ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د هنګو او کراچۍ په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د خېبرپښتونخوا هنګو ضلعې او کراچۍ کې د کيماړۍ ضلعې څخه اخستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس معلوم شوي دي.

27.09.2023 ډیوه

پېښور: سي ټي ډي د داعش د څلورو افغان غړو نيولو دعوه کړې

د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې پېښور کې یې د داعش څلور افغان غړي نيولي دي. سي ټي ډي د قلنګ په اخستو کې ککړ د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د دوه غړو نيولو دعوه هم کړې ده.

27.09.2023 ډیوه

د ميانمار پوځ د خلکو د ځپلو د پاره هوايي بمبار او په غټه کچه وژنې تېزې کړي

‎واسنګټن- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هايي کمېشنر والکر ترک په نړيواله ټولنه غږ کړی د ميانمار د پوځي رجيم لخوا د زياتېدونکي ظلم مخه دې ونيسي چا چې په کال 2021 کې منتخب حکومت ختم کړی او په واک يې قبضه کړې ده. د نهې، سېشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ښاغلي ترک خبرداری ورکړی د ميانمار پوځ د عامو خلکو خلاف خپل زور زياتی نور غځولی. په رپورټ کې د کال 2022 د اپريل نه تر جولايي 2023 پورې د پېښو ذکر شوی دی. ترک ويلي “مونږ دلته د يو بې رحمه او ځورونکي نظام سره مخ يو چې د دې د پاره جوړ دی خپل خلک ولس وځپي او ټولنه د خپلو شومو اهدافو د پاره پايماله کړي چې د دغه اشرافيه راج پرې وساتي”. هغه وويل هره ورځ د ميانمار خلک د بوږنونکو پېښو سره مخ دي او د بشري حقونو سرغړونه تر خطرناک حده رسېدلې چې ولس پکې خپل ژوند ژواک او هيلې بايلي. باوري سرچينې وايي د روانو ظلمونو او زور زياتي په جريان کې تر اوسه د پوځ او د پوځ د لاس پوسو لخوا کم نه کم 4108 وژنې شوي دي. ترک وايي “د ولس خلاف دا ځانګړې بمبارۍ، په لويه کچه وژنې او د کلو بانډو سوځول د پوځ خاصه حربه ده چې په بې رحمۍ سره کارول کيږي. په دې موده کې پوځ 687 هوايي بمبارۍ کړي چې د کودتا نه وروستو تر څؤارلس مياشتې پورې د روانو بمبارو نه يو په دوه سېوا دي”. رپورټ کم نه کم 22 په لويه کچه د وژنو معلومات شريک کړي او وايي پوځ داسې وژنې کړي چې ژوندي خلک يې سوځولي، وجودونه يې ورله خس خس کړي، جنسي تېري يې کړي او سرونه يې غوڅ کړي. پوځ تښتولي کليوال د ډال په توګه استعمال کړي چې په دوی شوې حملې يې پرې تمبولي او ماينونو ته يې وړاندې کړي دي. “دا د انسانيت خلاف لوی ځناورتوب دی”. خبر د وي او ای د خبريال دی.

