ار اېس اېف او خبريالانو تنظيمونو د سياسي ګوندونو څخه د رسنيو د ازاديو او صحافيانو ته د تحفظ غوښتنه کړې
د بې پولې خبريالانو نړیوال سازمان [ار اېس اېف] پاکستان کې د خبريالانو د حقونو دپاره کوونکي فريډم نېټ ورک، د خبريالانو تنظيمونو او پرېس کلبونو په سياسي ګوندونو غږ کړی، په راتلونکو انتخاباتو کې دې د اظهار رای ازادي او خبريالانو تحفظ يقيني کړي.
د ناګورنو قره باغ نه د وتلو ارمني وګړو شمېر له پېنځه شپېته زرو نه اوچت شو
د ناگورنو قره باغ نه په زرګونو کډوال لا هم ارمېنیا ته اوړي او د تېرې ګل/دوشنبې ورځې راهېسي له هغې سیمې د ارمني وګړو څه باندې نیمایي آبادي چې له پېنځه شپېته زرو (۶۵۰۰۰) نه زیات کسان کیږي، ارمېنیا ته رسېدلي دي.
عاصم منير: د اقتصادي تاوانونو څخه خلاصېدو دپاره به د غېر قانونه هلوځلو پرضد عملیات روان وي
د پاکستان پوځي مشر ويلي، ملک ته د ورپېښو اقتصادي تاوانونو څخه خلاصېدو دپاره به د غېر قانونه هلوځلو پرضد عمليات دوام لري.
د غیرقانوني افغان کډوالو د اېستلو په باب د پاکستان پلان ملګرو ملتونو ته تشویش پیدا کړی
د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې حکومت یې فیصله کړې ده ټول هغه افغانان او نور بهرنیان چې په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسیږي، له ملک نه په زوره وباسي.
د بجټ پر سر لانجې: د امریکا حکومتي ادارې ممکن سر له راتلونکې اتوار ورځې بندې شي
د آینده اتوار/یکشنبې په ورځ د امریکا حکومت په جزوي توګه د بندېدو له خطر سره مخ دی، ځکه په کانګرس کې سنېټ او اېوان نمایندګان د انتظامیې د راتلونکو دوولسو میاشتو په بجټ باندې اتفاق ته ندي رسېدلي.
د امریکې د کانګرس کمېټۍ د صدر بایډن خلاف د مواخذې تحقیقات شروع کړل
واشنګټن - د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېیوز یوې کمېټۍ د صدر جوبایډن خلاف په دې لړ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مواخذې تحقیقات شروع کړل چې هغه د خپل زوي هنټر بایډن د ۲۰ مېلین ډالرو غیر ملکي کاروباري چارو نه ګټه ترلاسه کړې ده. د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت د کمېټۍ مشر وویل چې امریکایان حق لري چې معلوم کړي چې ایا بایډن د زوي له کاروباري چارو څخه ګټه اخیستې ده او که نه؟ بایډن د ډېموکرېټک پارټۍ په ټېکټ ټاکل شوی دی. د هاوس د اور سایټ یا د څارنې کمېټۍ مشر جېمز کومر وویل چې د بایډن د کورنۍ نهو غړو د ۲۰۱۴ نه تر د ۲۰۱۹ پورې په اوکراین او چین کې د هنټر بایډن له کاروباره نغدې پېسې ترلاسه کړي دي. کومر پوښتنه وکړه چې "بایډنز (د بایډن کورنۍ) څه پلورل؟" کومر وویل امریکایان د دې "کرپشن" په اړه د احتساب غوښتنه کوي. کومر نېغ په نېغه په بایډن د څه غلط کار تور و نه لګولو او صدر ویلي چې د زوي د سمندر پورې کاروبار سره څه تړون نه لري او نه یې هم ترې څه ګټه ترلاسه کړې ده. څو هفتې مخکې بایډن په هغه د تور په اړه په خندا کې وویل چې د بېنک اکاونټ یې د زوي په پېسو ډک شوی دی خو "پېسې چېرته دی؟" خو داسې ثبوتونه مخې ته راغلي دي چې د بایډن ۵۳ کلن زوي به د خپلو کاروباري ملګرو سره د ډوډۍ په موقع د رېسټورانټونو نه پلار ته اکثر ټېلې فونونه کړي دي. داسې ګنل کېږي چې هنټر به دغه ټېلې فونونه په دې غرض کول چې کاروباري ملګري په واشنګټن کې د سیاسي اثر او رسوخ نه متاثر کړي. د هنټر بایډن یو ملګري ډېون ارچر دا بیان ورکړی دی چې د بایډن او هنټر ټېلې فون خبرې به د کاروباري معاملاتو په باره کې نه وې بلکې پلار او زوي به د موسم او د هغو لرې پرتو سیمو په جغرافیه خبرې کولې چې هنټر او د هغه ملګرو به په کې ډوډۍ خوړله. د بایډن په اړه تحقیقات کوونکي کمېټۍ کې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ غړي جی مي رسکېن د صدر خلاف معمولي ثبوت هم نشته. د کمېټۍ د کار شروع کېدو نه مخکې د ريپېلېکن پارټۍ غړي کومر وویل کمېټي به هغه نوی ثبوتونه وړاندې کوي چې تر اوسه پورې معلوم کړی شوي دي او د بایډن کورنۍ د احتمالي جرمونو په اړه به د قانوني او د مالي چارو د ماهرینو رای اخلي. د وایټ هاوس ترجمانې کېرین ژان پېیر د دې میاشتې په شروع کې خبریالانو ته وویل د بایډن د مواخذې دپاره د ريپبلېکنز کوښښ بې بنیاده دی او ريپبلېکنز خپله د ځان دفاع هم نه شي کولی. د وایټ هاوس ترجمانې وویل د صدر خلاف څه ثبوت وجود نه لري. هغې د مواخذې تحقیقات سیاسي لوبه وبلله. په هاوس کې د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ اکثریت دی او د هاوس سپېکر کېوېن مېکارتي دا میاشت د بایډن خلاف د تحقیقاتو اعلان کړی و چې زیاته توجه به پکې د هنټر بایډن غیرملکي کاروباري چارو ته کولی شي.
