شاته

پر ایران باندې د اسرایل له برید سره منځنی ختیځ یوه نوي دور ته داخل شو

له څو کلونو راهیسې پر خپل متحد اسرایل باندې د امریکې د لوړې کچې له فشار اچولو وروسته چې له زغمه دې کار واخلي، پر ایران د دې هېواد ممکنه برید سیمه او د لوېدیځ په مشرۍ سفارتکاري له یوه ناڅرګند حالت سره مخ کړې ده.

د ایران او اسرایل تر منځ له اوږدې مودې راهیسې پټه جګړه روانه ده، چې په تهران کې د ایټمي ساینسپوهانو له وژنې او په عربي نړۍ کې د ایران د متحدینو لکه حزب الله له خوا پر اسرایل باندې له بریدونو ښکاره کیږي، خو د امریکې لومړیتوب د جګړې د پراختیا مخه نیول دي.

د ایران له ملاتړه برخمن د حماس فلسطیني وسلوالو چې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل تر بل هر وخت مرګونی برید وکړ او اسرایل یې ولړزاوه او د حماس خلاف یې کلک عزم وکړ، خو د صدر جوبایډن انتظامیه پر ځای د دې چې په سیمه کې د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي، ترې شاته شوه.

د امریکا په څېړنیز مرکز ویلسن سنټر کې د منځني ختیځ د پروګرام مشره میریسا خورما وایي د ایران او اسرایل پر یو بل مخامخ بریدونه "یو پړاو دی، ځکه چې دا د دواړو دښمنانو تر منځ له یو بل سره د تعلق بشپړ بدلون دی".

مېرمن خورما وایي "دې [بریدونو] په سیمه کې هم ناارامي زیاته کړې ده. دې د سیمې د ډېرو هېوادونو لپاره د هراړخیزې جګړې تصور ریښتینی کړی دی".

داسې ښکاري چې اسرایل د جمعې په سهار وختي د ایران اصفهان ښار ته نیژدې وروسته له هغه بریدونه وکړل، چې تهران د اپرېل پر 13مه په لومړي ځل پر اسرایل مخامخ برید وکړ او شاوخوا 300 میزایل، ډرون او راکټ یې ور وویشتل.

تر اوسه د ایران او د اسرایل د مخامخ بریدونو له کبله چاته د مرګ ژوبلې یا مالي زیان خبر نه دی ورکړل شوی او نه هم ایران د جمعې د ورځې بریدونه تایید کړي دي او امریکایي چارواکي تمه څرګندوي چې ایران به جواب نه ورکوي او د شخړې دا لړې به ودریږي.

پر ایران د حساب بدلولو فشار:

پر اسرایل د ایران ډرون بریدونه د تهران په وینا د شام په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د هغه برید غچ وو، چې پکې د پاسدارانِ انقلاب د اوو کسانو او دوو جرنېلانو په ګډون 12 تنه و وژل شول او ایران یې پړه پر اسرایل ور واچوله.

د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د ایران د پروګرام مشر الیکس واټنکا وایي، اسرایل د دمشق د برید له نتیجو سره په ښکاره لوبه وکړه او هغو ګومانونو ته یې اشاره وکړه چې کېدای شي اسرایل د امریکا د ور ښکېلولو تمه لرله، چې په غزه کې د عملیاتو له کبله یې تل پر اسرایل نیوکې کړې دي.

ښاغلی واټنکا وایي اسرایل هڅه کوي ایران دې ته مجبوره کړي چې د عراق، لبنان، شام او یمن په ګډون په سیمه کې تر دوو لسیزو زیاته موده کې د تهران د روزل شوي "مزاحمت محاذ" د ګټو په مقابل کې پر تاوانونو بیا فکر وکړي:

"دا یو ډېر ساده ماډل دی په دې معنا چې ایران له خپلو دښمنانو سره په سیمه کې د دې لپاره جګړه کوي چې په ایران کې دننه جګړې ته اړتیا پېښه نه شي".

صدر جوبایډن او تر ده مخکې د ده ډیموکرېټک صدر بارک اوباما دواړو له ایران سره د پوځي اقدام پر ځای سفارتکارۍ ته لومړیتوب ورکړی دی، په هغه کې د 2015م کال پر ایټمي‌ تړون خبرې اترې هم شاملې دي چې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتیاهو یې مخالفت کړی وو.

له ناکامۍ وروسته سفارتي کامیابي؟

داسې ښکاري چې اسرایل د ایران د ایټمي اثاثو د هدف کولو لپاره څرګند ګامونه اخیستي دي، که څه هم د هغه پیغام د تردید وړ ځکه نه دی چې اصفهان د ایران د ایټمي اثاثو صوبه ده.

د انټرنېشنل کرایسز ګروپ د ایران منصوبې مشر علي واعظ وایي، "اسرایل غوښتل ایران ته وښیي چې له داسې کولو پرته څه کولای شي".

امریکایي چارواکي اندېښمن دي چې د ایران پر ایټوي اثاثو د اسرایل مخامخ برید به تهران ایټمي جګړې ته اړ کړي چې په چټکۍ جګړه پیل کړي او د ایران عرب مخالفین لکه سعودي عرب به دې ته اړ کړي چې پخپله ایټمي وسلې ولري.

د ایران او اسرایل بریدونه د کیڼ او ښي اړخ د سیاستوالو د نیوکې سبب شوي چې وایي د بایډن انتظامیه د اکتوبر له اوومې وروسته په سیمه کې د جګړې د مخنیوي په بنیادي هدف کې ناکامه شوې ده.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د خپلو چینایي، ترکي، جرمني او نورو همکارانو له لارې تهران ته پیغام رسولی او په خاموشۍ سره یې پر اسرایل او ایران دواړو فشار راوړی چې خپل بریدونه محدود کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00