عمران خان:ملک کې د مارشلا په څېر حالت دی، ملکي چارې د پوځ مشر لاس کې اخیستې
دپاکستان په عدالتونو کې دبیلابیلو مقدمو سره مخ دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان وایي،په ظاهره پاکستان کې دمارشل لاء په څېر حالت دی اؤ دپوځ مشر ملکي چارې په لاس کې نیولې دي. دبرتانیې ټایمز راډيو سره مرکه کې ښاغلي خان ویلي دي "په هیواد کې دجمهوریت راتلونکی روښانه دی ځکه چې کوم ګوند دهیواد د اویا فیصدي خلکو رایې لري،هغه په داسې ګامونو څوک نه شي را ایسارولی" هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پوځ اؤ حکومت یې ګوند هیواد کې په نهم مئ رامنځته شوؤ د اړي ګړي اؤ تشدد په پېښو تورن کړی اؤ پرېکړه یې کړې ده چې دغو پېښو کې دلاس لرونکو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلولی شي. عمران خان ویلي حکومت یې څه وخت هم په کومه مقدمه کې نیولی شي اؤ د ګرفتارۍ یې زیات امکان دی. تر دې وړاندې هم عمران خان دمئ په نهمه نیټه اسلام اباد هایکورټ نه د القادر ټرسټ په نوم دغبن مقدمه کې نیول شوی ؤ چې بیا یې دګوند پلویانو دګرفتارۍ پرضد ګرد هیواد کې دتشدد نه ډک احتجاجونه کړي وؤ. نن دنهې په ورځ پخوانی وزیراعظم عمران خان په القادر ټرسټ مقدمه کې نیب ته وړاندې کیږي خو هغه نیب ته د وړاندې کیدو نه مخکې دګل په شپه پخپلو پلویانو غږ کړی دی چې که ونیول شي نو باید هیڅوک اړی ګړی جوړ نه کړي اؤ دپرامنه لارې دې خپل احتجاج ریکارډ کړي. د القادر ټرسټ دوسیه څه ده؟ په عمران خان موجوده حکومت تور لګولی چې کله هغه په اقتدار کې ؤ نو د القادر ټرسټ په نوم دیو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د زمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله زمکه ترلاسه کړې وه. القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري اؤ عمران خان اؤ د هغه میرمن ددغه بنسټ مسولین یا مشران دي. عمران خان دریځ لري چې دا زمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو حکومت بیا وایي چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض اؤ عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده. حکومت دعوه لري چې برتانیه کې ګنګل شوي د ملک ریاض 190 میلیونه پاونډونه (چې پاکستاني روپو کې څه باندې 60 اربه روپۍ جوړیږي) برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وؤ خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې دکراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی ؤ. حکومت دعوه لري چې د جهلم په سوهاوه سیمه کې ملک ریاض هم د دې پیسو په بدل کې عمران خان له 458 کناله زمکه د چندې په نوم ورکړې ده. د عمران خان دریځ د ګل/دوشنبې په ماسخوتن په سپېس خپله وینا کې عمران خان سپیناوی وکړو چې د برتانیې لخوا راغلې پیسې یې ځکه د سپریم کورټ په اکاونټ کې جمع کړې وې چې ورته ویل شوي وؤ که داسې نه کوي نو بیا به د دغو پیسو پاکستان ته راوړلو لپاره برتانیه کې کیس کوي اؤ په هغې که اووه، اته کاله وخت ولګي نو هغه دا ذمه واري نشته چې پاکستان به دا کېس وګټي. عمران خان دریځ خپل کړو چې د القادر ټرسټ نه هغه ته هیڅ ګټه نه رسیږي اؤ که حکومت د سپریم کورټ فنډ کې د دې پیسو په جمع کولو اعتراض لري نو باید چې سپریم کورټ کې د دې اقدام پرضد عریضه وکړي.
