شاته

لاوروف لویدیځ د روسيې پر ضد په ’څرګنده جګړې‘ تورن کړ 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د جمعې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۶) لویدیځ هیوادونه د روسیې او د هغه هیواد د خلکو په وړاندې په "څرګنده جګړه" تورن کړل.

د روسیې دغه لوړپوړی چارواکی دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې روسي ځواکونو په اوکراین کې خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی دی.

سرګي لاوروف د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې وویل: "لویدیځ زمونږ پر ضد جګړه اعلان کړې" او زیاته یې کړه چې لویدیځ هیوادونه د فرهنګي مسایلو او د روسیې د ټولو شتمنیو په ګډون د هر هغه څه چې د روسیې سره تړاو لري، په وړاندې یې په جګړه بوخت دي.

لاوروف همدا شان غربي هیوادونه تورن کړل چې د روسیې لیکوالان، سندرو جوړونکي او فرهنګي څیرې منع کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا وضعیت به د روسي په وړاندې د اوږدې مودې لپاره همداسې پاته شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا د واشنګټن د سپوږمکیو فعالیت "دوه چنده، درې چنده او څلور چنده کیږي او هڅه کوي چې زمونږ هیواد راایسار کړي."

لاوروف همداشان وویل چې لویدیځ هیوادونه د ټولو وسایلو څخه د هغې جملې څخه د اقتصادي بندیزونو او "د نړیوالو رسنیو په فضا کې ناسمو تبلیغاتو" سره د روسیې پر ضد استفاده کوي.

لاوروف وویل: "په ډیرو لویدیځو هیوادونو کې د روسانو سره ضدیت هره ورځ بیساری ماهیت کیږي او په تاسف سره په یو شمیر هیوادونو کې روس-ضدیت هڅول کیږي."

وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د روان مکال د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړ غربي هیوادونو په ځانګړې توګه متحده ایالاتو پر زوسیې پراخ اقنصادي بندیزونه ولګول.

سربیره پر دې لویدیځو هیوادونو نه یواځې اوکراین ته مالي مرستې برابرې کړې بلکې دې هیواد ته یې عصري پوځي تجهیزات او وسلې هم برابرې کړې چې د روسیې د پوځي یرغل په ضد د خپل هیوواد دفاع وکړي.