ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اېچ ار ډبلیو: طالبان د ښځو د "بدنونو" دلارې خپل "ځوروونکي اخلاقي او سماجي" تګلارې عملي کوي

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د کوچني اختر د لمونځ په موقع د خلکو مخامخ ښکاره شوی او د طالبانو په حکومت د نړیوالې ټولنې نیوکې یې په سختو ټکو غندلې دي.

11.04.2024 ډیوه

د اوکراین صدر وایي "د اوږدو بحثونو" پر ځای دې ورسره د پوځي مرستې په برخه کې عمل وشي

واشنګټن — د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل له هېواد سره دې یې د پوځي مرستو خصوصاً د هوایي دفاع په برخه کې عملي اقدام وشي. هغه وایي کوم هېواد چې د روس د یرغل پای ته رسېدل غواړي په جون کې دې د سویټزرلېنډ د امن په سرمشریزه کې د دوی له هڅو سره ملګري شي. نوموړي دا غوښتنه د روس له هغو هوایي بریدونو وروسته کړې چې د اوکراین د پوځ په وینا تېره شپه یې د 42 میزایلو او 40 ډرون الوتکو په وسیله یې کړي‌ وو. صدر زلنسکي پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، "که د روس میزایل او «شهید» ډرون نه یواځې پر اوکراین بلکې زموږ د متحدینو پر ارادو بریدونو ته دوام ورکړي، دا د ترهګرۍ له نړیوال جواز سره برابر وي". صدر زلنسکي وایي د روس په وروستیو بریدونو کې یې د خارکیف، پایتخت کیف، زاپورېژیا، لفیف او اوډیسه سیمې په نخښه شوې دي او د ده په وینا "روسي ترهګرو" یې یو ځل بیا مهم ځایونه په هدف کړي دي: "موږ هوایي دفاعي نظام او نورو دفاع مرستو ته اړتیا لرو، نه دا چې سترګې پټې کړو او اوږد بحثونه وکړو". د اوکراین هوایي ځواک وایي د هېواد هوایي دفاعي ځواکونو یې د روس له 40 څخه 39 ډرون ویشتلي او را غورځولي او په 42 میزایلو کې یې 18 تباه کړي دي. د اوکراین د بجلۍ چلوونکې اداره اوکرینرګو وایي د روس هوایي بریدونو یې په پینځو جلا جلا سیمو کې اډاڼې زیانمنې کړې دي. د خارکیف ګورنر اولیه سیني هوبوف ویلي، د روس 10 میزایل پر خارکیف ښار باندې لګېدلي دي، چې وایي په دغو بریدونو کې د انرجۍ اډاڼې په نخښه شوې دي او تر دوه لکه زیات خلک یې له بجلۍ محروم کړي دي. د لفیف ښار ځایي ګورنر مېکسیم کوزیڅکي وایي د روسي بریدونو له کبله د ګېس پر تنصیباتو او د بجلۍ په یوه سب سټېشن کې اور لګېدلی دی. د اوډیسه ښار ګورنر اولیه کیپر هم د تباه شوي ډرون له ملبو څخه د انرجۍ په تنصیباتو کې د اور لګیدو خبر ورکړی دی. بل لور ته د روس د دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، د اوکراین هغه برید یې ناکامه کړی دی چې وایي د 12 ډرون الوتکو په مرسته یې غوښتل پر څو سیمو بریدونه وکړي. د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي، درې ډرون الوتکې یې په کرسک، درې په تامبوف، دوې په بلګورود، دوې په موردویا او یوه یوه یې په براینسک او لیپیڅک سیمو کې تباه کړې دي. امن کانفرنس سویټزرلېنډ د چارشنبې- شورو په ورځ وویل په جون میاشت کې به د لوړې کچې نړیوال کانفرنس کوربه وي چې وایي هدف یې د اوکراین دوه کلنه جګړه پای ته رسول دي خو دا یې ومنله چې د سولې په بهیر کې د روس ګډون امکان نه لري. کانفرانس د جون پر 15- 16 لوسرن ښار ته نیژدې کیږي چې ټاکل شوې د لسګونو هیوادونو اعلی چارواکي ور وبلل شي. د سویټزرلېنډ «نیو زیوریخ ټایمز» ورځپانې خبر ورکړی چې کېدای شي د امریکې ولسمشر جو بایډن هم پکې ګډون وکړي خو سپینه ماڼۍ وایي په دې اړه لا پریکړه نه ده شوې. د دې کانفرنس پلان په وروستیو میاشتو کې صدر زلنسکي او د سویټزرلېنډ د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس جوړ کړی وو. ښاغلي کاسیس ویلي وو کانفرنس ته به تر 100 د زیاتو هیوادونه استازي ور بلل کیږي. د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر ډول خبرې اترې یواځې هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې د ماسکو ګټې په پام کې ونیول شي. هغه د سویټزرلېنډ د امن کانفرنس د کیف لپاره د پراخ نړیوال ملاتړ لپاره د لوېدیځ یوه دسیسه وبلله. د اوکراین صدر زلنسکي پر خپل ایکس لیکلي، هر هغه مشر او هیواد چې غواړي د روس یرغل په ریښتینې او له انصاف سره سمه سوله باندې پای ته ورسیږي، موقع لري چې د دوی په نړیوالو هڅو کې برخه واخلي او د سویټزرلېنډ د امن په لومړي کانفرنس کې ګډون وکړي یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي څخه اخیستل شوي دي.