کرک: د تېلو پاکولو په کارخانه د وسله والو برید کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو دعوې شوې دي
سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په کرک سیمه کې د مول کمپنۍ د منزلي 8 په نوم د تېلو پاکولو په کارخانه نامعلومو وسله والو حمله کړې ده چې په کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نهې/سه شنبې په ورځ د سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې نامعلوم وسله وال تېره شپه د کرک اؤ هنګو سیمې په بارډر یا پوله پرته د هنګري د مول کمپنۍ دمنزلي 8 د تیلو پاکولو په کارخانه(ایل فیلډ) ورختلي اؤ ناتاره ډزې یې پرې کړې دي. سرچینو ډیوه ته ویلي په دې حمله کې څلور دملیشې عسکر اؤ دوه دکمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي خو دسیمې پولیسو یا انتظامیې لا ددې دعوې تصدیق نه دی کړی. په پېښور کې د ای ار وایي ټي وي مرستیال مشر اؤ وتلي صحافي ښاغلي شهاب الدین په ټویټر لیکلي چې دڅلورو عسکرو اؤ دوؤ ساتونکو د وژل کیدو تر څنګ دې برید کې دکمپنۍ یو ساتونکی لادرکه شوی هم دی سرچینې وایي کله چې برید کوونکو د تېلو په کارخانه ناتاره ډزې وکړې نو دکارخانې ساتونکو هم په ځوابي توګه د ډزو لړۍ پیل کړه اؤ دبرید کوونکو مخه یې ونیوله. د سرچینو په وینا د وسله والو په ډزو کې دکارخانې دوه ساتونکي وژل شوي اؤ بیا کله چې دایف سي عسکر موقعې ته ورسیدل نو وسله والو دهغوي په ګاډي هم ناتاره ډزې وکړې چې پکې څلور عسکر وژل شوي دي. د دستک نیوز په نوم یوې محلي یا سیمه ییزې رسنۍ پخپله فیس بک پاڼه ددې پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده چې دشپې په تیاره کې پکې یوازې د ناتاره ډزو غږونه اوریدل کیږي خو نور پکې څه په نظر نه راځي په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په یاده سیمه کې په تېرو وختونو کې دشوؤ زیاترو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان قبولې کړې دي. تر دې وړاندې تېرکال د جون په میاشت کې هم دتېلو په دې کارخانه وسله والو برید کړی ؤ اؤ دکارخانې یو ساتونکی یې وژلی اؤ بل یې تښتولی ؤ. وي او ای ډيوه د پېښې په اړه دسیمې دپولیسو دنظر معلومولو په غرض د کرک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او سره دمشر سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو کامیابه نه شوه.
پښتونخوا کې د هنګري په کمپنۍ حمله، 4 پاکستاني ملېشا يوځیان او د کمپنۍ 2 ساتونکي وژل شوي
د خیبر پښتونخوا په هنګو کې وسله والو د تیلو او ګېس د پېدا کولو لپاره د هنګري یوې کمپنۍ، مول پاکستان، باندې حمله کې د ملېشا پوځ څلور کسان او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي دي. ځايي پولیسو مېډیا ته ویلي د نهې (سه شنبې) په خړ سهر دغه حمله د 50 پورې وسله والو کړې ده او په تښتېدو کې کامیاب شوي دي. سرچینو ډیوه ته ویلي په دې حمله کې څلور د ملېشې عسکر اؤ دوه دکمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي خو دسیمې پولیسو یا انتظامیې لا ددې دعوې تصدیق نه دی کړی. په پېښور کې د «آج» ټي وي مرستیال مشر اؤ وتلي صحافي ښاغلي شهاب الدین په ټویټر لیکلي چې دڅلورو عسکرو اؤ دوؤ ساتونکو د وژل کیدو تر څنګ دې برید کې دکمپنۍ یو ساتونکی لادرکه شوی هم دی سرچینې وایي کله چې برید کوونکو د تېلو په کارخانه ناتاره ډزې وکړې نو دکارخانې ساتونکو هم په ځوابي توګه د ډزو لړۍ پیل کړه اؤ دبرید کوونکو مخه یې ونیوله. د سرچینو په وینا د وسله والو په ډزو کې دکارخانې دوه ساتونکي وژل شوي اؤ بیا کله چې دایف سي عسکر موقعې ته ورسیدل نو وسله والو دهغوي په ګاډي هم ناتاره ډزې وکړې چې پکې څلور عسکر وژل شوي دي. د دستک نیوز په نوم یوې محلي یا سیمه ییزې رسنۍ پخپله فیس بک پاڼه ددې پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده چې دشپې په تیاره کې پکې یوازې د ناتاره ډزو غږونه اوریدل کیږي خو نور پکې څه په نظر نه راځي په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په یاده سیمه کې په تېرو وختونو کې دشوؤ زیاترو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان قبولې کړې دي. تر دې وړاندې تېرکال د جون په میاشت کې هم دتېلو په دې کارخانه وسله والو برید کړی ؤ اؤ دکارخانې یو ساتونکی یې وژلی اؤ بل یې تښتولی ؤ. وي او ای ډيوه د پېښې په اړه دسیمې دپولیسو دنظر معلومولو په غرض د کرک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او سره دمشر سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو کامیابه نه شوه.
