ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


" له زندان او شکنجې نه وریږم "، د کابل یوه معترضه

کابل نن بیا د یو شمېر ښځو د اعتراضونو شاهد و چې د کار، ډوډۍ او ازادي شعارونه یې ورکول. یوې اعتراض کونکې ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ددوی د اعتراضونو مخه ونیوله او د څه وخت لپاره یې یو شمېر معترضانې " یرغمل کړې وې" صفي الله ستانکزي له یوې معترضې سره چې د امنیتي دلایلو له کبله نه غواړي نوم یې یاد شي د سکایپ له لارې مرکه کړې ده.

26.05.2022 ازادي راډیو

په کابل کې معترضانې، " د نجونو ښوونځي پرانیزئ "

یو شمېر معترضانو نن بیا هم کابل کې اعتراضي لاریون وکړ او د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه یې وکړه. له دې سره په یو وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر نن په دې هیواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضیعت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

26.05.2022 ازادي راډیو

ریچارډ بنیټ: پر میرمنو د طالبانو محدودیتونه په ټولنه کې د هغوي د حضور مخنیوی دی

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکی ریچارد بنیټ وايي، افغانستان د خورا زیاتو بشري ګواښونو سره مخ دی او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې د بشري وضعیت د ښه کیدو لپاره دې د خپلو خبرو او کړنو ترمنځ فاصله کمه کړي.

26.05.2022 امریکا غږ

عمران خان حکومت ته د ټاکنو د اعلان لپاره ۶ ورځې مهلت ورکړی

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان حکومت ته پنجشنبې مې ۲۶ (غبرګولي۵) خبرداری ورکړی که په ۶ ورځو کې یې د نویو ټاکنو نیټه اعلان نکړي، د خپلو سلګونو زرو پلویانو سره یو ځای به په اسلام آباد کې پرلت وکړي.

26.05.2022 امریکا غږ

د متحده قومونو استازی: د افغانستان واکمن طالبان باید د خلکو حقونه تسلیم کړي

د بشري حقونو د پاره د اقوام متحده خصوصي استاذي رچرډ بېنېټ ویلي د بشري حقونو د سختو د سرغړونو له وجې افغانستان د یوشمېر مسلو سره مخامخ دی او د هېواد واکمن طالبان باید د خلکو حقونه تسلیم کړي. بل خوا داعش د شورو چارشنبې په ورځ افغانستان کې د هغه بریدونو ذمه واري منلې ده چې پکې د طالبانو د حکومتي ذمه دارانو له خلې تر 15 پورې کسان وژل شوي وو. د افغانستان د یوشمېر ولایتونو د لس ورځني سفر په پایه کې د یو خبري کانفرنس په وخت رچرډ بېنېټ وویل « افغانستان کې د انساني حقونو په راکمېدو او د اولسي ژوند نه د ښځو د کردار ختمولو د پاره پورته کړی شوو ګامونو باندې سختې اندېښنې لري او په طالبانو یې زور راوړی خپل قول او فعل کې باید تضاد ختم کړي او د خلکو بشري حقونه ومني» هغه د خبري کانفرنس په وخت زیاته کړه دا وخت افغان ښځې د واکمنو له وجې د یوشمېر ستونزو سره مخ دي جینکو ته د شپږم ټولګي نه بره د تعلیم، ددوي ته د ازادانه ګرځېدو او وېنا اجازت نه ورکړی کېږي او ددې خبرو مقصد ښځې په ټولنه کې پټول دي. نوموړي افغانستان کې د ښځو جینکو او بشري حقونو په سر غړونو دا تازه اندېښنې په داسې حال کې ښودلي چې د نوموړي سفر دپېل سره سم طالبانو په افغانستان کې د پردې شرطونه نور هم سخت کړي او د هغه ښځو لپاره یې هم د مخونو پټول لازمي کړي چې د ټي وي په سکرین راځي. رچرډ بېنېټ په هغه تورونو هم ژوره فکر مندې ښکاره کړلې چې پکې ویلی شوي طالبان پنجشیر کې مخالفین په هدف کوي، دوي د عدالتونو پرته وژني، سزاګانې ورکوي، تشدد پرې کوي په جبري توګه دوي له خپلو کورونو بې کوره کوي. هغه وویل د واکمنو دغه ګامونه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده. رچرډ بېتېټ په افغانستان کې دداعش په تازه بریدونو هم اندېښنې وښودلې چې د هغه په وېنا هزاره او د صوفیانو ټولنې پکې په هدف کېږي. داعش نن د یو ټیلي ګرام د لارې پرون د شورو چارشنبې په ورځ په بلخ مزار شریف او کابل کې د هغه څلورو چاودنو ذمه واري منلې ده چې د طالب چارواکو له قوله 15 کسان پکې مړه او تر دېرشو زیات ژوبل کړی شوي دي. د افغانستان د پاره د امریکا ځان ګړې استاذې رینا امیري هم په ټوېټر دداعش په بریدونو غبرګون ښودلی او د خپلو اندېښو څرګنونو په وخت یې ویلي په مزار شریف او کابل کې د تازه بریدونو مقصد له وړاندې نه ځورل شوي افغانان نور هم ازارول دي.

