ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پښتونخوا اپوزیشن ګوندونه وایي مرکز سره مالي ستونځې باید په شخړو نه، په خبرو حل شي

پېښور/ واشنګټن — د پښتونخوا حکومت د اپوزیشن ګوندونو غړي وايي وفاقي حکومت سره د مالي ستونځو هوارولو د پاره به صوبايي حکومت ته د شخړو جوړولو په ځايي د خبرو اترو لاره خپلول وي، د صوبايي حکومت غړي وايي دوی د وفاقي حکومت سره د صوبې د مالي مسلو د هوارولو په سر په خبرو بوخت دي. د مخالفه سياسي ګوندونو غړي وايي د صوبې د بجټ تر 90 فيصد زياته برخه د وفاقي حکومت نه راځي چې پکې د اين اېف سي اېوارډ، قبايلي ضلعو فنډونه، د بجلۍ ګټه او د نورو مدونو پېسې شاملې دي. د پاکستان پيپلز پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی احمد علي وايي که له وفاق سره د شخړې سياست دوام ولري نو په راتلونکي کې صوبه د مالي مشکلاتو ښکار کېدی شي۔ احمد علي وي او اې ډیوه ته وویل له وفاقي حکومت سره د مالي ستونځو د حل په اړه هر وخت "ډېر پراميده" وي خو وایي په کومه طريقه باندې چې صوبايي حکومتی لګيا دی له دغه طريقه کار سره یې اختلاف لري: "ګوره اېن ايف سي کې [خزانې] وزير کښېني، څومره سي سي ای دي هغې کې وزير کښېني. دوی وزير نه دی جوړ کړی، ايډوائزر يې جوړ کړی دی، زمونږ وزير اعلا باندې به کار ډېر وي هغه به په دې تکنيکي خبرو باندې ځان پوه نه کړي، مونږ ته پکار دی چې د خزانې وزير جوړ کړو او [مرکز سره] د دغو مسلو د هواري د پاره کلک اواز پکار دی". دا وخت په مرکز او درو صوبو کې د شپږو اتحادي ګوندونو حکومت دی، د خېبر پښتونخوا سني اتحاد کونسل ګوند يواځینی داسې حکومت دی چې په مرکز کې په اپوزيشن او په پښتونخوا کې په واک کې دی. د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی ارباب عثمان خان وايي مرکزي حکومت ته پکار دي چې د سياسي مخالفت باوجود د صوبې معاشي او امنيتي حالت په نظر کې وساتي او د موجوده حکومت سره مالي ستونځې زر تر زره هوارې کړي. د ارباب عثمان علي په وینا په اېن اېف سي ايوارډ کې د پښتونخوا لويه حصه جوړېږي او صوبې ته هغه پېسې پکار دي، ځکه چې وایي دوی صرف د پښتنو د پاره نه بلکې د پوره پاکستان د پاره په اولني صف کې جنګ کړی دی: "چې پاکستان نن کامياب دی هغه د پښتونخوا په وجه باندې دی، مونږ قربانۍ زياتې ورکړې دي خو صوبه ډېره پسمانده پاتې شوې ده، نو د صوبې د خپل حق نه زيات حق جوړيږي او پکار ده چې مونږ ته دا حق راکړل شي". د خېبر پښتونخوا وزير اعلا علي امين ګنډه پور ويلي وو د صوبې په وفاقي حکومت باندې پينځلس سوه او لس اربه روپۍ پاتې دي. په 13م مارچ د وزير اعلا د دفتر نه جاري شوي يو خبر کې ويل شوي وو، مرکزي حکومت ته د واجباتو په سر د وزير اعظم شهباز شريف سره د علي امين ګنډه پور خبرې شوې او وزير اعظم ويلي د صوبې ټولې جایزې غوښتنې به پوره به کوي۔ د واکمن ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی شفيع جان وایي، "وفاق زمونږ [نزدې] شپاړس سوه اربه قرض دار دی، په هغه باره کې وزير اعلی صېب د وزيراعظم صېب سره لیدلي او اين ايف سي ايوارډ کې چې زمونږ څومره برخه کیږي هغه به خپل يو طريقې سره غواړو، او که حق نه راکوي نو بيا مونږ ته پته ده چې حق څنګه اخستل کيږي". څېړونکي وايي د خېبر پښتونخوا حکومت دا وخت د مالي مشکلاتو سره مخ دی، صوبايي حکومت د مارچ په پينځمه نېټه د يو مايشت د پاره د 159 اربه روپیو د اخراجاتي بجټ منظوري ورکړې ده، خو د هغه ډېره برخه به هم د وفاقي حکومت نه ورکړل کېدونکو فنډونو باندې پوره کيږي.

