه چې په افغان ولس داسې څه نه دي پابندي نه ده لګول شوي چې د اسلامي ټولنې د عقیدې او ثقافت خلاف وي. د وي او ای د رپورټ ترمخه طالبانو د نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې د اافغان اقدارو دې "احترام" وکړي. د طالبانو په بیان کې په دې خبره ټینګار وشو چې مسلې دې د مکالمې دلارې حل کړی شي. د طالبانو د خارجه دفتر ترجمان وي او ای ته د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان په 34 ولایتونو کې د 12 نه زیاتو ولایتونو کې د جینکو ثانوي سکولونه خلاص دي او په ټول افغانستان کې غیر حکومتي سکولونه تر د یونېورسټۍ پورې پرانېستل شوي دي. طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي 120000 ښځینه حکومتي کارکوونکي کارونه ته ستنې شوي دي چې پکې د تعلیم د وزارت 94000 مېرمنې او د صحت د وزارت 14000 ښځینه کارکوونکي شاملې دي. هغه وویل نورې مېرمنې داخله وزارت، د پاسپورټ او اميګرېشن په شان په نورو وزارتونو کې کار کوي. بلخي وویل ښځې په بېنکونو، تجارت، دوکانونو او د جامو په دوکانونو کې هم کارونه کوي او په ښارونو کې د ښځو په حرکت قدغنونه نشته. هغه وویل ښځې د کار، خریدارۍ او تفریح دپاره بهر وتلی شي خو د هغه په قول بې مقصده نشي ګرځېدلی.  

28.05.2022 ډیوه

صدر زېلېنسکي: روس په اوکراین کې د نسل وژنې تګلاره عملي کوي

د اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي قام ته خپله وېنا کې ویلي چې روس يې په هېواد کې په څرګنده ډول د نسل وژنې تګلاره عملي. زېلېنسکي قام ته خپله روزانه تقریر کې وویل که عالمي قوتونو ته روس مرسته نه کوله نو په هېواد کې یې د هغه په قول د تباه کن پرمتګونو مخه نیول کېدی شوه. هغه وویل روس د یورپي ملکونو نه د توانای د برامداتو په بدل کې هره ورځ په بېلینونو ډالر ترلاسه کوي او دا په داسې حال کې چې یورپین یونین په روس د شپږمې مرحلې بندیزونه د لګولو کوښښونه کوي. صدر زېلېنسکي وویل یوکراین به همیشه یو ازاد ملک وي او ټوټې به نکړی شي خو هغه زیاته کړه یوازنۍ پوښتنه دا ده چې د اوکراین ولس به د دې ازادۍ څه قیمت ادا کوي او روس به د دې "بې حسه" جنګ څه قیمت ادا کوي. په اوکراین کې د جګړې په اړه اېجنسي فرانس پرېس یا ای اېف پي خبري ادارې ویلي د اوکراین د مرکزي سیمې په ډنېپرو ښار کې په عسکري اسانتیاو بمبارۍ کې د اوکراین نېشنل ګارډ ځواکونو ویلي لس کسان وژل شوي دي. رپورټ وايي دغه سیمه تر اوسه پورې د جګړې زیاتره محفوظه پاتې شوي وه. په عېن حال کې د روس صدر ولادیمیر پوتین ویلي روس اوکراین سره د قیدیانو تبادلې ته تیار دی. د رویټرز خبری ادارې ترمخه پوتین دغه خبره د جمعې په ورځ د اسټریا چانسلر کارل نېهېمر سره په ټېلې فون خبرو کې وکړه. نېهېمر وویل روسي صدر د قیدیانو په تبادله خبرو ته امادګي څرګنده کړه خو دا وېل چې هغه په حقیقت کې د قیدیانو په تبادله مذاکراتو ته تیار دی پېچيده پوښتنه ده. د اوکراین د مشرقي لوهانسک سيمې ګورنر د جمعې په ورځ وویل چې دا امکان لري چې اوکرایني ځواکونه د نیولو کېدو نه د بچ کېدو دپاره په سیمه کې د مزاحمت د اخېري پوسټونو نه هم په شا شي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د لوهانسک قریباً ټوله سیمه روسي ځواکونو نیولې ده. ګورنر سېهی ګایډی په ټېلېګرام د څېړوونکو د اتګل برعکس به روسي ځواکونه په راتلوونکو څو ورځو کې ونه نیول شي. په سیمه کې دوو محاصره شویو ښارونو ته په اشاره هغه وویل د خپلې دفاع دپاره په مناسب ډول وسایل او قوت لري خو هغه زیاته کړه چې په مکمله توګه په د محاصره کېدو نه ځای بچ کولو دپاره کېدی شي چې دوی پسپايي وکړي. یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي، ای پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي  

27.05.2022 ډیوه

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

27.05.2022 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

27.05.2022 امریکا غږ

شمالي وزیرستان:دپولیو دمخنیوي دپروګرام تښتول شوی چارواکی له تښتوونکو راخلاص کړل شوی

