د خلیلزاد ټویټونه: ايا پاکستان يو ځل بيا د نړۍ د توجه مرکز جوړيږي؟ د څېړونکو نظر
د افغانستان دپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزار په وروستيو کې د پاکستان او عمران خان په اړوند څرګندونو باندې پاکستان کې تاوده بحثونه روان دي.
ډاکټران: د ښه صحت دپاره په روژه ماتي کې لږ خوراک کول پکار دي
ډاکټران وايي، پکار ده چې د روژې ماتولو سره سم لږ خوراک وکړی شي په ځانګړي ډول کورني جوړ شربتونه، مېوې او زیاتې اوبه څښل پکار دي، د ډېرو غوړو او مرچکو والا خوراکونو او بازاري شربتونو نه ډډه پکار ده.
شمالي کوریا وایي یو داسې آبدوز ډرون یې آزمویلی چې اېټمي حمله کولی شي
واشنګټن - د شمالي کوریا سرکاري رسنیو نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه ملک د یو نوي آبدوز ډرون آزمایش کړی چې د اېټمي حملې صلاحیت لري او داسې ډيزاین شوی چې د دښمنانو په سواحلو باندې یوه "رېډیو اکټېو ټسونامي" جوړه کړي. شمالي کوریا د داسې یوې وسلې د آزمایش خبر ورکړی چې په ځینو برخو کې د روس د پوسیډون سُپرټورپیدو ته مشابهتونه لري. د شمالي کوریا دا نوی آبدوز ډرون "هاییل" نومیږي او تر دې وړاندې یې په اړه معلومات موجود نه و. د شمالي کوریا سرکاري خبري ادارې ویلي، دا ډرون د هغه درې ورځېني پوځي مشق په لړ کې وآزمویل شو چې د ملک مشر کېم جونګ اون یې هدایات ورکړي دي. د شمالي کوریا سرکاري خبرې ادارې زیاته کړې چې د دې آبدوز ډرون مېشن دا دی چې "په خفیه توګه عملیاتي اوبو ته لاره پیدا کړي او د اوبو لاندې چاودنې سره داسې یوه ستره رېډیواکټیو تسونامي جوړه کړي چې ددښمنانو جنګي بېړۍ او غټ عملیاتي بندرونه تباه کړي." شمالي کوریا دعوه کړې چې دا آبدوز ډرون د نهې/سې شنبې په ورځ اوبو ته وغورځول شو او یو کم شپېته (۵۹) ساعته یې اوبو کې تېر کړل، او پس د یو لړ حرکاتو یې په هانګوون بې کې یو خیالي هدف په نښه کړ. د کال ۲۰۱۹ راهېسي شمالي کوریا ګڼ شمېر نوې وسلې او سیسټمونه آزمویلي او دعوه کوي چې اکثره یې د جوهري وسلو د حمل و نقل صلاحیت لري.
پاکستاني وګړي به اوس پخپل موبایل ځانله شناختي کارډونه او د پېژندګلو نور اسناد جوړولی شي
د پاکستان د ملي معلوماتو او رجسټریشن ادارې (نادرا) یو داسې نوی موبایل ایپ مخې ته راوړی چې اوس به پاکستاني وګړي د دې ایپ په مرسته د شناختي کارډونو او پېژندنې د نورو مهمو اسنادو جوړولو لپاره د نادرا دفترونو ته دتګ له جنجاله خلاص وي او د خپل کور دننه به ځان ته پخپله شناختي کارډونه او نور مهم اسناد جوړولی شي. د نادرا چیرمین ښاغلي طارق ملک ویلي د نوښت دا ګام به خدماتو کې د بهترۍ له لارې د ډیجیټل پاکستان د اهدافو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي او پاکستاني وګړو ته به زیاتې اسانۍ په لاس ورکړي. په ټولنیزو رسنیو هم د نادرا د دې اقدام تود هرکلی شوی دی او فعالینو هیله ښودلې ده چې اوس به پاکستاني وګړي د شناختي کارډونو او د پېژندنې د نورو مهمو د ستاویزاتو جوړولو لپاره د نادرا دفترونو ته له تګ او په لویو، لویو قطارونو کې د ودریدلو څخه خلاص شي. په ډان ورځپاڼه کې د پاکستان د دولتي خبري ادارې ای پي پي د خپور شوي رپورټ ترمخه د دې ایپ د معرفي کیدو له امله اوس د نادرا دفتر د پاکستاني وګړو موبایلونو ته ورکوز شوی دی. رپورټ وایي د پاک ایي ډي په نوم د دې موبایل ایپ له لارې به اوس نه یوازې پاکستان وګړي د شناختي کارډونو او پېژندنې د نورو دستاویزانو جوړولو لپاره ټوله کارروایي دخپل کور نه ترسره کولی شي بلکې شناختي کارډ یا دپېژندنې نور اسناد به هم خپلو کورونو ته راغوښتی شي. د نادرا د چیرمین ښاغلي طارق ملک ترمخه په دې نوي موبایل ایپ کې د دستاویزاتو د پېژندنې د نظام ترڅنګ د ګوتو لګولو او برقي لاسلیک کولو اسانتیاوې هم شاملې دي. هغه ویلي چې اوس به پاکستاني وګړي ددې موبایل ایپ دلارې دشناختي کارډ او پیژندګلو د نورو مهمو دستاویزاتو جوړولو لپاره ټول پړاوونه د خپل موبایل فون نه ترسره کولی شي. د نوموړي په وینا دې ایپ ته ضروري دستاویزات لوډ کیدای ،عکس او د ګوتو نخښې پکې پرېښودل کیدای او برقي لاسلیک په کې کیدای شي. د نادرا چیرمین وایي د دې ایپ په معرفي کولو پاکستان د نړۍ وړومبنی هیواد دی چې د یوې نه د زیاتو ګوتو د نخښو اخستو او دستاویزاتو جمع کولو په څېر اسانۍ یې په انلاین بڼه معرفي کړې. په سوشل میډیا هم ګڼ شمیر فعالینو د نادرا ددې جدید موبایل ایپ په معرفي کیدو خوشحالي ښکاره کړې ده اؤ هیله یې ښودلې ده چې ددې اقدام له امله به پاکستاني وګړو ته زیاتې اسانۍ په لاس ورشي. پېښور کې یوې ځایي ورځپاڼې سره په دنده بوخت خبریال عمران علي وایي پاکستان کې دسیوا شوې ابادۍ له امله د نادرا دفترونو کې شناختي کارډونه اؤ دپیژندګلو نور اسناد جوړول یو زړه ستړی کار ؤ اؤ پاکستاني وګړي به په ټوله ټوله ورځ دې اسنادو جوړولو لپاره مختلفو پړاؤونو کې په قطارونو کې په ودریدلو مجبوره وؤ. ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د شناختي کارډونو او نور اسنادو په جوړولو به نه یوازې دخلکو قیمتي وخت مصرفیدو بلکې اکثره مهال به رنځوران اؤ د زاړه عمر کسان په دې اوږدو قطارونو کې خواریدل اؤ ددفتري مامورینو دبدې رویې سره به هم مخ کیدل . دعمران علي په وینا اوس ددې ایپ له جوړیدو وروسته دغه ټول جنجالونه له منځه تللي دي اؤ خلک به ډیر په اسانه دخپل کور،دفتر اؤ حجرې نه دشناختي کارډونو اؤ نورو مهمو دستاویزاتو جوړولو لپاره نادرا ته رجوع کولی شي. هغه وایي دا ایپ لا نوی دی اؤ کاروونکو ته به یې استفاده کې لا ځینې مشکلات ارو مرو وي خو وایي ښه خبره داده چې په دې ایپ کې دنظر پوښتنې یوه خانه هم ورکړل شوې ده اؤ په هغې کې دنظر ورکولو له لارې راتلونکي کې دا ایپ نورې اسانۍ هم پاکستاني وګړو ته ورکولی شي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي20 کرکټ د سیالیو لړۍ نن پیل کیږي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي20کرکټ د دریو سیالیو لړۍ نن د جمعې په ورځ د متحده عرب امارات په شارجه اسټيډیم کې پیل کیږي. د دې لوبو لپاره د دواړو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلې عرب اماراتو ته رسیدلي او په دوبۍ کې ورته تود هرکلی ویل شوی. د سیالیو د دې لړۍ د ټرافۍ یا جام مخکتنه د زیارت په ورځ دافغانستان د کرکټ دملي لوبډلې کپتان راشد خان اؤ د پاکستان کپتان شاداب خان کړې ده. د افغانستان کرکټ بورډ په ټویټر خپل بیان کې ویلي دي چې په ټرافۍ کې دافغاني روایاتو اؤ کلتور رنګ ښودل شوی دی اؤ دا دافغان کلتوري هنر یوه غوره بېلګه ده. د افغان کرکټ بورډ له مخې ټرافي په لاس دجوړ شوي قالین یا غالۍ څخه جوړه کړل شوې ده چې دافغانستان دملي ورثې اؤ عنعناتو انځور وړاندې کوي. ټاکل شوې ده ننۍ سیالي به دپاکستان په وخت دشپې نهه اؤ دافغانستان په وخت اته نیمې بجې پیل کیږي. ددې لړۍ دوهمه سیالي به په 26م اؤ وروستۍ سیالي به په 27م مارچ کیږي. په تېرو میاشتو کې په شارجه کرکټ اسټیدیم کې دافغانستان اؤ پاکستان دلوبډلو ترمنځ دکرکټ سیالۍ په مهال د دواړو هیوادونو د وګړو ترمنځ د رامنځته شوي تاؤ تریخوالي نه وروسته دا وړومبی ځل دی چې په دغه اسټیډیم کې دپاکستان اؤ افغانستان لوبغاړي یو ځل بیا دیو بل پرضد سیالۍ ته اوځي. پاکستاني رسنۍ وایي دا ځل دشارجه کرکټ اسټيډیم مسولینو دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دسالیو په مهال د تماشګیرو دقابو ساتلو لپاره ځانګړي انتظامات کړي اؤ په اسټیدیم کې داضافي امنیتي ځواکونو دګمارنې احتمال هم شته . رسنۍ وایي دې سیالیو لپاره دپاکستان کرکټ بورډ دمشر نجم سیتي لخوا وړاندیز شوی دی چې په اسټیدیم کې باید دافغانستان اؤ پاکستان تماشګیر بیل بیل کښېنول شي . دپاکستان دکرکټ بورډ مشر ښاغلي نجم سیټي هم دفرورۍ په پینځمه دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دټي20 کرکټ دسیالیو دلړۍ پیل کیدو اعلان کړی ؤ اؤ په ټویټر یې لیکلي وؤ هغه ددې اعلان په کولو خوښ دی چې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله به دافغانستان پرضد دمارچ په وروستیو کې په شارجه کې دټي 20 درې نړیوالې سیالۍ ولوبوي. نجم سیټی ویلي وؤ دپاکستان اؤ افغانستان دلوبډلو ترمنځ دسیالیو ددې لړۍ مقصد داسټریلیا له لوري دافغانستان پرضد د دوه اړخیزه سیریز یا لړۍ نه دلاس اخستو له امله د رامنځته شوي زیان ازاله کول دي. دجنورۍ په میاشت کې اسټریلیا په افغانستان د واکمنو طالبانو له لوري په میرمنو دلګول شوؤ بندیزونو پرضد متحده عرب اماراتو کې دافغانستان سره مارچ کې دکیدونکو یو ورځینو سیالیو دلړۍ نه دلاس پسر کیدو اعلان کړی ؤ. د دواړو لوبډلو ترمنځ دسیالیو ټاکل شوې دا لړۍ د ایي سي سي سپر لیګ برخه وه چې اسټریلیا دلوبډلې هند ته له سفر وروسته به په مارچ کې کیدله. ددې سفر دځنډول کیدو پرمهال خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې داسټریلیا کرکټ بورډ له لوري دا پرېکړه دطالبانو له لوري دښځو په کارونو اؤ دنجونو په زده کړو دبندیز اؤ پارکونو اؤ جمونو ته دمیرمنو په تګ دلګول شوؤ بندیزونو له اوسني اعلان نه وروسته شوې ده.