د پاکستان د ډيجیټلي سرشمېرنې ابتدائي نتایج: د خیبرپښتونخوا ابادي د 40 میلیونو نه کمه ده
واشنګټن - د پاکستان د شماریاتو ادارې په ملک کې د وروستۍ سرشمېرنې ابتدائي شمېرې اعلانې کړي چې ترمخه یې د ټول پاکستان آبادي دا وخت قریب دوه نیم سوه میلینه (249566743) تنانو ته رسېدلې ده. همدا راز ابتدائي شمېرنې ښایي چې د خیبرپښتونخوا آبادي دا وخت کې د څلوېښت میلینه نه کمه یعنې (39823138) تنان دي او پنجاب د قریب 127.5 میلینه آبادۍ سره خپل، د پاکستان تر ټولو د زیادې آبادۍ والا صوبه ګڼل کیږي. د پنجاب نه پس، سندهـ صوبه د قریب اته پنځوس میلینه آبادۍ سره په دویمه درجه کې او بلوچستان د قریب دوه ویشت میلینه آبادۍ سره، د خیبرپښتونخوا نه پس په څلورمه درجه کې راغلی دی. د بزنس ریکارډر وېب سایټ د رپوټ ترمخه، د پاکستان د شماریاتو د ادارې مشر نعیم الظفر دا شمېرې په یو خبري کنفرنس کې بیان کړي دي. د هغه په وینا، په دغې سرشمېرنې کې چې د پاکستان اوومه قامي مردم شماري او وړومبۍ ډيجیټلي مردم شماري وه، د پایتخت اسلام آباد آبادي قریب دوه میلینه و درې لکه و شپېته زرو ته اوچته شوې ده. د رپوټ ترمخه، د شماریاتو کمېشنر ویلي چې د دې نه وړاندې سرشمېرنه چې کومه شوې وه، د هغې په نسبت اوس د پاکستان په ټوله آبادي کې نهه څلوېښت (۴۹) میلینه اضافه راغلې ده. د دې ډيجيټلي سرشمېرنې موده څه وخت مخکې غځېدلې وه چې د چارواکو په وینا د دې غځولو په نتیجه کې لس میلینه و اووه لکه نور وګړي هم په سرشمېرنه کې حساب کړی شول. چارواکو دا هم ویلي چې په دې ډیجېټلي سرشمېرنې باندې څلور دېرش (۳۴) اربه روپۍ خرچه راغلې ده. په دې سرشمېرنې باندې دمخه لا خیبرپښتونخوا کې پوښتنې راولاړې شوې وې او سیاسي ګوندونو دا خبره اوچته کړه چې په قبایلي ضلعو کې وړاندې هم د کال ۲۰۱۷ په سرشمېرنه کې د بنیادي ډهانچو د نشتون له کبله د دوی یو کروړ او شل لکه آبادي، په مشکل سره پنځوس لکه ښودل شوې وه او دا د قبایلي اولس سره "لوی خیانت" و. د شماریاتو اداره وایي چې دا ځل د ډیجیټلي سرشمېرنې په مهال یې د دوه لکه نه زیات شکایتونه اخېستي دي چې اکثره یې د سیاسي جماعتونو له خوا درج شوي و او دوی ورباندې غور کړی دی. وزیراعظم شهباز شریف حکم کړی چې د وروستۍ سرشمېرنې د تصدیق کولو لړۍ دې د روانې مې میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې مکمله کړی شي.