26.05.2022 ډیوه

شهباز شریف:عمران خان پښتونخوا کې مذهبي تندروۍ ته وده ورکوي

دپاکستان وزير اعظم شهباز شريف په پخواني وزير اعظم عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره دخیبر پښتونخوا ولس کي دمذهبي جذباتو راپارولو او د صوبې د سرکاري وسيلو کارولو تورونه لګولى دي. بل اړخ ته قامي اسمبلۍ د حکومت لخوا د احتساب او انتخاباتو په قوانینو کې دبدلون کولو منظوري ورکړې ده چې تر مخه یې د نورو مقدمو په څير دنيب مقدمه کې هم تورن تن ته د ضمانت ورکولو او دنیول شوي تورن تن په یو شواروز کې دننه عدالت ته د وړاندې کولو پرېکړې شوې دي. تحريک انصاف ګوند د انتخابي قانون د بدلون دمسودې د لارې بهر دمیشتو پاکستانيانو د ووټ دحق نه د محرومولو په پريکـړه ټکونه کوي او ددې په ضد یې عدالت ته د تګ پريکړه کړې ده. د زيارت په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډى ته وينا کې وزير اعظم شهباز شريف په پخواني وزير اعظم عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره اړي ګړي ته د ودې ورکولو تورونه تکرار کړل او زياته یې کړه تپره ورځ عمران خان او د خيبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان د صوبې سرکاري وسيلو سره په مرکز حمله کړې وه. شهباز شريف وويل د خيبر پښتونخوا ولس د ترهګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي خو د فکرمندۍ خبره ده چې عمران خان دغلته مذهبي تندورۍ ته وده ورکوي او شهباز شريف پوښتنه وکړه  چې عمران خان د احتجاجي لاريون لپاره د صوبې په ولس د چا په ضد د جهاد غږ کړى دى؟ دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته داحتجاجي لاریون په مهال پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې هغه سیاسي مارچ نه بلکې "جهاد" کوي اؤ په خلکو یې غړ وکړو چې لاریون کې دې شریک شي. د عمران خان لخوا حکومت ته راتلونکو شپږو ورځو کې د انتخاباتو داعلان په اړه ورکړل شوي مهلت ته خپل غبرګون کې وزير اعظم شهباز شريف وويل حکومت به د چا فشار کې نه راځي او دا چې په دې اړه تګلاره به د اتحادي ګوندونو په مشاورت جوړوي. له دې وړاندې قامي اسمبلۍ د انتخاباتو قانون کال ٢٠١٧ کې د بدلون منظوري ورکړه چې ترمخه یې د تحريک انصاف حکومت کي بهرمیشتو پاکستانيانو ته د ووټ دحق ورکولو او انتخاباتو کې د ورکړل کیدونکو رایو په مشین دشمیرلو پرېکړې ختمې شوې دي. د قانون مرکزي وزير اعظم تارړ اسمبلۍ ته ویلي دوي هم د اليکټرانکي مشينانو په حق کي دي خو دا ګڼي چې لا دا وخت د ازادانه او بې پلوه انتخاباتو لپاره دغه مشينانو کارؤل ممکن نه دي. وړاندې نه انتخابي کميشن هم د اليکټرانکي مشينانو د کارولو مخالفت کړى دى. حکومتي پريکړې ته غبرګون کې د تحریک انصاف ګوند یو مشر بابر اعوان دا د سپريم کورټ د فيصلو سپکاوى ګرځولى او ددى په ضد یې عدالت ته دتلو اعلان کړى دى. قامي اسمبلۍ د حکومت لخوا داحتساب قانون کې د بدلون د مسودې منظوري هم ورکړې ده. د قانون وزير سینیټر اعظم نذير تارړ وويل د نيب قانون اکثره د سياسي مخالفينو په ضد دانتقام په ډول کارول شوى دى چې له امله يې مقدمو کې نومول شوي تنان په خودکشۍ مجبوره شوى وؤ ځکه ناست حکومت ددې مخنيوي لپاره دنيب قانون کال ١٩٩٩ کې د بدلون پريکړه کړې ده۔ مرکزي وزير وويل د بدلون د لارې د نورو مقدمو په څير دنيب مقدمه کې دګرفتاره ملزم هم په څلیريشتو ساعتونو کې عدالت ته د حاضرولو او ملزم ته د ضمانت دحق ورکولو پريکړې شوې دي. دقانون وزير وويل مخکې به يو ملزم په مياشتو قيد ؤ خو نه به قانوني کاررواېي پيل کيدله او نه به ورته ضمانت ورکړی کیدو. د نوي بدلون د لارې په نيب د سرکارې ملازمينو په ضد د کوټلي ثبوت نه بغير په کارروايۍ بنديز لګول شوى او دا بندیز پرې هم اېښودل شوی چې دمقدمې پیل کیدو نه وړاندې به د تورن تن په هکله تفصیلات میډیا ته نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې سپريم کورټ تفتيشي ادارو کې د حکومتي لاسوهنې نوټس اخستى دى او د تحريک انصاف مرستيال چيرمين شاه محمود قريشي تور لګولى چې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند او اتحادي جماعتونه داحتساب قانون کې دبدلون دلارې د خپل قيادت په ضد درج مقدمې ختمول غواړي.