27.09.2023 ډیوه

وړومبی سعودي استازی فلسطيني واکمنۍ ته او وړمبی اسرايلي وزير سعودي عرب ته تلي

د سعودي عرب لخوا فلسطيني واکمنۍ ته نوي ټاکلي شوي استازي په وړومبي ځل خپل اسناد د فلسطيني اتارټي مشر محمودعباس ته وړاندې کړي چې دا د اسرايل د ولقې لاندې غربي څنډې ته د سعودي چارواکي يواځينی سرکاري سفر دی. دا سفر د امريکا د تازه او دوامداره کوښښونو سره تړل کيږي چې غواړي د اسرايل او سعودي عرب ترمنځ اړيکې عادي حالت ته راولي. سفير نايف السوديري چې به په فلسطيني واکمنۍ کې مېشت نه وي دا وخت په اردن کې د سعودي عرب استازی دی او دې سفر تهداسې کتل کيږي چې سعودي عرب غواړي د فلسطين سره د اوږدې مودې راهسې د روان ملاتړ ترڅنګ د اسرايل سره دوه اړخيزه داسېاړيکې جوړې کړي چې د اسرايل د فلسطين سره د روانې شخړې حل پکې راوباسي. د دې ترڅنګ د اسرايل په کابينه کې د سيلګرۍ وزير حايم کيټز د نهې، سېشنبې په ورځ په وړومبي ځل د سعودي عرب په دوره تلی دی. کيټز په رياض کې د ملګرو ملتونو لخوا راجوړې شوې د سيلګرۍ په غونډه کې د سرکاري سفارتي استازي په حيث ګډون کوي. د سعودي حکومت ويلي د اسرايل سره تعلقات به هله سميږي چې کله د فلسطين د رياست د جوړېدو د پاره کوټلي ګامونه واخستل شي. په خپله دوه ورځنۍ دوره کې سعودي استازي د فلسطين د واکمنۍ د مشر محمود عباس سره ليدل کتل کړي چې په غربي څنډه کېمحدود واک لري او د هغه نه علاوه يې د نورو فلسطيني چارواکو سره هم ملاقاتونه شوي. سوديري د محمود عباس سره د ليدنې وروستو خبريالانو ته ويلي “که خدای کول د فلسطيني چارواکو چې زمونږ د تعلقاتو بنيادايښودونکي دي سره به په همکارۍ دا سفر د راتلونکي د پاره وړومبی ګام وي”. نزدې شپاړس کاله وړاندې عرب مشرانو د سعودي عرب په سرښار رياض کې راغونډ شوي وو چې ژمنه وکړي تر هغه به اسرايل پهرسميت ونه پېژني ترڅو د فلسطين او اسرايل د شخړې حل راوتلی نه وي. که هر څو فلسطينيان په غربي څنډه کې د اسرايل د ښکاره قبضې لاندې ژوند کوي او په غزه کې د مصر او اسرايل د بندېزونو سره مخدي خو په تېرو اونيو کې د سعودي او اسرايل ترمنځ مهم سفارتي اړيکې ورځ تر بله تونديږي. خو څېړونکي وايي لوظنامې ته په رسېدلو کې يو شمېر خنډان موجود دي ځکه سعودي عرب د امريکا نه د سيويلين ايټمي پروګرام ترلاسهکولو غوښتنه کوي چې ويرې پيدا کوي دا به د ايران سره د وسلې مقابله رامنځ ته کړي. سعودي عرب د اسرايل نه هم په غربي څنډه کې د فلسطينيانو د پاره څه رعايتونه غواړي چې اسرايل د کال 1967 په جنګ کې سره دشرقي يروشلم او غزه قبضه کړې ده. د نهې په ورځ په رمله کې چې د فلسطيني واکمنۍ ځای ناستی دی سوديري تکرار کړه سعودي عرب د ازاد فلسطيني رياست چې شرقييروشلم به يې سرښار وي کلک ملاتړ کوي. څېړونکي ګڼي داسې کوښښونه چې فلسطين ته ډېره واکمني ورکړي به د اسرايل د وزير اعظم بېنجمېن نتن ياهو د قامپاله حکومت لخوا دکلک مخالفت سره مخ شي. د اسرايلي وزير سعودي عرب ته سفر ښيي د اسرايل او د ياد عرب هېواد تعلقات ښه کېدو پله روان دي او څېړونکي وايي دا سره د دېکيږي چې که هر څو هم د سعودي عرب استازي د فلسطيني واکمنۍ په سفر کې د ازاد فلسطيني رياست د جوړېدو سره دا اړيکې تړلې دي.