د شمالي وزیرستان څخه تښتول شوی ډاکټر او په سيمه کې د پولیو ناروغي له مینځه د وړلو د پروګرام چارواکی ډاکټر زیشان د تښتولو نزې دوه اوونۍ وروسته بيرته د تښتونوکو له منګلو نه خوشی کړی شوی دی. د هغه د خوشی کېدو پخلی د بنو ډویژن کمیشنر ارشد خان کړی دی.  ډاکټر زیشان د مئ په 14مه د شمالي وزیرستان میر علي تحصیل حیدر خېل کلي څخه تښتول شوی او میرعلي پوليسو يې د تښتولو مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړې وه . ددغه پیښې ذمه داري چا په غاړه نه وه اخستې خو د صوبې ډاکټرانو حکومت نه په سمدستي توګه د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.  د سرچينو ترمخه په دې مهال کې تښتوؤنکو د هغه پسر د کروړونو روپو تاوان غوښتی ؤ.  د بنو کمشنر ارشد خان د زیارت په ورځ ويلي، د پوليو ناروغۍ له منځه د وړلو دپروګرام سره تړلی يو روغتيايي چارواکي چې يوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزيرستان په ضلعه کې د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوی ؤ، په خوندي توګه د تښتول شويو کسانو څخه بيرته ترلاسه شو. ډاکټر ذیشان د سوات نه قبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان ته تللی ؤ ترڅو هلته  پرله پسې دپولیو مخې ته د راتلونکو په ترڅ کې د پولیو ضد ځانګړي کمپاین څارنه وکړي. نوموړی په 14م مئ هغه مهال نامعلومو کسانو تښتولی و، چې د شمالي وزیرستان میر علي تحصیل حیدر خېل سیمه کې یې دنده ترسره کوله. کمشنر په يو بيان کې ويلي دي چې د ډاکټر ذيشان د تښتولو وروسته انتظاميې د تښتوونکو نه د هغه د خوشي کېدو دپاره هڅې ګړندۍ کړې وې.  هغه ويلي د قبایلي مشرانو سره د جرګې کولو ترڅنګ انتظامیې د تښتوونکو  په شکمنو پټنځايونو چاپې وهل پیل کړي وو.  هغه ویلي چې د دغه هڅو په پایله کې ډاکټر په خوندي توګه ترلاسه شو. ښاغلي ارشد ويلي، د پوليو د ټيمونو د ساتنې لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي. شمالي وزیرستان د پاکستان هغه یوازینۍ ضلعه ده  چرته چې په دې لنډه موده کې د پولیو شپږ کیسونه مخې ته راغلي او د ضلعې د صحت دڅانګې چارواکو نیزدې لسو نورو ماشومانو کې د پولیو وایرس موندلو اندیښنه څرګنده کړې ده. د پوليو د مخنيوي ادارې او انتظامي چارواکي وايي د خلکو دناپوهۍ د لاسه ماشومان د پوليو وايرس ښکار کيږي او په جنوبي ضلعو کې پوليو وايرس يو ځل بيا سر راوچتوي۔ خو د علاقې خلک وایي د نا امنۍ د لاسه د پولیو پرضد ټیمونه جعلي کماین کوي او تر دوئ دپولیو ډلې نه رسیږي چې ماشومانو ته یې د پولیو څاڅکي ورکړي.

27.05.2022 ډیوه

لاوروف لویدیځ د روسيې پر ضد په ’څرګنده جګړې‘ تورن کړ 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د جمعې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۶) لویدیځ هیوادونه د روسیې او د هغه هیواد د خلکو په وړاندې په "څرګنده جګړه" تورن کړل.