26.05.2022 ډیوه

دمردان سیداحمد جان خپل ژوند دپي ټي ایي لاریون کې وبایلو خو ګوندي مشران یې جنازې ته نه دي ورغلي

د تحریک انصاف ګوند فعال سید احمد جان تیره ورځ اسلام اباد ته دلاریون په مهال د اټک پل نه لاندې غورځېدلی او مړ شوی ؤ چې نن یې جنازه په مردان کې شوې ده خو کورنۍ یې وایي چې دتحریک انصاف مرکزي مشران یې جنازې ته نه دي ورغلي. دهغه دکورنۍ په وینا سیداحمد جان نه پنځه ماشومان یتیمان پاتې شوي چې درې پکې هلکان او دوه جینکۍ دي. دنوموړي تن دکورنۍ په وینا لاریون کې مړ شوی سیدا حمد جان یو بې وزله تن ؤ چې دکباړ په روزګار یې خپله ټوله کورنۍ پاله بلکې هغه دخپل کور د ګټې وټې یوازینی وسیله وه. دخیبر پښتونخوا مردان  30کلن سید احمد جان دی تیره ورځ د خیبر پښتونخوا نه اسلام اباد پله د تحریک انصاف د لاریون په مهال د اټک پل څخه ښکته غورځېدلی اؤ مړ شوی ؤ. دهغه مشر ورور محمود جان وي او ای ډیوه ته وایي د ورور نه یې پېنځه ماشومان یتیمان پاتی شوي دي. دهغه په وینا سید احمد جان د کباړ کار کولو او دخپل کور دګټې وټې یوازینی بنیادم ؤ.  د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مردان کې دسید احمد جان جنازه شوې ده خو دهغه خپلوانو او ځایي خلک وایي په دې جنازه کی د تحریک انصاف ګوند کوم مرکزي غړی ګډون نه دی کړی . د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د سوشل میډیا د لارې ویلي هغه د سید احمد شاه په مړینه غمژن دی او د کورنۍ په غم کې شریک دی. وزیراعلا په ټویټر خپل پېغام کې دا هم ویلي چې دسید احمد جان کورنۍ به یوازې نه پرېږدي. ډیوه سره خبرو کې د سید احمد جان ورور محمود جان وایي "سیاسی ورکر ځان وژني، څومره هلې ځلې چې کوي نو ورکر یې کوي او پکار ده چې د هغې ورکز تپوس هم بیا وشي او که د ورکر تپوس ونه شي نو بل ورکر به بیا ځان ساتي" تیره ورځ د مرکزي حکومت په ضد د تحریک انصاف ګوند په لاریون کې تر ټولو زیات ځوانان د خیبر پښتونخوا صوبې دبیلابیلو سیمو څخه تلي وؤ. په سوشل میډیا لیدل کیږي چې د پي‌ ټي ایي فعالینو داټک پل نه لویدلی ځوان احمد جان په لاسونو کې اخستی او د هغه د بچ کولو هڅې کوي خو هغه خپل ژوند په دغه لاریون کې وبایللو. د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر حیدر خان هوتي دتحریک انصاف ګوند په لاریون کې د سېاسي فعالینو او سرکاري ملازمینو په مرګ ژوبله غم او خفګان ښکاره کړی او وایي د پاکستان سیاست کې چې عدم برداشت او تاؤ تریخوالي کومه وده کړې ده دا په ټول هیواد کې سېاست او جمهوریت ته نقصان رسوي. ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په دی لاریون کې تر ټولو زیات پښتنو ځوانانو ګډون کړی او داسې احتجاج نه دی پکار چې خلکو ته نقصان ورسوي. دحیدر هوتي په وینا "پرون چې کوم مارچ شوی نو اکثریت پکې د پښتونخوا نه خلک تلي وؤ، د پښتونخوا سرکاری وسایل هم استعمال شوي او بیا یې د سپریم کورټ د حکم سرغړونه کړې ده، داسې احتجاج چې پکې د خلکو ژوند ته نقصان رسي، ډډه ورڅخه پکار ده" دپاکستان مرکزي حکومت ویلي تیره ورځ د پاکستان سپریم کورټ تحریک انصاف ته د جلسې اجازه ورکړې وه خو دغه ګوند دسپریم کورټ د فيصلې نه سرغړونه کړې او کارکنان یې ډی چوک ته رسولي وؤ. حکومت