26.03.2024 ډیوه

شهباز شریف: ټېسکونه به زیاتوو او د قرضونو غر به نړوو

کراچۍ — د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په پاکستان د قرضونو غر جوړ دی دا به ختمول وي، ټېکس به زياتول وي.‏ شهباز شريف نن په اسلام اباد کې د ټېکس ورکوونکو کسانو، کمپنيانو او سوداګرانو دپاره د غوره کارکردګۍ د اېوارډ دستورې ته په وينا کې ویلي، په ‏ګرانو تېلو د بجلۍ پېداوار به کمول وي، د ټېکس هدف نهه ټريلينه روپۍ دی، د ټېکسونو دپاره به ځانګړې پاليسي جوړول وي.‏ د شهباز شريف په خبره، "که اوس مونږ چرته کچکول هم نه وړو نو نور وايي چې کچکول یې په ترخ کې دی، په دې خبره په ګرېوان کې کتل پکار دي".‏ د ملک د خراب اقتصاد په اړه نوموړي ويلي، "قرضونه اخلو او تنخاګانې پرې ورکوو، تر څو به په دې قرضونو وخت تېرو".‏ هغه بيا تکرار کړې، راتلونکې مياشت به د مالياتي نړيوالې ادارې (آی اېم اېف) څخه د پور قسط ترلاسه شي، او د هغې وروسته "مونږ ته بيا آی اېم اېف ته ‏تلل دي".‏ هغه ويلي، ملکي هوايي اډې اوټ سورس کوو یعنې بهرنۍ سرچينې ته ورکوو،  او د پي آی اې نجکاري کوو يعنی شخصي کوو یې.‏ اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان اقتصادي حالات ډېر خراب دی، اوس که د آی اېم اېف نه پېسې ترلاسه کیږي نو د هغې د ملک په اقتصاد ښه کېدو يا په ‏ملک کې د ګرانۍ په کمېدو هيڅ اثر نه پرېووځي.‏ د اقتصاد پوهانو په خبره، په ملک کې چې کوم اقتصادي حال روان دی د اوسني قسط سره په ګرانۍ کې هيڅ کمی نه شي راتلی. ‏ پاکستان ته به د خپل اقتصاد ښه کولو او په خپلو پښو ودرېدو دپاره بنيادي اقتصادي اصلاحات کول پکار وي، حکومتې خرچې به کمول وي،د خسارو ‏ختمولو دپاره اقدامات کول وي، کنه که د آی اېم اېف نه پورې اخستل کيږي هم، نو ګټه یې نشته، د عامو خلکو نور مشکلات به ورسره سېوا کيږي.‏

26.03.2024 ډیوه

د امریکې په مېریلېنډ ریاست کې کښتۍ یو لوی پول را غورځولی، ګڼ کسان او موټر اوبو ته لوېدلي

واشنګټن — د امریکې سر ښار واشنګټن ډي سي ته نیژدې د مېریلېنډ ریاست د بالټیمور  ښار په بندر کې یوه بارړونکۍ کښتۍ له یو ستر پله سره لګېدلې چې له کبله یې شاوخوا 20 تنه او یو شمېر موټر سیند ته لوېدلي دي. دا پول د مېریلېنډ د اتلسمې او نولسمې پېړۍ د یو شاعر «فرانسیس سکاټ کي» په نوم نومول شوی وو، هغه د امریکې یوه ملي ترانه هم لیکلې وه. پر ټولنیزو رسنیو او یوټیوب په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې کله دغه کښتۍ د "فرانسیس سکاټ کي" په نوم پله یوې ستنې یا پیلر ته ور نیژدې کیږي، پول په بشپړه توګه ونړیږي. دا پېښه د امریکې په وخت شپې تقریباً یوه نیمه بجه شوې او پر پله باندې د موټرونو له بتیو ښکاري چې د نړېدو پر وخت پاس د دغه پله پر سړک باندې موټر روان وو. د مېریلېنډ ګورنر ویس مور ددې پله له نړېدو وروسته په مېریلېنډ کې بیړنی حالت اعلان کړی او وایي د خپل ریاست او فیډرل له ټولو امنیتي او د ژغورنې له ادارو سره په ګډه کار کوي چې د زیان مخه ونیسي. د بالټیمور د اور وژنې د ادارې مشر کېوین کارټرایټ رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل، "له بده مرغه موږ خبر یو چې لږ تر لږه 20 کسان او ګڼ شمېر موټر وخت د پټاپسکو په سیند کې دي." ښاغلي کارټرایټ وویل د ژغورنې کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او په صفر درجه سړو اوبو کې په ژوندي پاته کسانو پسې لټون کوي. وایي کېدای شي د دې پېښې عملیات کېدای شي څو ورځې وخت واخلي. چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې په پېښه کې څومره کسان مړه یا ژوبل دي. د پټاپسکو پر سیند باندې دغه 2.6 کیلومیټره اوږد پول په 1977م کال کې پرانیستل شوی وو او د یوې اندازې له مخې هر کال ورباندې لږ تر لږه 11 میلینه موټر تېرېدل. دا پول واشنګټن ډي سي ته څېرمه د بالټیمور د صنعتي ښار د سړکونو د شبکې مهمه برخه ګڼل کیږي.