د پاکستان ښاري سیمو کې میشت افغان کډوال ولې له بنیادي مرستو محرومه پاتې کیږي؟
د پښتونخوا د دریوؤ ضلعو پېښور، نوښار او هریپور په ښاري سیمو کې میشتو افغان کډوالو په اړه ترسره شوې دغه سروی یا نظر پوښتنه کې د تعلیم او روزنې، روغتیا، اقتصاد، ساتنې او بیرته ستنېدو په پینځوؤ بنیادي برخو کې د دوی ستونزې رابرڅېره کړی شوې
د امریکا د صدارت د ريپبلېکن ګوند خواهشمندو سیاستوالو په دویمه خپلمنځي مباحثه کې برخه واخستله
واشنګټن (وي او ای) د امریکا د صدارت د پاره په ريپبلېکن ګوند کې دننه اوه خواهشمندو اميدوارانو په دویمه مباحثه کې ګډون وکړو. د هر امیدوار دا کوښښ و چې ځان د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د مقابلې جوګه ثابت کړي. د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د پاره ټرمپ د نورو امیدوارانو نه مخکې ګڼل کېږي. ټرمپ چې د جرمونو د څلورو مقدمو سره مخ دی، د شورو، چهارشنبې، په شپه په دویمه مناظره کې هم شرکت و نه کړو. په بحث کې د ټرمپ په نه شریکېدو نورو امیدوارانو تنقید وکړو. د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډي سېنټس چې په صدارتي انتخاب کې د ريپلېکن پارټۍ د نامزدګۍ دپاره ټرمپ پسې په دویم ځای ګڼل کېږي، په بحث کې د ټرمپ د غیر موجودګۍ په اړه وویل چې ټرمپ د ايکشن یا د فعالیت نه محرومه پاتې شو. ډي سېنټس وویل پکار ده ټرمپ موجود وی او ځواب یې ورکړی وی چې د حکومت په قرض کې یې د 7.8 ټرېلین ډالرو اضافه ولې وکړه؟ د نیوجرزي ریاست پخواني ګورنر کرېس کرېسټي هم په مباحثه کې د ټرمپ په غیر موجودګۍ تنقید وکړو. هغه وویل "مونږ تا ته ډانلډ ټرمپ نه وایو، مونږ به درته ډانلډ ډک وایوو". ډانلډ ډک یو کارټوني کردار دی. د ټرمپ مخالفینو په کېلېفورنیا ریاست کې د پخواني صدر رانلډ رېګن په لایبرېرۍ کې په مباحثه کې شرکت وکړو او ټرمپ په سیاسي لحاظ اهم ریاست مېشېګن کې جلسه وکړه. په مېشېګن کې د موټرو دریو لویو کمپنو فورډ، جنرل موټرز او د سټېلانټېس کارکونکي د تنخاګانو زیاتولو دپاره په احتجاج دي. د پلویانو د نعرو ترڅنګ، ټرمپ په خپله وينا کې د ډېموکرېټګ پارټۍ نه منتخب شوي د امریکې په مجوده صدر جوبایډن ټکونه وکړل او په مباحثه کې شریک خپل د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ په لړ کې يې حریفان نظرانداز کړل. هغه په بايډن الزام ولګولو چې په مېلینونو روزګارونه یې چین ته منتقل کړي دي او ویې وېل بایډن امریکایان مجبوروي په بجلۍ چلېدونکي موټرې واخلي چې د ټرمپ په وينا زیاتره امریکایان یې د اخیستلو مالي توان نه لري. په بحث کې د صدارت خواهشمندو ګډونوالو په یو بل زبانې حملې کولې چې په ځینو موقعو به د کوربنو دپاره ګرانه وه چې بحث به قابو کې وساتي. د رییل کلېیر پالېټېکس نومې تنظیم د سروی ترمخه د ريپبلېکن پارټۍ 56 فیصد پلویان د دې حمایت کوي چې د کال 2024 په صدارتي انتخاب کې دې د پارټۍ ټېکېټ ټرمپ ته ورکړی شي. ډي سېنټس 42 فیصد حمایت لري. د ريپبلېکن پارټۍ د ټېکېټ نور خواهشمند د مقبولیت په کچه د ټرمپ او د ډي سېنتس نه وروسته دي. د ټرمپ په مقابل کې د خپل مقبولیت په اړه ډي سېنټس مباحثې ته وویل چې سروی صداران نه منتخب کوي، ووټران یې غوره کوي. وېوېک راماسوامی وویل ځوان کول ته د رسېدو دپاره هغه ټېک ټاک استعمالوي. په دې نیکي هېلي، چې د ټرمپ په حکومت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازي وه، وويل چې کله هم د راماسوامی خبرې واوري نو ځان کم عقله محسوسوي. هېلي چې خپل ریاست، ساوت کېرولاینا، نه د سېنېټ غړې ده د ټېم سکاټ په کارکردګۍ هم نیوکې وکړې. خو هغه خپله دفاع وکړه. د ټرمپ په حکومت کې نایب صدر مایک پېنس خپل زاړه پاله اقدار وړاندې کړل او ویې وېل چې د نورو نه زیات هغه