عمران خان اؤ مېرمن یې نن د غبن په مقدمه کې نېب ته وړاندې کېږي
ټاکل شوې ده د پاکستان پخوانی وزیر اعظم عمران خان اؤ د هغه میرمن بشرا بېګم نن د نهې/سې شنبې په ورځ د غبن په یوه قضیه کې د احتساب ملي محکمې ته وړاندې شي. د احتساب قامي ادارې (نېب) ته تر وړاندې کیدو یوه شپه وړاندې عمران خان د ټویټر سپیس له لارې اندېښنه ښودلې ده چې کیدای شي د القادر ټرسټ په نوم دې دوسیه کې دی اؤ د ده مېرمن ونیول شي خو هغه پخپلو پلویانو غږ کړی چې که چېرې ونیول شي نو دوی باید داړي ګړي جوړولو نه ډډه وکړي اؤ په پرامنه توګه دې احتجاج وکړي. تر دې وړاندې هم په نهم مئ د القادر ټرسټ د غبن دوسیه کې نېب عمران خان د اسلام اباد هایکورټ نه نیولی ؤ چې په هغې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف پلویان راپاریدلي وؤ اؤ په ټول ملک ېې د تشدد ډک احتجاجونه کړي وؤ. د دغه احتجاجونو په مهال دولتي اؤ پوځي تاسیساتو اؤ ودانیو ته اورونه اچول شوي وؤ چې حکومت ددې اړي ګړي پړه په عمران خان اؤ دهغه په ګوند اچوي خو عمران خان بیا تور لګوي چې دغه اړی ګړی ایجنسیو پخپله کړی اؤ مقصد یې دا ؤ چې تحریک انصاف ګوند دیو ترهګر تنظیم په توګه معرفي کړي اؤ بندیز پرې ولګوي. د ګل/دوشنبې په شپه په ټویټر سپېس کې عمران خان وویل هغه هیڅ غبن نه دی کړی خو حکومت د انتخاباتو نه په ویره کې دی اؤ غواړي چې دی ونیسي، هیواد کې اړی ګړی جوړ شي اؤ د انتخاباتو مخه ونیول شي. عمران خان دعوه وکړه چې که چېرې هیواد کې رڼې ټاکنې وشي نو د ده ګوند یو وارې بیا په حکومت کې راځي ځکه حکومت د انتخاباتو نه تېښته کول غواړي. د القادر ټرسټ دوسیه څه ده؟ په عمران خان موجوده حکومت تور لګولی چې کله هغه په اقتدار کې ؤ نو د القادر ټرسټ په نوم دیو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د زمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله زمکه ترلاسه کړې وه. القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري اؤ عمران خان اؤ د هغه میرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي. عمران خان دریځ لري چې دا زمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو حکومت بیا وایي چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض اؤ عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده. حکومت دعوه لري چې برتانیه کې ګنګل شوي د ملک ریاض 190 میلیونه پاونډونه (چې پاکستاني روپو کې څه باندې 60 اربه روپۍ جوړیږي) برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وؤ خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربه روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې دکراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی ؤ. حکومت دعوه لري چې د جهلم په سوهاوه سیمه کې ملک ریاض هم د دې پیسو په بدل کې عمران خان له 458 کناله زمکه د چندې په نوم ورکړې ده. د عمران خان دریځ د ګل/دوشنبې په ماسخوتن په سپېس خپله وینا کې عمران خان د دې سپیناوی هم وکړو چې د برتانیې لخوا راغلې پیسې یې ځکه د سپریم کورټ په اکاونټ کې جمع کړې وې چې ورته ویل شوي وؤ که داسې نه کوي نو بیا به د دغو پیسو پاکستان ته راوړلو لپاره برتانیه کې کیس کوي اؤ په هغې که اووه، اته کاله وخت ولګي نو هغه دا ذمه واري نشته چې پاکستان به دا کېس وګټي. عمران خان دریځ خپل کړو چې د القادر ټرسټ نه هغه ته هیڅ ګټه نه رسیږي اؤ که حکومت د سپریم کورټ فنډ کې د دې پیسو په جمع کولو اعتراض لري نو باید چې سپریم کورټ کې د دې اقدام پرضد عریضه وکړي.
