طالبان: اسلام اباد او خواوشا سيمو کې په دوو اوونيو کې 1000 افغانان نيول شوي او ځينې وژل شوي دي
په پاکستان کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، په تېرو دوو اوونيو کې د پاکستان په مختلفو برخو، اسلام اباد او خواوشا سيمو کې 1000 تنه افغانان نیول شوي چې نيمايي يې د مهاجرت يا سفر اسناد هم لري، سفارتخانې دعوه کړې د افغانانو نيولو د عملياتو په مهال ځينې کسان وژل شوي هم دي.
د شام پوځ ویلي د اسرایل په هوايي حمله کې يې دوه عسکر ژوبل شوي دي
د تېرو څو کلونو راهسې اسرایل وخت په وخت د شام په پوځي پوسټونو حملې کوي او دا په شام کې د هغو ځواکونو خلاف جوابي حملې بلي چې ایران يې ملاتړ کوي
رپورټ: هندوستان کېنېډا ته ویلي ۴۱ سفارتکاران دې د هند نه وباسي
د هندوستان او کېنېډې سفارتي تعلقات پس له دې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي چې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو په کېنېډا کې د سېک بېلتون خوښي مشر هردیپ سېنګ نېجار په وژنه کې په هند د ککړتیا الزام ولګولو.
پاکستان له را روانې میاشتې افغانانو ته بې له ویزې د ورتګ اجازه نه ورکوي
د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به له ګاونډي افغانستانه ټول خلک د نورو هېوادونو د خلکو په څېر په قانوني ویزه ورځي. د طالبانو حکومت لا د پاکستان دې پرېکړه ته څه جواب نه دی ویلی. دا اعلان په داسې وخت شوی چې په اسلام اباد کې بیا په سلګونو افغانان نیول شوي او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل ورباندې اندېښنه ښکاره کړې ده. که د پاکستان د حکومت د "یو سند نظام" عملي شي نو دا تاریخي پالیسي به له لسیزو راهیسې روان عمل بدل کړي چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دواړو هېوادونو خلک د ویزو پر ځای په پرمټ یوې بلې خواته سفر کوي. د مرکزي حکومت دا رسمي امر له افغانستان سره د پولې د ټولو دروازو امیګرېشن چارواکو ته لېږل شوی او وي او اې لیدلی دی چې پکې ویل شوي: "د 2023م د نومبر له لومړۍ نېټې به پاسپورټ د یواځیني سفري سند په توګه عملي کېږي او بل هیڅ دستاوېز به له افغانستانه پاکستان ته د سفر لپاره نه منل کېږي". په دې سرکاري امر کې اړوندو چارواکو ته امر شوی چې د دې نوې تګلارې د عملي کېدو لپاره ضروري انتظامات وکړي او دا پرېکړه د پولې پر ټولو دروازو په ښکاره ځایونو کې د اشتهار غوندې ولګوي. د پاکستان مرکزي حکومت لا د دې پالیسۍ عملي اعلان نه دی کړی. د کورنیو چارو نګران مرکزي وزیر سرفراز بګټي د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، دی به نن د نهې- سه شنبې په ورځ له افغانانو سره د تړلې پالیسۍ مسایل په یوه خبري غونډه کې په تفصیل سره بیان کړي. د پاکستان یوه اعلی چارواکي د افغانانو لپاره نوي سفري اصول تایید کړل او وایي اسلام اباد تمه لري چې د طالبانو چارواکو به ورسره د دې پرېکړې په عملي کولو کې مرسته کوي. دغه چارواکي له دې کبله چې پر دې موضوع د ښکاره خبرو اجازه یې نه لرله، د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل، د دې نوې پالیسۍ مقصد وسلوالو او قاچاقبرو یا سمګلرانو په ګډون د غیرقانوني تګ راتګ مخه نیول دي: "دا چې طالبانو په هېواد کې عادي حالت راوستی او حکومتداري یې ښه کړې ده، نو دوی به د دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو لپاره له نړیوالو اصولو سره سم عمل کوي، چې په هغه کې د ویزې نظام هم شامل دی". طالبانو سمدستي د پاکستان دې نوي اعلان ته څه رسمي جواب نه دی ویلی چې افغانان به نور بې ویزې دې هېواد ته د ورتګ اجازه ونه لري. د افغانستان او پاکستان تر منځ په چمن او تورخم پوله هره ورځ له تاجرانو سره سره په زرګونو عام خلک هم تګ راتګ کوي او پاکستان ته ډېر داسې افغانان بې له ویزو هم راځي چې ناروغان د علاج لپاره راوړي. د پاکستان دا نوې پرېکړه به د ډیورنډ په کرښه سره بېل دواړو غاړو ته مېشت خلک اغېزمن کړي، چې د شاوخوا 2600 کیلومیټره پولې په اوږدو کې پراته دي. په دوی کې