11.04.2024 ډیوه

د اختر په وړومبۍ ورځ بلوچستان اؤ کراچۍ کې د لادرکه بلوڅانو د کورنیو غړو اؤ مدني فعالانو احتجاجي مظاهرې کړي

پېښور — د کوچني اختر په وړومبۍ ورځ د بلوچستان په بیلا بیلو سیمو اؤ کراچۍ کې په جبري توګه د لادرکه بلوڅانو د کورنیو غړو اؤ مدني فعالانو احتجاجي مظاهرې اؤ لاریونونه کړي اؤ د لا درکه کسانو د خوشې کولو غوښتنې یې کړي دي. د بلوچستان په سر ښار کوټه، خضدار، ګوادر، مستونګ اؤ نورو بیلابیلو سیمو کې د لادرکه بلوڅانو کورنیو اؤ مدني فعالانو د کوچني اختر په ورځ د بې درکه کسانو خوشې کولو لپاره د راجوړو شوؤ لاریونونو اؤ مظاهرو په مهال ویلي چې د هغوي د کورنیو غړي د یوې اوږدې مودې نه لا درکه دي اؤ د دوي هر اختر په ویر اؤ ماتم کې تیریږي. په کوټه کې راجوړې شوې احتجاجي مظاهرې ته خپله وینا کې د بلوڅانو د یووالي د کمیټې مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ ویلي، د بلوچستان مظلوم خلک هر اختر په ویر اؤ ماتم کې په سړکونو تېروي اؤ د خپلو لادرکه عزیزانو د خوشې کولو غوښتنې کوي خو وایي ریاست یې غوښتنې ته غوږ نه نیسي. هغې وویل که پر کوم چا کوم تور دی يا په کوم جرم کښې ککړ‎ دي د هغوی پر ضد دي د آیین او قانون په چوکاټ کښې دننه کاروائي وشي، او که دوی مجرم ثابت شي نو دوی ته دي عدالتونه سزا ورکړي خو که چرې بېګناه وي نو باید له بنده خوشې کړل شي. د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې هم د کوچني اختر په وړومبۍ ورځ د پریس کلب مخې ته د لادرکه بلوڅانو کورنیو اؤ مدني فعالانو احتجاجي پرلت غځولی اؤ د خپلو لادرکه کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کوله. په دغه موقعه د لادرکه بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان یوې مشرې سیمي بلوڅ ویلي زمونږ د کورنیو غړي له کلونو راهسې لادرکه دي ، چې د مړي، ژوندي په اړه هیڅ معلومات نه کیږي نو په داسې حالاتو کې د لادرکه کسانو کورنۍ څنګه پخپلو کورونو کې اختر ونمانځي. هغې ویلي ، زمونږ اختر به هله وي چې دا بې درکه کسان له بنده خوشې اؤ خپلو خویندو،میندو اؤ اولادونو ته ورشي . دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کسانو د مقدمو د هواري کمېشن سپريم کورټ کې جمع کړي خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې د مارچ میاشت کې د کمېشن سره د جبري لا درکيو 18 نوې مقدمې درج شوي دي. رپورټ وايي په دغه مياشت کې 18 لا درکه کسان هم خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د لا درکه کسانو د موندنې د سرکاري کمېشن لخوا سپريم کورټ ته ورکړی شوي رپورټ کې ویل شوي چې کمېشن د مارچ میاشت کې د 27 لا درکه تنانو درک لګولی دی او تېره مياشت 33 یې داسې مقدمې راغونډې کړي چې د جبري لا درکيو نه وې. په پاکستان کې د لا درکه بلوچانو، پښتنو او د بشري حقونو فعالين د خلکو د جبري لا درکيو تور د پاکستان د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ او حکومت دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې لا درکه کسان د بلوچ بېلتون پالو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي،قانون نافذ پځای کوونکو ادارو سره نښتو کې وژل شوي او یا هم افغانستان ته تښتېدلي وي.