د نېټو پارلېماني اسمبلې په اوکراین کې د روس جرمونه، نسل وژنه یا جينوسایډ وبللو
واشنګټن - د نېټو پارلېماني اسمبلې د ګل/دوشنبې په ورځ د رایو په اتفاق د اوکراین په ضد د روس جرائمو ته د جینوسایډ یا نسل وژنې نوم وکړو. په لوکزامبورګ کې د نېټو په پارلېماني اسمبلې کې د اوکراین د پلاوي مشر یهور چېرنیف وویل چې دا فیصله د اوکراین دپاره "یوه سفارتکاري کامیابي ده چې دور رس سیاسي نتایج به ولري." د اوکراین استازي پخپلو خبرو کې وویل: "دا زمونږ سفارتکاري کامیابي ده. د اعلامیې د حتمي متن په حوالې سره زمونږ ټولې اهمې تقاضې په پام کې نیولی شوي دي." په منظور شوې اعلامیې کې د روس د جنګي جرمونو دپاره د یو نړېوال عدالت د جوړېدو ملاتړ شوی، د اوکراین سره د مرستې وعده شوې چې کامیابي حاصله کړي، او د اوکراین د علاقائي سلامتیا د بحاله کولو او په روس باندې د لا زیاتو پابندیو د لګولو، او اوکراین سره د داسې مرستې کولو ژمنه شوې چې د عالمي جګړې نه پس د یورپ سره مارشال پلان لاندې مرستې شوې وې. د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي پخپل ویډیویي پیغام کې چې د شپې یې خپور کړ، د نېټو د پارلېماني اسمبلې د اعلامیې هرکلی وکړ او ویې ویل: "هرڅه په هغه نوم یادیږي لکه څنګه چې دي: زمونږ د ملک په ضد د روس جرائم په واضحه توګه جینوسایډ یا نسل وژنه ګڼل، د روسي فاشیستي نظریې غندنه! دا د نورو عالمي تنظیمونو دپاره هم یوه سمه قاعده ده."
وزیراعظم شهباز شریف: د مې نهمې نېټې په واقعاتو کې ککړ کسان نه بخښل کیږي
واشنګټن (وي او اې اردو) - د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي چې د مې میاشتې د نهمې نېټې په واقعاتو کې ککړ یا ملوث کسان نه معاف کیږي. شهباز شریف د ګل/دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلې په غونډه کې وویل چې هغه پخپل زړه کې د هېچا دپاره کینه یا د انتقام حس نه ساتي، مګر هغه کسان به ضرور عدالت ته راکاږي چې د مې میاشتې د نهمې نېټې په پېښو کې یې لاس درلود. شهباز شریف پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې که په دې معاملې کې د چا سره رعایت وشي، نو دا به د ملک لوی نقصان وي. وزیراعظم شریف دا خبره هم وکړه چې عمران خان کله چې وزیراعظم و، نو د پوځ اوسنی سرلښکر جنرل عاصم منیر یې په دې وجه د آی اېس آی استخباراتي ادارې له مشرۍ نه ګوښه کړ چې هغه یې د مېرمنې کرپشن ښکاره کولو. د شهباز شریف وینا ده چې عمران خان په دې خبره په غوسه شو او جنرل عاصم منیر یې د ډي جي آی اېس آی له عهدې لېرې کړ. پروېز الهي: د عمران خان د بیانیې ملګری یم، مګر خواهش مې دا دی چې د پوځ سره تعلقات ښه وي د پاکستان تحریک انصاف ګوند صدر او د پنجاب پخوانی اعلی وزیر چوهدري پروېز الهي وایي چې د عمران خان د بیانیې ملګری دی، مګر خواهش یې دا دی چې د پوځ سره تعلقات ښه پاته وي. پروېز الهي