د امریکا د مذهبي آزادۍ کمېشن غواړي چې په هند کې د مذهب بدلولو ضد قانون لغوه شي
واشنګټن - په هند کې د اقلیتونو مشران وایي چې د هغه هېواد په ځینو ایالتونو کې د مذهب بدلولو ضد قانون چې کوم نافذ شوی دی، هدف یې د عیسایي او مسلمانو اقلیتونو ځورول او کړول دي. په همدې حال کې د امریکا د نړېوالې مذهبي آزادۍ کمېشن هم فکرمندي ښودلې او غوښتنه یې کړې چې دغه قوانین دې منسوخه وګرځول شي. یاد کمېشن پخپل یو رپوټ کې چې په همدې موضوع یې خپور کړی دی، ویلي دي: "هند کې په ریاستي کچه د مذهب بدلولو خلاف قوانین، د بشري حقونو د هغو عالمي قوانینو خلاف ورزي ده کوم چې د مذهب یا عقیدې د آزادۍ حق محفوظه کوي. هغوی په ناجائز طور د مذهب بدلولو په برخه کې یو وګړي حق محدوده کوي او سزا ورکوي." د امریکا د نړېوالې مذهبي آزادۍ کمېشن زیاته کړې ده چې په هندوستان کې د مذهبي آزادۍ حالات د وړاندې نه خراب شوي و، او د مذهب د بدلولو ضد قوانینو ماحول نور هم خرابه کړی دی. هندو ډلې او د هندوستان واکمن ګوند، بهارتیا جناتا پارټي دعوه کوي چې عیسایي مبلغین په چل و دوکې، په زور، او نورو چلبازیو خلک د خپل دین نه اړوي. په دې وروستو کلونو کې هغو دا دعوه هم کړې ده چې ګني مسلمانان په غیرمنصفانه طریقو سره خلک اسلام ته اړوي. د هندوستان د اته ویشتو (۲۸) ایالتونو نه، په دوولسو (۱۲) ایالتونو کې په ریاستي کچه د مذهب بدلولو ضد قوانین نافذ شوي دي. ځیني نور ایالتونه هم په دې غور کوي چې داسې قوانین پاس کړي. په هغو ایالتونو کې چېرته چې د مذهب بدلولو ضد قوانین نافذ دي، چارواکي یې وایي مقصد یې د غیراختیاري مذهب بدلولو مخنیوي دی. د امریکا د نړېوالې مذهبي آزادۍ کمېشن پخپل رپوټ کې ویلي چې هند کې د مذهب بدلولو ضد قوانینو ځیني برخې "د بشري حقونو د عالمي تړون او د سېول او سیاسي حقونو عالمي معاهدې" سره په ټکر کې دي. هندوستان هغه اولنی تړون په کال ۱۹۴۲ کې لاسلیک کړی او دا دویمه معاهده یې هم په کال ۱۹۷۹ کې منظور کړې ده. په رپوټ کې ویل شوي، داسې ښکاري چې په هند کې د مذهب بدلولو ضد قوانین، د جبري مذهب بدلولو پرخلاف د خلکو د تحفظ دپاره نه بلکې د عیسایت او اسلام غوندې مذهبونو ته د خلکو د اوړېدو په ضد چې په هند کې یې خلک دومره نه خوښوي، نافذ کیږي. د هند په ګجرات کې د عیسایي وګړو د حقونو یو کارکن، سېډرېک پراکاش وایي د هند د آئین دفعه ۲۵ دا ضمانت کوي چې هر وګړی د خپل مذهب د آزاد تبلیغ او اشاعت حق لري، مګر د مذهب بدلولو ضد کوم قوانین چې نن سبا هلته کې نافذ شوي، د هندي شهریانو آئیني حق تروړي. بل اړخ ته په نوې ډیلي کې د بي جې پي یو جګپوړی ځایي مشر الوک واتس وي او اې ته وویل: "په هند کې، زیاتره خلک د واده کولو، د پیسې اخېستلو، او همدا راز نورو غیراخلاقي وعدو د لارې مذهب یې بدلول کیږي. د مذهب بدلولو ضد قوانینو مقصد دا دی چې دغسې غیرقانوني اعمالو ته د پای ټکی کېښودل شي." الوک زیاته کړه چې په یقین سره دوی د رضاکارنه یا پخپل خوښه مذهب بدلولو سره کوم مشکل نلري.
جنرال میلي: ایران د دوه هفتو نه په کم وخت کې د اېټم بم دپاره د سون مواد جوړولی شي
د امریکا د پوځ اعلی افسر وایي چې ایران دا وړتیا/صلاحیت لري چې "د دوه هفتو نه په کم وخت کې" د یو اېټم بم دپاره د سون مواد برابر کړي او کولی شي په "څو میاشتو" کې یو اېټم بم جوړ کړي.