26.03.2024 ډیوه

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته امر شوي چې په مجرمانه الزاماتو دې مقدمې سره مخامخ شي

د ټرمپ د وکیلانو دریځ وو چې مقدمه دې د ډېر وخت دپاره وځنډول شي ځکه چې دوی به په زرګونو پاڼو مشتمل تحقیقاتي دستاوېزات ګوري. یو حکومتي وکیل جج ته وویل زیاتره دغه دستاوېزات غېر متعلقه دي

26.03.2024 ډیوه

شانګله: ځانمرګي بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي

کراچۍ — د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې د چينايي وګړو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی، پينځه چينايي وګړي او ډرايور یې پکې وژل شوي دي.‏ د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر (ډي آی جي) محمد علي ګنډاپور رويټرز خبري ادارې ته ويلي، ځانمرګي بريد کوونکي د چينايي اينجينيرانو قافله په ‏نخښه کړې ده، کومه چې د اسلام اباد نه د داسو کېمپ ته روانه وه. ‏ هغه ويلي، په بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي دي.‏ په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.‏ پوليس سرچينو وي او اې ډیوه ته ويلي، د چينايانو ګاډی د مانسهرې نه داسو ډېم ته روان وو، چې د شانګلې بشام نالې علاقې ته ورسېد، د کوهستان د ‏طرفه موټر ګاډی ( ځایي خلک ورته غواګۍ وايي) راغلی ځانمرګی بريد کوونکی پکې ناست وو، د کوسټر ګاډي نه یې تمبولی او چاودنه یې کړې ده. ويل شوي د چاودنې له امله په ګاډي اور لګېدلی او لاندې ژورې کندې ته لوېدلی دی پينځه چينايان او ډرايور یې پکې وژل شوي دي.‏ د شانګلې رېسکيو ‏‎1122‎‏ هم ډيوه ته تاييد کړه، شپږ مړي یې ترلاسه کړي د شانګلې روغتون ته یې منتقل کړي دي.‏ د کال 2021م د جولايۍ په مياشت کې د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې، د نهه ‏چينايي وګړو په ګډون ورکې 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.‏ یادې پېښې ته پاکستاني چارواکو په لومړي سرکې د ګېس ليک کېدو له امله د چاودنې پېښه ويلې خو وروسته بيا د اګست په میاشت کې د هغه وخت د ‏بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو دا ځانمرګی بريد وو.‏ له دغې وړاندې د کال 2021م د اپريل په 21مه د کوټې د سرينا هوټل په موټر تم ځای (پارکينګ) کې يو ځانمرګی بريد شوی، پينځه تنه ورکې وژل شوي وو.‏ دغه بريد هغه وخت تر سره شوی وو چې د چين سفير د کوټې د ښار په دوره وو او استوګنه يې په هم دې هوتل کې وه، خو حکومتي چارواکو ويلي وو چې د ‏بريد پر وخت د چين سفير په ياد هوټل کې نه وو.‏ تېر کال د اګست په میآشت کې د پاکستان په ګوادر ښار کې په چينايي اينجينيرانو برید شوی، خو چين ويلي وو په بريد کې چينايانو ته مرګ ژوبله نه وه ‏اوښتې.‏ له دغې وړاندې د مې د میاشتې په لسمه د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو دعوه کړې وه، کراچۍ کې په چينايي کمپنۍ ترهګر برید یې شنډ ‏کړی او په کمپنۍ ورننوتونکو دوه ترهګرو کې یې يو وژلی او بل ترې تښتېدلی وو.‏ او د ‏‎2022‎م کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد ‏شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.‏ د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.‏ د 2022م کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم شهباز شریف چې اوس بيا وزيراعظم دی، د چين سفر یې کړی او د چين د بهرنيو ‏چارو وزارت ویلي وو،" صدر شي ژين پينګ د پاکستان وزیراعظم ته په پاکستان کې د چينايي چارواکو په امنيت لويه اندېښنه او تمه څرګنده کړې چې ‏چينايي ادارو او کار کوونکو ته به په مرستندويه پروژو کې امنیت يقيني کړي".‏