د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ غوره امیدوار دی. د نارت ډکوټا ریاست پخواني ګورنر ډک برګم په کاروبار کې د خپلې تجرې ذکر وکړو. د دې باوجود په ريپبلېکن پارټۍ کې یې د مقبولیت کچه کمه ده، خو د ټرمپ مخالفین ووټرانو ته د دې باور ورکولو کوښښ کوي چې د بایډن خلاف په صدارتي انتخاب کې دوی غوره امیدواران دي. د شورو، چهارشنبې، په شپه د ريپبلېکن پارټۍ په مباحثه کې ګډون والو په صدر بایډن هم نیوکې وکړې. په بایډن په دې اړه هم تنقید وشو چې د نهې، سه شنبې، په ورځ هغه د موټرو کمپنو د کارکوونکو په احتجاج کې برخه واخیستله. سکاټ وویل د کارکوونکو د احتجاج په ځای پکار ده چې بایډن امریکې ته په غېرقانوني توګه د راتلوونکو خلکو مخنیوي دپاره د هېواد جنوبي سرحد ته ورغلی وی. د ريپبلېکن پارټۍ د ټېکېټ نورو خواهشمندو د اقتصاد په اړه د بایډن په تګلاره تنقید وکړو. د بایډن د صدارت په مهال په ملک کې د ګرانۍ دلاسه په مېلینونو امریکایان د سختو اقتصادي حالاتو سره مخ دي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مباحثې نه پس به قریباً درې نیمې میاشتې وروسته د ريپبلېکن پارټۍ وړمبۍ غونډه په اییوا ریاست کې کېږي چې د صدارتي انتخاب دپاره د پارټۍ یو امیدوار غوره کړي. بیا به په نورو ریاستونو کې داسې غونډې کېږي او دا ډول به د ريپېلکن پارټۍ په نامزدګۍ یو امیدوار په صدارتي انتخاب کې بایډن ته مقابلې دپاره راووځي. د ډېموکرېټېک پارټۍ بایډن د صدارت د دویمې دورې دپاره په راروان صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان کړی دی. ریپبلېکنز به په صدارتي انتخاب کې د خپل امیدوار رسمي اعلان د جولای په میاشت کې کېدوونکي کنوېنشن یا جلسه کې کوي. Get Outlook for iOS
پښتونخوا کې ترهګرو سره دمالي مرستو کوونکو پرضد 198 مقدمې درج کړل شوې دي
دخېبر پښتونخوا حکومت وایي د روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د ترهګرو د مالي مرستو کوونکو پرضد 198 مقدمې درج کړل شوې دي. د حکومت له لوري د جاري شوو شمیرو له مخې د ترهګرو سره د مالي مرستو پرضد تر ټولې زیاتې مقدمې په سرښار پېښور کې درج شوې دي چې شمېره یې 71 ښودل شوې ده. په دې حکومتي شمیرو کې ویلي شوي چې سږکال د جنورۍ دمیاشتې نه راواخله د ستمبر تر نیمایي پورې دداسې 777 کسانو نومونه مخې ته راغلي دي چې ترهګرو سره یې مالي مرستې کړې دي اؤ وایي په دوي کې 15 نیول شوي هم دي. د خراسان ډایري په نوم یوې خبري شبکې دغه حکومتي رپورټ په خپله رسمي ایکس (پخوانۍ ټویټر) پاڼه خپور کړی چې ترمخه یې دپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې دترهګرو سره د مالي مرستو کوونکو پرضد 67 مقدمې درج کړل شوې دي. دغه رپورټ کې دعوه شوې ده چې د ترهګرو سره کوم 777 کسان په مالي مرستو کې ککړ دي دهغوي د جملې څخه 15 تنان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي هم دي. رپورټ ښایي چې پېښور کې دعملیاتو په مهال شپږ اؤ قبایلي ضلعه خېبر کې اووه تنان وژل شوي دي. همدا شان دترهګرو سره دمالي مرستو په تور د پېښور نه 147،دخېبر نه د 32،مردان نه د19،مومند قبایلي ضلعې نه 10،چارسدې اؤ نوښار نه 7، 7 باجوړ نه 5، بنو نه 5 کوهاټ نه 4، هنګو نه 3، ایبټ اباد،ډیره اسماعیل خان سوات اؤ ټانک نه یو یو تن نیول شوی دی په دې وروستیو کې دپاکستان بیلا بیلو سیمو اؤ په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي. دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده. پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي. د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده. پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.