هند کې په بېلتون غوښتونکي سېکهـ پسې د پولیسو لټون
واشنګټن - د تېرې میاشتې میاشتې پورې سېکهـ بېلتون غوښتونکی امریتپال سېنګهـ دننه په هند کې چا دومره نه پېژانده. پس د هغه چې د سېکهانو د یو آزاد ریاست جوړېدو دپاره د هغه غږ جګ شو او د هند په پنجاب کې یې د تشدد ېره راپیدا کړه، اوس پولیس د امریتپال د نیولو دپاره پراخ کمپېن شورو کړی دی. پنجاب شاوخوا څلوېښت کاله وړندې هم د یو خونړي بغاوت ښکار شوی و، او حکومت کوښښ کوي د هغسې تشدد د تکرار مخه ونیسي. دېرش کلن امریتپال سېنګهـ چې له ځانه یې یو سېکهـ مبلغ جوړ کړی، هغه وخت یو دم په ټول هند کې مشهوره شو چې هغه او یو شمېر نور ځوانانو تېره میاشت ټوپکونه او تورې په لاس د پنجاب یو پولیس تهاڼې باندې یرغل وکړ او د خپل یو ګرفتاره شوي ملګري خلاصون یې وغوښت. پولیسو وروستو وویل چې هغوی د دغې بلواګرې ډلې په شاته ځپلو کې ناکامه شول، ځکه هغو د سېکهانو مقدس کتاب د سپر/ډال غوندې استعمالولو. د امریتپال او وسله والو ملګرو تصویرونه یې چې ښيي پولیس ورنه تښتي، دا فکرمندۍ راولاړې کړې چې هسې نه د هند په پنجاب کې چې قریب شپېته فیصده یې سېکهان دي، د دوی پلویان په زیاتېدو شي. د خالي/شنبې ورځې راهیسي، په زرهاوو پولیس او حکومتي ملېشې د امریتپال سېنګهـ په لټون پسې راوتلي دي. تر اوسه د امریتپال څه باندې یو نیم سل (۱۵۰) پلویان ګرفتاره شوي او په هندي پنجاب کې انټرنېټي خدمات هم محدوده کړی شوي دي. په امریتپال باندې خلکو کې د اختلاف خورولو الزام لګېدلی او حکومت هغه یو مفرور اعلان کړی دی. بېلتون غوښتونکي سېکهان خپل یو آزاد ریاست، خالستان یادوي مګر په هند کې د خالستان نظریې ته فروغ ورکول غیرقانوني ګرځول شوي او د څېړونکو وینا ده چې په پنجاب کې دا نظریه کمه اندازه ملاتړ لري. بل اړخ ته د یو آزاد خالستان ریاست نظریه د برطانیې او کېنېډا غوندې ملکونو کې د خورو ورو مېشتو سېکهانو په منځ کې یو څه فروغ لري. په پنجاب کې د امریتپال سېنګهـ یو دمي داسې راښکاره کېدل، خلکو ته د هغه خوني بغاوت وېروونکي یادونه تازه کړل چې په کې په زرهاوو کسان وژل شوي و. هغه بغاوتونه په ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو کې و چې جګپوړي چارواکي هم په کې ووژل شول. د هند پخوانی وزیراعظمه اندېرا ګاندهي په ۱۹۸۴ کال کې، پس د هغه چې د سېکهانو د ګولډن ټمپل/سري دربار صاحب نه یې پوځ ته د یاغیانو د اېستلو امر وکړ، د خپل سېکهـ محافظ له خوا ووژل شوه. امریتپال سېنګهـ په ۲۰۱۲ کال کې دوبی ته ولاړ چې د نقل و حمل په برخه کې د خپل فامیلي کاروبار سره یوځای شي. هغه تېر کال هندوستان ته راستون شو او بیا د "وارث پنجاب دي" یا د پنجاب د وارثانو د ډلې مشر شو. دې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د زارعینو په هغه پراخ احتجاجي تحریک کې کردار ولوبولو کوم چې د وزیراعظم مودي د زراعتي اصلاحاتو په خلاف یې یو کال دوام وکړ. په دې وروستو میاشتو کې امریتپال د هغو مظاهرو مشري کوله چې ویل یې مقصد یې د نرېندرا مودي د قام پرسته هندو حکومت د اقداماتو په وړاندې د سېکهانو د حقونو تحفظ و. هغه ویل چې د سېکهانو دپاره د یو آزاد ریاست جوړېدل صرف یوازېنۍ لاره ده چې کولی شي د سېکهانو د ثقافت تحفظ وکړي، او د مخدره موادو د استعمال غوندې سترې ټولنیزې مسئلې هوارې کړي. سیاسي څېړونکې نیرجا چوهدري وایي: "دا ډېره عجیبه ده چې څنګه یو دم هغه د دوبی نه راپیدا شو. هغه د داسې کوم تحریک مشري نه کوي چې د ۱۹۸۰مو کلونو غوندې په ملک کې دننه کرار کرار پیدا شوی وي. نن په پنجاب کې د خالېستان [د نظریې] دپاره هېڅ عوامي ملاتړ موجود ندی." نن سبا چې د هند په پنجاب صوبه کې بې روزګاري زیاته شوې، د فارمونو او کروندو آمدن کم شوی، او په ځوانانو کې د مخدره موادو او شرابو استعمال هم یو چلېنج ګڼل کیږي، د امریتپال سېنګهـ غوندې کسانو راپیدا کېدل چارواکي فکرمنده کړي چې هسې نه په پنجاب کې دا تحریک رېښې وغځوي او ستونزې راپیدا کړي.