11.04.2024 ډیوه

هبت الله اخند زاده: له اسلامي قوانینو یو ګام هم په شا نه ځم

پېښور — په افغانستان د واکمنو طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د کوچني اختر د لمونځ په مهال کندهار کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شوی اؤ د طالبانو په حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا کېدونکې نیوکې یې په سختو ټکو غندلې دي. هغه یو ځل بیا خپل دا هوډ تکرار کړی چې د اسلامي قوانینو د عملي کولو نه به یو ګام هم پشا لاړ نه شي. د کندهار په یو ستر جومات کې د اختر د لمونځ لپاره راټول شوؤ زرګونو کسانو ته خپله وینا کې هبت الله اخند زاده د «مرګ تر دمه» د اسلامي احکامو په نفاذ ټینګار وکړ او د دغې ډلې جنګیالیو ته یې وویل چې له بریالیتوب وروسته باید په شا نه شي او د قربانۍ ورکولو ته دوام ورکړي. د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د خپل مشر هبت لله اخند زاده د 35 دقیقو یو اډیو تقریر خپور کړل شوی چې په هغې کې اخندزاده پخپل حکومت د نړیوالې ټولنې د نیوکو په کلکه غندنه کوي او وایي: "نن دوي غواړي تاسو پخپلو منځو کې وویشي، هغوي مشران نا اهله بولي اؤ وایي چې د حکومت کولو جوګه نه دي" یوې سرچینې چې د هبت الله اخند زاده په امامت کې د اختر د لمانځه لپاره راجوړې شوې دې غونډه کې یې پخپله برخه درلوده ای ایف پی ته یې ویلي ، اخند زاده د جومات په تالار کې راغونډو خلکو نه لیدلو خو یوازې د هغه وینا اؤ خطبه یې په لاوډ اسپیکر اورېدله. هغه د اختر د لمانځه لپاره ورټولو شوؤ دغو زرګونو کسانو ته وویل "ددې کافرانو په خبرو بې لارې نه شئ ، ځانونه له دوي هوښیار وساتئ ، هغوي غواړي تاسې تېرباسي،  تاسې ناکامول غواړي" نوموړي په دې موقعه یو ځل بیا خپل دا هوډ تکرار کړی چې "د اسلامي قوانینو نه یو ګام هم په شا لاړ نه شم" د وي او ای پښتو د رپورټ له مخې د هبت الله اخند زاده وویل" ګورئ چې ناکام نه شئ. دغسې مقابله وکړئ، دغسې قربانۍ ورکړئ، دغسې اشتهادي وکړئ لکه پرون چې مو په سختي کې اشتهادۍ کوله فدایانې مو کولې د دې کامیابۍ لپاره نن په راحت کې دغسې قربانۍ ورکړئ شاته نشئ، کمربند مات نه کړئ." د طالبانو مشر د امریکا له نوم له اخیستو پرته وویل چې پرون "دښمن تاسو ویشتلي یاست، په ډرون یې ویشتلي یاست، په ۵۲ ډوله یې ویشتلي یاست، د بمونو په مور یې ویشتلي یاست، په هر قسم کیمیاوي موادو یې سوځولی یئ، هغه دشمن نن غافل نه دی ناست. نن مو بیا په بله طریقه باندې ولي، نن مو په تبلیغاتو باندې ولي، نن مو په شیطانیت باندې ولي. نن مو په افتراق او تفرقه باندې ولي، نن د دې مقابله درسره کوي. نو لکه پرون چې دې مقابله وکړه نن یې هم وکړه. " هغه په دغه وینا کې په وار وار د "اتحاد او اتفاق" پر ساتلو ټینګار وکړو. ای ایف پي وایي خپلې سرچینې ورته ویلي چې د طالبانو د مشر د وینا په مهال د کندهار دغه جومات ته د ورتګ په لارو کې سخت امنیت نیول شوی ؤ. هبت الله اخند زاده چې د کال2016 نه د افغان طالبانو مشر ټاکل شوی اؤ په کال2021م کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووتل اؤ طالبانو بیا په واک قبضه وکړه ، دهغې راپدیخوا اخند زاده یوازې څلور ځل د ولس منځ ته ورغلی دی. تر اوسه د طالبانو د مشر یوازې یو انځور یا عکس په ولسي کچه مخې ته راغلی اؤ هغه چې چرته وینا کوي نو هلته خلک له عکس اخستو اؤ ریکارډنګ کولو منعې کولی شي. تر دې وړاندې په کال 2022م کې هم هغه د کوچني اختر په مهال په کندهار کې دغسې د اختر د لمونځ په یوه اجتماع کې د ولس منځ ته ورغلی ؤ خو هغه مهال یې هم خپل مخ خلکو ته نه ؤ ورښکاره کړی. هبت الله اخند زاده په تېرو دریو کلونو کې یوازې د خپلو فرمانونو له لارې حکومتي چارې پر مخ وړي اؤ په افغانستان کې یې سخت اسلامي قوانین پځای کړي دي چې له دې امله دغه هیواد په نړۍ کې یوازې شوی دی. هر څو که د طالبانو د حکومت پلازمینه په ظاهره کابل کې ده خو هبت الله اخنده په کندهار کې د یو نامعلوم مقام نه حکومت ته فرمانونه جاري کوي اؤ کندهار د طالبانو ستر مرکز ګڼل کیږي. د اګست 2021نه چې طالبانو د نړۍ د ملاتړ نه برخمن یو جمهوري حکومت نسکور کړو اؤ په واک یې قبضه وکړه نو هغوي په افغان ښځو او نجونو یو شمیر بندیزونه لګلي چې ملګرو ملتونو یې د صنفي توپیر په توګه غندنه کړې ده. په تېرو څه دپاسه دوه نیمو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د طالبانو مشر ګڼ فرمانونه صادر کړي چې ځینې یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د تعلیم او کار له حقه د محرومولو په برخه کې حتی د طالبانو د ډلې د ځینو جګپوړو غړو له خوا هم د پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي. پخپله تازه وینا کې هبت الله اخندزاده د شرعي حدودو لکه قصاص او په عام محضر کې د تورنو کسانو د مجازاتو او جسمي سزاګانو دفاع وکړه او دا کار يې د اسلامي قوانينو سره سم وباله. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي احکام به هغه ډول عملي کړي لکه څنګه چې د اسلام د پیغمبر په وخت کې عملي کیدل د طالبانو د مشر له فرمان وروسته په عام محضر کې د اسلامي سزاګانو لړۍ زیاته شوې چې د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر دغه حکم "ډیر مایوسوونکی" بللی دی. (ددې رپورټ مواد د ای ایف پي اؤ وي او ای پښتو نه اخستل شوي دي)