26.03.2024 ډیوه

امریکا د اسرایلي پلاوي د سفر په ځنډېدو خفګان ښکاره کړی خو د دفاع وزیران یې نن سره ویني

واشنګټن — د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل چې امریکې ته د خپل پلاوي ټاکل شوی سفر یې ځنډولی دی، خو بلې خواته نن د دې هېواد د دفاع وزیر له خپل امریکایي سیال سره په واشنګټن کې ویني. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جان کربي وایي واشنګټن ته د اسرایلي پلاوي د سفر ځنډولو پرېکړه د پرېشانۍ وړ او ناهیله کوونکې ده. جان کربي د دوشنبې- ګل په ورځ رسنیو ته په خبرو کې ومنله چې د اسرایل وزیراعظم واشنګټن ته د خپل پلاوي د نه را لېږلو فیصله هغه وخت وکړه چې امریکا په امنیت شورا کې په غزه کې د ډزبندۍ په قرارداد باندې په رایو اچولو کې برخه نه واخیسته: "دا ډېره ناهیله کوونکې ده، موږ ډېر ناامیده شو چې دوی [د اسرایل پلاوی] به واشنګټن ته نه راځي چې موږ ته پر دې موضوع د پراخ بحث موقع راکړي چې په رفح کې د مځکنیو عملیاتو پر ځای بله متبادله لار ولټوي". جان کربي وایي د واشنګټن دریځ په دې اړه نه دی بدل شوی چې په رفح کې د اسرایلي ځواکونو مځکني عملیات به یوه "لویه غلطي" وي. ټاکل شوې چې د امریکا او اسرایل د دفاع وزیران نن د مارچ پر 26مه سره وویني، د پېنټاګان په وینا دواړه به پر دې خبرې کوي چې د غزې په رفح ښار کې له مځکنیو عملیاتو پرته حماس ته د ماتې ورکولو لاره ولټوي. د پېنټاګان د مطبوعاتو سیکرټري مېجر جنرل پاټ رایډر د دوشنبې- ګل په ورځ خبریالانو ته وویل، که څه هم اسرایل ناڅاپه واشنګټن ته د خپل پلاوي سفر منسوخ کړ، خو وایي د دفاع وزیر لویډ آسټن به له خپل اسرایلي سیال یوواو ګېلانټ سره نن سهار ویني. د اسرایل وزیراعظم د خپل پلاوي سفر د احتجاج په توګه ځنډولی چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په قرارداد باندې نه رایه واچوله او نه یې ویټو کړ او قرارداد د صفر په مقابل کې په 14 رایو منظور شو. د پېنټاګان ویاند پاټ رایډر وایي "ډېرې لارې شته چې د حماس د ګواښ مخه پرې ونیول شي او د عامو خلکو ژغورل هم په نظر کې وساتل شي. زما تمه ده چې [د آسټن او ګېلانټ] په خبرو کې به پر دې مسایلو بحث وشي". اسرایل وایي حماس ته بې له دې ماتې نه شي ورکولای چې په رفح کې یې په ضد مځکني عملیات ونه کړي، ځکه چې وایي دا ډله په دې سرحدي ښار کې څلور کنډکونه یا بټالینز لري چې زرګونه جنګیالي پکې موجود دي. د امریکې او اسرایل تر منځ‌ له تېرو څو میاشتو راهیسې وروسته له هغه اختلافات په زیاتېدو دي چې په غزه پټۍ کې د حماس خلاف په بمبارۍ کې د عامو خلکو مرګ ژوبله زیاته شوه او د بشري مرستو رسولو بحران پیدا شو. د اسرایل د دفاع وزیر د دوشنبې- ګل په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار جېک سولیوېن سره هم لیدلي، خو جان کربي وایي دا لیدنې واشنګټن ته د اسرایلي پلاوي متبادل نه دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په غزه کې د ډزبندۍ قرارداد منظور کړ او په هغه کې یې غوښتنه وکړه چې په روژه کې دې جګړه ودرول شي، خو اسرایل او حماس دواړو ورسره د خپلو غوښتنو له کبله مخالفت کړی دی. د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي له ډزبندۍ سره د یرغمل کسانو د خوشي کېدو شرط نه دی تړل شوی او حماس هم دا قرارداد رد کړی ځکه چې وایي د ډزبندۍ په شرطونو کې یې د جګړې بشپړ ختمېدل او له غزې څخه د اسرایلي ځواکونو وتل دي. د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د سه شنبې- نهې په ورځ د اسرایلي پوځ رېډیو ته ویلي، د امنیت شورا قرارداد حماس ته زړه ورکړ، چې د ډزبندۍ او یرغمل کسانو د خوشي کېدو په اړه تړون رد کړي. د تېر کال د اکتوبر پر اوومه په اسرایل د حماس په برید کې د اسرایلي چارواکو په وینا 1200 کسان وژل شوي وو او 250 یرغمل شوي وو، د غزې روغتیا وزارت وایي په غبرګون کې یې په غزه کې د اسرایلي ځواکونو په برید کې تر اوسه پورې تر 32,000 زیات کسان وژل شوي او تر 74,000 ټپیان شوي دي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي.