ډېر داسې دي چې نیمې کورنۍ یې یوې او نیمې یې بلې خواته اوسېږي. پاکستان په داسې وخت د افغانانو لپاره ویزې لازمې کړې دي چې په هېواد کې یې د هغو افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده چې وایي غیرقانوني اوسېږي او یا یې ویزې نه دي نوې کړې. د پاکستان د کورنیو چارو نګران مرکزي وزیر جلیل عباس جېلاني د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان کړی وو، حکومت به یې د افغانانو په ګډون ټول هغه بهرنیان له هېواده باسي چې په غیرقانوني توګه هلته اوسېږي. د اسلام اباد دا اقدام به شاوخوا یو میلین افغانان اغېزمن کړي چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې دې هېواد ته پناه وروړې او ډېری یې غواړي نورو هېوادونو ته لاړ شي. د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د ګل- دوشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانانو ځورول او خپلسره نیول بند کړي. د ایمنیسټي د جنوبي اېشیا څانګې پر خپل ایکس پاڼه لیکلي: "ډېر هغه افغانان چې د طالبانو د ځورونې له کبله یې په ویره کې ژوند کاوه پاکستان ته تللي دي او هلته په خپلسرې توګه بندیان کېږي، نیول کېږي او خپل هېواد ته د لېږلو له خطر سره مخ دي". ایمنیسټي انټرنېشنل اندېښنه ښکاره کړې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته ولې نړیوالو پام نه دی اړولی. د پاکستان پولیسو په وروستیو ورځو کې په سلګونو نور افغانان په پایتخت اسلام اباد کې نیولي دي، پولیس وایي دغو کسانو د پاکستان ویزه نه لرله ځکه یې نیولي او اوس به یې خپل هېواد ته لېږي.
د طالبانو او پاکستان خارجه وزیران د چین غونډې ته رسېدلي، دواړه به پر خپلو دوه اړخیزو مسایلو هم غږېږي
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوي د چین د حکومت په بلنه په دې هېواد کې د ټرانس هماليا فورم په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی. په تېره ستمبر میاشت کې چین د نړۍ لومړی هېواد شو چې خپل نوی سفیر یې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته واستاوه، خو د طالبانو حکومت لا د نړۍ هیڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند او د عامه اړیکو د څانګې مرستیال مشر ضیا احمد تکل د سه شنبې- نهې پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، چې د امیرخان متقي په مشرۍ دا پلاوی د چين په رسمي بلنه په دې غونډه کې ګډون کوي: "په دغه فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو تر منځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه ييز اتصال [پیوستون] او ايکولوجيکي [ماحولیاتي] بدلونونو باندې بحثونه کېږي". ښاغلی تکل وایي د بهرنیو چارو وزیر او پلاوی به یې د دې غونډ په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر او د نورو هیوادو له استازو سره هم دوه اړخیزې ناستې کوي او پر اړوندو موضوعاتو به ورسره خبرې کوي. ویاند وايي له امیرخان متقي سره په دې سفر کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالطيف نظري او د طالبانو د حکومت یو شمېر نور چارواکي هم شامل دي. ټاکل شوې چې د ټرانس همالیا فورم دوه ورځنۍ غونډه د چین د خپلواکې سیمې تبت په نېنګچي ښار کې د اکتوبر له څلورمې تر پینځمې پورې وشي او دا د دې فورم درېیمه غونډه ده چې سږ کال یې سرلیک «ماحولیاتي تهذیب او چاپېریال ساتنه» ټاکلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالی وزیر جليل عباس جيلاني هم د چين د خارجه وزير وانګ يي په بلنه په دې غونډه كې ګډون کوي او ټاکل شوې چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې د نورو هېوادونو د استازو په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره هم وویني. د پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیران به په ممکنه توګه پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي، ځکه چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو له کبله اسلام باد ګوته کابل ته نیسي او