11.04.2024 ډیوه

بلوچستان: د زایرینو ډک ګاډی ژور ګړنګ ته لوییدلی، 13کسان پکې مړه شوي،30  نور ژوبل دي

پېښور — د بلوچستان په حب ضلعه کې د زایرینو یو ډک ګاډی ژور کړنګ ته لوییدلی چې د پولیس چارواکو له مخې لږ تر لږه 13کسان پکې مړه شوي اؤ 30 نور ژوبل شوي دي. په ژوبلو کې هم د ځینو کسانو حالت نازک ښودل شوی چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندېښنې ښودل کیږي. ډان ورځپاڼې د پولیس سرچینو له خولې لیکلي چې د چهارشنبې یا شورو په ورځ تر 100ؤ زیات زایرین په یو ګاډي کې د شاه نوراني زیارت ته روان وؤ چې په حب کې د ویر اب په مقام دغه ګاډی یو ژور ګړنګ ته لوییدلی دی. پولیسو په دې پېښه کې په سمدستي توګه د 13کسانو د مړینې اؤ د 30ؤ نورو د ژوبل کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي یو شمیر ژوبل کسان په مرګوني حالت کې دي چې له دې امله د مړینو شمیره سیوا کیدای شي. د پېښې سره سم مرستندویه فعالین د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ ژوبل کسان اؤ جسدونه یې هسپتال ته رسولي دي. رپورټ کې ویل شوي چې په پېښه کې د مړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو تعلق د سیند صوبې د ټهټې سیمې سره ؤ اؤ غوښتل یې چې د اختر په وړومبۍ ورځ د شاه نوراني بابا زیارت له لاړ شي. د زایرینو ګاډی د شاه نوراني نه د 20 کلو مټيره په فاصله د ډرایور نه بې قابو شوی اؤ ژورې کندې ته غورځېدلی دی.