27.05.2022 امریکا غږ

د عمران خان لانګ مارچ ولې په جلسه بدل شو او ختم شو؟

واشنګټن- د تحريک انصاف د مشر عمران خان لخوا په ناڅاپه د لانګ مارچ/پرلت د ختمېدو اعلان او د احتجاج ناکامۍ ډېرې پوښتنې راپورته کړي خو څېړونکي وايي عمران خان په خپله مني چې خلک يې په ګڼ شمېر کې متحرک نه کړای شول او د مرګ ژوبلې او انتشار د ويرې يې احتجاج ختم کړی. خبريال او څېړونکي عادل شاه زيب په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د عمران خان دا خبره ريښتيا ده چې خلک يې و نه هڅول چې په لانګ مارچ کې ګډون وکړي. د عمران خان ګوند په پنجاب کې حيرانونکې ناکامي وښودله”. د عادل شاه زيب ټويټ ته په ځواب کې وتلي خبريال حامد مير هم ليکلي “په پنجاب کې ګوند ځکه ناکامه شو چې د ګوند صوبايي قيادت په انتخابونو نه بلکې د بره نه کښېنولی شوی دی”. شاه زيب ليکي “دغه موجود خلک هم ډېري د پښتونخوا وو چې دوه ورځې وړاندې باره کهو ته رسول شوي وو. هغوی شېلېنګ او وهل ټکول وګالل خو په سبا یې په خوشي ډاګ پاتې وو، نه ورسره د سهر د ناشنې پيسې او نه د بيرته تللو کرايه وه خو دوی يو دم مارچ ختم کړو”. د پنجاب پوليس د عمران خان د مارچ لاره په اټک نيولې وه او د فورس سره سره يې درنې کينټېنرې په سړک ايښودې وې چې په لرې کولو کې يې د تحريک انصاف مردان يو غړی سيد احمد جان په اباسين د تړلي پل نه ښکته پرېوتلی او مړ شوی دی. د مارچ په دوران کې د پوليس زور زبردستي او د تحريک انصاف د غړو سرکاري او شخصي ځايونو ته د اور اچولو او ورانولو ويډيګانې هم په ميډيا ليدل کيږي. د تحريک انصاف غړي د خبريالانو نه هم ډېر خلاف ليدل کيږي او د ملک په ځينې ځايونو کې يې نه يواځې دا چې خبريالان وهلي ډبولي بلکې د ګوند مشر عمران خان په پېښور کې د يو خبريال عارف يوسفزي د پوښتنو په غبرګون کې د پرېس کانفرنس نه هم په غصه کې ووتلو. په ويډيو کلپ کې ليدل کيږي عمران خان په خاموشۍ د عارف يوسفزي خبرو ته غوږ دی چې هغه ترې پوښتنه کوي ولې عمران خان د خپل ګوند د غړو تربيت نه دی کړی چې په کوڅو کې د پوځ او عدلييې بدنامي کوي او انتشار خپروي؟ د عمران خان د حکومت کارکردګي څه ده؟ په دې عمران خان په ظاهره ډېر غصه ښکاري خو په ځواب کې وايي “زه د دې ډېر سخت ځواب درکولی شم خو نه يې وايم. که مونږ انتشار غوښتلی نو دا پرون به مو کړی وی. په پرېس کانفرنس کې دې غلط تقرير وکړو” او د کانفرنس نه لاړو. عارف يوسفزي په خپل ټوېټر بيا پوښتنه کړې چې ولې يو خبريال پوښتنې نه شي کولی؟ دې ته په غبرګون کې د ای اين پي صوبايي صدر ايمل ولي خان ليکلي عارف سم کار کړی چې د عمران خان نه يې د کارکردګۍ او سلوک په اړه پوښتنې کړي او زياته يې کړه د پښتونخوا نور خبريالان به هم د دې نه زده کړه وکړي چې کومې پوښتنې پکار دي. د عمران خان د روان احتجاج په اړه په پوځ یا اېسټيبلېشمنټ کې کومه پټه ملګرتيا شته او کنه په دې اړه په سوشل ميډيا بحثونه کيږي خو په رسمي توګه د دې ثبوت لا نه ښکاري، البته عمران خان ويلي خپل مارچ يې د کوم پټ ورکړه راکړه په بنياد نه دی ځنډولی بلکې وايي شپږ ورځې پس بيا اسلام ته مارچ کوي. خبريال او څېړنکار طلعت حسين په خپل ټوېټر ليکلي “عمران ته وويل شول ستا شمېر پوره نه دی بلکې نزدې ورته هم نه دی نو هسې ځان مه خرابوه. د هغې وروسته عمران خان بني ګاله ته لاړ او د سهر ناشته به کور کوي”.   عمران خان اعلان کړی وو دوه ميليونه خلک به اسلام اباد ته په لانګ مارچ کې راولي خو څېړونکي وايي دغه شمېر د څو زرو نه هم زيات نه و. د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز شريف دې ته په ټوېټر په غبرګون کې ليکلي انقلابيان د پوليس د ويرې تښتېدلي او بله دا چې د شل لاکو خلکو دعويدار بيا لس زره خلکو ته پاتې شو. د زيارت په ورځ د عمران خان د ګوند د مارچ په موقع په ويډيوګانو کې ليدل کيږي د اسلام اباد د هغو برخو سړکونه او پارکونه صفا کيږي چېرته چې ګډونوالو د خوراک څښاک څيزونه د استعمال نه وروستو په ځمکه شيندلي وو. موجوده حکومت د عمران خان د حکومت دوره ناکامه بولي او وايي په ملک کې ګراني او د اقتصاد کېناستل د تحريک انصاف د حکومت د غلطو فيصلو نتيجه ده خو ولې عمران خان دعوه کوي اقتصاد يې ښه کېدو لوري ته روان کړی و خو ايمپورټېډ حکومت پرې راوستل شو. څېړونکي دا هم وايي، د عمران خان د حکومت دا دعوه چې حکومت يې د امريکا په سازش ختم کړای شوی هم ولس ته اپيل ونه کړو ځکه يې لانګ مارچ ناکامه شو. د پاکستان د انګرېزۍ ژبې غټې ورځپاڼې دې نيوز ليکلي، نړيوالو بنکونو پاکستاني کمپنيانو ته په کريډېټ تېل ورکول بند کړي ځکه هغوی ګڼي د پاکستان د ډيفالټ کېدو قوي يره موجود ده.

