ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لومړۍ یو ساعته خپرونه

24.05.2022 ازادي راډیو

شمالي وزيرستان: وسله والو سره نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې بيا دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي دي.

24.05.2022 ډیوه

ایف بي آی: تیر کال امریکا کې په ډزو د خلکو د وژلو پیښې ډیرې وې

د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي آی) په تازه راپور چې دوشنبه مې ۲۳ (غبرګولي۲) خپور شوی، ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې هغه پیښې ډیرې وې چې یو یا ډیرو کسانو په ګڼ میشتو سیمو کې خلک په ډزو وژلي او یا یې د وژلو هڅه کړې.

24.05.2022 امریکا غږ

د بریتانیې د پارلمان غړي: د افغانستان څخه د وتلو طریقه مو د متحدینو سره خیانت و

د بریتانیې پارلمان د افغانستان څخه د دې هیواد د ځواکونو د وتلو په هکله په څیړنو کې چې نتیجه یې سه شنبه مې ۲۴ (غبرګولي۳) خپره شوې ویلي چې دا د پلان جوړونې، چمتوالي او رهبرۍ سیستوماتیکه ناکامي ښیي.

24.05.2022 امریکا غږ

سیلابونو بنګله دېش کې څلور میلیون خلک زیانمن کړي- ملګري ملتونه 

ملګرو ملتونو نن دوشنبه مۍ ۲۳(غبرګولي دویمه) وویل چې د بنګله دېش په شمال-ختیځ کې سیلابونو لږ تر لږه څلور میلیون خلک اغیزمن کړي دي. 

23.05.2022 امریکا غږ

بایډن: روسیه باید پر اوکراین باندې د یرغل بیه پرې کړي  

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، باید "په اوکراین کې د خپل وحشت‌ درنه بیه ادا کړي".

23.05.2022 امریکا غږ

په سیمه کې د چین د مقابلې لپاره صدر بایډن د هند-بحرالکاهل اقتصادي تړون شورو کړو

د امریکا صدر جو بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ د هند - بحرالکاهل سمندر اقتصادي تړون يا IPEF د شورو کولو  اعلان کړی دی، په دې تړون کې د هند - بحرالکاهل سمندر هیوادونه شامل دي. دا پروګرام  په سیمه کې د چین د اقتصادي پرمختګونو په مقابل کې تیار شوی. صدر بایډن د IPEF یا هند بحرالکاهل اقتصادي تړون د پرانستې په غونډه کې وویل:  "د 21 مې پیړۍ د اقتصاد راتلونکې به په لویه کچه په هند-بحرالکاهل سیمه کې لیکل کیږي" د بایډن تر مخه دويي په سیمه کې: " نوي قوانین لیکي."  په دې نوي  تړون کې اسټریلیا، برونای، هند، انډونیشیا، جاپان، سویلي کوریا، ملیشیا، نیوزیلینډ، فیلیپین، سنګاپور، تایلینډ او ویتنام شامل دي.  په ټوکیو کې د IPEF د پرانستې په مراسمو کې د جاپان وزیراعظم فومیو کیشیدا او د هند وزیر اعظم نریندرا مودي  په شخصي توګه شریک وو.  IPEF د امریکا په هڅو کې د یو مهم ګام په توګه لیدل کیږي. دا IPEF دصدر بایډن د هغه لوظونو برخه ده چې د امریکا کورنی اقتصاد او بهرنۍ تګ لاره یو مقام ته ورسوي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان دتېره ورځ خبریالانو ته وویل، راتلونکې لسیزې په نړیوال اقتصاد کې د ټیکنالوژیکي لپاره دي.  سلیوان وویل، دا ډله د د نړۍ د جي ډي پي د 40٪ استازیتوب کوي، هغه وویل نور هیوادونه په راتلونکي کې ددې ډلې برخه جوړیدی شي د جاپان وزیراعظم کیشیدا د صدر بایډن سره په خپل ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:  "جاپان دصدر بایډن لخوا د IPEFد پیل هرکلی کوي او په دې کې به همکاري کوي."   د امریکا پخواني صدر بارک اوباما په 2016کال کې د ټرانس پیسفیک شراکت (TPP) لاسلیک کړی ؤ. خو ورستو صدر ډونالډ ټرمپ له دغې دې څخه وتی ؤ. IPEF په څلورو نقطو اډاڼه دی چې پکې یو ځای تړلی اقتصاد، جوابي اقتصاد، صفا اقتصاد او په انصاف ولاړ اقتصاد شامل دي.   دا اقتصادي پروګرام د هند-بحرالکاهل سمندر هیوادونو ته د چین د چلند لپاره یو بدیل وړاندې کوي.  که څه هم د امریکا 52 سنیټران یې ملاتړ کوي خو تایوان ددې چوکاټ د لومړني پیل برخه نه ده .  د IPEF له پیل څخه مخکې، بیجینګ د امریکا په هڅو نیوکه وکړه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی وویل چې دا ستراتیژي "د ناکامۍ سره مخ ده."   