دا تور هم لګوي چې د تحریک انصاف کارکنانو په اسلام اباد کې سرکاری او غیر سرکاري ودانیو ته نقصان رسولی دی . د پنجاب پولیس وایي دپي ټي ایي په لاریو کې شاملو کسانو کارکنانو 27 افسران او ځوانان ژوبل کړي دي. پخواني وزیراعظم عمران خان اسلام اباد ته دخپل ګوند دپلویانو رسولو نه وروسته نن د زیارت په ورځ دخپل احتجاج ختمولو اعلان کړی خو په سوشل میډیا نیوکې کیږي چې هرکله دعمران خان هیڅ یوه غوښتنه هم ونه منل شوه نو هغه دا لاریون ولې وکړو؟ اؤ زیاتوي ددې لاریون زیانونونه خو څرګند دي خو ګټه یې هیڅ په نظر نه راځي. دا په داسې حال کې ده چې عمران خان ویلي که حکومت په شپږو ورځو کې دننه دنوؤ انتخاباتو اعلان ونه کړو نو دی به یو وارې بیا دخپل ګوند دپلویانو سره اسلام اباد ته لاریون وکړي.

26.05.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

26.05.2022 امریکا غږ

چارواکي: روسي ځواکونو د اوکرایین په ډنباس او لوهانسک سیمو کې بریدونه کړي دي

د اوکرایین چارواکي وايي، روسي پوځونو د دې هېواد په ختیځ ډنباس او لوهانسک سیمو کې پر ګڼ شمېر ښارګوټو بریدونه کړي دي. په وروستیو اونیو کې جګړه د روسیې ختیځ ډنباس سیمه کې متمرکزه ده چیرې چې روسیه هڅه کوي د زیلینسکي په نسکورولو یا د کییف په نیولو کې له یو پړاو ناکامۍ وروسته کنټرول ترلاسه کړي. د اوکراین د لوهانسک د ختیځې سیمې ګورنر یا والي، سرهي هایدای د سیورو دونیتسک د صنعتي مرکز شاوخوا وضعیت ډیر ستونزمن وباله او ویې ویل چې د دې سیمې په بهر کې لا د مخه جګړه روانه وه. هغه وویل، روسي پوځیان دومره پرمختللي دي چې کولای شي پر ښار د هاوانونو ډزې وکړي. رویټرز راپور ورکوي چې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو مشر په دونیتسک سیمه کې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د ډنباس په سیمه کې د پوځي عملیاتو د ګړندي کولو غوښتنه وکړه. د الجزیرې د راپور له مخه چې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په دونیتسک سیمه کې لږ تر لږه ۴۳۱ ملکیان وژل شوي او ۱،۱۶۸ نور ټپیان شوي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په خپل هېواد کې یو حکم صادر کړ چې د خرسون او زاپورزیهیا خلکو ته به د روسیې تابعیت په چټکۍ سره ورکړي. په ډنباس کې د اوسیدونکو خلکو لپاره د روسیې د تابعیت ګړندي کولو لپاره دمخه لا یو پروګرام شتون لري. اخوا اسوشېټیډ پرېس راپور وايي چې د G-7 چارواکي په برلین کې غونډه کوي ترڅو په اوکراین کې د روسیې د جګړې له امله د انرژۍ یا توانایۍ اوسني بحران سره مبارزه وکړي. بل لور ته د ترکیې یوه جګپوړي چارواکي د پنجشنبې یا زیارت په ورځ رویټرز خبري ادارې ته وویل چې انقره له مسکو او کییف سره په خبرو بوخته ده چې له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو لپاره د ترکیې له لارې یو دهلیز پرانیزي. د اوکراین د تور سمندرګي بندرونه د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له یرغل راهیسې تړل شوي او له 20 میلیون ټنو څخه ډیر غله په سیلو کې بنده پاتې ده. روسیه او اوکراین د نړۍ د غنمو د اکمالاتو نږدې درییمه برخه جوړوي او له اوکراین څخه د صادراتو کمښت د نړۍ د خوراکي توکو د مخ پر ودې بحران سبب ګرځي.  