علي وزیر: موږ تل په هغو جرنېلانو تنقید کړی چې پوځ یې د کاروبار وسیله ګرځولی دی
واشنګټن ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر دعوه کوي چې د پاکستان د ریاستي ادارو تر منځ د اختلافاتو له کبله د پښتونخوا په نویو قبایلي ضلعو کې ترهګري زیاته شوې ده. له وي او اې اردو سره په ځانګړې تازه مرکه کې علي وزیر ویلي، چې دی له خپل فکر سره سم په ریاستي ادارو باندې تنقید کوي، خو وایي دا تنقید پر ادارو نه بلکې د ادارو پر ځینو اقداماتو یې کوي. علي وزیر د پاکستان په ریاستي ادارو خصوصاً په پوځ باندې د نیوکو په تور تر دوو کلونو زیاته موده د کراچۍ په زندان کې تېره کړه او په فرورۍ کې عدالت هغه په ضمانت خوشی کړ. علي وزیر وایي دی د پوځ پر هغو جرنېلانو تنقید کوي چې ریاست او ادارې یې د خپل کاروبار وسیله کړې دي: "آیین او قانون شته، که موږ څه بلوا کړې یا مو خلک پارولي دي، نو په آیین کې که څه سزا وي زه خو جېل ته هم لاړم، عدالتونو ته هم وړاندې شوم، که په آیین کې څه داسې خبره وای یا له دوی [پوځ] سره څه کره ثبوت وای نو نن به زه بهر نه وای". د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نور مشران د ترهګرۍ په خلاف جګړه کې د پاکستان د پوځ په پالیسیو او په نورو ریاستي چارو کې په ممکنه لاسوهنه ښکاره نیوکې کوي. د پاکستان پوځ د پي ټي ایم د مشرانو دا ډول تورونه تل په کلکه رد کړي او د پوځ ویاند په خپلو بیانونو کې بیا بیا پر دغه ولسي تحریک تور پورې کړی چې د نورو هېوادونو په اشاره د ترهګرۍ په ضد د پوځ هڅې ضایع کول غواړي. د پاکستان پوځي مشران تور پورې کوي چې د پي ټي ایم مشران د پوځ په خلاف د بیانونو له کبله د خلکو او پوځ تر منځ بېلتون پیدا کوي، خو د پي ټي ایم مشران دعوه کوي چې دوی "حقایق" بیانوي. "پر خپل دریځ او بیانیه ولاړ یم" علي وزیر وایي د ده ضمانت د کوم تړون یا رعایت په نتیجه کې نه دی شوی بلکې په ټولو مقدمو کې د ده په خلاف د ثبوتونو تر نشتوالي وروسته چې څه لاره پاته نه شوه نو ضمانت ورکړل شو. د دې پوښتنې په جواب کې چې یوې ریاستي ادارې [پوځ] پر ده تور ولګاوه او بلې ادارې [عدالت] یې ضمانت منظور کړ، خو بیا هم پي ټي ایم ولې په ریاستي ادارو باندې د باور اظهار نه کوي، علي وزیر وایي: "لویو عدالتونو چې په دې برخه کې څه کړي موږ یې مننه کوو، ښکاره خبره ده چې ځینې خلک ایمانداره دي او په خپل کار کې سنجیده دي چې د خپلو ادارو د بدنامۍ سبب نه جوړېږي موږ د هغوی احترام کوو". د پاکستان په پوځ باندې د پي ټي ایم په ګډون د دې ملک نور سیاسي ګوندونه او ځینې سیاستوال نیوکې کوي او وخت په وخت د ځینو خلاف مقدمې هم درج شوې دي، خو دا چې ولې د هغوی په نسبت له علي وزیر سره بېل سلوک وشي، هغه یې په جواب کې وایي: "ډېرو خلکو چې خبرې یې کړې وې وروسته یې بخښنې هم وغوښتې او ویې ویل چې موږ به بیا داسې خبرې [پر پوځ تنقید] نه کوو، موږ چې په پیل کې کومه بیانیه وړاندې کړې وه تر ننه پر هغه ولاړ یو". علي وزیر وایي د دوی او د نورو ګوندونو په تنقید کې دا توپیر دی چې هغوی د خپلو ګټو او برخې غوښتلو لپاره نیوکې کوي او دوی د حقیقت او نظریاتو په بنیاد تنقید کوي چې وایي خلک یې هرکلی کوي. وایي دوی چې پر کومو مسایلو خبرې کوي او کومې غوښتنې کوي هغه د قبایلي سیمو د خلکو له ژوند سره تړلې دي، خو وایي اوس هم هغه مسایل نه دي حل شوي او د دوی غوښتنې نه دي منل شوې: "موږ به له دوی [پوځ او حکومت] سره فیصله کن خبرو ته کښېنو او خپرې خبرې به ورته ږدو، ورته وایو به چې تاسې په پیل کې له موږ سره کومې ژمنې کړې وې بیا چې دوی هره لاره او رویه خپلوي له هغه سره سم فیصله به کوو". "پي ټي ایم زما نظریه ده، پرېښوولای یې نه شم". په پي ټي ایم کې د تقسیم د اوازو او د راتلونکي سیاست په اړه علي وزیر وو، چې دی او منظور پښتین سره ملګري دي او پي ټي ایم د ده نظریه ده، له دې پرته یې نه بل فکر شته او نه یې چاته په دې اړه څه باور ورکړی دی. د دې پوښتنې په جواب کې چې که د پاکستان ریاستي ادارې پر پي ټي ایم بندیز ولګوي، علي وزیر وویل چې یو تنظیم یا ګوند هغه وخت غیرقانوني ګرځول کېدای شي چې وسله یې اخیستې وي یا یې د توندروۍ څه عمل کړی وي، وایي د دوی مبارزه پرامنه او د ولسي حقونو لپاره ده. که څه هم د پي ټي ایم مشر منظور پښتین وایي چې تحریک به یې غیرپارلماني وي، خو علي وزیر په 2018م کال کې د پښتونخوا له جنوبي وزیرستان ضلعې څخه په ازاد حیثیت په ټاکنو کې برخه اخیستې وه او د قومي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو. د وي او اې اردو په مننه
سيند: جرنلسټ د هندو مذهب د سپکاوي په مقدمه کې بندي کړی شوی دی
د پاکستان د سیند صوبې په مير پور خاص ضلع کې د هندو ټولنې لخوا د يو جرنلسټ پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړی شوې او په جېل کې بندي کړی شوی دی.