ماسکو غونډه: د طالبانو استازي ور بلل شوي، خو افغان سیاستوال وایي د ټولو افغانانو استازې غونډه پکار ده
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي د امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د افغانستان په اړه د ماسکو فارمېټ غونډه کې ګډون کوي. څېړونکي وايي په دې غونډه کې د طالبانو ګډون يو مهم ګام دی، وایي په داسې غونډو سره نور هېوادونه او طالبان سياسي توافق او تعامل ته رسېدلی شي. د افغانستان په اړه د ماسکو فارمیټ غونډه سبا د سپتمبر په 29مه په کازان ښار کې جوړېږي چې د نورو سيميزو هېوادونو د استازو ترڅنګ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي به هم پکې ګډون کوي۔ د سياسي چارو پوهان او څېړونکي دا يوه مهمه غونډه بولي او وايي په دې توګه به د سیمې هېوادونه د طالبانو سره خپلې اندېښنې نېغ په نېغه شريکې کړي. په پېښور کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وایي، "سبا چې کومه غونډه ده نو په دې غونډه کې هسې خو نورې هم يو شمېر مسلې د افغانستان سره دي، غټه مسله چې ده هغه د دې منطقې د هېوادونو د امنيت ده، بيا د هغې سره بله د نشيي توکو ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې دا شيان خورېږي او بيا بهر ته ځي". د تاس خبري ادارې ترمخه د ماسکو فارمېټ په غونډه کې په افغانستان کې په ټولشموله حکومت، د ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشيي موادو سره تړلو جرمونو باندې به خبرې وشي۔ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په ټويټر ويلي، د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د سپتمبر په 25مه په دې غونډه کې د ګډون لپاره روس ته تللی دی۔ افغان سياسي څېړونکي وايي دا غونډه به په سمدستي توګه د افغانستان په موجوده حالت ډېر اغيز و نه کړي، دوی وايي د نړيوالو او طالبانو تر منځ تعامل پېدا کولو لپاره مهم دي چې وار وار داسې ناستې وشي. د سياسي چارو افغان څېړونکی احمد خان اندړ وایي، باور نه لري چې د دې غونډې پايلې به ډېر د افغانستان په اوسني وضعيت اغېز ولري، ځکه چې وایي د افغانستان وضعيت سيميز او نړيوال توافق ته اړتيا لري: "د سيمې هېوادونه او د نړۍ نور هېوادونه بايد سره کښېني او د افغانستان د استازو سره خبرې وکړي چې د يو ښه سياسي تعامل رامنځته کېدو لپاره ګامونه پورته شي". که څه هم د ماسکو فارمېټ تېرې غونډې ته طالبان نه وو وربلل شوي خو په دې غونډه کې د ګډون کولو لپاره روس طالبانو ته رسمي بلنه ورکړې ده. د سياسي چارو ځينې څېړونکي وايي که څه هم د روس له خوا رابلل شوې غونډې د افغانستان په حالاتو ښه اثر نه لري خو بيا هم د دې هېواد په موجوده بحران که نظرونه شريک کړل شي نو ګټور به وي. د سياسي چارو افغان څېړونکی قريب الرحمان شهاب وايي، دی له دې ناستې کومه خاص تمه ځکه نه لري چې وایي پخوا دغه شان ناستو کومه نتيجه نه درلودله: "حداقل هغه د نظرياتو تبادله هم که د افغانستان د بحران د حل لپاره او د راتلونکي د روښانه کېدو لپاره مرسته وکړي د دې ناستې هرکلی پکار دی". د روس په ګډون نړيوالې ټولنې د طالبانو څخه په وار وار غوښتنه کړې چې ټولشموله حکومت جوړ کړي خو طالبان وايي په حکومت کې يې د ټولو قومونو استازي شته. د طالبانو مخالف د افغان سیاستوالو اتحاد «د مقاومت عالي شورا» د ماسکو فارمیټ له جوړوونکو غوښتي، د افغانستان روان بحران ته د حل لارې لټولو لپاره دې د ملګرو ملتونو او ددې هیواد د ټولو اړخونو په ګډون یوه سیمه ییزه غونډه جوړه کړي. دغې شورا پرون د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې له طالبانو سره تعامل یو اړخیز او د یوې توندروه ډلې سره تعامل ګڼلی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د واکمنۍ دوام سیمې او نړۍ ته خطرونه جوړوي.