26.05.2022 ډیوه

دامریکا ضد بیانیې خپلولو ترشا عمران خان څه مقاصد لري؟

څېړونکي وايي چې دپخواني وزیراعظم عمران خان لخوا دموجوده حکومت په ضد احتجاج په دې اډانه دی چې د حکومت ړنګولو سازش يې امريکې کړی دی خو امريکې په خپله او د پاکستان امنيتي ادارو هم سپینه کړې ده چې دبهر نه دعمران خان دحکومت پرضد څه سازش نه دی شوی. څېړونکي په دې نظر دي چې عمران خان اوس مهال د خپلو سياسي ګټو لپاره په ولس کې د امريکا ضد جذباتو نه ګټه پورته کول غواړي۔ په دې هکله په پېښور پوهنتون کې د صحافت دڅانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي "خلک د ګرانۍ له وجې خفه وؤ، ده (عمران خان) باندې د ناکامۍ چې کوم الزامات لګېدل هغه په ډېره موثره طريقه هغه خپل تېر وخت په (امریکا ضد بیانه) سره پټوي." عمران خان دا خبره تکراروي چې هغه د امریکې د سازش په نتیجه کې د اقتدار نه لېرې کړی شوی خو د دې ترڅنګ یې مطبوعاتو ته په خپلو مرکو کې دا هم ویلي دي چې هغه د امریکې مخالف نه دی. وایټ هاوس او د امریکې خارجه وزارت د عمران خان دعوې ردوي. څېړونکي وايي دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې یو  سياسي مشر د امريکا مخالف د خلکو جذبات راپارولي بلکې له دې وړاندې هم د پاکستان دچپ لاس سياسي ډلو، مذهبي سياسي ګوندونو او هم طاقتور اسټېبلېشمنټ وخت په وخت دا کار کړی دی۔ په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته خپلو خبرو کې وويل چې د پاکستان په وړومبو 25 کالو کې د امريکې په ضد جذباتو کې دومره زياتوالی نه ليدل کېدو، خو پاکستان نه د مشرقي پاکستان د بېلېدو او بنګله دېش جوړېدو، د ذوالفقار علي بوټو د تيزندي کېدو او بيا په افغانستان د شوروي يرغل سره د پاکستان په سياسي ډلو او مذهبي سياسي ګوندونو او مضبوط اسټېبلشمنټ کې داسې جذبات نور ژور شول۔ هغه وايي "چې کله پاکستان د امريکې سره د شوروي اتحاد په ضد جنګ کې ودرېدو نو بيا د 90 لسيزه کې دوی (امريکا) مونږ پرېښودو نو هغه يوه لویه پروپېګنډه وشوه ،هغې سره د امريکې خلاف نفرت سېوا شو، بله خبره دا چې په پاکستان کې ذوالفقار علي بوټو کله پارټي جوړه کړه نو هغې هم هغه د امريکې يو عنصر راخستې ؤ نو هغې سره د امريکا خلاف نفرت کې زياتوالی راغلو" عرفان اشرف  وايي د هېواد په هائبريډ ريژيم کې د پوځي مداخلت له وجې سياسي مشران ورځ تربلې کمزوري کېږي.  

26.05.2022 ډیوه

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیلوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې په ټول افغانستان کې د کرونا ضد واکسین کمپاین لپاره پروګرام ترتیب شوی.