د هند عدالت د کانګرس ګوند یو مشر راهول ګاندي ته د "مودي" نوم د سپکاوي په تور دوه کاله سزا اورولې ده
واشنګټن ــــ د هندوستان یو عدالت د دې هېواد د اپوزیشن مشر راهول ګاندي د هغې وینا پر سر د سپکاوي په مقدمه کې مجرم پېژندلی او دوه کاله د بند سزا یې ورته اورولې چې په 2019م کال کې یې کړې وه او په هغه کې یې غلو ته د مودي نوم کارولی وو. د هند د این ډي ټيلیویژن د خبر له مخې د پرېکړې په وخت راهول ګاندي په عدالت کې موجود وو. دا فیصله د وزیراعظم نریندرا د پلارني ریاست ګجرات په سورت ښار کې یو عدالت کړې ده. د عدالت د پرېکړې په غبرګون کې راهول ګاندي د مهاتما ګاندي یو قول پر ټویټر لیکلی چې وایي "زما د مذهب بنیاد ریښتینواله او عدمِ تشدد دی، حقیقت زما خدای دی او عدمِ تشدد هغه ته د رسېدو لاره ده". عدالت د دوه کاله بند سزا له اورولو وروسته د هغه ضمانت هم منظور کړی دی او د هغه سزا یې د یوې میاشتې لپاره ځنډولې ده، چې په دې وخت کې هغه د عدالت د پرېکړې خلاف درخواست هم ورکولای شي. د کانګرس د مشر راهول ګاندي خلاف دا مقدمه د واکمن ګوند بهارتیه جنتا پارټي د اسمبلۍ غړي او د ګجرات مخکیني وزیراعلی پرنیش مودي درج کړې وه. هغه په مقدمه کې د راهول ګاندي د هغې وینا حواله ورکړې چې پکې د رسنیو د رپوټونو له مخې هغه ویلي وو، "د ټولو غلو وروستی شریک نوم یا تخلص مودي ولې وي". د پرنیش مودي وکیل کیتن ریشموالا د پنجشنبې- زیارت په ورځ د عدالت تر فیصلې وروسته وویل "عدالت د راهول ګاندي خبرې د بې عزتۍ وړ ګڼلې دي او دوه کاله د بند سزا ورته اورول شوې ده". راهول ګاندي د پنجشنبې- زیارت په ورځ عدالت ته وویل چې د ده هغه تبصره د کومې ټولنې خلاف نه وه. د ګاندي ګوند کانګرس ویلي چې د هغه خلاف دا مقدمه د بي جې پي "بزدل او آمرانه" حکومت درج کړې ده ځکه چې وایي راهول "د دوی تیاره عملونه رسوال کوي." د کانګرس ګوند ویانده سوپریا شرینات وایي ګوند یې ټولې قانوني لارې لري او وبه یې وکاري. هغې وویل: "هیله ده چې د [دې] خاورې قانون به غالب شي." راهول ګاندي د کانګریس ګوند یو مخکښ مشر او د نهرو او ګاندي له سیاسي کورنۍ څخه دی، هغه به اوس د خپلې سزا خلاف اعلی عدالت ته اپیل یا خواست کوي. د هندوستان د وفاقي حکومت یو سلاکار کېنچن ګپتا وایي، راهول ګاندي چې د قومي اسمبلۍ غړی دی د عدالت له خوا تر سزا کېدو وروسته د هیواد د سپریم کورټ د 2013م کال د حکم سره سم د پارلمان له غړيتوبه سمدستي نااهله کېدای شي. ګاندي د 2024م کال تر عمومي ټاکنو مخکې د نریندرا مودي له مهمو سیالانو څخه ګڼل کېږي چې پر ډیلي واکمنې عام آدمي پارټۍ یې هم ملاتړ کړی دی. یادونه:- د رپوټ اکثره مواد له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي
پاکستان: د پارلیمان غړو ملک ته د ورپېښو چېلنجونو د مخنيوي دپاره د ګډې ناستې غږ کړی
د پاکستان د پارلیمان غړو ویلي ملک چې د اقتصادي، سياسي، او اييني مشکلاتو سره مخ دی، د دې بحران څخه ويستلو دپاره په حکومت کې او مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند له پکار ده چې خپل اختلافات د خبرو د لارې ختم کړي او مقابله دې په سیاسي مېدان کې وکړي.