27.05.2022 ډیوه

د پاکستان پوځ په بشر پالې ایمان مزاري پولیسو ته رپوټ کړی دی

د وایس اف امریکا اردو څانګې خبر ورکړی چې نن د می په اوویشتمه د اسلام اباد هاي کورټ ستر قاضي اطهر من الله د بشري حقونو د فعالې او قانون دانې ایمان زینب مزاري خلاف د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سپکاوي په مقدمه کې د ایمان مزاري وقتي ضمانت منظور کړی او د ریاست او د مقدمې مدعي نه ېې غوښتي چې د جون په نهمه دې په عدالت کې جواب جمع کړي. ایمان د بشري حقونو د پخوانۍ وزیرې او تحریک انصاف ګوند د ېوې مشرې شیرین مزاري لور هم ده. د پاکستان پوځ نن د جمعې په ورځ د ایمان مزاري په ضد د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سپکاوي رپوټ لیکلی ؤ. په ایمان مزاري مقدمه د اسلام اباد په رمنا تاڼه کې پوځي افسر لیفټیننټ کرنل سید همایون افتخار کړې . د فوځ د نماینده دریځ دی چې د ایمان مزاري د پوځ په مشر د تورونو مقصد په پوځ کې بغاوت جوړول او د ادارې مشر ته ګواښ کول وو. سید همایون افتخار وايي، ایمان مزاري د مۍ په 21مه د مازیګر د پینځه او شپږو بجو تر منځ په اسلام اباد های کورټ کې د پاکستان پوځ او د پوځ د مشر (چیف آف آرمی سټاف) سپکاوی کړی و. په ایف آيي آر کې ویل شوي ایمان مزاري قصداً د پوځ مشر په نښه کولو، دا ګام د پوځ خلافت نفرت پیدا کوي چې سخت جرم دی. د ایمان مزاري  مور شیرین مزاري د مې په 21مه په اسلام اباد کې د خپل کور مخې پولیسو نېولې وه.  ایمان مزاري دغه پېښې ته اغوا وېلې وو او پړه یې د پوځ په مشر باجوه ور اچولې وه. د اسلام اباد های کورټ د ایمان په غوښتنه د شیرین مزاري د سمدستي خوشې کولو امر کړی ؤ. د ایمان وکېلې زینب جنجوعه عدالت ته وویل چې ددې موکلې مور بې درکه کړې شوې وه او ددې خلاف په تشو خبرو مقدمه جوړول زیاتی دی. د ایمان زینب مزاري وکیلې زینب جنجوعه وائس اف امریکه ته ویلي د دې پېښې په وخت د ايمان مزاري مور ورکه وه چې ایمان یې اندېښمنه ​کړې ​وه. جنجوعه وايي اوس د دې پېښې د عدالت نه پلټنه روانه ده او معلومه به شي چې د هغې وېره رښتيا وه او که نه. جنجوعه وویل، "د دې قضیې پس منظر ته په پام سره، موږ باور لرو چې په دې ایف آی آر کې تورونه بې اساسه او ناوړه دي." نوموړي پاکستاني خبریال او د جیو ټیلي وژن خپرونې کوربه حامد میر په ټویټر ددې مقدمې په حقله ليکلي دي چې دا عجيبه اتفاق دی چې په 2017م کال کې په همدې پوليس سټيشن کې زما په ضد د ورته پېښې ايف آئي آر درج شوی وو. یاده پېښه اووه کاله وړاندې د اسلام آباد نه سل کلوميټره لرې شوې وه, هغه وخت د رمنا پوليس سټيشن موجود هم نه وو. ځیني کسانو البته د ایمان په ضد د مقدمې هر کلی هم کړی او وايي د پوځ په ضد بې بنسټه تورونه نه دي پکار.

27.05.2022 ډیوه

جاپان په شدت خپل پوځي ځواک پیاوړی کوي 

جاپان غواړي خپل پوځي ځواک "په شدت" بیاوړی کړي، ځکه ددې هیواد مقامات اندیښمن دي چې پر اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل کیدای شي د اسیا په ختیځ کې د بې ثباتۍ سبب شي.

27.05.2022 امریکا غږ

خوراځواکۍ افغانستان کې په تیرو پنځو میاشتو کې ۳۶۰ ماشومان مړه کړي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' اټکل کړی چې ښایي په روان کې به په افغانستان کې  ۱.۱ میلیون نور ماشومان هم په خوارځواکۍ اخته شي.   