پاکستاني تجاران:دافغان ټرانزټ مخې ته خنډان پېدا کول دپاکستان اقتصاد ته سخته ضربه رسولی شي
پاکستاني تجارانو خبرداری ورکړی دی چې که چرې پاکستان د افغان ټرانزټ مخې ته خنډان جوړ کړل نو له دې امله به یو خوا ددغه تجارت سره دتړلو زرګونو عادي خلکو په روزګار بدې اغېزې وشي اؤ بلخوا به ورسره د افغانستان له لارې منځنۍ ایشیا ته دپاکستان د سوداګرۍ مخې ته هم خنډان راولاړ شي. پاکستاني تجاران وایي د افغان ټرانزټ مخې ته مشکلات راولاړول به د افغانستان اؤ پاکستان تجارت زیات متاثره کړي. دپاکستان د مرکزي فیډریشن اف چیمبرز پخواني مشر انجنیر دارو خان اڅکزي ویلي چې افغانستان سمندر ته لاره نه لري اؤ د څلورو واړو طرفو نه په اوچه کې ګیر دی که چرې پاکستان دافغانستان د ټرانزټي چارو د تړلو یا محدودولو هڅه وکړه نو په دې عمل به پاکستان له ډیرو ګټو محروم پاتې شي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د افغان ټرانزټ ټریډ له لارې دا مهال پاکستان په یو موټر د اتوؤ څخه نیولې تر لسو لکو روپو ګټه اخلي اؤ ددې ترڅنګ په زرګونو یا لکونو خلک هم ددې تجارت سره وابسته دي. د انجنیر دارو خان په خبره ، که ټرانزټي چارې اغېزمنې کیږي نو ددې تجارت سره د تړلو لکونو کورنیو روزګار به خرابیږي اؤ هم به یې د پاکستان په معیشت بدې اغېزې کیږي. نوموړی وایي که چرې د افغان ټرانزټ په لاره کې څه مشکلات وي باید دواړه هیوادونه هغه پخپلو کې حل کړي اؤد افغانستان مالونو ته دې د نړیوالو قوانینو له مخې لاره ورکړل شي. دپاکستان بزنس ریکارډ ورځپاڼې تېره ورځ پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې دپاکستان برنس کونسل یا تجارتي شورا د یو لیک له لارې دپاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د افغان ټرانزټ ټریډ چارو ته باید بیا کتنه وکړي. دغه رپورټ کې ویل شوي وؤ بزنس کونسل غوښتنه کړې ده چې په افغانستان د واکمنو طالب چارواکو سره باید خبره وکړي چې کوم مالونه په افغانستان کې کم استعمالیږي یا بېرته پاکستان ته قاچاق کیږي دهغې دې افغانستان ته د اړولو مخه ونیول شي. تر دې وړاندې دپاکستان دتجارت نګران وزیر ګوهر اعجاز په لاهور اؤ کراچۍ کې تاجرانو سره دغونډو په مهال افغان ټرانزټ دپاکستان د معیشت لپاره زیان بلل ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان افغان ټرانزټ ته په بیا کتنه بوخت دی. دچمن یو ځایي تاجر حاجي شفیق کاکړ دا دعوې بې اساسه بللې دي چې دافغان ټرانزټ ټریډ په اړ کې قاچاق یا سمګلنګ کیږي اؤ ډیوه سره خبرو کې یې ویلي دي هرکله چې سرحدونه تړل شوي اؤ دکسټم اؤ نورو چارواکو په لارو سختي سیوا کړې ده نو بیا قاچاق څنګه کیږي؟ د شفیق کاکړ په خبره "د سمګلنګ بندولو طریقه خو دا نه ده چې ته دنیا سره تجارت بند کړه، ددې لپاره خو د کسټم محکمه شته ، نور چارواکي شته هغوي مضبوط کړه چې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي" نوموړي وویل د هند اؤ چین تر منځ تاو تریخوالی شته خو د هغوي تجارت بیا هم ورځ تر بلې سیوا کیږي خو افغانستان سره دپاکستان تجارت په ښکته راروان دی. د ټرانزټ چارو سره مربوط پاکستانیان وایي چې پاکستاني چارواکي د کراچۍ بندر څخه نیولي تر افغانستان بندرونو پورې د ټرانزټ کنټیرانو ته ځای په ځای خنډان راولاړوي اؤ دې عمل ټرانزټ د ځنډ سره مخ کړی دی. ګلبدین چې افغانستان ته تجارتي ټرالر چلوي ، وي او ای ډیوه ته وایي دی اته شپې وړاندې له کراچۍ راوتلی اؤ تر اوسه د چمن په پوله د این ایل سي مخې ته ولاړ دی. "معلومه نه ده چې کله به افغانستان ته داخل شو، مونږ په پینځمه شپه واپس کراچۍ ته روان وؤ، درې شپې یې پر ګډاني ودرولي وؤ، دوه شپې یې په لک پاس ودرولي وؤ ، اوس نه ده معلومه چې واپسي به مو کله وشي ، دوي کاغذونه وګوري اؤ بیا یې راکړي ، هیڅ نه پوهیږو چې دا څه روان دي" دپاکستان اؤ افغانستان تر منځپه کال ۱۹۶۵ کې پاک افغان ټرانزټ ټریډ تړون شوی ؤ چې بیا په کال ۲۰۱۱م کې دغه تړون ته یوه نوې بڼه ورکړل شوه اؤ دهغې تړون له مخې پاکستان اړ دی چې له څلورو اړخونو نه خشکۍ کې ګیر هیواد افغانستان ته به ټرانزټي لاره ورکوي.