27.09.2023 ډیوه

امریکا د نګورنو قره باغ ارمېني وګړو ته د مرستې اعلان وکړ او آذربایجان نه یې همکاري وغوښته

امریکا د قره باغ سیمې ارمېني وګړو دپاره د بېړنۍ مرستې اعلان کړی او له آذربایجان نه یې هلته کې اړو کسانو ته د انساني امداد رسولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

26.09.2023 ډیوه

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمندو سیاستوالانو دویمه مباحثه

رېګڼ د اولس د سترګو مخې ته ژوند د اداکارۍ او د ډېموکرېټۍ نه شروع کړو خو بیا ريپبلېکن پارټۍ ته واوړېدو. د نونسوه اتیایم په لسيزه کې د مقبول صدر په حېث په دوو صدارتي دورونو کې هغه زاړه پاله قدرونه خپل کړي وو چې په کې وړوکی حکومت، کم ټېکسونه او د دفاع دپاره زیاتې پېسې شاملې وې

26.09.2023 ډیوه

پاکستان د کېنسر د هغې دوا پلورونکو په اړه پلټنه پیل کړې چې ناروغان یې ړانده کړي دي

پاکستان وایي د هغو دوو پاکستاني وګړو په اړه پلټنه کوي چې د سویس د دوایانو د کمپنۍ روچ د کېنسر دوا اوېسټن یې په هېواد کې دواخانو ته ورکړې وه او د شوګر 12 ناروغان د دغو ستنو له لګېدو وروسته ړانده شوي دي. د پاکستان د دوایانو د انتظام مرکزي اداره (ډي آر اې پي) د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي، د روغتیا چارواکو یې په پنجاب صوبه کې د اوېسټن دوا د کارول کېدو په اړه پلټنه پیل کړې ده. د کېنسر لپاره کارول کېدونکې اوېسټن دوا ته په پاکستان کې د کارول کېدو اجازه وه خو د خلکو د نظر تر اغېزمنېدو وروسته د پنجاب او سیند حکومتونو ورباندې بندیز لګولی دی. د پاکستان د درملو د انتظام ادارې په خپل بیان کې ویلي، "په شوګر اخته کسانو د بینایي بایللو پېښې هغه وخت رپوټ شوې دي چې په بدل شویو، وېشل شویو او نري شویو اوېسټن ستنو یې علاج شوی دی". د پنجاب د روغتیا نګران وزیر ډاکټر جاوید اکرم وایي، د دې پېښې د پلټنو لپاره یې یوه لس کسیزه کمېټۍ جوړه کړې او وایي پولیس له هغو دوو کسانو پوښتنې ګروېږنې کوي چې ګومان کېږي دغه دوا یې په صوبه کې وېشلې ده: "د دې مسئلې د پلټنې لپاره مو د لوړې کچې کمېټۍ جوړه کړې ده او د دوا د وېشونکو او د هغوی د مرسته کوونکو په ضد مو مقدمه درج کړې ده". د پاکستان د دواوو د انتظام اداره وایي د کېنسر لپاره کارول کېدونکې دغه دوا په پاکستان کې په غیرقانوني توګه جوړه شوې او وایي هېواد ته وروړونکو ته یې امر کړی د اوېسټن 100 میلیګرام ستنې مشکوکې بستې دې بیرته وروغواړي: "د رجسټر شوې اوېسټن ستنې خرڅول/ وېشل مو تر هغه وخته ځنډولي چې د خلکو د روغتیا لپاره یې په لیبارټریو کې د کیفیت منظوري یې ورکړل شي". روچ په سویس کې د دوایانو جوړولو نړیواله کمپنۍ ده، پر خپله ویبپاڼه یې ویلي چې اوېسټن د کېنسر د بېلابېلو ډولونو د علاج لپاره کارول کېږي او وایي د امریکې په ګډون د نړۍ په 130 کې منل شوې او منظوره شوې ده. روچ کمپنۍ د خپلو درملو د جعلکارۍ دغه "مجرمانه عمل" په کلکه غندلی او وایي تر خپله وسه به هر هغه څه وکړي چې د پاکستان له چارواکو سره همکاري وکړي او ناروغان له جعلکارۍ وژغورل شي: "په پاکستان کې چې چارواکو له اوېسټن ستنې څخه د نظر بایللو پېښه په ګوته کړې دا د درېیم فریق سپلایر په وسیله [د دوا] د خرابولو کېس دی". د پاکستان د دوایانو د انتظام اداره وایي، له اوېسټن سره تړلو پېښو کې ورته معلومه شوې چې دا دوا په بل نوم او له منظور شوي ضرورت بهر د شکرې ناروغۍ اړوند د سترګو د علاج لپاره کارول شوې ده. د کېنسر یا سرطان د دغې دوا اوېسټن بېخي لږ مقدار چې کارول کیږي، دا د سترګو دوا لوسېنټیس ته ورته دی او په ډېرو هیوادونو کې په هغو حالاتو کې د کم لګښت په توګه کارول کېږي چې د ړندوالي علاج پرې وشي. خو روچ کمپنۍ په خپل بیان کې ویلي، "اوېسټن په سترګو کې د هیڅ ډول کارولو لپاره نه ده تایید شوې، جعلي دوا ناروغانو ته روغتیایي خطر پېښوي ځکه چې کېدای شي مواد موثر نه وي او تاواني مواد ولري." د پنجاب د دوایانو د کنټرول د ادارې مرستیال عالم شېر وایي ځینې کمپنۍ اوېسټن ستنې اخلي او په کوچنیو ډوزونو کې یې بیرته بندوي او پر ناروغانو یې په ډېره ارزانه بیه خرڅوي.