11.04.2024 ډیوه

د پاکستان پوځي مشر جنرال عاصم منیر د اختر وړومبۍ ورځ د شمالي وزیرستان مورچو کې پوځیانو سره یو ځای تېره کړې ده

پېښور — د پاکستان پوځي مشر جنرال عاصم منیر د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې په اوله کرښه یا مورچو کې د ګمارل شوؤ پوځیانو سره تېره کړې ده. جنرال منیر پوځیانو ته پخپله وینا کې ویلي چې په سترو قربانیو ټینګ کړل شوی امن پځای ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده. هغه وزیرستان ته خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې د پښتونخوا په قبایلي اؤ جنوبي سیمو په ځانګړي ډول شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دې وروستیو کې په پوځ اؤ امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې پوځ، پولیس اؤ د ایف سي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس ار ویلي جنرال عاصم منیر د کوچني اختر په سهار د شمالي وزیرستان میرامشاه اؤ سپین وام سیمو کې د پوځ وړومبیو مورچو ته ورغلی اؤ د اختر لمونځ یې دغلته د پوځیانو سره په ګډه کړی اؤ بیا یې ورسره اختر هم نمانځلی دی. آي ایس پي ار ویلي په دغه موقعه د پوځ سرلښکر ته د مسلکي تیاریو، دامنیت د وضعې اؤ افغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې د خوندي کولو په اړه احوال تېر کړل شوی دی. جنرال منیر سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د پوځي عسکرو جذبه ستایلي اؤ ویلي یې دي چې په ډيرو قربانیو ټینګ کړل شوی امن پځای ساتل زمونږ د ټولو ګډ مسولیت دی. هغه ویلي په قبایلي ضلعو اؤ خېبر پښتونخوا کې په ډیرو قربانیو ټولنیزې اؤ اقتصاي پرمختیا لپاره خوندي چاپیریال رامنځته شوی اؤ مونږ باید د قام په خدمت کې خپلو مسلکي فرایضو ته ټول پام وګرځوؤ. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان سره په پوله د پرتو شمالي اؤ جنوبي وزیرستان ترڅنګ په نورو قبایلي ضلعو کې هم د امنیت وضعه یو وارې بیا کړکیچنه شوې ده اؤ ترهګرو په دې سیمو کې په امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کړي چې پکې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. رپورټونه وايي د تېر کال په څېر د سږني کال (‏‎2024‎م) په وړومبیو درېو میاشتو کې هم پاکستان کې ترهګري زياته وه او د ترهګرۍ نه تر ټولو زياتې د ‏خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې اغېزمنې پاتې شوي.‏ د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏ پيکس) ویلي، ‏د مارچ په میاشت د ناامنۍ غټې پېښې او بريدونه شوي چې څلور پکې ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.‏ په رپورټ کې ويل شوي وو، د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ کمپليکس، په تربت کې د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي بريد کې پينځه چينایان او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏ خبریال لحاظ علي وايي، پاکستان کې په وروستیو کې که تحریک طالبان پاکستان او داعش د ځينو پېښو او بریدونه زمه وارۍ منلي نو دې سره دلته نور ‏وسله وال هم وجود لري، پاکستان ته به د ټولو وسله ولو ډلو پرضد یو شان تګلاره جوړول پکار وي.‏ پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان ‏خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.‏

11.04.2024 ډیوه

د امریکې د هغه تنکي هلک مور او پلار ته عدالت سزا اورولې چې په سکول کې په ډزو يې څلور کسان وژلي

اولس کلن ايتن کرمبلی چې کله پينځلس کلن و د ميشيګن ايالت په اکسفورډ سکول کې خپل څلور ټولګيوال وژلي او اوه تنه يې ژوبل کړي وو. قاتل 24 ځله مجرم ګرځول شوی و او هغه په ټولو تورونو کې خپل جرم منلی و