د سپریم کورټ قاضي د فېض اباد مقدمې په پرېکړه باندې د حکومت په عمل نه کولو پوښتنې راپورته کړې
د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي فایز عيسى د فېض اباد احتجاجي ناستې د مقدمې په ضد د نظرثانۍ د خواستونو د اورونې په مهال په دغه پرېکړه باندې د عمل په نه کېدو پوښتنې راپورته کړې او وایي په فېض اباد کې د مظاهرچیانو سره د تړون د لاسلیک کوونکو خلاف دې د ګامونو پورته کولو باور ورکړی شي. د سپريم کورټ د مشر قاضي فايز عيسى په مشرۍ درې کسيزه ډلې نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د قضيې اورونه وکړه او وروسته یې د مقدمې اورېدنه د نومبر تر لومړۍ نېټې وځنډوله. د اورېدنې په پېل کې وفاقي حکومت وویل، د بيا کتنې خواست دې بېرته واخیستل شي او چې کله مشر قاضي ددې علت وپوښته نو سرکاري وکیل وویل هېڅ خاص علت نشته خو خواست بېرته اخستل غواړي. همداراز د اورېدنې په مهال پاکستان تحریک انصاف ګوند او د مېډيا د انتظام ادارې پېمرا هم د بياکتنې په اړه د خپلو خواستونو د بېرته اخستلو غوښتنه وکړه خو مشر قاضي وویل د ټولو اړوندو وکيلانو د اورېدو وروسته به پرېکړه کوي. د پاکستان تحریک انصاف وکیل علي ظفر وایي پي ټي ایي کله هم فېصله نه وه چلېنج کړې، بلکې يوازې ددې قضيې د فريق جوړېدو خواست یې کړی وو: "مونږ چې څه ویل غوښتل اوس د هغې ضرورت پاتې نه شو. څلور پینځه کلونه تېر شول، ډېرې پېښې وشوې او په دې د عمل کولو وخت راغی نو اوس د پي ټي ایي ددې مقدمې سره تعلق پاتې نه شو". مشر قاضي فایز عيسى په خپل ريمارکس یا څرګندونو کې ویلي، ټول اړخونه خپل خواستونو بېرته اخلي او همدوی د بيا کتنې په خواستونو کې ویلي وو چې د سپريم کورټ په فېصله کې نيمګړتياوې دي. وایي دوی باید اوس دا په ګوته کړي چې په پرېکړه کې نيمګړتياوې وې او که نه، داسې دې خواستونه بېرته نه اخیستل کېږي. مشر قاضي له سرکاري وکیل سره هم مکالمه وکړه او ویې ویل يوازې دا ویل کافي نه دي چې مونږ خواست بېرته اخلو. وایي یا خو دا ووایئ چې په فېض اباد کې د پرلت کوونکو سره په لوظنامې د چا دستخط وو د هغوی خلاف ګامونه اخلئ او یا دې وویل شي چې مونږ د فېصلې په فلانۍ فلانۍ خبرو عمل کړی دی. د پاکستان سپريم کورټ کال 2018 د نومبر مياشت کې د تحريک لبېک پاکستان د فېض اباد احتجاجي ناستې په اړه د خپله اړخه سوموټو نوټس اخستی وو او وروسته هغه وخت د فاېز عيسى او جسټس مشير عالم ګډ بېنچ 2019م کې پرېکړه اورولې وه چې پکې ویل شوي وو، د احتجاجي ناستې ګډونوالو سره په ظاهره د پوځ د طاقتوره خفيه ادارو بشپړ ملاتړ شامل وو او امر یې کړی وو چې پوځ دې د اړونده پوځي افسرانو خلاف کاروايي وکړي: قانون پوه لطيف کهوسه وایي که په دې هېواد کې د قانون عملداري باوري کول وي بيا به د سپريم کورټ مشر قاضي په خپله فېصله ارومرو عمل کوي: "د نظرثانۍ په تشو خواستونو بېرته اخستو سره په فېصله عمل کېدل نه شي ودرېدې. دا مقدمه د خورا اهمیت وړ ده ولې کله چې د احتجاج کوونکو سره تړون کېدو نو په هغه باندې د هغه وخت د اي اېس اي د مشر دستخط وو". ددې مقدمې اورېدنه