27.05.2022 امریکا غږ

ملت پاله ګوندونه:دبجټ خساره دې ددفاعي لګښتونو په ګنګل کولو پوره کړل شي

د پاکستان مرکزى حکومت د لويې کچې  بجټ خسارې د پوره کولو په ترڅ کې د روان مالي کال 2021_22م د ترقياتي منصوبو لپاره د فنډونو جارى کول ودرولي دي خو د هېواد پښتون ملت پاله ګوندونو دا فېصله غندلې ده او وایي باید چې دا خساره د دفاع په څانګه کې د روانو لګښتونو په ګنګل کولو سره پوره کړی شى.  د زيارت په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته خپله وینا کې د منصوبه بندۍ او پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال د پاکستان تحریک انصاف د تېر حکومت په اقتصادي تګلارو ټکونه کړي او وېلي یې دي  چې د هېواد په 75 کلن تاريخ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تباهۍ نه د ډکو اقتصادي پالیسيو مثال نه موندل کېږي. هغه وویل دا پېټی تر دې رارسیدلی چې په لومړي ځل د خزانې وزارت په ريکارډ بجټ خسارې د قابو موندلو په ترڅ کې د روان مالي کال 2021_22م د وروستیو دریوؤ میاشتو کې د ترقياتي پروګرامونو لپاره صفر رقم اېښودلی دی. د پاکستان د بجټ خساره سږکال 13 بېيلنه ډالرو ته رسېدلې ده او حکومتي شمیرې ښایي چې تجارتي خساره هم 40  ارب ډالرو ته پورته شوې ده. احسن اقبال وايي چې پاکستان چرته هم د وروستۍ درې میاشتنۍ مودې  لپاره د صفر فنډز اجرا نه وه لېدلې او دا شان د 9 کهربه روپو ترقياتي پروګرام یې په 4 کهربه روپو ګنګل کړی. د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېر حکومت د مالي کال 2020-21م په بجټ کې د مرکزي ترقياتي کارونو لپاره 900 بېلېنه روپۍ ايښودلې وې چې په تېر کال کې پکې دوه وارې کمی راوستل شوی او دا اوس 400 بېلېنه روپو ته لاندې راغلي دي. د پاکستان پښتون ملتپالو ګوندونو د اتحادي حکومت دا پرېکړه غندلې ده. وي او ای ډيوه سره خبرو کې د ملى جمهوري غورځنګ ګوند د مالي چارو د کمېټې غړې بشرا ګوهر وايي پاکستان دېواليه شوی دی. هغه وايي هسې هم د هېواد ترقياتي بجت ډېر کم وى خو وايي که وکتل شي نو ددفاع بجټ نه پیسې نه کمیږي او هم دا شان غټ غټ کارپوریشنز یا ادارو  او عسکري کاروبارونو ته ټېکسونو بخښل شوي دي او باید چې دا بېرته واخستل شي نو هله به ولس د اقتصادي بد حالې  دپېټي تر څه حده پرځان وړولو ته غاړه کېږدي. د عوامي نیشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان هم د بشرا ګوهر د درېځ سره اتفاق کوي او وايي باید چې حکومت د بجټ خسارې په راکمولو کې د وزير اعظم او صدر دماڼیو خرچې ګنګل کړي. د کال 2021_22م په مالي بجټ کې د دفاع لپاره 1.37 ټرېلين روپۍ ايښودل شوي چې د ټول بجټ 16 فيصدي برخه ده او دا د مالي کال 2020-21 په پرتله 6 فيصدي زياته ده. د اقتصادي چارو کارپوهه او د ایس ډي پي اى اېګزیګټيو ډاېرکټر عابد قيوم سلهري ډيوه ته وايي د کال 2021_22م په مالي بجټ کې چې څومره د لګښتونه اندازه  لګول شوې وه هغه له خپله حده اوړېدلې دي او بجټ خساره کې اضافه راغلې ده. هغه وايي ددې علت د تېلو نرخونو او د هېواد په درامدي بل کې راغلې اضافه ده خو نوموړی وايي دا تاثر سم نه دی چې ګواکې دفاعي بجټ د ترقياتي بجت برخه نه ده. وايي څنګه چې په نورو لګښتونو د فنډونو د ګنګل کېدو اغېز کېږي هم دا شان د دفاع وزارت لاندې د ددفاع لګښتونه هم ګنګل کېږي. د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين وايي په بجټ خساره د قابو موندلو لپاره حکومت دا وخت يوخوا د غېر ضروري څېزونه په درامد بندېز لګولی او درامدي بل کموى نو ورسره یې د تېلو نرخونه هم سېوا کړي او حکومت چې به د تېلو په يو لېټر کوم د 50 روپو رعایت ورکولو نو هغې یې ختم کړو. دا د مېاشتې 120 بېلين روپۍ جوړېږي او دغه شان په بجلۍ ورکړی کېدونکې رعايتونه هم ختموى. هغه وايي د پاکستان سياسي حکومتونو دا وس نه لري چې د دفاع په بجټ کې کمی راولي.

27.05.2022 ډیوه

ترکیه وایي د داعش ډلې یو مخکښ مشر یې نیولی دی 

د ترکیې یو لوړپوړي مقام د جمعې په ورځ می ۲۷ (غبرګولي شپږمه) وویل چې د اسلامي دولت د ډلې (داعش) د مشرتابه یو غړی په ترکیه نیول شوی دی. خو دا یې په ډاګه نکړه چې دغه نیول شوی کس د داعش د سخت دریځه ډلې اوسنی مشر دی او که نه.