26.09.2023 ډیوه

امریکا واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر غوښتنه رد کړې ده

امریکا وایي په تهران کې د امریکایي وګړو د نیول کېدو اندېښنو ته په کتو یې تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان غوښتنه رد کړې وه چې غوښتل یې واشنګټن ته سفر وکړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د ایراني حکومت غبرګون تر اوسه په دې اړه مخې ته نه دی راغلی. د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند مېتیو میلر د دوشنبې- ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته تایید کړه چې پایتخت واشنګتن ته د هغه غوښتنه د بهرنیو چارو وزارت رد کړې وه: "دا مو ذمه واري ده چې د ملګرو ملتونو د کارونو لپاره د ایران او نورو بهرنیو هیوادونو چارواکو ته نیو یارک ته د راتګ اجازه ورکړو، خو موږ د دې پابند نه یو چې هغوی ته واشنګټن ته د سفر کولو اجازه ورکړو". امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته راغلی وو او غوښتل یې په واشنګټن کې د ایران د قونصلي ګټو څانګې ته راشي خو اجازه نه ده ورکړل شوې. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي، "ایران چې د امریکې شهریان په ناقانونه توګه نیسي او د ایران ریاست د ترهګرۍ ملاتړ کوي دې ته په پام سره موږ د اوس دپاره مناسبه یا ضروري ونه ګڼله چې دا غوښتنه ومنل شي." ایران تېره اوونۍ په خپل هېواد کې له څو کلونو بندي پینځه امریکایي وګړي د بندیانو په تبادله کې خوشي کړل. امریکې ددغو بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې ځینې ایراني بندیان خوشي کړي او د ایران کنګل کړې شپږ اربه ډالر یې هم ازاد کړي او له جنوبي کوریا یې د قطر یو بېنک ته استولي وو. د رپوټونو له مخې که د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورکړل شوې وای دا به په تېرو 14 کلونو کې واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د یو وزیر لومړنی سفر وای. امواج ویبپاڼې لومړی د یوې ناڅرګندې سرچینې له خولې ویلي وو چې ښاغلي عبداللهیان غوښتل په واشنګټن کې د ایران قونصلي چارې له نیژدې وګوري، خو وایي د هغه مقصد د تهران او واشنګټن په اړیکو ته مثبت رنګ ورکول هم وو. واشنګټن او تهران هغه وخت خپلې سفارتي اړیکې ختمې کړې چې په ایران کې د 1979م کال تر اسلامي انقلاب وروسته احتجاج کوونکو امریکایي سفارتکاران په تهران کې د امریکې په سفارت کې 444 ورځې یرغمل کړل. دا مهال په واشنګټن ډي سي کې د ایران د قونصلي ګټو پر څانګه د پاکستان بیرغ لګول شوی دی.