23.05.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

23.05.2022 امریکا غږ

د پولینډ صدر دا خبره ردوي چې د جنګ ختمولو دپاره دې اوکرائن خپلې ځینې سيمې ماسکو ته ورکړي

د پولینډ صدراندری دودا دا مشورې رد کړي چې په اوکراین د روس درې میاشتنۍ جګړې ختمولو لپاره دې کییف د خپل هیواد ځیني برخې ماسکو ته ورپریږدي.  د اوکرائن پارلمان ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ وېنا کې ښاغلي دودا د روس صدر ویلاډیمیرپیوټن ته په ایشارې سره وویل حیرانونکي غږونه راپورته کیږي چې وایي اوکرائن دې د صدرپیوټن غوښتنې ومني. دی زیاتوي چې دا حق یوازې د اوکرائن سره دی چې د خپل اينده پریکړې اوکړي د اوکرائن پارلیماني غړو لخوه ورته د خپلو چوکیو نه راولاړېدو او د لاسونود پړقولو سره د پولینډ صدر خپله وینا کې زیاته کړه ستاسو په اړه ستاسو د رای بغیر هیڅ نه شي کیدای. د فرورۍ په 24مه نیټه په اوکرائن د روس د حملې وروسته د پولیند صدر لمړۍ مشر دی چې د اوکرائن پارلیمان ته یې وینا کړې.ده وویل نړیواله ټولنه دې خامخه د ماسکو نه غوښتنه اوکړي چې په مکمله توګه د اوکرائن نه خپل پوځ وباسي. ښاغلي دودا وايي چې که د اوکرائن یو سنټي میټر ځمکه هم د کوم اقتصادي یا سیاسي غرض لپاره قرباني کیږي دا به نه یوازې د اوکرائني قام لپاره بلکه تمام غربي نړئ لپاره یو غټ ګوزار وي. پولینډ د 20 لکو نه زیاتو اوکرائنیانو ته د روانې جګړې څخه پناه ورکړې،ده وئيلي تر هغې به په قلاره نه کیښني ترڅو چې اوکرائن د اروپائۍ اتحاد غړی نه وي جوړ شوی. دا په داسې حال چې په ماریوپل ښار کې اوزوسټل فولادو کارخانه باندې د مکمل کنټرول ترلاسه کولو د اعلان نه ورستو روس د اوکرائن په ختیز ډنباس سیمه کې جګړه نوره کړې ده.د اوکرائن په صنعتي سیمه کې د روس پوځ میزائیلې او د وړې وسلې سره حملې کړې دي، په دغه سیمه کې د روس پوځ ته د بیلتون خوښو ملاتړ هم ترلاسه دی کوم چې په کال 2014 کې په کرائیمیا د روس د قبضې ورستو د کيوف سره په جګړه بوخت دي. د اوکرائن صدر ویلاډیمیرذلنسکي د خالي په شپه قام ته وینا کې وئيلي په ډنباس کې حالات انتهایي سخت شوي دي خو د روس په ضد ئ د هیواد درې میاشتې لویه پيمانه باندې جګړه کې مقابله کول ډیر ښه خبر دی. ده اوئیل د روس د پلان شوو حملو پرضد د دفاعي عسکرو هره ورځ بریالي کیدل، په سخت مقاومت سره د دويي وارخطا کول د هر څه د یوې اهمې ورځې لپاره دي.دا هغه ورځ ده چې مونږ ټول ئ خواهش کوو او ورته سترګې په لار یو او د هغې ورځې لپاره جګړه کوو، او دغه ورځ د ګټې ورځ ده. ښاغلي زیلينسکي زیاته کړه د اروپايي اتحاد 27 هیوادونه دې د روس د حملې په تناظر کې په دغه ډله کې د اوکرائن د شاملیدو په غوښتنه باندې زر تر زره غور اوکړي.ده اوئیل دا خبره په ډاګه کوي چې په اروپائۍ اتحاد کې ددوئ ورګډیدلو لار محص سیاست نه دی، بلکه دا د ژوند د معیار خبره ده او اوکرائنیان هم د ژوند د هغه معیار حقداره دي څنګ چې ئ د اروپا اکثره خلک لري. د روس لپاره د اوکرائن معرکچي او د اوکرائني صدر ذلنسکي مشاور مائیخیلو پوډولیاسک وئيلي هیڅ قسم ډزبندي به نه کیږي او نه به ماسکو سره کوم رعایت کیږي. دی وائۍ که د روس سره رعایت اوشي نو جګړه به د څه وخت لپاره اوځنډیږي خو ودریږي نه، دوئ به نوې، نوره خونړئ او په لوئ کچ جګړه شورو کړي. د اوکرائن پوځ د فیس بک د لارې وايي په ډونټسک سیمه کې د روس لخوه په تیرو 24 ساعتو کې لږترلږه 7 کسان وژل شوي دي چرته چې د روس پوځ جنګي جازونو،ځمکني پوځ،ټینکونو، راکټو،توپخانو او میزائیلو سره تازه بمبارۍ په اولسي ودانیو او د عامو خلکو په کورونو باندې کړي دي. دوئ وائۍ چې د روس نهه حملې ئ په شا تمبولي چې په کې ئ 5 ټنینکونه او لس وسله وال موټرې تباه کړي دي. بلخوه روس د زرو هغه امریکایانو نومونه څرګند کړي په کومو چې روس ته په مداخلت په مکمله توګه بندیز اعلان شوی. په دغه نومونو کې د امریکا صدر جوبائيډن، نائب صدره کامله هیریس او د صدر د کابیني غړي هم شامل ديد اوزوسټل فولادو کارخانه کې د تسلیم شوو اوکرائني عسکرو په اړه هم اندیښنې سیوه شوي په داسې حال چې د اوکرائن ختیز برخه کې د بیلتون خوښو مشر ډینس پوشلین چې ورته د روس ملاتړ ترلاسه دی وئیلي تسلیم شوي اوکرائیني عسکر به عدالت ته د تپوس پوښتنو لپاره وړاندې کیږي.ده وئيلي 2439 اوکرائني نیول شوي عسکر ددوئۍ په والقه کې دي چې پکې ځيني خارجیان هم شامل دي. د اوکرائن وزیراعظمې ارینا ورشوک وئیلي اوکرائن به د خپل پوځیانو د واپسۍ لپاره پوره هڅه کوي.  