طالبان وایي چاته به اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د بل هېواد په ضد وکاروي. دا به په دوو اوونیو کې چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي دویم سفر وي چې یو بهرني هېواد ته یې کوي، د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو له کبله د دوی بهرني سفرونه ډېر محدود دي. ټرانس هماليه فورم په كال 2018م کال د سيمه یيزو هېوادونو تر منځ د جغرافيایي پیوستون٬ چاپېریال ساتنې، ماحولیاتي خوندیتوب او كلتوري اړیکو زياتولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو د عملي مرستې زياتولو لپاره جوړ شوی وو. د دې فورم وروستۍ غونډه په 2019م کال كې شوې وه. امیر خان متقي د ستمبر پر 29مه د ماسکو فارمټ پینځمې غونډې ته په وینا کې د چین د حکومت مننه کړې وه، چې وایي د طالبانو حکومت ته یې نوی سفیر ور لېږلی دی. متقي هیله څرګنده کړې وه چې نور هېوادونه هم خپل سفیران ور ولېږي او هم په خپلو هېوادونو کې د دوی سفیران ومني. د نړیوالو چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي، چین ته د ښاغلي متقي سفر د افغانستان لپاره یو مثبت قدم دی ځکه چې وایي ددې خطر شته چې افغانستان به په بشپړه توګه له یواځیتوب سره مخ شي. ښاغلي فرهادي وي او اې اشنا ته ویلي، چین د طالبانو له حکومت سره په اړیکو کې ځینې غوښتني هم لري، چې یوه یې په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د وسلوالو شته والی دی، وایي د طالبانو حکومت د دغې ډلې وسلوال له چین سره د افغانستان له پولې لرې سیمو ته منتقل کړي دي. ښاغلی فرهادي وايي، که څه هم چین طالبانو حکومت ته خپل نوی سفیر لېږلی خو وایي لا یې هم په چین کې د طالبانو سفیر نه دی منلی او نه یې د دوی حکومت په رسمیت پیژندلی دی. نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو شرطونه ایښي دي.
سيند صوبه کې د پوليو څاڅکو څخه انکاريانو ته په ممکنه توګه د زندان او جرمانې سزا
د پاکستان په سیند صوبه کې چارواکي د پوليو د خاتمې دپاره په يو لانجمنه طريقه غور کوي چې پکې سزا شامل ده، سيند اسمبلۍ د تېر اګست د میاشتې په څلورمه نېټه قانوني مسوده منظوره کړې وه چې ترمخه یې د پوليو يا نورو ويکسينو څخه انکاريانو دپاره د يوې میاشتې زندان او 50000 روپو جرمانې ویل شوي وو.
امریکا: د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د پاکستان سره مرستې جاري دي
امریکې د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ښار کې د عید میلادالنبي په جلوس شوې چاودنه کې د وژل شوو او ژوبلو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي پاکستان ته ترهګرۍ غټ تاوان اړولی دی.
پاکستان د 1.1 ملينه غېر ملکیانو ويستلو فېصله کړې
د پاکستان نګران حکومت په ملک کې په غېر قانونه توګه مېشتو 11 لکه يا 1.1 ملين غېر ملکي وګړو د ويستلو پرېکړه کړې او ويلي يې دي دغه خلک په فنډونو ورکولو، ترهګرۍ په سهولت کارۍ او نورو غېر قانونه کارونو کې لاس لري.
یورپي یونین د اوکراین دپاره آینده کال کې د څه باندې ۵ بلینه ډالرو مرستې وړاندیز وکړ
د یورپي یونین د خارجي پالیسۍ مشر جوسپ بورېل د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی د اوکراین ملاتړ ته کلک ولاړ دي، او د دې ترڅنګ یې اوکراین ته په ۲۰۲۴ کال کې د ۵.۲۵ بلینه ډالرو په ارزښت د اخراجاتو د پکېج وړاندیز اعلان کړ.
د افغانستان د جېنکو والي بال ټیم څنګه آسیایي لوبو ته ورسېدلو؟
د افغانستان د جینکو والي بال ټیم لوبغاړې هیله لري چې د طالبانو د مخالفت باوجود، په آسیایي لوبو کې د هغو ګډون به د ملک نورې ښځې جینکۍ ترغیب کړي چې "د خپلو هیلو/خوبونو پیروي وکړي."
د پاکستان نګران داخله وزیر دا ومنله چې امنیتي کارکنان د ډالر په سمګلېنګ کې لاس لري
داسې حال کې چې د پاکستان ریاست په ټول ملک کې بهر ته د ډالرو او نورو سامانونو د سمګلېنګ په ضد مبارزه جاري کړې ده، د حکومت یو جګپوړي وزیر دا منلې چې په دغه غیرقانوني کار، یعنې سمګلېنګ کې امنیتي ځواکونه هم لاس لري.