26.09.2023 ډیوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ورلډ کپ سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته رسېدلې ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د 2023م کال د نړیوال کپ په سیالیو کې د برخې اخستو په موخه هند ته رسېدلې ده اؤ ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ به د جنوبي افریقې د لوبډلې سره خپله وړومبۍ دوستانه سیالي کوي. د آی سي سي نړیوال کپ یو ورځنۍ سیالۍ د راتلونکې میاشتې اکتوبر نه په هند کې پېل کیږي چې وړومبي سیالي به پکې په 5م اکتوبر د انګلینډ اؤ نیوزي لینډ تر منځ د احمد اباد په لوبغالي یا میدان کې کیږي. د افغانستان لوبډله به خپله وړومبۍ سیالي په 7م اکتوبر د بنګله دیش پرضد کوي اؤ بیا به یې په 23 اکتوبر د پاکستان سره سیالي وي. د افغانستان کرکټ بورډ په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) د افغانستان د ملي لوبډلې هند ته د رسیدلو انځورونه خپاره کړي دي. د ورلډ کپ په سیالیو کې د برخې اخستو لپاره هند ته له روانېدو نه وړاندې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې غړو اؤ د افغان کرکټ بورډ چارو په افغانستان د واکمنو طالبانو د یو مهم مشر انس حقاني سره لیدنه کړې ده. په ټولنیزو رسنیو ددغه لیدنې انځورونه خپاره شوي چې پکې لیدل کیږي انس حقاني اؤ افغان لوبډله د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریاليتوب لپاره دعا کوي. د نړیوال کپ په دې سیالیو کې به د افغان لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي اؤ په نورو لوبغاړو کې یې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، ریاض حسن، رحمت شاہ، نجیب الله ځدران، محمد نبي، اکرام علي خیل، عظمت الله عمرزئ، راشد خان، مجیب الرحمان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، عبدالرحمان اؤ نوین الحق شامل دي. ددې ترڅنګ ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او فرید احمد د ضرورت په وخت د لوبې لپاره په لوبډله کې نیول شوي دي. د نړیوال کپ په دې سیالیو کې به پاکستان خپله وړومبي سیالي په 6م اکتوبر د نیدر لینډ په ضد کوي اؤ بیا د هند اؤ‌ پاکستان ترمنځ ستره سیالي په 14م اکوبر احمد اباد کې کېدونکې ده. په نړیوال کپ کې به ټولې 48 سیالۍ ترسره کیږي اؤ پائ لوبه به یې په 19م نومبر وي