وایي چې عمران خان د هغه سره خپلې څو څو وعدې پوره کړي، نو له دې مخې په سختو حالاتو کې د هغه سره اودرېدلی دی. چوهدري پروېز الهي د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان کې وویل چې له تحریک انصاف ګوند څخه د چوهدري وجاهت حسین لاره بېلول، کوم د خفګان خبره نده او نه هم د هغه نه څه ګېله کوي، بلکې وجاهت حسین به دا فیصله خپلو حالاتو ته په کتلو سره کړې وي. د یادونې وړ ده چې د چوهدري پروېز الهي د ډلې ملګري چوهدري وجاهت حسین د ګل/دوشنبې په ورځ یو پرېس کنفرنس د لارې اعلان وکړ چې نور د پي ټي آی یا تحریک انصاف سره ملګری ندی او خپله لاره یې جدا کړله. د پاکستان مسلم لیګ (ق) پخوانی رهنما وجاهت حسین پخپل کنفرانس کې وویل چې د مې د نهمې نېټې د واقعاتو نه وروستو، هغه د پي ټي آي ملګری نشي پاته کېدلی. ښاغلي وجاهت حسین وویل چې د هغه د خاندان ځینو وګړو ګني غلطې فیصلې کړي او امید لري چې هغوی به هم خپلې فیصلې بدلې کړي. چوهدري وجاهت حسین وویل چې چوهدري شجاعت حسین لوی زړه لري او هغه کسان بېرته قبلوي کوم چې پارټي یې پرېښودلې وه. د مې نهمې نېټې د واقعاتو په مذمت کې د قامي اسمبلې قرارداد د پاکستان قامي اسمبلې د مې میاشتې د نهمې نېټې د واقعاتو، چې په کې مختلفو ښارونو کې په پوځي تنصیباتو باندې د ورانکارۍ او اور اچولو حملې وشوې، د دې په مذمت کې یو قرارداد منظور کړ. د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د ګل/دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلې په غونډه کې دا قرارداد پېش کړ چې په کثرت رآیو سره منظور کړی شو. د قامي اسمبلې په اېوان کې د خبرو په مهال، خواجه آصف وویل چې په پوځي تنصیباتو باندې حمله کول، په حقیقت کې په پاکستان باندې حمله کول و. هغه زیاته کړه چې د پاکستان په هوایي اډو باندې اول ځل هندوستان حمله کړې وه، مګر دا ځل د یو پخوانی وزیراعظم پلویانو د پاکستان په هوایي اډو حمله وکړله. پي ټي آی د آرټيکل 245 لاندې پوځي تعینات، په سپریم کورټ کې چلېنج کړي د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آي) د وفاقي حکومت هغه ګام په اعلی عدالت کې چلېنج کړی چې د آرټیکل 245 لاندې یې پوځ ته د امن قایمولو حکم کړی و. د وي او اې د اردو څانګې خبریال عاصم علي رانا وایي چې د ګل/دوشنبې په ورځ د پي ټي آی له خوا په سپریم کورټ کې یو درخواست دایر کړی شو، په کوم کې چې د تحریک انصاف د کارکنانو په ضد د سختو اقداماتو د غیرقانوني ګرځولو غوښتنه په کې شوې ده. تحریک انصاف پخپل درخواست کې ویلي دي چې د دې ګوند د کارکنانو په کورونو چاپې وهل، تشدد، د هغوی نظربندي، او په پوځي عدالتونو کې د هغوی په خلاف کاروایي کېدل غیرآئیني دي. د تحریک انصاف د جانب څخه بېرسټر ګوهر خان، بېرسټر عزیر کرامت بهنډاري او بېرسټر محمد شریف جنجوعه په سپریم کورټ کې دا درخواست پیش کړی دی.