27.05.2022 امریکا غږ

بلوچستان اسمبلۍ کې د وزیر اعلا پرضد دبې باورۍ تحريک ناکامه شوی

د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غونډه را بلل شوې  وه تر څو داسمبلۍ غړي دصوبې د اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو پر ضد دبې باورۍ په تحريک خپلې رایې ورکړي‌. د بې باورۍ په تحريک د رايو اخستلو لپاره د بلوچستان عوامي ګوند د ايالتي اسمبلۍ غړي ظهور بليدي تحريک وړاندې کړو. د اسمبلۍ سپيکر سردار بابر موسا خیل داسمبلۍ له غړو وغوښتل چې باید د تحريک په حق کې غړي  پر خپلو ځايونو ولاړ شي، خو پر دې وخت يوازې يولوس غړي ولاړ شول. د بې باورۍ د تحريک کامیابیدو لپاره د هغو  څوارلسو غړو ولاړیدل او حاضري ضروري وه، کومو چې د تحريک د وړاندې کېدو پر خواست لاسلیکونه کړي وؤ، خوچې کله تحريک وړاندې شو نو په دې کې درې غړي پر موقعه موجود نه وؤ نو ځکه تحريک تر وړاندې کېدو له مخه ناکامه شو او رايې ورباندې نه واخيستل شوې۔ له هم دې کبله د اسمبلې سپيکر سردار بابر خان موسا خېل وويل"تحريک عدم اعتماد ځکه نه شي وړاندې کېدای چې ستاسو غړي پوره نه دي" د اسمبلۍ له غونډې وروسته  رسنيو سره په خبرو کې پخواني وزير اعلا جام کمال په شريک خبري کانفرنس کې وويل، دوی خبر ؤ چې شمېر يې پوره نه دی خو وايي بيا هم دوئ ځکه دا کار وکړ چې دا معلومه شي چې د قدوس بزنجو د حکومت ضد خبرې کوونکي غړي په عمل کې هم د هغه پر ضد کوم ګام اخلي کنه، وايي داسې ونه شوه، " يوازې زموږ د ګوند د غړو شمېر خو له اولې ورځې هم نه پوره کيده، که داسې وای موږ به په خپله تحريک جمع کړی وای، خو موږ  وويل ځه! چې موږ اته يو، لس يو، دولس يو، هر څو يو، جمع به يې کړو، او دا مو خيال و چې کوم خلک د قدوس بزنجو حکومت ناسم ګڼی، يا بد ورته وايي، يا يې دا ويل چې د قدوس بزنجو په راوستلو کې د دوی لاس نسته، نو موږ هغه د اسمبلۍ، د دوی او د اولس په مخ کې کېښوده"  پر 18 مې د بلوچستان عوامي ګوند يا باپ مشر او پخواني وزير اعلا  جام کمال، د پاکستان تحريک انصاف ګوند پارلماني مشر سردار يار محمد رند او د ملتپاله عوامي نيشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي په ګډه سره د بې باورې د تحريک درخواست په اسمبلۍ کې جمع کړی ؤ۔ پر دې خواست د څوارلسو غړو لاسلیکونه موجود وؤ، دوئ هغه وخت  رسنيو ته ويلي وؤ چې د اعلا وزير ميرعبدالقدوس بزنجو حکومت په پوره توګه ناکامه شوی او دوی له دې لارې د هغه حکومت ختموي۔ بلوچستان کې اسمبلۍ کې ټول 65 غړي دي، د کوم چې شل سلنه  يعنې 13 غړي ضروري وي چې د عدم اعتماد د وړاندې کېدو پر وخت په غوڼده کې  حاضر وي، له وړاندې کېدو ورستو پر تحريک رايې اخيستل کېږي، د تحريک د کاميابه کېدو يا نا کامه کېدو لپاره د 33 غړو راېې حاصلول ضروري وي۔ د عبدالقدوس بزنجو پر ضد د بې باورۍ د تحريک پر درخواست د بلوچستان عوامي ګوند د اوو(7) غړو، د پاکستان تحريک انصاف د څلورو او د ای اين پي د دریوؤ غړو لاسلیکونه شوي وؤ، خو د تېرې ورځې په  اجلاس کې د باپ، ای اين پي او پي ټي اي يو، يو غړی نه و حاضر شوی۔ وزير اعلی ميرعبدالقدوس بزنجو د ده پر ضد جمع کړل شوي د بې باورۍ د تحريک په اړه وويل، دا د سياست برخه ده، او د جمهوريت ښايست دی خو هغه وويل، د بې باورۍ د تحريک د راوړلو لپاره د وخت انتخاب سم نه ؤ، د قدوس بزنجو پرضد تحريک چلونکي پخواني وزير اعلا جام کمال له رسنيو سره په خپلو خبرو کې دا هم  وويل، په قامي اسمبلۍ کې يې د پاکستان د پخواني وزير اعظم  عمران خان په ليري کولو کې د پاکستان جمهوري غورځنګ يا پي ډي ايم ملاتړ په دې شرط کړی ؤ چې د پي ډي ايم ګوندونه به د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې د دوی ملاتړ کوي . خو هغه وویل  نه پوهيږي پي ډي ايم له دوی  سره کړې ژمنې ولي پوره نه کړې؟ هغه وويل له سياسي ملګرو سره به صلاح مشوره کوي، چې نور په قامي اسمبلۍ کې د اوسنې حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي او که نه؟   خو د پي ډي ايم مهم غړي او دبلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مشر سردار اختر مينګل  په خپل يو بيان کې د جام کمال دا خبره رد کړې  او ويلي يې دي چې د پي ډي ايم او بلوچستان عوامي ګوند تر مينځ  هيڅ کوم تړون يا هوکړه نه ده شوې.  تېر کال په ستمبر مياشت کې بلوچستان نيشنل ګوند (باپ)  او جمعيت علما اسلام د هغه وخت د اعلا وزير جام کمال پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړی ؤ، د عدم اعتماد تحريک تر وړاندې کيدو وړاندې وزير اعلا جام کمال استعفا ورکړې وه او د جام کمال  پځائ د بلوچستان عوامي ګوند غړی مير عبدالقدوس بزنجو وزير اعلا و ټاکل شو۔