26.09.2023 ډیوه

د پاکستان پوځ ته د یو ملین ایکړه زرعي ځمکې ورکولو ګټه او تاوان به څه وي؟

د پاکستان د پوځ لخوا نزدې په یو ملین ایکړه سرکاري ځمکه د کروندې د منصوبې که چرته ستاینه روانه ده نو د چاپېریال په بدلون نظر لرونکي ځينې کار پوهان په دې پروژه کلکې نیوکې هم کوي اؤ وايي د پوځ کار د بهرنیو ګواښونو نه ملک خوندي ساتل دي نه چې د دوي پام دې کر کروندې ته وي. د پنجاب حکومت وړاندې په دې سلا شوی ؤ چې پوځ ته به سرکاري ځمکه د کرکروندې لپاره ورکوي اؤ د پنجاب حکومت د وینا ترمخه دا به هغه ځمکه وي چې ویجاړه (شاړه) پرته ده اؤ په دې د کروندې د پاره د اوبو اؤ بریښنا ذمه واري به هم په حکومت وي. د رپوټونو ترمخه د پاکستان پوځ به نزدې ېو ملین ایکړه ځمکه د ۲۳ کالو په اجاره له حکومت نه اخلي اؤ د یوې بهرنۍ ویب پاڼې "نیکي" د رپورټ ترمخه پوځ ته د ورکړل کېدونکې ځمکې رقبه به د ګاوندي هیواد هندوستان د سرښار دهلي نه درې چنده زیات وي. په دې هکله څېړونکی پروفیسر عرفان اشرف وایي چې په نړۍ کې چرته هم دا مثال نشته چې د یو هیواد پوځ خارجه تګلاره هم جوړوي، سیاست هم کوي اؤ کاروبار هم کوي خو په پاکستان کې دا روان دي اؤ دا وړومبی ځل نه دی پوځ دغه شان څه کاروبار کوي بلکې په پاکستان کې د پوځ د کاروبار تاریخ زوړ دی اؤ دا کاروبار ېوازې د کر کروندې پورې محدود نه دی. فونګرو رټيائرډ پوځیانو ته د روزګار ورکولو په لړ کې د پاکستان د پوځ یوه اداره ده اؤ د دې مشر زاهد عزیر ویب پاڼې نيکي ته ویلي دي چې د سرکاري ځمکې پوځ ته د کر کروندې لپاره ورکولو سره به زمیدارو ته هیڅ تاوان ونه رسیږي ځکه چې دا ویجاړې ځمکې دي اؤ پوځ به دا ابادې کړي. پوځ هم دریځ چې په دې ویجاړو ځمکو د کر کروندې له امله به ملکي معیشت ته هم ګټه رسي اؤ ځني ماهرین هم د پوځ دې دریځ سره اتفاق کوي. پیښور زرعي پوهنتون کې د موسمیاتي بدلون د څانګې پخوانی مشر ډاکټر محمد اکمل وایي، پاکستان کې ډیرې ځمکې ویجاړې پرتې دي په دې که کرونده کیږي نو معیشت به ښه کیږي اؤ د پوځ لخوا به دا یو ښه کار وي خو کتل به دا وي چې دا کار به څنګه کیږي اؤ دا به معیشت لپاره څنګه ګټور وي. سږ کال د مئ په میاشت کې پوځ ته د سرکاري ځمکې ورکول کېدو فیصله عدالت کې چیلنج شوې وه اؤ درخواست کوونکي یو وکیل فهد ملک عدالت ته ویلي وؤ چې نه د پاکستان دستور اؤ نه د پوځ قوانین د دې اجازه ورکوي چې د پاکستان پوځ کرکیله یا بل یو تجارتي کار وکړي. په دې خواست لاهور هایکورټ پوځ ته دسرکاري ځمکې ورکولو د عمل ودرولو امر کړی و خو وروسته د جولاي په میاشت کې هم د لاهور هایکورټ ېو بل بېنچ دا امر ناچله وګرځولو. پوځ اؤ حکومت وایي په چولستان ریګستان کښې دې ویجاړو ځمکو باندې د کروندې له وجې به معیشت ته ګټه رسي. خو پروفیسر عرفان اشرف دې سره اتفاق نه کوي اؤ وایي چې دې سره به معاشي مسلې حل کیږي نه بلکې زیاتیږي به ځکه چې سرکاري ځمکې باندې د ولس اختیار وي اؤ پاکستان کې وړاندې هم دپنجاب اوکاړه سیمه کې د پوځ لخوا په ځمکو د قبضې پرضد ځايي خلکو احتجاج کړی و چې ډیر پکې بیا ګرفتاره شوي هم وو. ګوادر کې هم خلک په دې احتجاج کوي چې ددوي ځمکې پوځ استمالوي. پاکستان کښې اکثره پوځي افسرانو ته د ملازمت دمودې ختمیدو نه وروسته سرکاري زرعي ځمکې ورکول کیږي اؤ ددې مقصد هم دا ښودل کیږي چې په دې ځمکو به د کر کروند کار کیږي خو دا سهولت ېواځې پوځي افسرانو ته وي اؤ د رپورټونو تر مخه بله یوه سرکاري محکمه کې هم دغه شان په ریټارمنټ د سرکاري ځمکو ورکولو څه مثال نشته البته اکثرو سرکاري محکمو کې افسرانو ته د ریټارمنټ نه وروسته پلاټونه ورکول کیږي.