23.05.2022 ډیوه

اوکراین یو روسي عسکر د جنګي جنایاتو په تور په عمر بند محکوم کړ 

په کیف کې یو محکمې د روسیې یو عسکر، چې د اوکراین په جګړې کې د یو ولسي وکړي په وژلو تورن و، د عمر بند په سزا محکوم کړ. 

23.05.2022 امریکا غږ

د دوو پاکستانۍ هسپانوي خوېندو قتل د غیرت په نامه وژنې ښکاري، پولیس وايي

پولیس ویلي د پاکستان په ګجرات ښار کې د دوو پاکستانۍ هسپانوي خوېندو د وژل کېدو په اړه یې تحقیقات شروع کړي چې ایا دواړه مېرمنې د غیرت په نوم وژل شوي دي؟ ای اېف پي خبري اداره وايي د پاکستانۍ په زاړه پاله ټولنه کې ښځې د خپلې کورنۍ سړو دلاسه د غیرت په نوم وژل شوي، په ډزو وېشتل شوي، په اور سوزول شوي او په چړو وهل شوي دي. رپورټ وايي سړي دا ګامونه د هغو ښځو په ضد اخلي چې کورنۍ پې دا الزام ولګوي چې د کورنۍ بدنامي یې کړې، په ځینو موقعو هغه مېرمنې په هدف کېږي چې د خپلې خوښې واده یې کړی وي او یا پې د ناجایزوتعلقاتو تور پورې شوی وي. د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د پنجاب په ګجرات ښار کې د ۲۴ کلنې انیسه عباس او د ۲۱ کلنې عروج عباس د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي چې ایا د غیرت په نامه وژل شوي دي؟ د پولیس ترجمان ای اېف پي ته وویل دواړو خوېندو د خپلو خاوندانونه نه بېلېدل غوښتل خو په څه چل د سپېن نه ګجرات ته راوستل شوې او د جعې په شپه په تېزندۍ او په ډزو ووژل شوې. پولیس ترجمان نعمان حسن وویل د دواړو خوېندو کورنۍ یوه کيسه جوړه کړه او د څو ورځو دپاره پاکستان ته په راتګ یې قانع کړې. هغه وویل ابتدايي تحقیقات څرګندوي چې دا د غیرت په نوم د وژنې کېس دی خو په دې لړ کې پرمختګ او تحقیقات دوام لري. د ای اېف پي د رپورټ ترمخه د دواړو خوېندو د کورنۍ نهه غړي د قتل په لړ کې پولیس ته مطلوب دي. ای اېف پي وايي د سپېن د سفارت دریځ نه دی ترلاسه شوی. پولیس ویلي وژل شوي خوېندې د خاوندانو د فشار سره مخامخ وې چې سپېن ته په بوتلو کې د دوی مرسته وکړي. د انساني حقونو غیر حکومتي تنظيم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان ترمخه تېر کال په پاکستان کې د غیرت په نوم د ۴۵۰ نه زیاتې وژنې شوي دي. ای اېف پي وايي که څه هم په ځینو وختونو کې سړي هم د غیرت په نوم وژل کېږي خو زیاتره مېرمنط د دې عمل ښکار وي او د غیرت په نامه د وژنو ګڼ شمېر کېسونه هم نه رپورټ کېږي.  