10.04.2024 ډیوه

رپورټونه: پاکستان کې روانې ترهګرۍ پښتونخوا او بلوچستان صوبې زیاتې ځپلې دي

اسلام اباد/ کراچۍ — رپورټونه وايي د تېر کال په څېر د سږني کال (‏‎2024‎م) په وړومبیو درېو میاشتو کې هم پاکستان کې ترهګري زياته وه او د ترهګرۍ نه تر ټولو زياتې د ‏خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې اغېزمنې پاتې شوي.‏ څیړونکي وایي ترهګري اوس يواځې د پاکستان نه بلکې د سیمې مسله جوړه شوې ده او د مخنیوي دپاره يې د شریکو هڅو ضرورت دی.‏ په امنیت کار کوونکو غېر دولتي ادارو ترمخه، په تېر کال ‏‎2023‎م کې د تيرو شپږو کالو په مقابله کې د ترهګري تر ټولو زياتې پېښې شوې وې، خو د روان ‏کال په لومړیو درېو میاشتو کې هم د امنيت صورتحال کې ښه والی نه دی ليدل شوی.‏ د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏ خبریال محمود جان بابر وايي، ترهګري اوس يواځې د پاکستان مسله نه ده پاتې، د پاکستان سره افغانستان او ايران هم د دې مسلې سره مخ دي.‏ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، پکار ده پاکستان او ګاونډي هيوادونه یې يو بل سره کښېني او د ترهګرۍ د مخنيوی دپاره يوه کوټلې تګلاره ‏جوړه کړي.‏ په رپورټ کې ویل شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏ پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس)  ویلي، ‏د مارچ په میاشت د ناامنۍ غټې پېښې او بريدونه شوي چې څلور پکې ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.‏ په رپورټ کې ويل شوي وو، د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ کمپليکس، په تربت کې د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي بريد کې پينځه چينایان او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏ خبریال لحاظ علي وايي، پاکستان کې په وروستیو کې که تحریک طالبان پاکستان او داعش د ځينو پېښو او بریدونه زمه وارۍ منلي نو دې سره دلته نور ‏وسله وال هم وجود لري، پاکستان له به د ټولو وسله ولو ډلو پرضد یو شان تګلاره جوړول پکار وي.‏ پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان ‏خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.‏ په وروستیو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورینو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري ويلي وو پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ته ‏مشوره ورکوي چې يو بل سره مذاکرات وکړي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې نه کوي او په افغانستان ‏کې د واکمنو طالبانو څخه یې د ټي ټي پي د مشرانو پرضد د سختو ګامونو اخستو غوښتنه تکرار کړې وه.‏

10.04.2024 ډیوه

شپږ ایراني پولیس د وسله والو په حمله کې وژل شوي، جېش العدل د حملې ذمه واري منلې

تېره هفته د صوبې په دریو مختلفو ځایونو کې د ایراني ځواکونو او د وسله والو په جګړو کې ۱۰ ایراني عسکر او ۱۸ وسله وال ووژل شوو. د امنیتي ځواکونو شپږو نورو عسکرو وروسته په هسپتال کې ساه ورکړه

10.04.2024 ډیوه

خامنایي: اسرایل ته باید پر کونسلګرۍ د برید سزا ورکړل شي. اسرایل: که ایران برید وکړي جواب به ورکړو

واشنګټن — د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله خامنایي نن یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې اسرایل ته باید په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې د برید او د دوو ایراني جنرلانو په ګډون د سپاه انقلاب د اوو افسرانو د وژلو "سزا" ورکړل شي. خامنايي د شورو- چارشنبې په ورځ په تهران کې د کوچني اختر له لمانځه وروسته په یوه ټیلیویژني وینا کې وویل، "دغه ناوړه رژیم په دې برخه کې تېروتنه کړې ده، باید سزا ورکړل شي او سزا به وویني." د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د خامنایي تر وینا وروسته پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] یو پوسټ په فارسي او عبراني ژبو جلا جلا کړی او داسې ښکاري چې د ایران د مذهبي مشر تازه څرګندونو ته غبرګون یې جواب ویلی. هغه لیکلي: "که ایران له خپلې خاورې برید وکړي، اسرایل به جواب ورکړي او پر ایران به برید وکړي".   خامنايي وویل د اپرېل د لومړۍ نېټې برید چې د شام په پایتخت دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پینځه منزله ودانۍ یې ونړوله، د سفارتي مرکزونو د خوندیتوب دپاره د نړیوالو تړونونو خلاف عمل وو. خامنایي وویل: "په کوم هېواد کې کونسلګرۍ او د سفارت دفترونه د هغه هېواد خاوره ده. کله چې دوی زموږ پر کونسلګرۍ برید وکړ، د دې معنا ده چې دوی زموږ پر خاوره برید کړی دی". د اپرېل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران د سفارت څنګ ته د دې هېواد د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوایي برید شوی وو چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د اوو کسانو او د حزب الله د غړو په ګډون 12 تنه ووژل شول چې ایران یې پړه پر اسرایل ور واچوله. د خامنايي په ګډون نورو اعلی ایراني چارواکو هم پرله پسې د دغه برید د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی چې ذمه واري یې په پراخه کچه د دې هېواد پر "تاریخي دښمن" اسرایل اچول شوې ده. د خامنایي یو اعلی سلاکار یحیی رحیم صفوي د یکشنبې- اتوار په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسرایل سفارتونه "نور خوندي نه دي." اسرایل تېره اوونۍ وویل د ایران د غچ اخیستنې له ګواښونو وروسته خپل دفاعي ځواک پیاوړی کوي او وایي د جنګي دستو لپاره رخصتي ځنډوي. ایران اسرایل په رسمیت نه پیژني او دواړه هیوادونه له کلونو راهیسې پر یو بل باندې لفظي بریدونه کوي، له همدې کبله اسرایل په وروستیو کې په شام او لبنان کې د ایران پلوه وسلوالو ډلو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړی. ایران تور لګوي چې اسرایل د تهران د ایټمي پروګرام پر ضد د تخریبي بریدونو او وژنو د څپې تر شا لاس لري. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجسنیو اخیستل شوي دي.