ځکه هم د اهميت وړ ده چې چي د فېض اباد احتجاجي ناستې پرضد د پرېکړې له ورکولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې د جسټس قاضي فاېز عيسى د لېرې کولو د رېفرنس سره مخ شوی وو: د سپريم کورټ وکيل شېر امان خان وایي، کله چې د نظرثانۍ خواستونه بېرته واخستل شي نو فېصله به په خپل ځای پاتې شي او بيا به چارې په دې د عمل درامد خواته ځي: "په دې د عمل کولو ذمه واري په وفاقي حکومت راځي او دا فېصله د ادارو خلاف ده نو حکومت به د ستونزو سره مخ کېږي". د مقدمې د اورېدنې د پېل کېدو وړاندې د پاکستان انتخابي کمېش او سیول خفيه ادارې اي بي هم خپل د نظرثانۍ خواستونه بېرته اخستي دي.
مرستيال کميشنر: د پښين په چاپيريال کې د پوليو وايرس موندل د اندېښنې وړ خبره ده
په بلوچستان کې له دوو کلونو وروسته په پښين ضلع کې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی. د پښين په شپږ حساسه يونين کونسلونو کې د پوليو ضد کمپېن تر سره کېږي. په بلوچستان کې له جنوري 2021 راهیسې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی او د تېرکال له اپريل مياشتې راهيسې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې هم د پوليو وايرس نه وو موندل شوی، خو تېره اوونۍ د ايالت په پښين سيمه کې په خرابو اوبو کې د پوليو وايرس رپوټ شوی دی. د پښين مرستيال کميشنر جميل احمد وي اوا ې ډيوه ته وايي، د ښار په حساسه سيمو کې د نړيوالو سازمانونو په مرسته د پوليو کمپېن کار په ښه توګه روان دی او کارکوونکي کور پر کور ګرځي، چې تر هر ماشوم پورې قطرې ورسېږي: "دا اوس چې په چاپيريال کې د پوليو وايرس موندل شوی، تاسو ته مالومه ده، چې دا کډوالو د تېرېدو لاره ده، کېدای شي همدا يې وجه وي. په پښين کې 88 ګرځنده ټيمونه، اته فکسډ ټيمونه کار کوي او نهه ټرانزټ مرکزونه د کمپېن لپاره جوړ شوي دي. دا د هغه سيمو يا يونين کونسلونو لپاره دي، چېري چې پوليو وايرس موندل شوی دی". مرستيال کميشنر زياتوي چې کمپېن د اړونده چارواکو تر سختې څارنې لاندې ترسره کېږي. وايي اساسي هدف يې همدا دی، چې وايرس له پاکستانه په تېره بيا له دې اغېزمنو سيمو ختم شي: "د مرستيال کميشنر په حيث زه پخپله د کمپېن کار له نیژدې څارم او په دې ترڅ کې هيڅ غفلت د زغم وړ نه دی. موږ د روغتيا د نړيوال سازمان او له نورو اړونده ادارو سره په ګډه کار کوو، چې پوليو وايرس په پښين، چمن او کلا عبدالله سيمو کې ختم کړل شي. د دې لپاره موږ شپه ورځ کوښښ کوو". په بلوچستان کې ځينې خلک له ويکسينه ځکه هم انکاري وي، او دا ګيله کوي، چې روغتيايي مرکزونه تړل شوي او يا هم روغتيايي اسانتياوې نه لري، خو پوليو قطرې په زور ماشومانو ته ورکول کېږي. د پښين د سیول روغتون ايم ايس ډاکټر وکيل شېراني بيا وايي چې په دې لړ کې يې يو شمېر ګامونه اخيستي دي او په سیول روغتون کې د ټولو اسانتياوو د يقيني کولو ترڅنګ د ويکسين کار ته هم ډېره پاملرنه شوې: "دلته هر زېږېدلي ماشوم ته د پوليو په شمول د درو ناروغيو وېکسين ورکول کېږي. کوم ماشومان چې په کمپېن کې له څاڅکو پاتې شوي وي او له ناروغه ميندو سره روغتون ته راځي هغو ته دلته جوړ پر فکسډ مرکز د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي". پښين د کوټې او کلاعبدالله په منځ کې پرته سيمه ده او دا د پوليو له پلوه د کوټې بلاک په حساسه يا های رسک ضلعو کې ده. دلته په تېرو کلونو کې د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي، خو تېره اوونۍ له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس رپوټ کېدل د اړونده چارواکو اندېښنې زياتي کړې دي.