26.09.2023 ډیوه

وزیراعظم کاکړ: ټي‌ ټي پي افغانستان کې ځالې لري، د افغانستان خاوره باید د نورو پرضد ونه کارول شي

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي ټي ټي پي په افغانستان کې ځالې لري اؤ د طالبانو په حکومت یې یو وارې بیا غږ کړی دی چې د افغانستان خاوره باید د نورو پرضد کارول کېدو ته ور نه کړي. بهرنۍ میډیا سره خبرو کې نګران وزیراعظم ویلي پاکستان د پولې د پورې غاړې څخه د کېدونکو بریدونو مخنیوي لپاره یو شمیر امنیتي ګامونه اخستي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغانستان لپاره د پاکستان د خاص استازي اصف دراني په مشرۍ د اسلام اباد نه یو لوړ رتبه پلاوي د کابل سفر کړی اؤ سرچینې وایي هلته یې طالب چارواکي د افغانستان په خاوره کې د ټي پي پي د خوندي ځالو په اړوند د پاکستان د اندېښنو نه خبر کړي دي. پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې د افغانستان د خاورې نه د ټي ټي پي وسله وال پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي خو په افغانستان واکمن طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي. نګران وزیراعظم ویلي، کله چې امریکا اؤ‌ د ناټو ځواکونه تر 20 کالو په افغانستان کې وؤ نو هغوي د 2 کهربو ډالرو مصرفولو باجود په دې نه وؤ توانېدلي چې افغانستان کې په بشپړ ډول واک ټینګ کړي . د ښاغلي کاکړ په خبره، افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د شتون باجود تر 15 کالو د پولې پورې غاړې څخه پاکستان کې بریدونه کیدل اؤ اوس هم افغانستان کې یوه مرکزي واکمني نشته بلکې یوه متحاربه یا وسله واله ډله دغلته په اقتدار کې ده. په افغانستان کې طالبانو په اګست کال 2021م یو ځل بیا په واک قبضه کړې ده خو د دوؤ کلونو تېرېدو باوجود دهغوي حکومت لا تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی البته چین د نړۍ یوازینی هیواد دی چې روانه میاشت یې کابل کې خپل سفیر ګمارلی دی خو نه یې ده واضحه کړې چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني که نه؟ د ملګرو ملتونو په یو وروستي رپورټ کې ویل شوي چې د کله نه طالبان بیا په واک قابض شوي دي نو په پاکستان کې ورسره ترهګریز بریدونه سیوا شوي دي. پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې دوی د طالب چارواکو سره "ویډیو شواهد" او د مشکوکو افغان طالب وسله والو جسدونه شریک کړي چې په وروستیو "ترهګریزو" بریدونو کې د ټي ټي پي د وسله والو سره یوځای شوي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي. د ټي ټي پي مشرانو په ښکاره توګه د افغان طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده سره بیعت کړی دی. د ټي ټي پي وسله واله ډله د یو تنظیم په شکل کې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې راڅرګنده شوې وه او بیا یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو پر ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کړې وه. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، تاماس ویسټ تیره اوونۍ په واشنګټن کې یوه سیمینار ته وویل، "هغه ډله چې د سیمې ثبات ته تر ټولو ستر ګواښ دی، ټي ټي پي ده. موږ په پاکستان کې په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی" د یوې پوښتنې په ځواب کې نګران وزیراعظم کاکړ ویلي پاکستان یو ازاد اؤ خپلواک هیواد دی اؤ ټولې پرېکړې د خپلو قامي ګټو په نظر کې نیولو سره کوي . نوموړي ویلي دا خبره به باوري کوي چې هیڅ یو بهرنی طاقت د پاکستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. پاکستان کې د راتلونکو ټولټاکنو په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې نګران وزیراعظم ویلي راتلونکي ټاکنې به صفا سوتره اؤ رڼې وي اؤ د ټاکنو عمل کې به په انتظامي کچه د هیڅ یوې ځانګړې ډلې ملاتړ یا مخالفت نه کیږی.