26.05.2022 امریکا غږ

ایران زر ګونه افغان کډوال په زور ایستلي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته ستنیدونکو وزارت چارواکي وایي چې تیره ورځ د ایران څخه د نیمروز ولایت ته ۳۵۸۷ افغان کډوال بیرته ستانه شوي چې ددې ډلې څخه ۲۵۰۰ یې هغوي دي چې په زور د ایران څخه ایستل شوي.

26.05.2022 امریکا غږ

دعمران خان"ازادي مارچ ختم" خو خلک پوښتنې کوي چې دا هرڅه دڅه لپاره؟

دپاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان اسلام اباد ته له رسیدو وروسته دخپل ګوند دلانګ مارچ د ختمولو اعلان یې کړی خو په ټولنیزو رسنیو دپخواني وزیراعظم په دغه اعلان نیوکې روانې دي. ګڼ شمیر فعالینو په ټولنيزو رسنيو ليکلي عمران خان ويلي وؤ چې تر غوښتنو نه منل کیدو به يې احتجاج دوام لري، خو يوې شپې له راغلو، تماشه يې وکتله او د غوښتنو نه منل کیدو باوجود یې اعلان وکړو چې که غوښتنې یې ونه منل شوې نو شپږ ورځې وروسته به بیا اسلام اباد ته دخپلو پلویان سره راځي. وتلي خبريال طلعت حسېن په ټوېټر ليکلي "عمران خان ته وويل شول چې د خلکو شمېر درسره کم دی، چې کومه اندازه وه هغې تعداد ته نزدې هم نه دی او ځان مه شرمنده کوه او له دغې خبرو روسته عمران خان د خپل کور بني ګاله پله لاړو " طلعت حسېن نه ده په ډاګه کړې چې دا خبرې ورته د چا لخوا شوي دي؟ پېښور کي میشت خبريال جمشېد باغوان په ټويټر ليکلي عمران بني ګاله ته نه دی تللی، بلکې بیرته په هیلي کاپټر کې پېښور ته ستون شوی دی خو ددې خبرې تصديق يا ترديد صوبایي حکومت نه دی کړی. خبريال حق نواز په خپل فېس بک پاڼه ليکلي" د پينځوؤ مړو،په سوونو زخميانو او دوو ورځو تشدد نه وروسته دې قوم ته حقيقي ازادي مبارک وي، عاليه زهره پوښتنه کړي چې انقلاب چرته دې؟" خبريال عمرچيمه ليکلي په دې حالاتو او داسې دباؤ کې راتلو سره الېکشن کول د مسلې حل نه دی، دداسې حالاتو پېدا کوونکو او دباو اچوونکو وړومبی کوم حل راویستل پکار دي۔ "شهزاد غياث شېخ ليکلي عمران خان، نواز شريف او زرداري ستاسو خېرخوا نه دي، د دوي د سياست پريکړې په لوړه کچه کيږي، او په دې زغل کې وي چې څوک به ټاکل کيږي، مهرباني وکړئ خپل ژوند او راتلونکې مه قربانۍ کوئ" د عمران خان د حقيقي ازادي مارچ په اړه په ټوېټر د دې هېش ټېګ لاندې نزدې څلور ميليونه ټويټونه شوي دي، خبريال عرفان خان په فېس بک ليکلي ،دې نه دا ثابته شوه چې د ازادۍ جنګ په ټوېټر او په فېس بک نه شي کېدای،دې د پاره مېدان راتلل ضروري دي۔ خبريال او څيړونکې عبدالله مومند وايي د پاکستان تحريک انصاف د لانګ مارچ کمپېن په ټولنيزو رسنيو تېز روان ؤ خو په مېدان کې یې بيا هغه هومره برخه وال نه وؤ. عمران خان په خپلو جلسو کې ويلي دا احتجاج نه جهاد دي، خبريال مطيع الله جان ليکلي "عمران خان جهاد په دوو برخو کې تقسيم کړو" هغه طنزیه ليکلي "په اولني پړاو کې شل لکه خلک ستړي شول، هغوئ واپس کړی شول او دويم پړاؤ کې به شپږ ورځې وروسته شل لکه خلک بيا اسلام اباد ته راځي" وتلي خبريال حامد مير پوښتنې راپورته کړي دا څه وشو؟ ولې وشو؟ تپوس د چا نه وکړو؟" خبريال انصار عباسي هم پوښتنه کړې چې د دومره تماشې، جاني او مالي زیان نه وروسته عمران خان کور ته ولې ستون شو؟ په سوشل ميډيا فعال او د ځوانانو د حقونو د پاره کارکونکی شفيق ګګيانی وايي د عمران خان په سوشل ميډيا کمپېن کې مشيني ټويټر اکاونټونه هم کارول کيږي کوم چې مخصوص هېش ټېګ واله ټويټونه پخپله دوباره ټويټ کوي او ددي ترڅنګ ورسره ګن شمېر هغه خلک په ټولنيزو رسنيو ملاتړي دې چې خپل کارونه روزګارونه کوي، په سوشل ميډيا يې کلکه ملګرتيا کوي خو بيا دغسې احتجاجونو کې برخې اخستو د پاره نه شي راتلی۔ د عمران خان پلويانو د مارچ د ختميدو په اړه په ټويټر کوم ډير بحث نه دی کړي، زيات ټويټونه يې تېره شپه د پوليس د تشدد په اړه کړي دي، او د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ليکلي عمران خان يو ځل بيا دا ثابته کړه چې د نورو سياسي جماعتونو مشرانو نه لوړ مقام لري، د پاکستان مفاد يې په خپلو مفاداتو مقدم وګڼلو او ګټه به د پاکستان په برخه وي۔ دخزانې د وزير دغه ټويټ ته خبريال مشتاق يوسفزئ ليکلي اميد دی چې حقيقي ازادي به مو ترلاسه کړي وي کومه چې د عمران خان هدف ؤ۔