ماهرین: د زلزلې دومره نږدې اټکل نه شي کېدی
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د زلزلې وړاندوينې يا پېشنګويۍ په ځانګړي ډول د افغانستان سره په پوله د چمن اوسېدونکي سخت په ويره کې اچولي دي، د کوټې ډويژن کمشنر خلکو ته د احتياط ویلي خو پوهان وايي تراوسه په دنیا کې داسې کومه ساينسي اله يا څيړنه نه ده شوې چې د زلزلې کره وړاندوينه وکړي.
د امریکې پخوانی صدر د هغه د کاروبار په اړه مقدمه کې د نیویارک عدالت ته حاضر شو
ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ د سماجي رابطې په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل ولیکل "زه سبا عدالت ته ځم چې د خپل نوم او شهرت دپاره وجنګېږم."
د طب د نوبل جایزه هغو ساینس پوهانو ته ورکړل شوې چې د تحقیق پر مټ یې د کورونا واکسین جوړول ممکنه شوي و
واشنګټن - د طب په څانګه کې د سږ کال د نوبل جایزه هغو دوو ساینس پوهانو ته ورکړل شوې ده د چا د تحقیق له امله چې د کووډ ۱۹ خلاف اېم آر اېن اې واکسین جوړول ممکنه شوي و. دا اېوارډ یا جایزه پروفېسرې میرمن کاټلېن کاریکو چې د هنګري په ساګن پوهنتون کې پروفیسره ده او د امریکا پینسلوېنیا یونیورسټې کې د ضمني پروفېسرې په توګه هم کار کوي، او په پېنسلوېنیا یونیورسټې کې د هغې همکار ډریو وائزمېن ته ورکړل شوې ده. دا جایزه د نوبل اسمبلۍ سیکرټري یا منشي توماس پرلمن اعلان کړه، هغه وویل د دې دواړو ساینس پوهانو د تحقیق په مرسته د کرونا وبا خلاف اېم آر اېن اې واکسین جوړول ممکنه شول او له همدې امله دوی ته دا جایزه ورکړل شوه. "په کارولنسکا انسټیټیوټ کې نوبل اسمبلۍ نن دا پریکړه وکړه چې د کال ۲۰۲۳ په فزیولوجي او طب شعبه کې نوبل امن جایزه کاټلن کاریکو او ډریو وائزمین ته په ګډه ورکړي. د نیوکلیوسایډ پر بنسټ بدلونونو په اړه د دوي تحقیق او موندنو د لاسه د کرونا وبا خلاف اېم آر اېن اې واکسین جوړیدل ممکنه شوې و." د نوبل اسمبلۍ یو بل غړي پروفېسر ریکارډ سېنډبرګ ترمخه اېم آر اېن اې واکسینونو د ډیرو خلکو ژوند بچ کړی دی. "اېم آر اېن اې، سره د نورو واکسینونو دیارلس بیلینه ځله، خلکو ته ورکړل شوی دی او په ګډه دوي د میلینونو خلکو ژوند ژغورلی دی. له همدې کبله د کرونا وبا مخنیوي ممکنه شوی و، او ټولنیز ژوند بېرته معمول حالت راتلل ممکنه شوی و. په عامه یا روایتي توګه د واکسین جوړولو لپاره ځیني وایرسونه جوړول کېږي یا ټوټې یئ راټولېږي او بیا د یو شمیر عواملو نه تیریدو پس تیاریږي. خو مېسنجر آر اېن اې واکسین جلا چلن لري. دا د خلیې د جینیایي کوډ یوې ټوټې څخه پیل کېږي او د پروټینو جوړولو احکامات لري. که دا وایرس صحیح یا دقیق پروټین هدف ته ورسول شي نو بدن پرې د ځان د ساتلو مدافعت او توان ترلاسه کوي. د مسینجر RNA طریقه ډېره توپیر لري. دا د جینیاتي کوډ د یوې ټوټې سره پیل کیږي چې له ځان سره د پروټین جوړولو لپاره لارښوونې لري. د ویروس پروټین تر هدف لاندې نیسي او بدن ورسره د واکسین په کوچني کارخانه بدل شي. د mRNA ټیکنالوژي اوس د نورو مکروبونو پر وړاندې د واکسینونو د جوړولو لپاره کارول کیږي. سنډبرګ وویل، دا ټیکنالوژي د پروټین لېږلو په درملنه او د سرطان په درملنه کې هم په دې هیله کارول کېږي چې د انسان روغتیا ته ورسره ښه شي.
پاکستان: سپټمبر کې د ترهګرۍ پېښې کمې خو مرګ ژوبلې زياتې شوي
پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز يا پکس] ويلي، د اګست د میاشتې په مقابله کې په ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې رپوټ شوي خو مرګ ژوبلې پکې زياتې شوي دي.