پاکستان،افغانستان او د نړۍ زیاترو هیوادونو کې د رمضان میاشت لیدل شوې،نن وړومبۍ روژه ده
پاکستان،افغانستان سعودي عرب اؤ دمنځني ختیځ په زیاتره هیوادونو کې د رمضان میاشت لیدل شوې ده اؤ نن د زیارت په ورځ پکې وړومبۍ روژه ده خو په بنګله دیش اؤ هند کې بیا د میاشتې نه لیدل کیدو له امله د جمعې په ورځ د وړومبۍ روژې اعلان شوی دی. په پاکستان کې دمیاشت لیدنې د مرکزي دولتي کمیټې غونډه دچهارشنبې په ماښام پېښور کې ددغه کمیټې دمشر مولانا عبدالخیبر ازاد په مشرۍ کې شوې چې دشپې ناوخته یې د میاشت لیدنې اعلان وکړو. مولانا عبدالخیبر وویل کمیټې ته ته دمردان،صوابۍ،قلعه سیف الله،رحیم یار خان،بهاولپور اؤ دهیواد دنورو برخو نه دمیاشت لیدنې شهادتونه رارسیدلي اؤ د زیارت په ورځ وړومبۍ روژه ده. دمرکزي رویت هلال کیمټې ترڅنګ دمیاشت لیدنې دغیر دولتي کمیټې غونډه هم دپېښور په قاسم علي خان جومات کې شوې ده اؤ نن د زیارت په ورځ یې د وړومبۍ روژې اعلان کړی دی. د دولتي اؤ غیر دولتي کمیټیو لخوا په یو وخت دمیاشتې د لیدنې داعلان له امله سږکال په ټول پاکستان کې په یوه ورځ روژه راغلې ده . تر دې وړاندې به عموماً د روژې اؤ اختر د میاشتو دلیدنې پسر داختلافونو له امله روژه اؤ اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیدو. په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالینو دمرکزي رویت هلال کمیټې دمشر مولانا عبدالخیبر ازاد ستاینه کړې ده چې دمیاشت لیدنې شهادتونو ته یې تر پینځوؤ ساعتو اوږد انتظار کړی اؤ په خلاصه سینه یې دمیاشت لیدنې شرعي شهادتونه قبول کړي دي. تر دې وړاندې دپاکستان د مرکزي رویت هلال کمیټې په پخواني مشر مفتي مفتي منیب الرحمان نیوکې کیدلې چې د روژې اؤ اختر دمیاشتو په لیدنو کې دپښتنو شهادتونه نه قبلوي خو مفتي منیب دغه نیوکې ردولې اؤ دریځ یې لرلو چې یوازې دقوي شهادتونو په اساس د میاشت لیدنې اعلان کوي. د روژې په اړه د امریکا د ولسمشر پیغام: د امریکا ولسمشر جو بایډن په یو ټویټ کې مسلمانانو ته د روژې په مناسبت مبارکي ورکړې. ښاغلي بایډن په ټویټر باندې لیکلي، : "جېل او زه مسلمانو ټولنو ته دلته د هېواد دننه او په ټوله نړۍ کې د یوې برکتي او نیکمرغې میاشتې هیله لرم. رمضان الکریم." د روژې د میاشتې په رارسیدو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن هم امریکایي مسلمانانو لپاره خپل پیغام کې هیله ښکاره کړې ده چې د روژې دا مقدسه میاشت به د ټولو لپاره له امن ډکه وي. هغه ویلي "دلته امریکه اؤ بیرون له هیواده دمسلمانانو لپاره رمضان ددعا،غور اؤ فکر یوه مقدسه موده ده چې دکورنیو اؤ ټولنې سره په ګډه تېرول کیږي اؤ دکم حیثیت خلکو سره هم دې میاشت کې په پراخه سینه مرستې اؤ همدردۍ کولی شي " د ښاغلي بلنکن په پیغام کې ویل شوي "همدا وخت دی چې مونږ د غربت نه د اغېزمنو، د ظلم وستم، شخړو اؤ قدرتي افتونو سره د مخ خلکو په مرستې کولو خپله اجتماعي ذمه واري پوره کړو اؤ د ټولې دنیا مسلمانان به هم دې میاشت کې دخپلو ټولنو خدمت کوي"
عمران خان وایي، د مرتضا بوټو په څېر یې د وژنې پلان جوړ شوی
دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تور لګولی چې حکومت دپولیسو دعملیاتو په ترڅ کې دمرتضا بوټو د وژنې په څېر دخپل کور دننه دده د وژلو پلان هم جوړ کړی دی. هغه وایي حکومت غواړي خپل سړي دده دکور مخې ته د ورټولو شوو ګوندي فعالینو لیکو ته ورننباسي،هغوئ بیا څلور،پینځه پولیس ووژني اؤ دغسې پولیس دده کور ته وردننه شي اؤ دی په الغاؤ تلغاؤ کې ووژني. په عین حال کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله پارلیمان ته خپله وینا کې دعمران خان پلویان د وسله والو اؤ ترهګرو په نوم یاد کړي اؤ له پارلیمان یې غوښتي چې باید قانون پځاي کوونکو ادارو ته ددې وسله والو اؤ ترهګرو دقابو کولو لپاره ټول اختیارات ورکړي. پخپله یوه ویډیوي وینا کې عمران خان ویلي دپارلیمان ګډه غونډه کې به هڅه وشي چې دده ګوند له ټولټاکنو بهر کړل شي ځکه چې مخالفین یې پوهیږي که چرې ټاکنې وشي نو دهغوئ سیاست له مینځه ځي. عمران خان تور پورې کړو چې اسلام اباد کې عدالت ته د وړاندې کیدو پر مهال د هغه د وژنې پلان جوړ شوی ؤ اؤ دپولیسو نه ورته معلومه شوې ده چې په دغه مهال دعدالت مخې ته نامعلوم کسان دسي ټي ډي دځواکونو په یونیفارم کې ورټول شوي چې غوښتل یې دی لکه دمرتضا بوټو په څېر ووژني. هغه وویل د وژنې دغه پلان یې شنډ شوی اؤ اوس دپنجاب اؤ اسلام اباد دپولیسو سرلښکرانو (ایي جیز) اؤ دهغوي پشا پرتو لاسونو پلان جوړ کړی چې خپل سړي دده دکور مخې ته د ورټولو ګوندي فعالینو لیکو