26.03.2024 ډیوه

امریکې د افغانانو دپاره ‏‎12,000‎‏ [اېس آی وي] ويزې نورې سېوا کړي ‏

کراچۍ ‏ — امریکايي قانون سازو  د ‏‎1.2‎‏ ټريلینه پېکج په لګښت کې د هغو افغانانو دپاره د مهاجرت ځانګړې ‏‎12,000‎‏ اضافي (اې آی وي) ويزې شاملې کړي چا چې د ‏امریکې ملاتړ کړی وو او ياد پروګرام د ‏‎2025‎م پورې غځول شوی دی. ‏ د دوی دپاره غږ پورته کوونکو د دغه اقدام هر کلی کړی خو ویلي يې دي دوی د ‏‎20,000‎‏ غوښتنه کړې وه.‏ د امریکې صدر جوبايډن د اوږدې مودې د ځنډ سره مخ قانون مسوده د خالي- شنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغې لاسليک کړې ده چې کانګرس یې ‏منظوري ورکړې ده.‏ په نړیواله کچه د کډوالو ځای کولو ادارې مشر کرش اومارا وينګناراجاهد په يو بيان کې دغه اقدام ته د ډاډ وړ ويلي دي.‏ اېس آی وي پروګرام ته د کانګرس لخوا اجازه ورکړل شوې او ‏‎38,500‎‏ ويزې لري، دغه ويزې د په مستقله توګه د پاتې کېدو لاره ده او اخره کې د امريکې ‏شهريت ورکوي يا ترلاسه کوي. د اېس آی وي منظوري او ټول عمل خواوشا درې کاله وخت نيسي، خو د کډوالو دپاره يې موده پينځه کالو ته رسي. ‏خواستونه یې د امریکې څخه د باندې نه کيږي.‏ د ريپبلکن استازي او په اېوان کې د بهرنيو چارو د کمېټۍ مشر مايکل ميکول ويلي، "د ‏‎12,00‎‏ اضافي ويزو ورکول هغې ژمنه پوره کول دي چې امريکا ‏ويلي وو د امريکې دپاره کار کوونکي افغانان به اوباسي. "‏ د بايډن انتظامیې او د سېنېټ ريپبلکن استازو د ‏‎20,000‎‏ اېس آی وي ويزو غوښتنه کړې وه.‏ په امریکا کې د افغان کډوالو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې مشر  شان وانډيور ویلي، "دا ويزې زمونږ د جنګ د وخت اتحاديانو دپاره ضروري وې ‏چې په امریکا کې اباد شي او دا پروګارم دوامداره وساتل شي".‏ امریکا او اتحادیان یې خواوشا د ‏‎20‎‏ کلنۍ جګړې وروسته په اګست ‏‎2021‎م کې د افغانستان څخه وتلي، د کابل نه یې د وتلو په مهال خواوشا ‏‎130,000‎‏ ‏کسان ويستلي، خواوشا ‏‎85,000‎‏ افغانان امریکا ته رسېدلي او هلته اباد شوي دي.‏ وانډيور ويلي، "د افغانانو د ساتنې او په ځای کولو قوانينو کې اوس هم کار پاتې دی چې دوی په مستقله توګه دغلته پاتې شي".‏ هغه زیاته کړې، "دا ويزې به زمونږ د افغان اتحاديانو دپاره پوره نه وي خو څه اساني به ورسره جوړه شي او دا څرګندونه کوي چې زمونږ په اوږده جګړه کې ‏همکاران مونږ شاته پرې نه ښوده".‏ د افغانانو دپاره کار کوونکو ویلي، د هغو افغانانو د ساتنې دپاره دې کار دوامداره وساتل شي څوک چې په امريکا کې پناه غواړي.‏