26.09.2023 ډیوه

خېبر: پوځ وایي تیراه کې یې د عملیاتو په مهال "درې ترهګر" وژلي دي

له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې د پوځ د وینا له مخې په دې عملیاتو کې د یو ترهګر کمانډر په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آي ایس پي ار) پخپل بیان کې ویلي دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس تېره ورځ د خېبر لرې پرته سیمه تیراه کې ترسره شوي دي. پوځ ویلي د عملیاتو په مهال د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې چې پکې کفایت عرف تور عدنان په نوم د وسله والو یو کمانډر اؤ دوه نور ترهګر وژل شوي دي. پوځ ویلي په عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په امنیتي ځواکونو ترهګریزو بریدونو ، هدفي وژنو اؤ ګڼو نورو ترهګریزو فعالیتونو کې ککړ وؤ. په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې ده اؤ په دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله واله ډله داعش خراسان پر غاړه اخلي. خو د ترهګرو ډلو لخوا د بریدونو تر څنګ امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت دعوې کوي چې د قبایلي ضلعو په ګډون یې ګرد هیواد کې د ترهګرو ډلو اؤ د هغوي د همکارانو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات چټک کړي اؤ په دې عملیاتو کې وسله والو ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي. دوه ورځې وړاندې د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو اساس پوځ په سیمه کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي وؤ چې د دغو عملیاتو په مهال یو پوځي عسکر د ترهګرو په ډزو کې وژل شوی ؤ. همدغه راز د خالي- شنبې په ورځ په بر جنوبي وزیرستان کې د پوځ د بمونو شنډوونکې یوې ډلې د ګاډي ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې پکې درې عسکر معمولي ژوبل شوي وؤ. همدا شان په 21م ستمبر د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې هم د پوځ اؤ ترهګرو تر منځ نښته شوې وه چې پوځ پکې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه. هم په دغه ورځ(پنجشنبه) پوځ پخپل یو بیان کې ويلي وؤ چې د پښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې یې له ترهګرو سره د یوې نښتې په مهال شپږ ترهګر وژلي اؤ پینځه یې ژوندي نیولي دي. تر دغې پېښو وړاندې په په 19م ستمبر د شمالي وزيرستان د ميرعلي په حسو خېلو سيمه کې د وسله والو په ډزو کې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي وؤ. پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال د اګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي. دغه رپورټ وایي د اګست په میاشت کښې شوو د ترهه ګرۍ پیښو کښې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده. رپورټ وايي بلوچستان اؤ د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ دپښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

26.09.2023 ډیوه

د کراچۍ له زاندانونو نور 60 افغانان خوشي شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري وي او اې ډيوه ته ويلي، پرون د کراچۍ له زندانونو نور 60 افغان بنديان خوشي شوي او بيرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

26.09.2023 ډیوه

وزيرستان: د جرګې لخوا د خبريال د کور ړنګولو په پرېکړه سختې نيوکې شوي، د خبريال کورنۍ کډه کړې

د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان کې ځايي جرګې د جرمانې په توګه د خبريال معراج خالد د کور ړنګولو پرېکړه کړې، د خبريال کورنۍ کډه کړې، د جرګې په پرېکړه سختې نيوکې کړي او له هغې وروسته نګران وزیراعلا د پېښې نوټس اخستی دی.

26.09.2023 ډیوه

د امریکا دفاع وزیر افریقايي ملکونو ته د سفر په لړ کې، کېنیا ته ولاړ

د امریکا دفاع وزیر لائيډ اسټن د ګل/دوشنبې په ورځ کېنیا ته ولاړ چې د هغه هېواد له دفاعي چارواکو سره د امنیت او ترهګرۍ ضد فعالیتونو په باب خبرې وکړي.

26.09.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more