26.05.2022 ډیوه

د ښځو اعتراضونه: ډوډۍ او کار مو رانه واخيست، خو درس او مشق مې مه اخله

په کابل کې یو شمېر مېرمنو له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د دوام په غبرګون اعتراض وکړ. دغو ښځو ازادي راډیو ته وویل، دوی د مريم لېسې مخې ته راټولې شوي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام په غبرګون کې يې اعتراض کړی. د دوی شمېر شلو تنو ته رسیده. اعتراض کوونکې چې د کابل د مریم لیسې مخې ته راټولې شوې وې، شعار یې ورکوو چې "ډوډۍ او کار مې دې رانه اخیستی، درس او مشق مې مه اخله". د اعتراض یوې ګډنوالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د طالبانو دا اقدام د ښځو پر وړاندې د جهاد اعلان وباله. نوموړې وويل: "جهاد باید د کفارو پر وړاندې وي او د هر هغه چا په وړاندې چې له خدای سره شرک کوي، نه د افغانستان د مسلمانو ښځو او دردمنو میندو پر وړاندې. زموږ غوښتنه داده چې ژر تر ژره ښوونځي پرانیزي او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو او تبعیض ته دې ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي". خو د اعتراض یوه بله ګډنواله چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، له لس دقیقو اعتراض ورسته طالبانو د مريم لېسې د دروازې مخې ته هوايي ډزې وکړې او دوی یې خواره - واره کړه. نوموړې وويل: "طالبان راغلل هوايي ډزې یې وکړې، نجونې خورې - ورې شوې، رستورانتونو او کوڅو ته یې منډه کړه. درې نجونې طالبانو ونیولې، ټیلیفونونه یې وکتل، پلټنې یې وکړې او بیا یې خوشې کړې". خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو سره په خبرو کې د اعتراض د مخنیوي او هوايي ډزو خبره رد کړه . ښاغلي ټکور وويل: "دا په بشپړه توګه پروپاګند دی. موږ د نن ورځې د اعتراض کونکو څخه هیڅوک نه دي منع کړي." تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي وو چې دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره چمتوالۍ لري، خو د دې لپاره دوی د مشرتابه امر ته په تمه دي. د یادونې ده، چې د ښوونيز کال په پيل کې د وري په درېمه طالبانو ښوونځيو ته د نجونو د تګ پر مهال اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي به د ښځينه ښوونکو او زده کوونکو لپاره د لباس د طرحې جوړولو له امله تر راتلونکې حکم پورې تړلي وي. د طالبانو د واکمنۍ له بیا ځلې واکمنېدو نهه میاشتې تېرېږي خو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي په دې ټوله موده کې تړلي دي.