د جي ټونټي ملکونو استازي د تنظیم د غونډې دپاره سري نګر ته رسېدلي
د جي ټونټي د غونډې ګډون وال به د سیاحت، د سیاحتي مقاماتو د صفا ساتلو، د سیاحت په ترقۍ کې د فلمونو او د سېلګرۍ سره په تړل شویو نورو موضوعاتو خبرې کوي
تاجران: د سکرو د قيمتونو سېوا کېدو له امله د خښتو بټۍ په ټپه ودرېدلي
په خېبر پښتونخوا کې د خښتو کاروبار کوونکي وايي چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت غورځېدو او د تېلو قيمتونو سېوا کېدو له امله د بهرنۍ او کورنۍ دواړو ډولو کوېلو يا سکرو د ډبرو قيمتونه څو چنده زيات شوي چې له وجې يې د دوی روزګار د زيان سره مخ شوی دی.
صدر بایډن د ریپبلېکن پارټۍ مشرانو سره د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه خبرې کوي
د امریکې د خزانې وزېرې جېنېټ یلن د اېن بي سي ټېلې وژن په ميټ دې پرېس پروګرام کې وویل د حکومت په ممکنه توګه ديوالیه کېدل د جون تر ۱۵ نېټې پورې د ټېکس امدن تر راتلو پورې ځنډېلی شي خو په دې اړه غیریقیني موجود ده ځکه دا امکان هم شته چې د ټېکس امدن دومره نه وي چې حکومت د دیوالیه کېدو نه بچ کړي
د ملاکنډ ډويژن تاجران وايي په سيمه کې د ټېکسونو لګېدو په ضد به احتجاج کوي
د ملاکنډ ډویژن سرہ تعلق لرونکي د وزیر اعظم مشیر امیر مقام وي او ای ډیوه ته وویل چې د کالام په سړک کار روان دی او ھغہ کوشش کوي چې د وزیر اعظم سرہ خبرہ وکړي چې ملکنډ ډویژن د نورو پينځو کلونو دپارہ د ټېسونو نه پاک وګرځوي
ډز بندي شروع کېدو نه مخکې، د سوډان پوځ په خرطوم کې هوايي حملې کړې
په جده کې د شوي ډز بندۍ هدف خلکو ته امداد رسوول او د بنیادي سهولتونو بحالول دي. په ډز بندۍ کې د ښکیلو مرکچیانو وېنا وه چې شهري علاقونه د ځواکونو ويستلو او د مستقل سولې دپاره به د نورو مذاکراتو ضرورت وي
پاکستان: په درامد شویو موټرو باندې د ځینو ټېکسونو د ختمېدو باوجود هم ګاډي نه دي ارزان شوي
د پاکستان د مرکزي حکومت د ټېکسونو ادارې [اېف بي ار] د بهر څخه راغوښتونکو ګاډو باندې رېګولېټري ډيوټي يا ماليه ختمه کړې خو اخستونکي او د ګاډو کاروباريان وايي، د مارچ په اخره کې دغه اعلان شوی خو تراوسه ګاډي نه دي ارزان شوي.
قضايي کميشن د اډيو ليکس پلټنې پېل کړې، عمران خان يې په ضد سپريم کورټ ته تللى
د سپريم کورټ د جسټس قاضي فايز عسيا په مشرۍ عدالتي کمېشن پاکستان کې د مبينه اډيو ليکس د پلټنو عمل پېل کړی دی. خو بل لور ته پاکستان تحریک انصاف ګوند د ياد کمېشن په اړوند سپريم کورټ ته خواست کړی چې دغه کمېشن غېر اييني وګرځوي.
عمران خان: سبا مې بيا د نيولو 80 فيصده امکانات دي
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ويلي، نن د نهې په ورځ بيا اسلام اباد ته د ضمانتونو په لړ کې ځي او نن یې بيا د نيولو 80 فيصده چانس دی. نوموړي دغه خبره امريکايي ټي وي سي اېن اېن سره په خبرو کې کړې ده.