27.05.2022 ډیوه

داحتساب اؤ الیکشن قواننیو کې دبدلون قانوني مسودې دسینیټ نه هم منظورې کړی شوې

له قامي اسمبلۍ وروسته د پاکستان سینیټ کې هم د تحریک انصاف د سخت احتجاج سربیره د احتساب او انتخاباتو  ایکټ کې دبدلونونو قانوني مسودې منطور کړل شوي دي. دجمعې په ورځ دسینیټ دچیرمین صادق سنحرانې په مشرۍ دسینیټ غونډه کې د قانون وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ د نیب او مرتضا جاوید عباسي د الیکشن ایکټ کې دبدلونونو قانوني مسودې  وړاندې کړې دي- د قانون د منظورۍ په مهال د پي ټي ایي سینیټر شهزاد وسیم وویل بهرنیو هیوادونو کې میشت پاکستانیان د ووټ د حق څخه محرومه نه شي پاتې کیدلې او د رایو دشمیر دبرقي مشن په استعمال  به هم ساز باز نه کوي- د قانون وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ په دې مهال وویل  بهرنیو هیوادونو کې دمیشت پاکستانیانو د ووټ حق به نه ختموې البته دغه واک الیکشن کمیشن ته ورکړی شوی دی او هڅې به کیږي چې د یو پایلټ پروجیکټ د لارې شورو کړی شي-  هغه د نیب قانون کې د بدلون څخه هم دفاع وکړه او وئ ویل د نیب قوانین  پخواني امر معارفي کړي وؤ  چې د سیاسې انتقام د پاره کارول شوي دي-  بهرنیو هیوادونو کې میشت پاکستانیانو ته د ووټ د حق په اړه قانون کې د ترمیم وروسته پر ټولنیزو رسنیو سخت عکس العمل مخې ته را روان دی- په لندن کې میشت پاکستانی وګړی احتشام الحق وایي بهرنې هیوادونو کې اوسیدونکې پاکستانیان هم ټاکنو کې ووټ کارول غواړې، هغه یوازې د پیسې رالیږلو مشینان نه دي- دټولنیزو رسنیو یوه بله فعاله ډاکټره فاطمه لیکي " بهرنیو هیوادونو کې میشت پاکستانیان دې هیواد ته دپیسو لیږلو عمل ودروي- دا د ووټ ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده" یو بل فعال ډاکټر جمیل الرحمان لیکي "ډالر غواړي خو سیاسې نظام کې زمونږ برخه نه" ذکر شوي دواړه قوانین تیره ورځ قامۍ اسمبلې څخه په اکثریت منظور شوی وو- د نیب ارډیننس کال ۱۹۹۹ کې دتجویز کړل شوي بدلون تر مخه دنیب چیرمین چې خپله درې کلنه دماموریت موده سرته ورسوي نو له هغې وروسته به بیا دنیب چیرمین نه شي جوړیدی. د قانون تر مخه که وزیراعظم او مخالف ګوندونه پر دې اتفاق ونه لري نو معامله به پارلیماني کمیټې ته لیږل کیږي او پارلیماني کمیټه به په ۳۰ ورځو کې د نیب د چیرمین نوم ټاکي-  د نیب په قانون کې دمرکزي او صوبایې مالیې راغونډولو معاملې د نیب څخه اخستل شوي او نیب به نیول  شوی یو تورن تن په ۲۴ ساعتو کې عدالت ته د وړاندې کولو پابند وي- قانوني مسوده کې د نیب له اړه د ریمانډ موده د ۹۰ ورځو څخه ۱۴ ورځو ته راښکته کړی شوې ده- دقانون تر مخه د وفاقي او صوبایي کابینو  پر پریکړو، د پرمختیایي پروژو کې دغبن په تورونو  او د یوې ریګولیټري ادارې پر پریکړو به نیب کارروایي نه شي کولی- دپاکستان موجوده حکومت د تحریک انصاف پر پخواني حکومت  تورونه لګوي چې داحتساب ملي اداره یې د دوئ پرضد سیاسي انتقام لپاره کاروله  او د نیب چیرمین دتحریک انصاف د خوښې په اساس پرېکړې کولې. د نیب د اوسني چیرمین د ماموریت موده د راتلونکي جون په دویمه نیټه سرته سیدونکې ده او د نوي چیرمین د پاره د حکومت او مخالفو ګوندونو تر منځ سلا مشوره  روانه ده- بل ارخ ته د تحریک انصاف د مشرانو وینا ده چې اوسنی ایتلافي حکومت د خپلو مشرانو په ضد دغبن روانو مقدمو کې دهغوئ دبچ کولو لپاره دغه پرېکړې کوي.