ته ورننباسي اؤ بیا دغلته پولیس عملیات وکړي. عمران خان وویل پلان دادی چې د دوي سړي به څلور،پینځه پولیس وولي،پولیس به بیا دده کور ته ورننوځي اؤ په الغاؤ تلغاؤ کې به دی ووژل شي. خو هغه دخپل ګوند په فعالینو غږ وکړو چې که پولیس هرڅه کوي ،یا دده نیول وغواړي نو باید هیڅ ورته ونه نیول شي. "دوي که تاسو هرڅومره راپاروي،هیڅ غبرګون ورته مه ښایئ،که زما پرضد نوی وارنټ هم راوړي نو کارکنان یې باید کور ته دننه راپریږدي،زه خپلو خلکو ته خواست کوم چې تاسو دچا پر وینا اشتعال کې مه راځئ" هغه وویل ګرفتارۍ ورکولو ته تیار دی خو خپل خلک به وژنې ته ورنه کړي. په عین حال کې پرون دپارلیمان ګډه غونډه کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله عمران خان هیواد کې داړي ګړي په جوړولو تورن کړی اؤ تور یې لګولی چې دهغه لیکو کې ترهګر اؤ وسله وال شامل دي. رانا ثناء الله دپارلیمان نه غوښتنه کړې ده چې باید ددې ترهګرو اؤ وسله والو دقابو کولو لپاره قانون پځائ کوونکو ادارو ته ټول اختیارات ورکړي. هغه وویل تر دې وړاندې هم عمران خان د وسله والو دلښکر سره په اسلام اباد ورختلی ؤ اؤ اوس یو وارې بیا زمان پارک کې په پولیسو ډزې شوې دي، دلیندو ګزارونه پرې شوي اؤ ګڼ شمیر پولیس ژوبل کړل شوي دي خو وایي پولیسو یو ډز هم نه دی کړی. هغه وویل عمران خان په تېرو یوولسو میاشتو کې هره ورځ دهیواد دننه دسیاسي اؤ انتظامي بحران پیدا کولو هڅه کړې ده،دا یوه فتنه ده اؤ که مخه یې ونه نیول شوه نو هیواد ته به زیان رسوي. خو عمران خان وایي مخالفین یې هڅه کوي چې دپارلیمان ګډه غونډه کې دده ګوند دالیکشن نه بهر کړي. هغه پخپله وینا کې ویلي مخالفین یې پوهیږي که چرې الیکشن وشي نو دهغوئ سیاست ختمیږي ځکه نو دالیکشن وروسته کولو لپاره یې اړي ګړي ته لاس اچولی دی
الیکشن کمیشن د پنجاب اسمبلۍ انتخابات وځنډول
دپاکستان الیکشن کمیشن داپریل په30مه نیټه دپنجاب اسمبلۍ لپاره کېدونکي انتخابات ځنډولې دي اؤ اعلان یې کړی دی چې اوس به دا ټاکنې داکتوبر په 8مه کیږي. دحکومت مخالفه ګوند مشر عمران خان دالیکشن کمیشن دا پریکړه غېراییني بللې ده اؤ ویلي یې دي که چرې دالیکشن کمیشن دا پرېکړه ومنل شي نو دا به پاکستان کې دقانون واکمنۍ ختمولو ته غاړه اېښودل وي. الیکشن کمیشن پخپله اعلامیه کې ویلي چې دپنجاب اسمبلۍ ټاکنو لپاره دامنیت وضعه غوره نه ده ځکه نو داټاکنې به په اتم اکتوبر کیږي. اعلامیه کې ویل شوي چې حکومت پنجاب کې دانتخاباتو امنیت لپاره دپوځي ځواکونو ورکولو څخه انکار کړی اؤ هیواد کې د روان اقتصادي بحران له امله دخزانې وزارت هم له پنګو ورکولو معذوري ښکاره کړې ده. دالیکشن کمیشن له مخې دخزانې،کورنیو چارو اؤ دفاع د وزارتونو اؤ دقانون پځائ کوونکو ادارو د رایو په رڼا کې په وخت پرامنه،بې پلوه اؤ رڼې ټاکنې کول شونې نه دي. الیکشن کمشن په دې اعلامیه کې په 8م مارچ دانتخاباتو جاري کړل شوی شیډول بېرته اخستی اؤ دانتخاباتو لپاره یې نوې نیټه 8م اکتوبر ټاکلې ده. دحکومت مخالفې ډلې پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیر اعظم عمران خان دالیکشن کمیشن ددې پرېکړې غندنه کړې ده اؤ دا یې دا ایین سراسري خلاف ورزي بللې ده. په ټویټر خپل بیان کې عمران خان ویلي نن هرتن ته دعدلیې اؤ وکیلانو سره په دې هیله ودریدل پکار دي چې هغوئ به دایین حفاظت کوي. هغه ویلي چې که چرې نن (دالیکشن کمیشن فیصله)ومنل شي نو دا پاکستان کې دقانون د واکمنۍ ختمیدل دي. عمران خان ویلي هغه خپلې دوه اسمبلۍ په دې هېله ماتې کړې وې چې په90 ورځو کې به دایین له مخې له نوي سره ټاکنې وشي . هغه ویلي خپلې دوه اسمبلۍ یې ددې لپاره نه وې ماتې کړې چې دایین اؤ قانون خلاف ورزۍ کوونکو فاشسټانو یوې ډلې ته د ترهګرۍ د راج مسلط کولو اجازه ورکړل شي. دعمران خان په وینا دپنجاب اسمبلي سږکال په 14مه اؤ دخېبر پښتونخوا اسمبلي په18مه جنورۍ ماته کړل شوې وه چې له دې وروسته دغو دواړو صوبو کې دنوؤ انتخاباتو دنیټې په نه اعلانېدو سپریم کورټ له خپله انده نوټس اخستی ؤ. سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې ویلي وؤ چې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته دایین له مخې په 90 ورځو کې دننه نوې ټاکنې کول ضروري دي اؤ الیکشن کمیشن ته یې د هیواد صدر سره په مشوره انتخاباتو لپاره دنیټې اعلانولو امر کړی ؤ. دالیکشن کمیشن لخوا دهیواد صدر ته داستول شوي لیک په رڼا کې صدر عارف علوي په دریم مارچ پنجاب اسمبلۍ لپاره د30م اپریل نیټه تجویز کړې وه چې له هغې وروسته الیکشن کمیشن په 30م اپریل دکیدونکو ټاکنو لپاره مهال ویش هم جاري کړی ؤ.