23.05.2022 ډیوه

د مېرمنو يوې ټولنې طالبانو او نړیوالې ټولنې ته سرخلاصى ليک استولى

په افغانستان کې د رهبرو مېرمنو ټولنې د یو سر خلاصه لیک په وسیله له طالبانو او نړېوالې ټولنې غوښتې، چې د هغو ښځینه دولتي کارکونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي چې په کور ناستې دي.  د تېر حکومت د احصایې ملي ادارې کارکونکې، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي  وايي، د ازادې سیالۍ له لارې یې دنده پیدا کړې وه او ۷ کاله یې کار وکړ خو د طالبانو په راتک سره په کور کېناسته. دا مېرمن چې د پنځه کسیزه کورنۍ مشرې ورترغاړې ده وايي، د ژوند سختې شیبې تېروي.  هغه زياتوي: "موږ شاخوا ۱۲ کسه و پرته له کوم مشخص دلیله له دندې لرې شو، له بده مرغه دا دی شپږ میاشتې کېږي چې بېکاره یم او په کور کې بل ډوډۍ راوړنکی هم نه لرو." نوموړې زیاتوي، د طالبانو په حکومت یې د درېیوو میاشتو معاش هم پاتې دی.  د دولت بله کارونکي فریبا هم چې په تېر حکومت کې د کرنې وزارت د اقتصاد برخې مشاوره پاتې شوې اوسمهال په کور ناسته ده.  هغې زياته کړه: "د طالبانو حکومت د مېرمنو شتون په وزارتونو کې نه مني، زه هم هغه مېرمن یم چې تر اوسه  معاش نه لرم، په ریښتیا سره چې په ډېرو بدو اقتصادي شرایطو کې یو." دا په داسې حال کې ده، چې تازه د رهبرو میرمنو ټولنې د یو سر خلاصه لیک په وسیله له طالبانو او نړېوالې ټولنې غوښتې، چې د هغو ښځینه دولتي کارکونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي چې په کور ناستې دي. د دې لیک په پیل کې لیکل شوي، چې د افغانستان ښځې په کورنۍ بند او ناغوښتل شوي تبعید کې دي.  په لیک کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان مېرمنې د ځمکې په سر هغه مېرمنې دي چې له سیاسي او ټولنیز جوړښت څځه لرې شوي او په انزوا کې دي.  د دې ټولنې غړی سحر احسان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، دغه لیک دوی د برېښنالیکونو له لارې نړېوالې ټولنې او طالب چارواکو ته استولی دی. احسان زياته کړه: "موږ دغه لیک په دې نړېوالې ټولنې ته لیکلی چې هغوی د مېرمنو په ظرفیت لوړونې زیاته پانګونه کړې او ځواب ویونکي دي، د دې لیک یوه برخه طالبانو ته هم ده چې د مېرمنو په اړه بلاخره څه کوي او څه نظر لري." د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیالانو یې په دې اړه زموږ اړیکي ځواب نه کړې.  خو له دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د یو خوندي چاپېريال له رامنځته کېدو وروسته به د مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره شي.  په افغانستان کې د" رهبرو میرمنو ټولنه" وايي، دغه بنسټ چې ۵۵ غړي لري د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د هغو مېرمنو لخوا رامنځته شو، چې په تېر حکومت کې یې دولتي ادارو کې د مدیریت او رهبرۍ تر کچې دندې درلودې.

23.05.2022 ازادي راډیو

سمنګان کې د برښنا پایې الوزول شوي؛ په کابل برښنا پرې شوې

په سمنګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ازبيکستان وارداتي برښنا درې پايې د ناڅرګندو کسانو لخوا په بمونو الوزول شوي دي.

23.05.2022 امریکا غږ

طالبان: جعلي پاسپورتونه چاپ شوي، د پیسو په بدل کې وېشل کیږي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په ګاونډیو هیوادونو کې جعلي کتابچې چاپ کړي او د پیسو په بدل کې پر خلکو وېشي.

23.05.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: نړۍ کې د بېځایه شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ میلیون واوښت

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او زور زیاتي له امله د بېځایه شوو کسانو شمېر له ۱۰۰ میلیون  کسانو څخه واوښت.

23.05.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more