اقتصادپوهان: د افغانۍ د ارزښت زیاتېدو سبب په بهرنۍ کرنسۍ تجارت بندول او بهرنۍ مرستې دي
خبري اداره بلومبرګ په خپل رپوړټ کې وایي د افغانستان کرنسي افغانۍ په نړیواله کچه بیا استحکام موندلی، اقتصادپوهان وایي په افغانستان کې په غیرملکي کرنسیو د بندیزنو، ګاونډیو هیوادونو سره د تجارت او د مرستندویه ادارو د امداد له وجې افغانۍ مضبوطه شوې ده. د بلومبرګ خبري اداره وایي د روان 2023م کال په نړیواله درجه بندۍ کې افغانۍ دریمه مضبوطه کرنسي ده چې د طالبانو د واک وروستو د ګاونډیو هیوادونو سره د تجارت او د انساني مرستو په بنیاد یې ارزښت زیات شوی دی. اقتصادپوهان وایي د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروستو هغوی په غیرملکي کرنسۍ بندیزونه لګولي وو او له ګاونډیو هیوادونو سره یې تجارت ته وده ورکړې ده. اقتصاد پوه ډاکټر سلمان احمد وایي، د طالبانو د واک وروستو دوی په خپله کرنسي کې راکړه ورکړه شروع کړه: "دوی وویل چې مونږ سره تجارت کیږي نو زمونږ په کرنسي کې به کیږي او هغوی د ملک دننه کرنسي بهر هېوادونو ته نه ورکوي او بله دا چې د ګاونډیو هیوادونو سره یې د قاچاق په ځای تجارت ته وده ورکړې ده". ورځپاڼه بزنس ریکارډر د بلومبرګ په حواله وایي، د بهر هیوادونو نه د انساني مرستو له وجې د افغانۍ قدر زیات شوی دی او دا وخت په افغانستان کې د یو امریکایي ډالر بيعه 78 افغانۍ ده. د افغانستان مرکزي بېنک د بېنکونو نه د ډالرو ټرانزیکشن یا ویستل هم نرم کړي او په میاشت کې یو تن اوس د 25000 په ځای 40000 ډالر را ایستلی شي او په یوه اوونۍ کې د 200 ډالرو په ځای 600 ډالر تر لاسه کولی شي. اقتصادپوهان وایي طالبان د ملک نه ډالر بهر ته نه پریږدي، اقتصادپوه محمد فهیم وایي چې کومه د ډالر اوټ فلو ده هغه د طالبانو حکومت انتهایي کمه کړې ده: "زیات تره ځایونو کې پاکستان سره یا نورو ملکونو سره هغوی کوشش کوي په مقامي کرنسۍ کې کاروبار وکړي او چې کوم ځای د ډالر استعمال پکار وي هغه استعمالوي خو زیاته مقامي کرنسي ته ترجیح ورکوي او دغه وجه ده ټوله دنیا کې افغانۍ مضبوطه شوې ده". بلومبرګ وایي روان کال په وړومبیو درو میاشتو کې د افغانۍ ارزښت 9 فیصده زیات شوی او په یو کال کې په دې کې 14 فیصده مضبوطوالی راغلی دی. بلې خواته په ګاونډي پاکستان کې مقامي کرنسي د ډالر په مقابل 22 فیصده کمزورې شوې او په وروستیو کې پاکستانۍ روپۍ 6 فیصده د هغې وروستو مضبوطه شوې کله چې د پاکستان حکومت د غیرقانوني پیسو په بدلوونکو او د قاچاق په ضد ګامونه واخیستل، حکومت تور لګوي چې افغانستان ته ډالر قاچاق کیږي او په پښتونخوا کې د صرافانو مارکیټونه د نامعلومه مودې پورې بند دي.