10.04.2024 ډیوه

افغانستان او پاکستان کې په کلک امنيت کې وړوکی اختر نمانځل کيږي

کراچۍ ‏ — افغانستان او پاکستان کې په کلک امنیت کې وړوکی اختر نمانځل کیږي، د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون د هیواد په ګڼو ښارونو کې د امنيت په ‏موخه د موبايل ټيليفون سروس ځنډول شوی وو. پاکستاني چارواکو په ملک کې د ګرانۍ او اقتصادي بدحالۍ له امله په شتمنو خلکو غږ کړی، بې وسه ‏خلک دې ځان سره په خوشالیو کې شامل کړي.‏ د وي او اې اشنا د خبر ترمخه، په کابل کې د وړوکي اختر په مهال د جوماتونو څنګ ته سړکونه تړل شوي، کلک امنیتي ګامونه پورته کړل شوي، د طالبانو ‏امنیتي ځواکونه په سړکونو ولاړ، تلاشۍ یې کولې.‏ ويل شوي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده هم په کندهار کې په سخت امنيت کې د اختر نمونځ کړی دی.‏ د واکمنو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي، په کندهار کې په زرګونو کسانو د ملا هبت الله اخوند په امامت کې د اختر نمونځ ادا کړی دی.‏   د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د وړوکي اختر په ورځ د اختر مبارکي ویلې او په خلکو یې د يووالي غږ کړی دی.‏ د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، اختر د خواخوږۍ، ورورولۍ او ټولنه کې د امن او خوشالۍ نوم دی.‏ نوموړي غږ کړی، ګرانۍ او ملکي اقتصادي حالاتو ته په کتو سره دې شتمن خلک په خپل چاپېرچل کې غريب بې وسه خلک د ځان سره په خوشالو کې ‏شامل کړي.‏ شهباز شريف ویلي، د ملک د امنيت دپاره قربانۍ ورکوونکو ته د عقيدت پيروزنې وړاندې کوي.‏ د پاکستان وزيراعظم په شتمنو خلکو د غريبو خلکو سره د مرستې کولو غږ په داسې حال کې کړی چې پاکستان د تېرې اوږدې مودې نه د اقتصاد او امنیت ‏د مسلو سره مخ دی، څيړونکي وايي د شهباز شريف حکومت ته تر ټولو غټ چېلنجونه د اقتصاد او امنيت ور په غاړه دي.‏ پاکستان کې په وروسيتو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، او د اقتصاد ښه کولو دپاره د نړيوالې مالياتي ادارې نه پورونه اخلي. اقتصاد پوهان وايي، د ‏پاکستان اقتصاد په قرضونو انحصار لري.‏

10.04.2024 ډیوه

د بایډن اختر پیغام: "خواخوږۍ مې د غزې غوندې شخړو له خلکو سره دي"، نتنیاهو "غلطي" کوي