26.05.2022 ازادي راډیو

جنوبي وزیرستان:دزمکې په لانجه د دوؤ قبیلو ترمنځ نښته پیل شوې ده

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د دوؤ ځایي قبیلو ترمنځ د ځمکې دشخړې پسر نښته پیل شوې ده چې پکې دواړو خواته ته درنه او سپکه وسله کارول کیږي. د علاقې پولیس وایي دا نښته دجنوبي وزیرستان مرکز واڼه په ګورګوره سیمه کې د زلي خېل او خواجل خېل قبیلو ترمینځه د ځمکې دشخړې په سر د زیارت د ورځې سحر نه پېل شوې ده اؤ زیاتوي امنیتي مامورین سیمې ته رسیدلي دي او هڅه کوي چې دا جنجال په سوله ییز ډول هوار کړي. د ځایي خلکو په وینا د دغو دواړو قبیلو تر منځه دشاملاتو په ځمکه دغه جنجال د تیرې څه مودې راهسې روان ؤ چې نن د یو بل پرخلاف يې ډزې شروع کړې دي. ددې پیښې پرضد سیمه يیزو خلکو او د سیاسي ګوندونو مشرانو واڼه بازار کې اعلانونه کړي او د ډز بندي دپاره یې ملي پاڅون شروع کړی دی. د پاکستان پیپلز ګوند ځایي مشر عمران مخلص وویل سپین بیرغونه په لاس دا ملي پاڅون دپیښې ځائ ته روان شوی چې د دواړو قبیلو ترمینځه ډز بندي وکړي . هغه ووول په زرګونو خلکو لښکر کشي شروع کړې او که مخه یې ونه نیول شي دا به زیات ځاني نقصان جوړ کړي. د خواجل خېل قبېلې سره تړاؤ لرونکې او په علاقه کې د عوامي نیشنل ګوند مشر ایاز وزیر وويل د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډیدو وروسته دغلته اوس هم هغه پخواني قبایلي روایات شتون لري. هغه وویل ضلعې انتظامیې او پولیس ددغه شخړې هواري د پاره کوم زړه پورې ګامونه پورته نه کړل چې له وجه یې داشخړه په وسله واله جګړه بدله شوه. هغه وویل دا تاوان بیا په کلونو،کلونو په دښمنیو بدل شي. د زلي خېل قبیلې یو مشر ملک شیر محمد وویل که څه هم اوس قبايلي سیمو ته عدالتي نظام هم غځول شوی خو دغلته هم د زمکو د شخړو په هواري کې ډېره موده لګي. هغه وویل ددې ستونزې له امله د دوئ رشتې متاثره کیږي او د قبیلو ترمینځ ټول عمر لپاره بیا کرکې پیدا شي. هغه دا هم وویل چې ددې پیښې له امله په علاقه کې ژوند په ټپه ودریدلی دی. د علاقې د پولیسو مشر ډي ایس پي اقبال بلوچ وایي سره د نفرۍ د پیښې ځائ ته رسیدلی او زیاته يې کړه په نښته کې تر اوسه د کوم ځاني زيان مالومات مخې ته نه دي راغلي خو هغه وویل پوليس هڅه کوي چې د دواړو خواو ترمنځ ډزبندي وکړي او مورچې پرې خالي کړي. هغه وایي د دواړو طرفونو پرضد یې مقدمې درج کړي 12 کسان یې نیولي او د هغوي پرضد به قانوني چلند کیږي. قبایلي ضلعې چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې شوي له هغې وروسته پرله پسې دغلته د زمکو د ملکیت د شخړو په سر دغسې نښتې کیږي چې تر اوسه پکې په لسګونو کسانو خپل ژوند بایللی او دغه نښتې بیا په دښمنیو بدلیږي چې تر پېړیو،پېړیو دوام لري. تیر کال په لسم مارچ د خېبرپښتونخوا د هغه وخت حکومتي ویاند کامران بنګش په يوه خبري غونډه کې ویلي وؤ چې د قبایلي علاقو محرومۍ ختمولی شي او د بنيادي حقونو د خوندي کولودپاره قوانين قبایلي علاقو ته غځول شوي دي. کامران بنګش ويلي وؤ صوبې د 2020م کال د دسمبر په میاشت کې په قبايلي ضلعو کې د شخړو د هواري دپاره متبادل نظام قانون جوړ کړی د کوم لاندې چې به جرګه جوړيږي او جرګه او د علاقې خلک به په خپله د شخړو د هوارولو دپاره درېم ګړي ټاکي او د هغو درېم ګړو فېصلې ته به عدالتي ملاتړ ترلاسه وي او عدالت به دغه فېصلې ته قانوني بڼه ورکوي.

26.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more