26.03.2024 ډیوه

تربت: چارواکي وایي د سمندري ځواکونو په هوایي ډګر برید ناکامه کړل شوی اؤ څلور واړه ترهګر وژل شوي 

ددې برید ذمه واري د بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې  بلوچستان لبریشن ارمي مجید بریګیډ په غاړه اخېستې ده.

26.03.2024 ډیوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالې د پېښېدو وروسته، د پاکستان د تجارت وزارت پلاوی کابل ته رسېدلی

افغانستان سره د تجارتي ستونزو د هواري په موخه د پاکستان د تجارت د مرستیال وزیر محمد خرم اغا په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د دوشنبې په ورځ په دوه ورځني سفر کابل ته رسېدلی دی.

26.03.2024 ډیوه

د څېړونکو اندېښنه: مسکو کې د داعش خراسان وروستی برید افغانستان کې د جګړې نوی محاذ پرانستی شي

کار پوهان د افغانستان په کندهار ولایت کې د داعش خراسان لخوا له پرله پسې بریدونو وروسته، د روسیې په پلازمینه مسکو کې د جمعې په ورځ شوی ترهګریز برید د خطر زنګ بولي. 

26.03.2024 ډیوه

کلاچي: عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي، د وسله والو برید کې پخوانی سرکاري افسر هم وژل شوی

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي‌ دا پېښه د ګل/دوشنبې په ورځ د ډيره اسماعیل خان اؤ ټانک په برید د پرتې سیمې کلاچۍ په کوټ کندیان سیمه کې رامنځته شوې ده.

26.03.2024 ډیوه

بلوچستان کې د تربت په پوځي ائیرپورټ ډله ايز وسلوال بريد شوی – ذمه واري یې بي اېل اې منلې ده

د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ښار کې یوې ډلې وسله والو د سمندري قواوو په پوځي ائیرپورټ حمله کړې ده خو تر اوسه د دې برید د مرګ ژوبلې په اړه څه کره رپوټونه ترلاسه شوي ندي.

25.03.2024 ډیوه

بنګله دېش هڅه کوي چې د ۱۹۷۱ کال نسل وژنه دې تسلیم کړی شي

د بنګله دېش حکومت دا کوششونه کوي چې د کال ۱۹۷۱ د مارچ ۲۵مې او د ډسمبر ۱۶مې نېټې ترمنځ موده کې د پاکستاني پوځ د خوا شوي ظلمونه دې په عالمي کچه د "نسل وژنې" په حیث تسلیم کړی شي.

25.03.2024 ډیوه

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د روژې په میاشت کې په غزه کې د جنګ بندۍ قرارداد منظور کړو

په غزه کې د ډز بندۍ قرارداد په داسې حال کې منظور شوی چې د امریکې صدر جوبایډن او د نېټن یاهو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوی. نېټن یاهو د امریکې دا کوښښونه مسترد کړي چې اسرایل دې د غزه په جنوبي ښار رفح کې عملیات نه کوي. نېټن یاهو د فلسطيني ریاست د قیام دپاره د بایډن غوښتنې هم رد کړي دي

25.03.2024 ډیوه

د ماسکو په کانسرټ د خونړۍ حملې په لړ کې په څلورو کسانو د ترهګرۍ الزام لګول شوی

د ماسکو د عدالتونو ټېلېګرام چېنل د مشکوکو کسانو شناخت د دلېرجان مېرزایف، سیداکرمي رجبلعليزاده، شمس الدین فريدوني او محمدصابرفېضایوف په نومو وکړو

25.03.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more