شاته

ایران د یونان د تیلو دوه ټانکرونه نیولي

ایراني ځواکونه وایي په خلیج کې یې د یونان دوه کښتۍ چې تیل پکې بار و، جمعه مې ۲۷ (غبرګولي۶) نیولي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې دا یونانۍ کښتۍ په خلیج کې د سرغړاونو له کبله نیول شوي خو دایې ندي ویلي چې دې کښتیو څه ډول سرغړاونې کړي.

د ایراني ځواکونو د دې اقدام څخه وړاندې متحده ایالات د یونان په ساحال کې په یوې کښتۍ کې ایراني تیل ضبط کړل او ایران خبرداری ورکړی چې د دې اقدام غچ به اخلي.

خو د یونان چارواکو بیا د ایران دا ادعا رد کړې چې ګواکې دې کښتیو په خلیج کې کومه سرغړاونه کړې.

د یونان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا دوه کښتۍ چې د یونان بیرغ پرې لګیدلی و، د ایران د ساحل څخه تقریباً ۲۲ میله لیرې وې او په نړیوالو اوبو کې یې مزل کاوه.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا کښتۍ د ایران د بحري ځواکونو د یوې هیلوکوپترې لخوان نیول شوي او د کښتۍ عمله یې د ځانه سره وړې چې یوناني اتباع هم پکې شامل دي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د ایران دا کړنې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونې دي او دا چې یونان خپلو متحدینو ته پدې هکله خبر هم ورکړی.

وزارت وړاندې ویلي چې په پایتخت آتن کې یې د ایران سفیر ته هم پدې هکله شکایت کړی.

د یونان چارواکو تیره میاشت یوه ایرانۍ کښتۍ چې تیل پکې بار و د ۱۹ روسي عملې سره د خپلو اوبو په جنوبي برخو کې د اروپایي اتحادیې لخوا د بندیزونو پر اساس ونیوله.

متحده ایالاتو وروسته په کښتۍ کې بار تیل ضبط کړل. د رویټرز خبري اژانس د معلوماتو له مخې واشنګټن پلان لري چې په یوې بلې کښتۍ کې دا تیل متحده ایالاتو ته ولیږدوي.

سره لدې چې یوناني چارواکو د ایران د تیلو کښتۍ بیرته خوشې کړي خو د تیلو ضبط کیدو یې تهران په غصه کړی او پداسې حال کې یې دا جنجال ډیر کړی چې ایران او د نړۍ ستر ځواکمن هیوادونه پدې خبرو اخته دي چې څنګه متحده ایالات او ایران په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوې اتومي موافقې سره یو ځای کړي.