شاته

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون: د طالبانو پرېکړه مشروعیت نلري، فعالیت ته دوام ورکوو

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لخوا لغو شوی، د طالبانو پرېکړه یې غندلې او وايي چې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت د روانې مۍ میاشتې پر ۱۷مه وویل چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون یو غیر ضروري بنسټ و او په همدې خاطر یې منحل کړ.

خو دغه کمېسیون د مۍ ۲۷ (غبرګولې شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغانستان اوس مهال د بشري حقونو څارونکو بنسټونو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري او په وینا یې هغه حکومت چې د خلکو په اراده نوي راغلی د بشري حقونو کمېسیون نشي لغو کولای.

د طالبانو له لورې ددې لغو شوي کمېسیون په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان خلک په اوسني ستونزمن حالت کې د بشر حقونو څارونکو بنسټونو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري. د هغه حکومت پرېکړې چې ملي او نړیوال مشروعیت نه لري او د خلکو د ارادې پر بنسټ نه وي، د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د لغوه کولو لامل نشي کیدای . دا کمېسیون د افغانستان په خلکو پورې اړه لري؛ نو په اړه يې یوازې د خلکو له ارادې او له نړیوالو معیارونو سره سمې پریکړې توجیه کیدلای شي."

یاد کمېسیون د هیواد مدني، سیاسي او اقتصادي بنسټونو څخه د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر پخوا په کابل کې و، خو اوس نه ده څرګنده چې دغه کمیسیون د افغانستان دننه او که په بهر کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت له لوري د بشري حقونو کمېسیون په ګډون د څو نورو دولتي بنسټونو لغو کېدو ته اروپايي ټولنې او جرمني غبرګون ښودلی او هغه یې د طالبانو یوه «تېروتنه» بللې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر توماس نیکلسن د مۍ په ۱۸ (غوايي ۲۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د کلیدي بنسټونو د لغو کېدو په اړه د طالبانو اقدامات د بشري حقوقو او سولې په برخه کې د اندېښنې وړ دي.

ښاغلي نیکلسن زیاته کړې چې تر لسیزو نښتو او جګړو وروسته، دغه ټول بنسټونه په افغانستان کې یوه اړتیا ده. د طالبانو حکومت چارواکو تیره ورځ وویل چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون یو غیر ضروري بنسټ و او په همدې خاطر یې منحل کړ.

طالبانو د دې ترڅنګ د ملي امنیت شورا تشکیلات، پر اساسي قانون د نظارت کمیسیون، د افغانستان د ملي شورا دارالانشاء او مصالحې عالي شورا تشکیلات هم منحل کړل.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وویل چې د بشري حقونو اړوند فعالیتونو پر مخ وړلو لپاره، د قضایه قوې اړوند نور بنسټونه حضور لري. د جمهوریت تر سقوط وروسته د بشري حقونو کمېسیون کار چې د تیرو دوو لسیزو جګړو پرمهال د ملکي وګړو تلفات مستند کول و، بند شو.