27.05.2022 ډیوه

اوکراین: د یرغل د پیل راهیسې مو څه کم ۳۰۰۰۰ روسي‌ سرتیري‌ وژلي دي

واشنګټن - د خارکیېف په شمال او ختیځ کې توده جګړه روانه ده، روسانو د لیمن ښار نیولی دی رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو ادعا کړې چې د جمعې په ورځ یې د جګړې په ډګر کې د لېمن مهم ښار نیولی دی او داسې ښکاري چې اوکراین منلې ده. دا په داسې حال کې چې ماسکو د اونیو راهیسې دغلته په خپل پوځي پرمختګ باندې زور اچولی. بل پلو روسي ځواکونه په شمال ختیځ کې چې لا له مخکې څخه د روس پولو ته په شا تمبول شوي وو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ داسې ښکارېدل چې غواړي نوي ځوابي عملیات پیل کړي. د لویدیځ چارواکي وايي‌، داسې نه ښکاري په اوکراین دې د تېرو دریو میاشتو راهیسې د روس روان یرغل پای ته ورسېږي. د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیېف کې چارواکي وايي، د روسانو په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه اوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي او ددغه ښار په شمال او ختیځ کې درنه جګړه روانه ده.   په خارکیېف کې عیني شاهدانو هم د درنو چاودنو خبر ورکړ، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه کوښښ کوي د ښار په شمالي برخو کې خپلې مورچلې ځواکمنې کړي. له خارکیېف څخه د دې میاشتې په سر کې روسي ځواکونه په شا تمبول شوي ‌وو خو اوس داسې ښکاري چې ماسکو غواړي بېرته پر مخ ولاړ شي. روسي ځواکونو له خارکیېف سره نېږدې د جګړې د پرمختګونو په اړه لا څه نه دي‌ ویلي، خو د روس د پوځ لخوا په ټولینزو رسنیو باندې د اوکرایني ځواکونو پرضد د پرمختګونو خبرونه ورکول کېږي چې په هغو کې د ډانباس سیمه هم شامله ده. د امریکا ددفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، که څه هم د خارکیېف شاخوا د جګړې راپورونه زیات شوي خو بیا هم تر اوسه د جګړې په ډګر باندې کوم ستر بدلون نه دی راغلی. هغه د خپل نوم د نه شودلو په شرط ویلي، "مونږ اوس داسې ارزوو چې اوکرایني ځواکونو روسي ځواکونه په شا تمبولي او اوس د روس د پولې په لس کیلومټرۍ کې پراته دي. د دې ترڅنګ د اوکراین په ختیځ کې روسانو د پام وړ لاس ته راونې لرلي چې په هغو کې په سوېرو ډونیڅک کې د پپوسنا ښار هم شامل دی. د امریکا د دفاع وزارت چارواکي ويلي، "مونږ باور لرو چې روسي ځواکونه په دې توانېدلي چې په شمال ختیځ کې د سوېرو ډونیڅک اکثره سیمې ونیسي. خو دوی په دې نه دې توانیدلي چې په بشپړه توګه یې ترلاسه کړي ځکه اوکرایني ځواکونه لا تر اوسه هم هلته جګړه کوي." د اوکراین چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ منلې ده چې روسانو په ختیځ کې د دوی د سرتېرو د کلابند کولو هڅه وکړه او په سوېرو ډونیڅک او او لسېچنسک ښارونو کې یې پرمختګ کړی. د اوکراین پوځي چارواکو رویټرز ته ویلي، "روس پرمختګ کړی خو مونږ ټول هغه څه کوو چې امکان ولري." الجزیرې د سېوېرو ډونیڅک د پخواني ښاروال له خوړلې خبر ورکړی چې د اوکراین په دغه ختیځ ښار کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د اوکراین په جګړه کې دوه اړخیز زیانونه: بل پلو د اوکراین پوځ دعوه کړې چې دوی تر اوسه د یرغل له پيل راهیسې ۲۹۶۰۰ روسي سرتېري وژلي دي. امریکایانو اټکل کړی، چې روسانو په دغه جګړه کې کابو یو زر ټانکونه، ۴۰ الوتکې، تر ۵۰ زیاتې هیلې کوپټرې او ۳۵۰ توغندي له لاسه ورکړي. خو امریکايي چارواکو د روسي سرتېرو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه له څه ویلو ډډه وکړه. روس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، د دوی ځواکونو تر اوسه د اوکراین ۱۷۹ الوتکې، ۱۲۷ هیلې کوپټرې، تر زرو زیات ډرونونه، په سلګونو د الوتکو ضد توغندي‌ او تر ۱۶۰۰ زیات د توغندیو سیستمونه ویجاړ کړي دي. بي بي سي د اوکراین د ماليې د پخواني‌ وزیر له خولې ویلي، چې هېواد یې د روس له یرغل وروسته بیارغونې ته ۷۵۷ بیلینه ډالرو ته اړتیا لري. سي ان ان د یو حقوقي راپور پر بنسټ خبر ورکړی چې تر ۳۰ زیات پوهانو روس په اوکراین کې په ټول وژنې یا قتل عام باندې تورن کړی دی.

27.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more