واشنګټن — د امریکې صدر جوبایډن مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ویلي او د خپلو نېکو هیلو له څرګندولو سره یې ویلي، دی د هغو خلکو په اړه هم فکر کوي چې د غزې او سوډان غوندې سیمو کې د جګړو، لوږې او بې کورنۍ له ستونځو سره مخ دي. بایډن په یوه تازه مرکه کې ویلي په غزه کې د اسرایل د وزیراعظم د جګړې طرز یوه "غلطي" ده. بایډن بېګا ناوخته پر ایسک په یوه پوسټ کې ویلي، لکه څنګه چې نن مسلمانې کورنۍ او ټولنې کوچنی اختر لمانځي، خو وایي دوی ورسره د ډېرو نورو هغو په فکر کې هم دي چې په دې ورځ درد محسوسوي: "اوس د دې وخت دی چې بیا اراده وکړو او د امن د ټینګښت او د ټولو د وقار لپاره په ګډه کار وکړو".   صدر جو بایډن وایي د حماس وسلوالې ډلې خلاف د اسرایل د جګړې په اړه د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو له نظر سره متفق نه دی او وایي اسراییل باید غزې ته د بشري مرستو رسېدو د اسانتیا لپاره د جګړې درولو غوښتنه وکړي. صدر بایډن دا خبرې د هسپانوي ژبې نیټورک «یونیویژن» ته د اپریل په دریمه کړې خو پرون د سه شنبې- نهې په ورځ خپره شوې ده. د دې مرکې تر ریکارډ کېدو دوې ورځې وروسته ل اسرایلي ځواکونو په غزه کې ورلډ سنټرل کیچن مرستندویه ډلې اوه کارکوونکي په برید کې و وژل چې د صدر بایډن په ګډون نړیوال پرې سخت غبرګون ښکاره کړ او اسرایل پرې د غلطۍ بخښنه وغوښته. صدر بایډن وویل د غزې خلکو ته د خوراکي توکو او طبي مرستې نه رسېدو لپاره هیڅ عذر نه شته او وایي دا هڅې باید "اوس تر سره شي." بایډن وویل هغه څه چې دی یې غوښتنه کوي هغه له اسرایلو یواځې د ډزبندۍ غوښتنه ده: "باید [اسرایل] په راتلونکو شپږو اتو اوونیو کې ټولو خوراکي توکي او دارو درملو ته غزې ته د رسېدو لپاره د بشپړ لاسرسي اجازه ورکړي. ما له سعودي نیولې تر اردنیانو او مصریانو پورې له هر چا سره خبرې کړې دي، دوی تیار دي چې دا خواړه دننه کړي". وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ وایي تېره اوونۍ چې صدر بایډن له وزیراعظم نتنیاهو سره په تلیفون خبرې وکړې کټ مټ همدغه خبرې یې ورته وکړې او ټینګار یې وکړ چې په غزه کې بشري حالت ورته "د منلو وړ نه دی." امریکا پر حماس ډله هم فشار اچوي له اسرایل سره دې ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي چې له مخې یې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره جګړه ودرول شي او په نتیجه کې یې شاوخوا 100 پاته یرغمل کسان خوشي شي او په بدل کې یې اسرایل په سلګونو فلسطینیان خوشي کړي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د سه شنبې- نهې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د ډزبندۍ وړاندې په قاهره کې حماس ته وړاندې شوی او وایي دا "ډېر سنجیده" وړاندیز دی او "باید ومنل شي." بلینکن وویل، "دا اوس په حماس پورې تړلې ده، نړۍ ورته ګوري چې دا ډله څه کوي." حماس د سه شنبې- نهې په ورځ وویل دې وړاندیز د دوی غوښتنې نه دي پوره کړې، خو دوی به ورباندې غور وکړي. د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د سه شنبې- نهې په ورځ وویل چې هیواد به یې پر اسرایل باندې د برتانوي کمپنیو د وسلو پر خرڅلاو باندې بندیز ونه لګوي، خو وایي "دا خبره باید روښانه کړم، موږ په غزه کې د بشري لاسرسي پر مسله ژورې اندېښنې لرو." اسرایل وایی د اکتوبر پر اوومه د حماس په برید کې د 1,200 کسانو تر وژل کېدو او شاوخوا 250 له یرغمل کېدو وروسته یې د حماس خلاف د جګړې اعلان کړی وو. د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا په غزه کې د اسرایلو په پرله پسې ځوابي بریدونو کې تر اوسه پورې تر 33000 ډېر کسان وژل شوي دي چې وایي په درو کې دوې برخې یې ښځې او ماشومان دي. بلینکن وویل جګړه به میاشت مخکې ختمه شوې وای که حماس "خپلې وسلې ایښې وای، د ملکي خلکو تر شا پټېدل یې بند کړي وای او تسلیم شوي وای." بلینکن وایي بایډن "زموږ اندېښنې روښانه کړې دي، موږ ژورې اندېښنې لرو چې که اسرایل په جنوبي ښار رفح کې عملیات کوي نو ملکي وګړي به له دې ځایه را باسي چې زیان ورته ونه رسیږي". بلینکن وویل هغه په رفح کې په نیژدې وخت کې څه نه ویني او باور نه لري چې د امریکې او اسرایلي چارواکو د راتلونکې اوونۍ تر لیدو مخکې به څه پېښ شي. امریکا په رفح کې د اسرایل د پلان شوي برید مخالفت کوي، د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي اسرایل ورسره د برید نیټه نه ده شریکه کړې او وزیراعظم نتنیاهو د دوشنبې- ګل په ورځ وویل په رفح باندې د برید لپاره یوه نامعلومه نېټه ټاکل شوې او د حماس خلاف د جګړې د ګټلو لپاره د اسرایل برید مهم دی. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي څخه اخیستل شوي دي.

10.04.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more